(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان او ولي خان زمونږ ستر ملي اتلان

[13.Aug.2015 - 17:54]

لیک: پروفېسر عنوان الدين کاکاخېل

يادګېرنه: (دا ليک د تقرير په دود ليکلے شوے ؤ چې د عبدالولي خان پوهنتون د پښتونخوا سټډي سنټر د ادبي ثقافتي څانګې په سيمينار کښې واورولے شو).

زۀ د الله تعالٰي رب العزت جولۍ جولۍ شکر ادا کوم چې ما ته يې د يوې ډېرې سترې نوموړې تعليمي ادارې عبدالولي خان پوهنتون په واجب صد احترام او مقدس ايوان کښې د برصغير د دوو پياوړو درنو هستيو خان عبدالغفار خان معروف په باچاخان او د خان عبدالولي خان په ياد کښې په دې تاريخي او يادګاري سيمينار کښې د وينا سعادت نصيب کړو. د ډاکټر پروفېسر احسان علي خان وائيس چانسلر او د ډاکټر محمد همايون هما د پښتونخوا سټډي سنټر د واکمنو او د ادبي ثقافتي څانګې د ملګرو د زړۀ د اخلاصه شکريه ادا کوم چې دا موقع يې راپېرزو کړه چې زۀ په داسې بختوره موقعه وينا وکړم. د ښاغليو قدرمنو او نازوليو مېلمنو هم مشکور يم چې دې مبارک محفل کښې يې ګډون وکړو. د دې موقعې، د دې ادراې او زمونږ ټولو د عزت افزايۍ او قدر افزايۍ په سلسله کښې مونږ په خپل راتګ ونمانځلو او د دې محفل د ښکلا سوب وګرځېده.

محترم وائيس چانسلر صېب، ګران ډائرېکټر صېب، درنو مېلمنو، نازولو شاه زلمو د ډېرو ادابو تسليماتو او احتراماتو نه پس وړومبے د دې نه چې زۀ خپل خيالات ستاسو په درانۀ حضور کښې وړاندې کړم، د موقعې په مناسبت يو وضاحت ضروري ګڼم، بې شک چې باچاخان د پښتنو په پاکه بختوره خاوره پېدا شوے ؤ او مونږه پښتانۀ يې خپل ستر ملي اتل ګڼو.ولې د امن د دې قدآور استاذي اقوال، افکار، سياسي او سماجي نظريات، فلسفۀ فکر او نکتۀ نظر د اصل نسل، خاورې، پولې د حدودو نه وتے دے، د انسان او کلهم انسانيت دپاره د امن، خوشحالو او سوکالو زېرے ګرځېدلے دے او د دۀ پېغام دے اعلٰي مقدس او پياوړي مقصدونو ته غاړه غټۍ شوے دے، زۀ چې وينم نو په دې سلسله کښې ماته د هغۀ مقام د ګاندي، نيلسن منډيلا او آنګ مان سونجي نه هم اوچت ښکاري، زمونږه سکالرز ته پکار دي چې د باچاخان د عدم تشدد په فلسفه تارتاريز ريسرچ او تحقيق وکړي او هغه مقام ته ورسوي چې د ملل متحد د چارټر حصه شي، د دنيا ستر طاقتونه ترې د نړۍ د پوخ امن دپاره کار واخلي او داسې د بد امنۍ، بې انصافۍ او سړي خورګۍ ښکار دنيا، د من، سوکالۍ او خوشحالۍ زانګو وګرځي.
 

د پښتو د ستر قامي شاعر چې د تورې او قلم خاوند ؤ، خوشحال خان خټک وينا ده:

مړۀ هغه چې نۀ يې نوم نۀ يې نشان وي

تل ترتله په ښۀ نوم پايې ښاغلي

نن مونږ د خپلو دوو هغه ښاغليو درنو هستيو په باب له خبرې کوو، چې د خپلې خاورې څۀ چې د دې سيمې د برصغير بلکې د نړۍ په سياست او تاريخ يې ډېر ژور اثر غورځولے دے، د دې دواړو نامتو شخصيتونو په حقله کۀ تارتاريز بحث کوو نو خبره به ډېره اوږده شي او بيا به هم نيمګړې پاتې شي نو ښه به دا وي چې دا خپل بحث د دوي د قامي غورځنګ، افکارو او نظرياتو او ګټليو اهدافو پورې محدود کړم او په هغې کښې هم غټ غټ پاڼکي راوچت کړم.

