(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کیسه کې کرکټر کښنه

[27.Jul.2015 - 18:15]

ليک : بصيرالحق عادل
 

د کیسې لنډه مخینه
مخکې له دې چې د کرکټر په اړه خبرې وکړو لومړی به په ټوليزه توګه په کيسه خبرې وکړو.
کيسه د انسان له پيدايښت مخکې پيدا شوې، ځکه کيسه له ژوند سره او هغه څوک يا مخلوق چې ژوند کوي نو کيسې ورسره تړلي دي.
د انسان له پيدايښت مخکې په دې نړۍ کې پيريانو او نورو مخلوقاتو ژوند کاوه، هغوی هم يوه ژبه درلوده او خبرې يې کولې چې د دوی خبرې خپله د يوې کيسې په بڼه موږ ته راپاتې دي او کله کله يې موږ او تاسې له پخوانيو خلکو د داستانونو په شکل اورو.
که موږ ته څوک ووايي چې، د ادم ((ع)) له پيدايښت مخکې په دې نړۍ کې پيريانو ژوند کاوه. هغوی داسې کول او هغسې کول، دا خپله يوه کيسه ده او د انسان له پيدايښت مخکې زمانې پورې وتړل شوه.
د انسان ژوند هم له ډول ډول پېښو جوړ دی. ستونزې، خوشالي، خپګان، سوکالي، غم، ښادي، کاميابي، ناکامي او نور ډېر څه کيسې زېږوي او کيسه د انسان د ژوند له پېښو پيدا کيږي.
د بېلګې په ډول: د ادم ((ع)) دوه زامن قابل او هابل کله چې يې لومړي ورور دابل وواژه، نو دا يوه پېښه شوه او دغه پېښه چې موږ په قرانکريم کې لولو، يايي اورو خپله يوه کيسه ده.
موږ او تاسې په خپل ژوند کې ډېرې کيسې اوريدلي دي. د پېغمبرانو خوږې کيسې، د ديوانو او ښاپېريو کيسې، د ادم خان او درخانۍ کيسې او داسې نورې ډېرې.
د پېښو د اوريدو مينه فطرتاً د انسان سره ملګرې ده او په خټه کې يې اخښل شوې ده، څومره چې په ټولنه کې انساني ژوند لرغونی دی هومره کيسې هم لرغونې دي او له پخوا راهيسې د انساني ژوند سره سمې را رواني دي.
د وخت په تېرېدو او د حالاتو په بدلېدو سره يې د جوړوونکو راويانو او اوريدونکو له ذوق سره سم په شکل او د ويلو په لېږدولو په طرز کې بدلون راغلی دی، کله يې په نظم او نثر کې د حکايت، روايت، داستان مثال او کلهيې بيا د رومان، ناول، ډرامې، لنډې کيسې او کيسه ګۍ بڼه خپله کړې ده.
له جنت څخه د حضرت ادم ((ع)) د راتلو او بيا پر ځمکه د اولادې د پنځېدلو او خورېدولو، بېلابېلو کورنيو، قومونو، قبيلو، ملتونو او ټولنو د جوړېدو په بهير کې په فردي او ټولنيز لحاظ پر انسانانو بې شمېره پېښې راغلي دي. ځينې پکې داسې وي چې تېرې شي نو هېرې شي، خو ځينې بيا د خپل ارزښت له مخې حافظو ته سپارل شوي دي او ليکل شوي دي.
د تاريخي څېړنو له مخې دومره جوتيږي چې بشر لږ و ډېر پنځه زره کاله پخوا په مصر کې د ونو پر پوستکو ليکل شوي کيسې هم تر لاسه شوي دي، وايي چې دا کيسې د مصر د خوفو کورنۍ په پاچاهانو يا واکمنانو کې درېيم پاچا ته د هغه زامنو ويلي دي، دا هاغه پاچا و چې د مصر مشهور اهرام يې په غوښتنه جوړ شوی دی.
د يونانيانو لومړنۍ کيسې د ايسپ فيبلز په نامه مشهورې دي چې پښتانه ورته د ((لقمان حکيم کيسې)) وايي.
د دغه کيسو مجموعه له ميلاد څخه د مخه په دويمه پېړۍ کې بيبريس ليکلې وه.
په هند کې د کيسې د لرغونتوب په اړه د مذهبي کتاب ((ريګويدا)) يادونه کولی شو.
په سانسکريټ ژبه کې د پنجاتترا ((کليله او دمنه)) کيسې هم د هند په لرغونو کيسو کې د پام وړ دي.
بل خوا په فارسي ادب کې د فردوسي شاهنامه د لرغونو کيسو نماينده ګي کولی شي چې په پنځمه هـ پېړۍ کې ليکل شوې ده.
زموږ په خوږه پښتو کې د ((ادم خان او درخانۍ، دلی او شهی، يوسف خان او شېربانو)) او نورې کيسې د يادونې وړ دي.
لنډه دا چې د کيسو په پېژندلو او يا دا چې کيسه څه شی ده وپوهېدو.
زموږ اوسنی ژوند، زموږ کړنې، پېښې، پرمختګ، کاميابي او ناکامي راتلونکي نسل ته د کيسو په بڼه پاتې کيږي، دوی به يې لولي، اوري به يې او درس به ترې اخلي.

