(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د بابا ګټلی تاريخ دورکيدو په درشل کي !

[13.Aug.2015 - 16:36]

لیک: ظاهرپښتون

که څه هم زموږ د افغانانو مؤرخين او ټوله افغانان دا ادعا لرو ، چي زموږ د موجوديت (۵۰۰۰) کلن تاريخ دی . او نړيوال هم په دي قانع دي ، چي د اوسني افغانستان جغرافيه او اوسيدونکي يي په نړۍ کي يو لرغونۍ تاريخ لري  . خو زموږ په جغرافيه کي په مرور د زمان بدلونونه راغلي دي او هر وخت د بهرني يرغلګرو سره د تاريخ په اوږدو کي ترهمدا نني ورځي پوري لاس او ګريوان سوي يو . که څه هم جګړه بربادي او ويراني ده، خو دا بيا هم موږ افغانانو ته د افتخار ځای دی ، چي په تاريخ کي تر دا ننه افغانانو د چا غلامي نه ده  کړي . د افغان په کور کي د هر وخت د يرغلګر په مقابل کي يو داسي افغان زلمی پيدا سوی ، چي د همهغه وخت و يرغلګر ته يي غاښ ماتوونکی ځواب د خپل ملت په مټ ورکړی چي هر تاريخ د افغان نومياليو له داستانونو او فتوحاتو شاهدي ورکوي . خو ډير ځله د خپلو کورني ناخوالو سره هم  مخامخ سوي يو .

که چير شپاړسمي زيږيديزي پيړی کي خپل د خاوري ناخوالو ته وګورو ډيري ستړي کيدونکي  او بي سرنويشته وو. او ټولو افغانانو يو متحد حکومت يي نه درلود او په هر ولايت کي د ځينو بهرنيو يا خپلسري حکومتي ډلګيو شتون درلود .خو بيا هم دافغان نغری بي سکروټي پاتي نه سو، د بهرني يرغلګرو په مقابل کي يي د آزادۍ بيرغونه جګ کړل . خصوصا د مغلو په مقابل کي بايزيد انصاري ، خوشحال خان خټک ، ايمل خان ، دريا خان او په اتلسمه پيړۍ کي د ګورګينيانو په مقابل کي ميرويس خان نيکه د ازادۍ پاڅون پيل کړ او د ګورګين د ظلمونو او دصفويانو دحاکميت څخه يي ځان خلاص کړ . او هوتکي دولت يي تاسيس کړ. خو د ځينو کورنيو او بهرنيو ستونزو په اړوند هوتکي نظام هم د زوال حالت ته ورسيد ، په همدي وخت کي يو بل ستر افغان چي زما د همدي مقالي هدف دی او پر ۱۱مه د اګست يي ځيني افغانان هر کال کليزه لمانځي دی .

ستر ټولواک او نړيوال امپراتور او د افغانستان بنسټ ايښودونکی اود ټول لوی  افغان ملت يو موټیکوونکی غازي احمد شاه بابا د افغان په کور کي راپيدا سو . چي دافغانستان جغرافيه او پولي يي وټاکلي ، چي له آمو څخه يي د سند او هند تر سيند پوري يي اوږدوالی درلود . چي د پاني پت جګړه او نيول يي تاريخي ارزښت لري ، کله چي ستر ټولواک احمد شاه بابا په ۱۷۷۳زيږيديز کال کي له دي نړۍ څخه دور پيښي ناروغی له امله سترګي پټي کړي ، بيا افغانانو خپل جغرافيه او پولي د کورنۍ جګړي او يا قدرت پر سر و بهرني يرغلګرو ته د خپل ورور يا تر بور په مقابل کي وپلورلي ، همدا لړۍ تر داننه پوري روانه ده.

نن چي مي کله د بابا د کليزي خبره واوريده ، له ډيره شرمه مي سترګي کښته ونيولي . که موږ افغانان واقعي هم د خپلي خاوري او هيواد سره مينه ولرو ، نو ولي د خپل ورور سره لاس او ګريوان يو ؟

خو متاسفانه چي د بابا له وخته څخه راوروسته تر داننه پوري يوه افغان هم داسوچ ونه کړ . خو بيا هم د خپل پلرني ټاټوبي په خرڅولو لا اخته يو . پرون موږ خلګو ته پاچاهۍ جوړولي او دوی به مو ورته د خپلو استازو په توګه ټاکل ، خو نن زموږ سياستوال او د قدرتونو تږي د بهرنيو په استازيتوب پر خپل ولس او ملت د بهرنيو د پاليسيو مطابق خپل سياستونه چلوي . چي د بابا هغه ګټلی تاريخ او د تاريخي افغانستان د ساتلو وس نه لرو .

يوه ډيره شرم ناکه خبره ، چي د رسنيو له لاري يي پرون او نن اورو ، چي زموږ په هويت کي د افغان کليمه نسته او داسي نا اهله څيري را پکښي پيداسوي ، چي دافغانستان له نامه او افغان له کليمي سره په ټکر کي دي .

دخپلوستونزو په وخت کې بيادسترامپراتوراحمدخان او ميرويس خان نيکه له نومونوڅخه ګټه پورته کوو.داچي خپله پخوانۍ لويه امپراتوري او لوۍ افغانستان جوړکړو،داڅه کړي چي د بابا ګټلی تاريخ اودا اوسنی کوچنی افغانستان راڅه دورکيدو په درشل کې دی.

-
بېرته شاته