باچاخان د وړوکوالي نه د غور و فکر اموخته ؤ، په هره خبره، هره واقعه او په هر حرکت به يې غور کولو، په تپوسونو تپوسونو به يې د هغه علت او معلول ژورتيا ته ځان رسولو، چې زلمے شو نۀ صرف د غور و فکر قوت يې سېوا شو، بلکې د ژورې پخې قوت ناکې  مشاهدې او تېزې قوت ناکې حافظې علامې هم پکښې راڅرګندې شوې او لکه چې ځوان شو د دې صلاحيتونو په برکت يې د پښتون قام او د دې خطې د عام اولس، بدحالۍ، غريبۍ، بې علمۍ او په بدو ورځو ککړ ژوندون ته يې پام شو، د دې صورت حال لټون يې شروع کړو او د غور و فکر نه پس دې نتيجې ته ورسېدو چې زما دخواريکښ قام د بې اتفاقۍ، دښمنو تربګنو، د تعليم د نشتوالي، د زنانؤ د حقوقو د خيال نۀ ساتلو د غلطو رسمونو رواجونو پېروي کولو، په تېره تېره د پېرنګي غلامۍ او د جاګيردارانو د زورګېرۍ او ناوړې سلوک د سوبه د دې ځپلي اولس دا حال شوے دے، د جهالت، مايوسۍ، بې علمۍ د ژورې کندې نه دخپل اولس د رايستلو دپاره باچاخان په شعوري توګه يوه کړنلاره وټاکله.

هم راز او هم خيال داسې ملګري يې پېدا کړۀ چې په زړۀ کښې يې د قام مينه، دړد او همدردي وه، د قام په دې زپلي او ناوړي حالت دلګيره، خفه، پرېشانه او خوږمن ؤ، د دې ملګرو په صلا مشوره يې د انجمن اصلاح افغانه بنياد کېښود، باچاخان د خپلو ملګرو سره د دې صوبې او سيمې کلي په کلي،کوڅه په کوڅه، حجره په حجره او جومات په جومات وګرځېدو، د سهولتونو او وسيلو د نيشتوالي له کبله اکثر يې دا اوږدې مزلې پياده کړې دي، هر ځائے کښې يې  د قايم يووالي، اتفاق، اتحاد او ورورولۍ خبره کوله، ټول يې يو موټے کول غوښتل، د عمرونو زړې خونړۍ دښمنۍ د جرګو مرکو دلارې په دوستۍ کښې بدلې کړې، خلق يې د غلطو رسمونو، رواجونو د تباهۍ، بربادۍ نه خبر کړۀ، د تعليم په اهميت يې پوهه کړۀ، دغه شان يې د قام د ښېرازۍ، سوکالۍ، ترقۍ پېغام د خپلې عدم تشدد د فلسفې سره د سيمې ګوټ ګوټ ته ورسولو.

د قام د بچو د ابتدايي او بنيادي تعليم دپاره يې مدرسې جوړې کړې، په لږو وسايلو کښې په مختلفو علاقو کښې د ازاد سکولونو جال خور کړو، دا په هغه زمانه کښې د ويړيا او خېراتي تعليم خورولو يوه لويه کارنامه وه. د هغۀ د پېغام صداقت، د هغۀ د شخصي کردار سپېځلتيا، د هغۀ د شيرين بيانۍ له کبله د باچاخان په جلسو کښې به خلقو په ډېر جوش او جذبه شوق او مينه ګډون کولو.