کرکټر څه ته وايي؟
کرکټر د کيسې مهم او اساسي توکی دی او پرته له کرکټر کيسه نه جوړيږي او نه رامنځته کيږي.
په ۱۳۵۴ل کې د آريانا کتابخانې لخوا د خپاره شوي انګليسې قاموس په ۱۳۴مخ کې د کرکټر مانا داسې شوې ده:
((کيفيت يا بڼه، سمبول چې د ژبې په ثبتولو کې پکاريږي، حيثيت او مقام، د اخلاقو مجموعه چې يو له بل بېلوي، د کيسې اتل.))
د کرکټر تعريف (پېژندنه):
بېلابېلو ليکوالو او کيسه ليکونکو کرکټر ته بېلابېل تعريفونه کړي دي، خو ټول تعريفونه په دې ورټول دي چې، پرته له کرکټر د کيسې جوړول څه چې د کيسې شتون هم امکان نه لري.
کرکټر يا کردار هغه څوک دی چې؛ په خپلې وينا، کړنې، خوی او عادت باندې کيسه رامنځته کوي.
يا په بله وينا:
کرکټر هغه څوک دی چې ټوله کيسه پرې راڅرخي او بې له دې کيسه نه شي رامنځته کېدلی.
هره کيسه يو کرکټر لري او پر هماغه کرکټر راڅرخي، په کيسه کې يو مرکزي کرکټر او نور فرعي کرکټرونه وي، مرکزي کرکټر ته د کيسې اتل هم ويل کيږي او زموږ ځينې نالوستي پښتانه چې ما خپله له دوی اورېدلي دي د کيسې اتل يا مرکزي کرکټر ته د کيسې يا د فلم هلک هم وايي.
په کيسه کې مرکزي کرکټر د ستونزو او ټکر پر وخت فرعي کرکټرونه زېږوي او همدغه فرعي کرکټرونه بيا د مرکزي کرکټر پر شاوخوا راڅرخي.
که موږ خپل چاپيريال ته ځير شو، بېلابېل خلک پکې ژوند کوي، دغه ټول خلک د خوی، خبرو، کړنو او نورو عادتونو کې يو له بل سره ښکاره توپير لري، حتی ځينې ارواپوهان وايي يو انسان هم په خپل ځان ډېر بېلابېل عادتونه لري او ممکن ځينې وخت يې عادتونه توپير وکړي او په يو حال پاتې نه شي.
دا چې کيسه د يوې ټولنې له منځه جوړيږي، ليکوال خپلې ټولنې ته په کتو سره کيسه جوړوي، يا په خپل کور او کلي کې يوه پېښه په کيسه اړوي نو کرکټرونه هم د ژونديو انسانانو په څېر يو له بل سره د خوی، عادت او نورو کړنو له مخې توپير لري.
په کيسه کې د کرکټر ترڅنګ نور مهم توکي هم شته لکه: پېښې، ټکر، غوټه، تلوسه او. . .
خو دغه شيان ټول په کرکټر پورې تړلي دي او د کرکټر زېږنده ده.
تر دې ځايه مو کرکټر څه نا څه وپېژنده، راځئ د ښه روښانتيا لپاره به يې يوه بېلګه رواړو، بيا خپله پوهېږو چې کرکټر څه شی دی.
احمد چې يو لوستی هلک دی، په ډېرو ستونزو او مشکلاتو کې يې ښوونځی پای ته رسولی، اوس د پوهنتون په درېيم ټولګي کې دی، څلور کاله د مخه يې کوژده کړې ده.
احمد ته خپل خسر اته لاکه افغانۍ ولور ټاکلی دی، اوس چې احمد په خپلو زده کړو بوخت دی او زده کړې يې هم داسې وخت ته رارسولي چې هغه د چا خبره ((پوخ شوی لو دی)) پرېښودلی يې نه شي، خو د تېرو څلورو کلونو پر مهال يې خپل خسر ته يوه افغانۍ هم نه ده ورکړې.
د احمد خسر بېسواده او پر پيسو مئين شخص دی تېره اونۍ يې خپل زوم ته خبر ورکړی چې په سود دې افغانۍ پيدا کړي خو ده دې وسپاري، که احمد خپل خسر ته ژر تر ژره د ولور اته لاکه افغانۍ ورنه کړي نو خسر يې وايي چې د کوژدې دا اړيکه به  ختمه کړي او خپله لور به يو شتمن سړي ته ورکړي.
پورته ساده بېلګه ده، ممکن لويه کيسه پرې وليکل شي، خو مالومه شوه چې احمد پکې کرکټر دی، مالوميږي چې په ډېرو ستونزو کې به ښکېل شي، نور کرکټرونه به ورسره ملګري شي او بالاخره به په زړه پورې او له تلوسې ډکه کيسه رامنځته کړي.
دا هم ممکن ده چې احمد د خپل عزت په خاطر او له ډېرې مجبورۍ پوهنتون پرېږدي او خپل خسر ته له يوې لارې افغانۍ پيدا کړي، که دا کار ونه کړي نو خسر يې د کوژدې اړيکه ختموي.
مخکې مو يادونه وکړه چې کيسه ټوله په کرکټر ولاړه ده او پرته له کرکټر کيسه نه شي جوړېدی، که په پورته بېلګه کې احمد نه وي، نو د احمد خسر به هم نه وي، کوژدنه به يې هم نه وي، حتی کيسه به نه وي نو مالومه شوه چې کرکټر د کيسې اصلي توکی دی.
سيد محی الدين هاشمي د نثري ادب په ډولونو کې ليکي: (( په کيسه کې کرکټر د کيسې بنسټيزه برخه ده، کرکټر يا کرکټرونه بايد د حقيقي انسانانو په څېر وي، که په کردارونو کې تصنع وي نو هيڅکله د لوستونکي په زړه کې ځای نه شي نيولی.))
په کيسه کې هره پېښه له کرکټر پيدا کيږي، څومره چې پېښې ډېرې وي هغومره کيسه هم غځيږي او بالاخره کرکټرونه په خپلو کړنو کيسه بشپړوي او وروستۍ پايلې ته رسيږي.

