(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آیا ملي اردو په رښتیا ملي ده؟

[28.Jul.2015 - 17:27]

لیک: احمدفرزان

اردو د یو هیواد د پولو ساتندویه ځواک دی. د نظام اصلي بنسټ له نظامي برخې (اردو، پولیسو او استخباراتو) جوړ شوی وي. همدې ته استبلشمنټ وایي. په امریکا، انګلستان او نورو هیوادونو له هغې ډلې پاکستان کې د نظام د بقا، د هیواد ثبات او ولس د ساتنې اصلي دنده د همدې برخې کار دی.

نظامي برخه، قضا او څارنوالي باید له سیاسي کیدو وساتل شي او مطلق ملي، بې پرې او مسلکي وي. انګیزه یې باید د هیواد، خاورې، نظام او ولس ساتنه وي او ملکي حکومتونه پرینږدي چې غرضي سیاسي مداخلې پکې وکړي.

د ظاهرشاه د حکومت په وروستۍ لسیزه کې په نظامي برخه کې د سیاسیونو او بهرنیو ملکونو د مداخلې کار پیل شو. د دغه بدمرغه عمل لومړنی وژونکی تولید د سردار داود کودتا وه، دوهم محصول یې چې تر لومړی څو چنده خطرناک و، د ثور فاجعه وه چې تر اوسه یې لا خونړی سیر دوام لري. ډاکتر نجیب ملیشه سازۍ ته زور ورکړ او د نظامي برخې رول یې پیکه کړ. پر تڼي د کودتا په نتیجه کې یې د اکثریت قام مسلکي افسران وشړل او د اقلیتونو سکتاریستو عناصرو ته یې مشري وسپارله. همدغو سکتارستو جنرالانو او افسرانو پر نجیب، د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان او افغانستان همزمانه کودتا وکړه او نظامي برخه یې یوې وړې چریکي ډلې او یوې کوچنۍ جغرافیې ته ورکړه.

د بون استعماري غونډې بیا د ټولو نړیوالو معیارونو سره په تضاد کې چې د تقرر معیار په مربوطه برخه کې زده کړه، اهلیت، تجربه او وفادارۍ دی، پریکړه وکړه چې په نظامي برخو کې دې لوړې څوکۍ د قومونو د نفوس په تناسب وویشل شي. دلته یې بیا د اکثریت نفوس نیم حساب کړ (یعنې د ۶۵٪ پر ځای ۳۷٪)، مشري یې هم هماغې وړې سکتاریستې ډلې ته ورکړه. وړې ډلګۍ نور شرطونه هم پکې (په نالیکلي ډول) ورزیات کړل. یعنې که له اکثریت قوم څخه څوک په نظامي برخه کې وي هغه دې هم د شورای نظار له فلتره تیر شي، چې خلقي نه وي، حزب اسلامي نه وي، افغان ملتی نه وي، او هغه پرچمی هم نه وي چې د نجیب له ډلې وي. همدارنګه خپلو کسانو ته یې د پښتنو تذکرې هم جوړې کړې.

اوس په اردو کې له ۶۰ سلنې پښتنو څخه په لوړو تصمیم نیونکو پوستونو کې ۳ سلنه، په افسرانو کې ۲۵ سلنه او په سربازانو کې ۶۰ سلنه دي. په داسې حال کې له ۱۶٪ تاجکو څخه په لوړو تصمیم نیونکو پوستونو کې ۹۰ سلنه، په افسرانو کې ۵۰ سلنه او په سربازانو کې ۱۵ سلنه دي. نور یې په ازبکو، هزاره و او نورو قومونو پورې تړلي دي.

د بحران نړیوال ګروي پدې باندې یو جامع راپور لیکلی دی او دا بې توازني یې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره ګواښ بللی دی. راپور یوه جالبه جمله لیکي ده چې دلته یې راوړل لازم ګڼم: رحیم وردک خپل زوی ته قراردادونه اخلي او بسم الله په ستراتیژیکو پوستونو خپل قومیان ټاکي.

له ټولو مشرانو او په ځانګړي ډول ولسمشره مو هیله ده چې نظامي برخه د ګوندونو، اشخاصو، ډلو او قومونو له مداخلې پاک او په حقیقي معنا یې مطلق ملي، بې پرې او مسلکي کړي. همدارنګه روزنې، تجهیز، تسلیح او انګیزې ورکولو ته جدي توجه وکړي.

-
بېرته شاته