کله چې باچاخان دې نتيجې ته ورسېدو چې قام زما په اواز د زړۀ د اخلاصه راپورته کېږي نو د ملګرو په سلا يې د خدائي خدمتګار تحريک په نوم يو تنظيم جوړ کړو، ډېرزر په دې تحريک کښې د سربازانو زلمو او سر په تلي کښې ځوانانو شمېر دوه لکو ته ورسېدو، د هغه وخت د ابادۍ په لحاظ دا ډېر لوئے تعداد او لوئے قوت ؤ.

د پېرنګي سامراجي ذهن د باچاخان دا مقبوليت، د هغۀ د پېغام پذيراۍ او د ټول قام او اولس په يوه چغه د هغۀ د ذات نه راچاپېرېدل کله زغملے شو، د حريت فکر لېکن د عدم تشدد د فلسفې د علم بردار د ملي غورځنګ نه پېرنګي خپله چاړۀ په اوبو کښې وليده، پېرنګي د تشدد، ظلم، جبر او سختې زړې استعماري حربې استعمالول شروع کړۀ، خپل بړيڅي يې د باچاخان مخالفت او د تحريک مزاحمت ته ودرول، ولې جېلونو، حوالاتونو، هتکړو، سزاګانو، جرمانو، د جايداد ضبطۍ، ليلامي، قرقر، جلاوطنۍ او صوبه بدرۍ د باچاخان او د هغۀ د ملګرو دغه هڅې استقامت کښې د ذرې هومره فرق رانۀ وستلو، پېرنګي د اخيري حربې په توګه په تش لاس خداييخدمتګارانو ګولۍ وچلولې، قيصه خوانۍ، ټکر، ګوجرو ګړۍ، هاتي خېل، سپين تنګي، ميروېس ډېرۍ او داسې نورو ډېرو علاقو، کلو او ځايونو ته د ازادۍ په جنګ کښې د تاريخي سنګرونو اعزاز حاصل شو او د باچاخان ډېر ملګري د شهادت په رتبه سرفراز شو.

ځان چې يې د مهذبې دنيا نمائنده ګڼلو، د هغۀ له لاسه د باچاخان او د هغۀ له  ملګرو سره هغه ناوړے سلوک وشو، چې تاريخ يې په يادولو او قلم يې په ليکلو شرمېږي.

چې ظلم، جبر اور زياتي او تشدد د حد نه زيات شو نو باچاخان د سياسي ملګرتيا دپاره د هندوستان د مسلمانانو يوې سياسي ډلې مسلم ليګ ته د مرستې او ملاتړ خواست وکړو، د هغوي د طرفه څۀ حوصله افزا ځواب ونۀ شو، د باچاخان ملګرو کانګرس ته لاس اوږد کړو، هغوي ورسره د کلکې ملګرتيا او ملاتړ لوظ وکړو، دا اتحاد د پاکستان تر جوړېدو قايم ؤ.

پاکستان چې جوړ شو، باچاخان د ماضي تراخۀ يادونه هېر کړه او په ٢٣ فرورۍ ١٩٤٨ د پاکستان د آئين سازۍ اسمبلۍ د غړيتوب سوګند پورته کړو، ولې په پاکستان کښې هم باچاخان خپلو مخالفينو اومفاد پرستو عناصرو په ارام پرې نۀ ښودلو، د سازشونو او دسيسو هغه پخوانۍ سلسله هم هغسې روانه وه، جېلونه، سزاګانې، صوبه بدرۍ، د خدائي خدمتګارانو په برخه وې، باچاخان سره چې خپلو او پردو څۀ وکړۀ، هغه اوس د تاريخ برخه ده او مونږه هم نوره خبره تاريخ ته پرېږدو.