د کرکټر ډولونه
کرکټر يا اداکار بېلابېلو ليکوالو له خپل انده په بېلابېلو ډولونو ويشلی دی، خو په مجموع کې کيسه کې کرکټر په دوه ډوله کښل کيږي، په تشريحي بڼه او ډرامايي بڼه، مستقيم او غير مستقيم هم ورته ويلی شو.
۱ ـ تشريحي کرکټر:
دا هغه کرکټرونه دی چې ليکوال يې راوي دی او د خپل روايت له مخې کرکټر خلکو ته ورپېژني، د ښه روښانولو لپاره به يوه بېلګه راوړم:
سوړ اسوېلی يې وکېښ. خيرنې ګوتې يې بوټونو ته ور اوږدې کړې، په بوټ کې سوري ته پام شو. خپلې مېرمنې ته يې په سواليه نظر وکتل. بوټونه يې خپلو ډنګرو پښو ته ورواغوستل.
مېرمن يې د شليدلي څادر په ګنډلو بوخته وه، ده ور غږ کړ:
پرېږده يې، ته به يې کوم ځای ورګنډې، ناوخته دی، نن به هم د خدای ج پر توکل ورشم، ګوندې خدای ج کار راته پيدا شي.
په پورته بېلګه کې مو وليدل چې ليکوال د رواي په توګه کيسه راته وکړه، کرکټر يې راوپېژانده، چې يو غريب ځوان په شنه سهار له کوره د مزدورۍ په تکل وځي.

۲ ـ ډرامايي کرکټر:
دا هغه کرکټرونه دي چې ليکوال کرکټر د هغه د خپلو خبرو اترو په وسيله لوستونکي ته ورپېژني، دا ډول کرکټرونه په ډرامه کې کښل کيږي.
د ډرامايي کرکټر لپاره به هم يوه بېلګه وړاندې کړم:
لونګ: اوف پېښې مې خوږ دي، بوټونه مې هم شکېدلي
ډېوه: د بلال پلاره پښې دې هم خوږ دي او څادر هم سوری سوری ته صبر چې
ــ نه نه څادر مادر پرېږده ناوخته دی
ــ نور به هم څېري شي راکړه چې ويې ګنډم
ــ وايم نوخته دی، ځم ګوندې خدای کار پيدا کړم.
په پورته بېلګه کې مو وليدل چې کرکټرونه خپله په خپلو منځو کې خبرې کوي، ډرامايي کرکټرونه د مکالمې په واسطه کښل کيږي چې د مکالمې په اړه وروسته مالومات وړاندې شوي دي.
ځينو کيسه ليکوالو بيا کرکټر په مستقيم او غير مستقيم ډولونو هم ويشلی.
په مستقيم کرکټر کې ليکوال نېغ په نېغه کرکټر لوستونکي ته ورپېژني.
مثلاً: ليکوال وايي: احمد يو قصاب دی، هره ورځ دوه غواوې حلالوي او غوښه يې پر خلکو پلوري.
په پورته بېلګه کې ليکوال مستقيم خپل کرکټر لوستونکي ته معرفي کړ چې قصاب دی.
په غير مستقيم کرکټر کې ليکوال مخامخ خپل کرکټر نه معرفي کوي، بلکې د کرکټر د کړنو، ستاينو او نورو فعاليتونو په وسيله يې لوستونکي ته ورپېژني.
که مخکنۍ بېلګه داسې راپيل کړو:
په سترګو کې يې د رحم هيڅ څرک نه و. مټې يې بډ وهلې، د خپل کميس دواړه لمنې يې غوټه کړې، سپينې چړې ته يې لاس کړ، څو شېبې وروسته د پسه وينو دارې وهلې.
په پورته بېلګه کې ليکوال لوستونکي دا نه وايي چې  هغه قصاب دی، بلکې د احمد له کړنو مالومه شوه چې هغه قصاب دی او چړه يې د پسه د حلالولو لپاره راواخيسته، دې ته غير مستقيم کرکټر ويل کيږي.
ځينو بيا کرکټرونه په جامدو او ارتقايي باندې هم ويشلي دي چې دلته يې فقط په تعريفونو تمېږو.
جامد کرکټرونه :
هغه کرکټرونه دي چې له پيله تر پايه په يو حال ولاړ وي او کوم اغېز نه پرې پريوځي، دغه کرکټرونه د کوميډي او مزاحيه کرداردونو لپاره ښه وي.
ارتقايي کرکټرونه :
هغه کرکټرونه دي چې د وخت په تېرېدو سره پکې بدلون راځي، په پيل کې يو شان وي خو په پای او يا هم د کيسې په منځ کې بل ډول وي، يانې د يو اغېز له مخې بدلون کوي. دغه ډول کرکرونه ډېری وخت په نالونو او اوږدو داستانونو کې راځي.