د هشتغر جنت سياله زمکه ښېرازه هم ده او مردم خېزه هم، د دې خطې او سيمې د تاريخ لويو او درنو څټو په دې شالي زار او سمسوره خاوره سترګې پرانستې دي، په دې پياوړي شخصيتونو کښې يو زمونږ ستر قامي او ملي مشر ولي خان هم دے، چې د ستر ملي مبارز او کرشمه ساز شخصيت باچاخان په سويري کښې د مشر خان بهرام خان په تاريخي انګڼ کښې د ماشوموالي لوبې کړې دي، ابتدايي تعليم يې په ازاد هايي سکول کښې وکړو، د نور تعليم دپاره ډېره ډون ته لاړو، هلته يې ترسنيه کيمبرج پورې تعليم حاصل کړو، د سامراج دښمنۍ له کبله دې کورنې ته زښت زيات سماجي، معاشي، معاشرتي زيان او تاوان ورسېدو، ځکه ولي خان رسمي تعليم جاري ونۀ ساتلے شو، په عملي سياست کښې راګډ شو، باچاخان به اکثر په جېل کښې ؤ، د خدائي خدمتګار تحريک ذمه واري به د ولي خان په غاړه وه.

د پاکستان د جوړېدو په لسم کال د جمهوريت ګاډے د پاټلۍنه وښوېدو او تر ننه پورې د پيشو او منږک دا لوبه روانه ده، کۀ باچاخان د پېرنګي سامراج د ازادۍ په جنګ کښې خپله ځواني زړه کړه، د هغۀ ننګيالي او غېرتي زوي د جمهوريت د بحالۍ په تحريکونو د اولې پرې په سر کښې ولاړؤ. په دې جنګ کښې چې هغۀ او د هغۀ ملګرو کومې قربانۍ ورکړې دي او کومې سختې يې ګاللې دي، هغه د پرون خبره ده، ټول جمهوريت پاله اولس او قام پرست وطن پاله ملګري د ذرې ذرې نه واقف دي.

دلته مونږ د بحث دوېم پړاؤ ته راورسېدو، چې د باچاخان ولي خان د سماجي خدمتونو او سياسي تحريکونو په حقله د راپورته شوي فکر انګېزه سوالونو په حقله وګڼېږو.

د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ تحريک د بې پناه زور او شور کاميابې او مقبوليت په حقله خبرې کېږي چې دا څنګه؟ دا ولې؟ وړومبۍ خبره دا ده چې باچاخان د مرض صحيح تشخيص کړے ؤ، بيا يې د علاج دپاره تېر به هدف نسخه تجويز کړې وه، د باچاخان په ځان او د خپل مشن په صداقت يې يقين ؤ، د هغۀ د پېروکارو د هغۀ په ذات اعتماد ؤ او د هغۀ مشن يې خپل مشن ګڼلو، بلکې دا چې باچاخان يو عملي سړے ؤ، د هر کار شروع به يې د خپل ځان نه کوله، لکه په ازادو سکولونو کښې د غني خان او ولي خان دا خلول، د هر پښتون د حجرې جارو کولو په مهم کښې په خپله برابر شريک ؤ. باچاخان يو سپين نيتے، ډاګيز، سادګي پسند، قناعت پسند انسان ؤ، د هغۀ ټول ژوند د دې اصولو نه عبارت ؤ، دغه وجه وه چې په پښتون غوندې سرکشه، باغي او جګړه ور قوم کښې هغه په کاميابۍ سره د عدم تشدد د فلسفې بوټے نال کړو، د پښتنو په روايتي Orthodoa معاشره کښې د زنانؤ د حقوقو علمبردار ؤ، د هغۀ په جلسو کښې په ګڼ شمېر کښې به د زنانؤ د شرکت دپاره اهتمام کېدو، په دا سې يوه جلسه کښې د يوې اوچتې ډېرې دپاسه زنانه راجمع شوې وې (په تفصيل کښې نه ځم، دا به په خودستايۍ کښې راځي) په دې زنانؤ کښې يوې ننګيالۍ پېغلې په اوچت ولې په پرسوز اواز کښې دا ټپه وئيلې وه او د ملالې د تاريخي ټپې ياد يې تازه کړے ؤ:

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

دوي د خپل تحريک او هلو ځلو د کاميابولو دپاره هره لار خپله کړې وه، په دې سلسله کښې يې د پښتو ادب نه هم ډېره فايده پورته کړې وه، د تحريک ORGAN د پښتو وړومبۍ رساله "پښتون" د هر لوستي پښتون کورته رسېدلې وه. د تحريک پېغام يې هر ګوټ ته رسولے ؤ، ښځو اوسړو به په ليکلو کښې يو شان برخه اخسته، د دې رسالې په برکت د پښتو په ادب کښې لوئے لوئے نومونه پېدا شو، د باچاخان په قافله کښې د وطن پاله قام پرستو، اديبانو او شاعرانو يوه لويه ډله شامله وه.د دوي دمشاعرو او ډرامو درز په ټوله سيمه کښې خور ؤ، چې تحريک ته يې ډېرې ښېګړې رسولې دي. دا نن چې د پښتو ژبې او ادب باغ باړې داسې سمسور دي، دا هم د هغه مشرانو برکت دے.

لويه خبره دا ده چې پښتنه معاشره د صديو او پېړيو راسې په طبقاتي اډاڼو ولاړه ده، ولې باچاخان د دې امتيازاتواو جاګيردارانه ذهن هېڅ پرواه نۀ کوله، دغه وجه وه چې د خدائي خدمتګار تحريک کښې اکثر عهدې د معاشرې د بې وزله او کسب ګرو په لاس کښې وې، دا هغه وخت څۀ چې نن هم يو ډېر ناشونے کار ګڼلےشي.

باچاخان به د خپلو پېروکارانو او کارکنانو باقاعده تربيت کولو، هر يو سړے به يې په شخصي توګه پېژندلو، د دې تربيت له کبله د خدائي خدمتګارو او د ټول پښتون قام سياسي شعور او سياسي بېدارۍ هغه سطح ته رسېدلې ده، چې نن يې هم صفتونه او ستايينه کېږي، يو لوئے مثال دا دے چې د ولي خان د ليکلي کتاب "باچاخان او خدائي خدمتګاري" په سرپاڼه د سوونو تربيت يافته باوردي کارکنانو يو تصوير دے، چې باچاخان سره د ماشومانو د پرېټ په سر کښې  ولاړ دے، زۀ چې دا کوټلے تصويرووينم نو د خولې نه مې بې اختياره وخېژي باچاخانه واقعي چې تۀ ډېر لوئے سړے وې، د دې تربيت اثر ؤ چې زمونږه او د خواوشا ګاونډيانو بلکې د ټولې سيمې په کورونو کښې زنانؤ تر ډېرې مودې دغه سرې جامې د يو مقدس امانت په طور ساتلې.

ځينې کسان وايي چې بعضې ليډرانو خو په جېل کښې يوه شپه هم نۀ ده تېره کړې او کاميابي يې مونتې ده، د سياسي کاميابيو دپاره جېل ته تلل ضروري نۀ دي، ګمان کوم چې داسې کسان په دې خبره بلکې حقيقت اګاه نۀ دي، چې په تاريخ کښې ډېر ځله داسې شوي دي، چې کسان په چترې راکوز شي او تيار خانک ته پرلت او غوزه وي، د ټوپک د ډزه او د کوتک د ډبه خبره نۀ شي، نن پرون هم د ملک په سياسي فضا کښې په چتري خلق خېژي او کوزېږي.

ولې د تاريخ مطالعه دا ښايي چې د دنيا د لويو لويو تحريکونو مشرانو جېلونه خوړلي د ي، تکليفونه يې ګاللي دي، سختې يې زغملې دي، بيايې چرته کاميابۍ او کامرانۍ خپلې کړې دي، داسې خلق نن هم د اولس په زړونو حکومت کوي، په برصغير کښې ګڼ نومونه شمېرلے شي، ولې په ننني دور کښې نلسن منډيلا او انګ سان مونچي مثالونه زمونږه د وړاندې دي، ولې افسوس دے، مونږه خپل قامي او ملي اتلان هغسې ونۀ قدرول څنګه چې د هغوي حق دے.