کرکټر کښنه

وړاندې برخو کې په دې وپوهېدو چې کرکټر څه شی دی او په کيسه کې د کرکټر شتون څومره اړين دی، اوس په اساسي او د کيسې په بنسټيزه برخه خبرې کوو چې کرکټر کښنه ده.

يوه کيسه هغه وخت بريالۍ کېدلی شي چې کرکټر مو په تمامه مانا سم کښلی وي. کله کله موږ يوه کيسه لولو، يا پر يوه کيسه جوړ شوی فلم، سريال ګورو هيڅ خوند نه راکوي او ډېر ژر مو ستړي کوي، په وچ زور يې پر ځان لولو، يا يې اورو او يا يې ګورو، له لوستلو، کتلو او اورېدولو وروسته هم داسې فکر کوو چې خپل وخت مو پرې بې ځايه تېر کړی دی، شايد کيسه نوره سمه وي، ښه منځپانګه او پېغام به لري،  ټوله ستونزه به د کرکټر په ناسم لوبېدو کې وي، ليکوال به د کيسې ليکلو پر  وخت د کرکټر د کښلو په تخنيکونو نه وي پوه شوی او ناسم به يې کښلی وي.

دا چې کرکټر څنګه کښل کيږي او کوم مهم ټکي بايد د کرکټر کښنې پر وخت په پام کې ونيول شي دلته يې روښانه کوو.

د هر کرکټر کښنه په کيسه او د کيسې په موضوع پورې اړه لري، څنګه چې کيسه وي په هماغه ډول ورته کرکټر ټاکو.

ځينو ليکوالو او کيسه ليکوونکو د کرکټر کښنې په اړه په زړه پورې لارښوونې کړي دي او کيسه ليکوالو ته يې په زړه پورې مشورې وړاندې کړي دي چې د کرکټر کښنې پر وخت بايد پام ورته وشي.

مخکې له دې چې کيسه پيل کړو، د ښه کرکټر لپاره بايد د خپل کرکټر نوم، عمر، دنده، رواني، ظاهري او ټولنيزې ځانګړنې دا ټول شيان بايد په يو جلا کاغذ ياداښت کړو، ترڅو کرکټر سم درک کړو او د بېلابېلو اړخونو د کښنې او انځورونې پر وخت بيا له ستونزو سره مخ نه شو. د کرکټر تر کښلو مخکې بايد د کرکټر روح ته ورننوځو، ښه يې مطالعه کړو او بيا يې په کښلو پيل وکړو.

اېمل پسرلي راته د يوې پوښتنې په ځواب کې د کرکټر کښنې په اړه داسې وويل: ((زه به له خپلو تجربو درته وغږېږم، زما لپاره هر کرکټر يا څېره له بلې توپير کوي او په همدې دليل يې د مهمو توکو خبره  هم ښايي فرق وکړي. مهمه دا ده چې له پش نه پشم خان جوړ نه کړو. ما ډېرې پښتو کيسې ليدلي، چې څېرې يې يا تر سپکو سپکې او يا له درنو دروند، لکه هندي فلمي ستوري. په رښتيني ژوند کې داسې څېرې نشته که وي هم داستاني منطق يې ښايي ونه مني. که د بزګر څېره انځوروم او په هغه د پوهنتون د استاد خبرې کووم نو طبعاً ناسم کار دی. د څېرې، خوی، خبرې، عمل او لباس دی راپېژني ددوی ټولو ترمنځ انډول پکار دی. مثلاً: يو سړی چرس څکوي که د ده په کميس کې د سوکو له امله سوري وي دا دده له عمل سره وايي، که يو سړی سترګې ژر ژر رپوي، خبرې ژر ژر کوي او ژبه يې بنده بنده کيږي، پوزه په لمن يا لستوڼي پاکوي دا خوی يې د رواني تکليف ښکارونديي کوي، که دی خپله مېرمن وهي دا عمل يې له نورې څېرې سره سم دی. خو که برعکس يو سړی ارام دی، نشه نه کوي، خنده رويه دی، جامې يې پاکې دي، په خبرو کې محتاطه دی او بيا هم په لستوڼي يا لمن پوزه پاکوي او مېرمن وهي دا داستاني منطق راسره نه مني، البته په رښتيني ژوند کې شايد داسې نمونه وي.∗))

د کرکټر کښنې په وخت کې بايد کرکټر ښه مطالعه شي او بيا وکښل شي.

مثلاً: زه خپلې کيسې ته کرکټر يو ماشوم ټاکم، ماشوم ته د ګل نوم ورکووم، ګل ډېر بې وسه وي، پلار يې په يو بريد کې له لاسه ورکړی وي. د کور د نفقې پيدا کولو لپاره بل څوک نه لري. يوه ځوانه مور او دوه پېغلې خويندې لري، دا ماشوم خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو لپاره کرۍ ورځ بازار کې هر چا پسې د بابا او کاکا نارې وهي.

پورته بېلګه ګل چې يو ماشوم دی موږ خپلې کيسې ته کرکټر ټاکلی دی، د دغه ماشوم ټول خصوصيات بايد په يو کاغذ وليکو او له مخې يې خپله کيسه انځور کړو.

مثلاً: پورته بېلګه چې موږ په ذهن کې جوړه کړې ده، په فکر کې له جوړلو وروسته يو کاغذ را اخلو او د ماشوم ځانګړنې چې کرکټر دی په لاندې ډول ليکو:

ــ د کرکټر نوم (ګل)

ــ پلار يې په يو بريد کې شهيد شوی

ــ عمر (۷ کاله)

ــ شلېدلې جامې، ببر سر، غټې اوښلنې سترګې، غمجنه او معصومه څېره، خېرنې پښې او . . .

شايد موږ کرکټر پورې نور بېلابېل تړلي خصوصيات هم وليکو. دا کار دا ګټه کوي چې موږ د کرکټر په کښنه نه سربداله کېږو، داسې کرکټر انځورو لکه ژوندی انسان.

که پورته کار مو وکړ، کاغذ مو مخې ته پروت وي، د کرکټر ځانګړنې مو پکې ليکلي وي او وخت په وخت ورته ګورو نو دغه ماشوم چې موږ خپلې کيسې ته کرکټر ټاکلی دی هيڅ وخت د نورو ماشومانو په ليدو چې ښوونځي ته روان وي او خاندي ونه خندوو، بلکې موږ به د نورو ماشومانو په ليدو د خپل کرکټر له سترګو اوښکې روانوو، ځکه موږ د خپل کرکټر له رواني حالت سره اشنا يو تر کښلو مخکې د کرکټر روح ته ورننوتي يو، له هر پلوه مو مطالعه کړی دی، دغه ماشوم بې وسه او سوالګر دی، خپله بې وسي يې خندا ته نه پرېږدي.

د کرکټر د کښنې لپاره يوه بله مهمه لار دا هم ده چې موږ بايد کرکټر خپل نږدې ملګری چې د خوی او عادت سره اشنا يو وټاکو، يا هم د خپلې کيسې لپاره شوی کرکټر په ځان کې هضموو، نور د خپلې ټاکلې کيسې لپاره کرکټر خپله زه يم، زه ګورم چې د خپل برياليتوب لپاره څومره هڅې کووم او څومره خوشالېږم او په خپلې ناکامۍ څومره خپه کېږم، له يوې ستونزې د خلاصون په موخه څومره هڅې کووم. دا ټول د خپل عادت له مخې او ځانته په کتو انځورووم نو دغه وخت به ما بريالی او ژوندی کرکټر کښلی وي.

اېمل پسرلي راته د کرکټر په اړه وويل: ((ماته کيسه لکه په محکمه کې د بريالي څارنوال وړاندې کړې قضيه داسې ده، که ليکوال په منطق او استدلال خپله قضيه وړاندې کړي او قانع مې کړي چې يو کس څرنګه يو عمل کوي، دا د بريالي کرکټر بېلګه ده. فرض کړئ يو سړی دی کار يې له لاسه ورکړ، زوی يې موټر وواهه، مېرمن يې له چا سره جوړه شوه او پوروړو په عذاب کړ، که دغه سړی د کيسې په پای کې ځان ووژني خو تر هغه وړاندې ليکوال راته دغه ټول تصوير په قانع کوونکي ډول تشريح کړ، ماته ددې کرکټر د ځان وژنې عمل منونکی دی او کرکټر يې سم دی.))

پورته بېلګې ته په کتو سره کيسه ليکوال تاکيد کوي چې په کيسه کې هره پېښه د داستاني منطق له مخې رامنځته شي نو لوستونکي د منلو وړ وي.

نصير احمد احمدي د کرکټر کښنې په اړه ليکي: ((بريالی ليکوال په کرکټر کښنه کې زيار باسي، دی کرکټر تر هغو پورې په ذهن کې اړوي را اړوي، چې له خيالي کرکټر څخه ژوندی موجود جوړ کړي، د هغه ظاهري او باطني جوړښت سره اشنا شي او وروسته يې په داستان کې ولوبوي.()))

نصير احمد احمدي وړاندې ليکي: ((لومړی کرکټر ژوندی کړه، له هغه سره خبرې وکړه، په خوی او عادت يې پوه شه، وروسته که بيا په کيسه کې ستاسې له خوښې سره سم لوبېدای شوای او ټاکلي رول ته مناسب وي ځای ورکړه.(۲)))

هرې کيسې ته بايد د اړتيا له مخې کرکټر وټاکو. په کيسه کې يو مرکزي کرکټر وي او نور فرعي وي، فرعي کرکټرونه د مرکزي کرکټر د ستونزو څخه پيدا کيږي. په کيسه کې بې اړتيا کرکټر انځورول کيسه بې خونده کوي، لوستونکي ستړي کوي او بلې خواته يې بيايي او د کيسې ربط او تسلسل ورڅخه ورکيږي او بالاخره کيسه ورته خيال ښکاري.

د کرکټر په کښلو کې درې مهمې خواوې

 ليکوال ته پکار ده چې هر کرکټر(کردار) د لاندې درې خواو له درک او پوهېدو وروسته انځور کړي.