باچاخان او د هغۀ خاندان ته الله تعالٰي د ORATION او  NARATION يو بې ساري قوت وربخښلے ؤ، د تقرير او بيانيه تحريک په ناوياته قوت يې نمانځلے ؤ، لکه د يو مثال نه به زما دا خبره په ښه ډول واضحه شي.

کله چې د اوږدې جلاوطنۍ نه باچاخان وطن ته واپس راغے، د جلسو سلسله يې بيا پيل کړه، په کالو خان کښې جلسه وه مونږه څو ملګري هم دغه جلسې ته تلي وو، ځکه چې د ډېرې اوږدې مودې نه پس د باچاخان ليدو او تقرير اورېدو ته د هر چا تلوسه وه، بل مونږه دا هم کتل چې د دې اوږدې غېر حاضرۍ به د باچاخان په پېروکارو څۀ اثر شوے وي او کۀ نۀ؟ جلسه ډېره زياته درنه وه، دپخوا په شان د خواوشا کورونو په کوټو، چتونو او بلو زنانه هم جلسې اورېدو ته ناستې وي، باچاخان چې تقرير ته ودرېدو Pen Drop خاموشي شوه، باچاخان مرۍ تازه کړه، وئيل يې زما قامه! بيا يې لږه وقفه وکړه، په دوېم ځل يې ووې زما قامه! ساه نيولے شو،په ټوله جسله يې يو نظر واچولو او په درېم ځل يې په غريو نيولي اواز کښې لا دا ټکي پوره نۀ ؤ وئيلے چې اے زما قامه! چې په جلسه کښې د زبردستې ژړا غلبه پورته شوه، ښځو يو بل ته غاړې ورکړې، سړو په ډرک ډرک وژړل، زمونږ جذبات هم بې قابو شو، يو ملګري په ژړا غوني اواز تپوس وکړو، اے دا څۀ چل وشو، ما ورته ووې معجزه وشوه، د اوريشن معجزه Oration دېته وايي چې ګړې شېبه پس چې حالات قلار شو باچاخان خپل تقرير ته دوام ورکړو.

تعليم يافته زلمي څۀ چې عام اولس هم ولي خان يو نوموړے پښتون مدبر، سياسي دانشور، قام پرست سياستدان، جمهوريت پسند قامي او ملي مشر ګڼلو، د ولي خان د نړۍ په نوي سياسي نظرياتو، بدلېدونکي حالاتو، د نويو طاقتونو په دسيسو او سازشونو، اقتصادي او سياسي غلبه باندې ژورنظر لرلو، د اسيا او برصغير په تاريخ، ثقافت، سياست، رواياتو په پوهنه کښې يې ثاني نۀ لرلو، ځکه ترې په سياسي مذاکراتو کښې چا برے نۀ شو وړے، دغه وجه وه چې د ټولو جمهوريت پسند قوتونو د دۀ په مشرۍ امنا و صدقنا وه، د دې نه علاوه هغه دعام اولس د کړمو مشکلاتو او مسايلو نه يو باخبره سياست مدار ؤ، د هغۀ ګوتې د اولس په نبض وې، ځکه به د هغۀ په جلسو کښې عام اولس په ډېر شوق، جوش او جذبۀ ګډون کولو چې ولي خان به په روانو حالاتو خامخا څۀ وايي، هغۀ ته د پښتو يو زر ټپې زباني يادې وي، په ښکليو متلون، مثالونو، محاورو به يې تقرير مزين ؤ، هغه يو خوږ ژبے خوش طبع او شګفته مزاج انسان ؤ، په خپل تقرير کښې به يې لطيفې په داسې انداز کېبيانولې چې د هغۀ وخت سياسي واقعاتو ته به ترېنه بېخې اشارې کېدې، لکه د بوټو صېب حکومت او په پنجاب کښې جلسه وه، په تقرير کښې ولي خان ووئيل چې په پېښور کښې يو تاريخي جومات دے، چې د مهابت شاه خان بابا په جومات يادېږي، يوه زمانه وه چې د دغه جومات دمنارو نه به اذان کېدلو،يوه ورځ يو ډېر ساده سړے د جومات خوا کښې تېرېدو، د بانګ اواز يې تر غوږ شو، په پته نۀ پوهېدو چې دا څۀ اواز دے، بره يې منارې ته خيال شو، دۀ دا وګڼله چې ګني ما ته څوک نارې وهي، دۀ په اوچت اوازووې،يه هر څوک چې يې اوهر څۀ چې وايې زۀ دې په خبره نۀ پوهېږم، خوکه راکوزېدۀ غواړي، ما له چل نۀ راځي، چې څنګه دې راکوز کړم، چې چا خېژولے يې هغه به دې راکوزوي. ولي خان د پنجاب اولس ته اشاره وکړه، بوټو تاسو خېژولے او تاسو به يې راکوزوئ، واقعي بوټو صېب هغوي خېژولے ؤ او چې څنګه يې راکوز کړو، هغه ټولې دنيا ته پته ده.