(۱): خارجي اړخ

(۲): داخلي اړخ

(۳): ټولنيز اړخ

اوس به پورته درې اړخونو باندې لنډه رڼا واچوو.

ــ د کرکټر خارجي اړخ (ظاهري بڼه): په دې اړخ کې دا ګورو چې؛ کرکټر نارينه دی که ښځينه، چاغ دی که ډنګر، ښايسته دی که بدرنګه، انسان دی که حيوان، ساه لرونکی دی او که بې ساه او . . .

د کرکټر خارجي اړخ د څېرې په پېژندلو کې لويه ونډه لري، کيسه ليکوال بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي.

مثلاً: موږ خپلې کيسې ته کرکټر يوه بې وسه پېغله ټاکلې ده، نو موږ بايد د دغې پېغلې ظاهري بڼه داسې انځور کړو چې د بې وسۍ استازيتوب وکړي. دده په مخ د غربت نښې، ګونځې تندی، خيرن ويښتان، شلېدلی ټکری، چاودي لاسونه، هېله منې سترګې او نورې داسې نښې دده پر ظاهري بڼه راڅرګندې کړو چې زموږ لوستونکي ته کټ مټ يوه بې وسه پېغله مخته ودريږي.

ــ داخلي اړخ: دغه اړخ د کرکټر نفسياتي او فکري حالت راښيي. په دې برخه کې د کرکټر عقيده، روغ دی که لېونی، څه ډول فکر لري، رواني حالت يې څنګه دی، ژر غصه ورځي که زغمناک دی او داسې نور شيان چې په روان پورې اړه ولري.

د ښه روښانتیا لپاره به يوه بېلګه راوړم:

فرض کړئ موږ خپلې کيسې ته هندو مذهبه ځوان کردار ټاکلی دی، دا ځوان ډېر ښايسته دی خو د اسلام د مبارک دين سره سخت ټکر دی، زه غواړم دغه ځوان په خپله کيسه کې دې ته اړ باسم چې د اسلام مبارک دين ته غاړه کښېږدي. نو داسې نه کووم چې ناڅاپه د دغه ځوان په عقيده کې بدلون راځي او بې له کوم داستاني منطق د اسلام مبارک دين مني، که دغه شان وکړم نو کيسه مې لوستونکي ته ټوکې ښکاري.

که زه د کرکټر دغه اړخ لوستونکي ته سم انځورول غواړم او دا پرې منم چې زما د کيسې کرکټر چې هندو مذهبه دی د اسلام مبارک دين ته غاړه ږدي، نو له بېلابېلو لارو څخه کار اخلم څو داستاني منطق يې راسره ومني.

مثلاً: زه په خپله کيسه کې د دغه ځوان او يوې مسلمانې پېغلې ترمنځ د مينې اړيکې پيدا کووم. دغه کرکټر داسې انځورووم چې د دغې مسلمانې پېغلې پرته ورته د ژوند تېرول ستونزمن وي نو نجلۍ سره د واده کولو پرېکړه کوي خو د مسلمانې نجلۍ لخوا ورته دا شرط اېښودل کيږي چې د اسلام مبارک دين به قبلوي بيا دواړه واده سره کوي.

نو د دې لپاره چې هندو مذهبه ځوان خپله مينه لاسته راوړي نو له خپل مذهب څخه لاس په سر کيږي او د اسلام سپېڅلي دين ته غاړه ږدي.

که پورته دوهمه بېلګه زه د کرکټر په داخلي اړخ او همدغه هندو مذهبه کرکټر لپاره راوړم او د دغه شان يوې پېښې سره يې په کيسه کې مخ کړم نو کرکټر مې رښتينی او بريالی کښلی دی.

البته دا يوازې بېلګه وه، هر کرکټر بايد د خپلې داخلي بڼې له مخې داسې انځور کړو چې له واقيعت سره سر وخوري او لوستونکی د خيال ګمان ورباندې ونه کړي.

ددې لپاره چې د کرکټر د رواني اړخ په کښلو ښه پوه شو نو د محب الرحمن محب له کتاب به ځينې څرګندونې را واخلو چې نوموړي د ايراني ليکوال علي رضا کلاهچيان په حواله ليکلي زه يې هم دلته رانقلووم:

محب الرحمن محب د ايراني ليکوال په حواله ليکي: د کرکټر د رواني بعد ارزونه د لاندې موضوعاتو په سپړنه پورې تړلي دي:

د کرکټر د عاطفي، عشقي او جنسي ژوند څرنګوالی.

د کرکټر حالتونه، اخلاق او خويونه.

د کرکټر په ژوند کې رامنځته شوې مهمې ښې يا بدې پېښې.

د کرکټر د کړو وړو رواني انګېزې.

هېلې، ارزوګانې، خوبونه، خيالونه او فکرونه.

له نورو سره اړيکې، د ځان او هغوی په اړه تصور، د ځان او نور هغه تصوير چې دی يې غواړي وړاندې يې کړي*.

که پورته ځانګړنو ته ځير شو او مخکې له کرکټر کښنې يې په دقيق ډول د کرکټر په داخلي اړخ کې وګورو او بيايې انځور کړو نو کرکټر به مو بريالی او يو ژوندی موجود وي.

ــ اجتماعي يا ټولنيز اړخ: په دې اړخ کې د يو کرکټر ټول ژوند انځوريږي، په دې پوهېږو چې زموږ کردار د کومې دندې او کوم مسلک خاوند دی. ليکوال دی، ديني عالم دی، ډاکټر دی، استاد دی که بزګر دی؟.

د بېلګې په ډول:

موږ خپلې کيسې ته يو غريب بزګر کرکټر ټاکلی دی. دا بزګر د خپل هېواد له روانو حالاتو سره هيڅ بلدتيا نه لري، خپلې ځمکې او کروندې سره يې سروکار دی.

که اوس موږ په خپله کيسه کې دغه بزګر د کلي له ملک او يا هم په کلي کې د يو لوستي انسان سره په سياسي خبرو کې ښکېل کړو نو دا ممکن که وي خو کيسه له واقيعت ليرې کوي او لوستونکي ته ملنډې ښکاري.

د کرکټر په کښنه کې پورته درې اړخونه ډېر مهم دي. هر ليکوال بايد له کيسه ليکلو مخکې خپل کرکټر له دغه درې خواو پوره او دقيق مطالعه کړي، بيا دې د خپل کرکټر هغه ځانګړنې چې په دغه درې خواو پورې تړلي وي، د ښه غور او فکر وروسته بېلابېلې په يو کاغذ له ځان سره وليکي، د کرکټر کښلو په وخت کې دې ورته ګوري، نو بيا به ليکوال هيڅ وخت د کرکټر د کښلو په بېلابېلو خواو کې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ نه شي.

پورته درې خواوې که په پوره دقت او ځيرکتيا سره انځور شي نو د ليکوال کرکټر کښنه بريالۍ ده.

د ښه کرکټر کښنې لپاره اجمل پسرلي په خپل کتاب کې چې ژباړه ده د حسين القباني لارښوونې راوړي دي چې زه يې هم د موضوع د ښه روښانتيا لپاره دلته را اخلم.

درې ګونې خواوې بايد د ليکوال په ذهن کې انځور شي.

کرکټر بايد تر انځورېدا مخته په بشپړه توګه مطالعه شي.

د کرکټر سلوک او کړه دې له درې ګونو خواو سره تطابق ولري.

که د يو ځانګړي هدف لپاره محبور شي چې د کرکټر له درې ګونو خواو سره مخالفت وړاندې کړي نو د لوستونکي د قناعت لپاره دې منطقي دلايلو ته پام وکړي.

ليکوال دې کرکټرونه د شطرنج د دانو په څېر په خپل فکر او خوښه دورې هورې کوي نه.

ليکوال دې هر وخت ياد لري چې بشر په خپل ذات کې ښه او بد لري، هيڅ کرکټر نه يو مخ ښه کېدی شي او نه بد کېدای.

ليکوال دې کرکټر داسې نه انځوروي چې د ده د کيسې تر نورو کرکټرونو دې یې سپېڅلتيا بيخي محسوسه وي.

ځان دې د کرکټر پر ځای وګڼي او د کرکټر له حالت سره سم دې په منطقي ډول فکر او اقدام وکړي.

دغه راز اجمل پسرلی د نجيب محفوظ څرنګه کيسه ليکي؟ کتاب کې ليکي: ((ګڼ کره کتونکي وايي، کيسه داسې مه پيلوی چې يو څوک ناست دی فکر کوي، بلکې هڅه وکړئ چې وار له واره کيسه کې خوځښت پيدا کړئ.))

ــ زموږ يو شمېر ليکوال هڅه کوي چې لوستونکی يې کرکټر ښه وپېژني، بې ځايه تاکيد د کرکټر په پېژندنه کې مرسته نه شي کولی او د کرکتونو په وينا له بې ځايه ټينګار ډډه کول پکار دي، ځکه چې د کيسې د پرمختګ مخه نيسي.

د پوهنتون لومړی سمېستر مې و، په خپل ټولګي کې مې خپله يوه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړه.  په کيسه کې تشبيهات ډېر و، استاد راته وويل: ښه کيسه ده، تلوسه هم لري، د کيسې ټول اصول دې مراعت کړي دي، خو بې ځايه ټينګار، بې ځايه ستاينه او له حده اوښتي تشبيهات دې پکې راوړي دي.

په لومړيو کې ما داسې فکر کاوه چې په ډېرې ستاينې او تاکيد به زما کيسه په زړه پورې شي، خو وروسته پوه شوم چې بې ځايه ستاينو زما کيسه خيالي کړې وه.

کره کتونکي وايي: ((که چېرې لوستونکی تر پايه د اصلي کرکټر په اړه هماغسې احساس وکړي لکه په پيل کې چې يې کوي نو کرکټر سم نه دی کښل شوی.))

په کيسه کې د کرکټر په لوبولو کې تغير راځي، خوشاليږي، خپه کيږي، په ټولنيز، داخلي او ظاهري بڼو کې تغير راځي، رواني حالت يې بدلون مومي خو دا ټولو تغيرات بايد د داستاني منطق له مخې او په خپل سر رانه شي.

څنګه کرکټر وټاکو؟

دا چې کيسه ټوله پر کرکټر ورټوله وي او لوستونکی هم له کرکټر سره سم روان وي، د کرکټر په خوشالۍ ځان خوشاله او پر خپګان يې ځان خپه محسوسوي نو داهر څه به هله بريالي وي چې موږ د خپلې کيسې لپاره سم او وړ کرکټر ټاکلی وي.