يو پخواني جج نسيم حسن شاه د کالاباغ ډېم په حق کښې بيان ورکړو، اخبار والو د ولي خان توجه دې بيان ته راوګرځوله،ولي خان سمدستي ځواب ورکړو، جج صېب دې خپل قد ته ګوري بيا دې بيان ورکوي، د کال ١٩٧٣ء د آئين سازۍ په موقع په يو وخت کښې د اسلام اباد فضا ډېره بوږنونکې او سياسي حالات کړکېچنه ښکارېده، يو اخباري نمائنده د ولي خان نه د مستقبل په حقله تپوس وکړه، ولي خان في البديهه ځواب ورکړو، ځوانه! زۀ ولي خان يم څۀ ولي الله خو نۀ يم.

د ORGAN خبره وشوه، د NARATION خبره دا ده چې تجريد په داسې بيانيه انداز کښې وشي چې د قاري جذبات راولړزوي، دا کورنۍ د تحرير په دې خوبيو هم الله تعالٰي نماځلې ده، د باچاخان "زما ژوند اوجدوجهد" د ولي خان "رښتيا رښتيا دي" په حېدراباد ټريبونل کښې تاريخي بيان (چې په جېل کښې په ياداشت مرتب شوےدے) د باچاخان خدائي خدمتګارۍ تاريخ ولي خان په څو جلدونو کښې مرتب کړے دے، دا کتابونه چرته ولولئ نو کله کله به مو سترګې نمژنې شي، د NARATION په زور، اهميت او خوند به پوه شي، ان تر دې چې دستر ملي شاعر غني خان نه ډاکټر محمد همايون هما يوه تاريخي انټرويو ريکارډ کړې ده او بيايې په تحريري شکل کښې مرتب کړې ده، دا دواړه چې ګورې، اورې او لولې نو د غني خان د اوريشن، نيريشن اندازه به درته ولګي.

دلته مونږ د خپل بحث درېم او اخيري پړاو ته راورسېدو، په لنډو ټکو کښې به درته ووايم چې خبره زمونږه د دې ملي اتلانو د Vistion او Acitieurment ده، د تېر افغان جنګ او د ننني حالاتو په حقله د دوي د نظرياتو، هغه وخت مفاد پرستو عناصرو ډېر سخت مخالفت څۀ چې د غدارۍ الزامونه يې لګولي وو، ولې نن ټوله دنيا د باچاخان او ولي خان د دور بينۍ او دور اندېشۍ قايله شوه. باچاخان دغه جنګ ته د دوو طاقتونو جنګ وئيلو، چې پښتانۀ پکښې بې قصوره دلېږي، ولي خان به وئيل چې د سنډاګانو په جنګ کښې چيندخ چقېږي او د دنيا په هر فورم يې دا خبره کوله، چې مونږه د باردو په ډېري ناست يو، څۀ وخت هم زمونږ کور، خاندان، بال بچ لولپه کېدے شي، هغه به دا هم وئيل چې سېلاب دا نۀ ګوري چې په دې کور سره جنډه، شنه جنډه ده يا برګه،دغه شان د دهشت ګردۍ دا اور به په دې سيمه ښار په ښار او کورپه کور خور شي، نن تاسو په خپلوسترګو هغه ټول څۀ وينې چې ولي خان يې پېش ګويي کوله.

په ملک دننه دوي د صوبې د نوم د صوبايي خودمختارۍ، کالاباغ ډېم، د ون يونټ ماتولو خبرې کولې نو يارانو به دفتوو توپې راسمې کړې چې دا کسان د ١٩٧٣ د آئين شملې ځانته په سر ږدي، حالانکې د دې آئين په جوړېدو کښې د ولي خان او د هغۀ د ملګرو لويه ونډه وه، اميرزاده خان د اسمبلۍ  د ممبرانو د مطمئين کولو دپاره پوره او د ګينې تقرير کړے ؤو پارليماني او تاريخي دستاويزات د هغې ګواه دي، نن دغه ټولې مسئلې حل شوې او د کاميابۍ هارونه اميلونه يې موجوده صوبايي حکومت په غاړه اچولي دي، د دې اتلانو روحونو ته د احترام سلام.

په پاکستان کښې وړو قومونو سره کومې کومې لوبې نۀ دي شوې کۀ زمونږ دا اتلان نۀ وےنومونږه به يې ژوندي لواړ لواړتېر کړي وو، د يو يونټ معامله به واخلو، د بنګال د مخ وهلو او وړو قومونو د حېثيت ختمولو دپاره يو يونټ جوړکړو، قام پرستې ډلې د ابتداء نه ددې مخالفېوي، ولې باچاخان په ډېره زورداره طريقه د يونټ خلاف يوه غلبله پورته کړه نو په جاګيردارانه ذهنيت، مفاد پرستو سياستدانانو، بېوروکرېسۍ يوه زلزله راغله. په باچاخان، ولي خان او د هغوي په ملګرو د کفر فتوې او د غدارۍ الزامونه ولګېدل، په جېلونو، سزاګانو يې ملک تنور کړو، دومره يره ترهه وه چې چا دا خبره قدرې په ډاګه نۀ شوه کولې، کله چې د دوي په هلوځلو، جېلونو،سزاګانو يو يونټ مات شو، اولس ته يې هم خېر ورسېدو چې د لاهور په ځائے پېښور دارالخلافه شوه، قام ته ډېرې سماجي، سياسي او اقتصادي ښېګړې ورسېدې، خو ډېره زياته فايده يې مخالفينو ته ورسېده، دوي پکښې ګورنران، سپيکران، وزيراعلٰي ګان، وزيران،مشيران شو، کوم خلق چې په پنجاب کښې بابوګان او سيکشن افسران وو، هغه دلته په خپل کورکې سيکتران، چيف سيکتر، ډي،سي کمشنران شو، دوي کښې داسې بې خونده کسان هم سپيکران، ډپټي سپيکران، ګورنران، وزيراعلٰي ګان،وزيران او مشيران، د اسمبلۍ غړي شو چې د يونټ په موجودګۍ کښې به پرې چا خر هم تحصيل ته نۀ ؤ بوتلے، خبره اوږدېږي،کوم کوم زخم به درته سپړم او کومه کومه ناوړې به درته يادوم.

د لوئے الله تعالٰي نه دعا ده چې د دې سترو هستيو او خدائي خدمتګارو ملګرو په قبرونو دې د خپل نور څادر وغوړوي او د دوي پاک روحونه دې د خپل رحمت په مقدسو پړدو کښې ونغاړي. امين.

يو ځل بيا ستاسو د ټولو شکريکه ادا کوم.

خبره به د خدائي خدمتګار تحريک د ستر ملي قهرمان او د پښتو ژبې د انقلابي شاعر اجمل خټک (مرحوم) په دې شعر پائے ته ورسوم:

نن ټول خلق د هغې محبوبا سندرې وايي

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

مياشتنۍ پښتون مجله، اووم کال ٥٤ ګڼه اپرېل ٢٠١٢

 

-
بېرته شاته