د بېلګې په ډول:

که زه غواړم د ځان وژونکي په اړه کيسه وليکم، نو د خپل کيسې لپاره د خان يا د ملک زوی کرکټر نه ټاکم، يا داسې څوک نه ټاکم چې هيڅ ستونزه ونه لري او له هر پلوه روغ وي.

زما کيسه او د کيسې لپاره به کرکټر ټاکنه هله بريالۍ وي چې زه خپلې کيسې ته داسې کرکټر وټاکم چې ډېر بې وسه او غريب ځوان وي، په ژوند کې يې ډېرې بدبختۍ ليدلي وي، له هرې خوا د ستونزو سره مخ وي. هر شي ته چې لاس ور وړي بلا ترې جوړېږي. لنډه دا چې زما دغه کرکټر چې ځان وژونکی دی له خپل ژونده به دومره ستړی او زړه توری وي چې خپل په مرګ کې ويني او د مرګ خبرې يې زړه يې ته ډاډ او سکون ورکوي.

که پورته دويمه بېلګه زه د خپل ځان وژونکي کرکټر لپاره وټاکم نو پر ځای ټاکنه ده.

د کرکټر په ټاکلو کې ډېر غور او دقت پکار دی، دومره دقت چې لوستونکی په کردار د خيال ګمان ونه کړي، کرکټر بايد د لوستونکي پام ځانته واړوي او په ټوله کيسه کې له هغه سره مزل وکړي، ورسره وژاړي، وخاندي او په هره سخته کې ورسره خوله شي.

د سم کردار او سم کرکټر ټاکنه مو کيسه سم لور ته بيايي، هر کيسه ليکوال مخکې له دې چې کيسه وليکي د کيسې نقشه په خپل ذهن کې جوړوي او يا يې هم په خپل فکر کې ټوله کيسه جوړه کړي وي، پېښې او صحنې يې زړه  کې ګرځي راګرځي او غواړي چې په کاغذ يې وليکي.

د کيسې تر پيل مخکې چې موږ کومه کيسه په خپل ذهن او خيال کې جوړه کړې ده او يا مو د کومې موضوع په اړه کيسه په فکر کې را ګرځېدلې ده، بايد يادې موضوع او د کيسې منځپانګې ته په کتو ورته کرکټرونه وټاکو.

که زموږ د کيسې موضوع تراژيدي وي او موږ داسې کرکټرونه ټاکلي وي چې بې ځايه خاندي، شوخي کوي، يا مو د داسې صفت کرکټر ټاکلی وي چې په څېره يې د غم هيڅ څرک نه وي نو دا ټاکنه مو ناسمه ده.

سمه ټاکنه بايد د منځپانګې او محتوا سره برابره وي.

د کرکټر ژبه:

د کرکټر په کښنه کې د نورو مهمو توکو ترڅنګ چې بايد پام ورته وشي د کرکټر ژبه ده. کرکټر بايد د خپلې سويې، شحصيت او مسلک سره سم وغږوو او خبرې پرې وکړو.

د بېلګې په ډول:

د کيسې کرکټر مو د کلي د خان يو نوکر دی. کله چې هغه خبرې کوي بايد د خان په ژبه يې ونه کړي، او نه داسې چې يو ښوونکی ترې جوړ کړو. نوکر بايد په داسې لهجه وغږوو چې په رښتيني ژوند کې نوکران پرې غږيږي، د هغه په خبرو کې بايد هېله مندي وي، ستړې ستړې خبرې بايد وکړي، د خپل خان د نوکرۍ او ظلمونو څخه بايد شکايت کوي، د خبرو پر وخت بايد وراخطا وي او شاوخوا وګوري  چې د خان د کورنۍ او يا خپله خان يې خبرې وانوري ګني سزا به ورکړي.

که موږ په خپله کيسه کې د نوکر ظاهري بڼه ښه په برياليتوب انځور کړي وي، لوستونکی په دې قانع وي چې دغه کرکټر رښتيا هم چې نوکر دی، خو کله چې په کيسه کې دغه نوکر چې کرکټر دی خبرې کوي. ژبه يې خپله نه وي د يو ډاکټر په طرز او وزن خبرې کوي، نو لوستونکي به ټوله کيسه ملنډې ګڼي او په لوستلو به يې پښېمانه شي.

لنډه دا چې هر کرکټر د خپل شخصيت، مسلک او ظاهري بڼې سره سم وغږوو.

د کرکټر په ژبه کې يو بل مهم شی چې بايد جدي پام ورته وشي لهجه (ګړدود) دی. که زموږ د کيسې کرکټر د هلمند د يوې ليرې پرتې ولسوالۍ اوسيدونکی وي او دغه ولسوالۍ يې خپل ټاټوبی وي. پکې زېږېدلی وي، ژوند يې پکې کړی وي او لا هم ژوند پکې کوي. نو دغه کرکټر که موږ په وردګۍ لهجه  وغږوو نو دغه کيسه به لوستونکي ته ټوکې ښکاره شي او طنز به يې وبولي.

هر کرکټر بايد په خپله لهجه وغږوو. سيمه ييز اصطلاحات يې بايد د خبرو کولو پر وخت له خولو راوباسو، هلمندی بايد په هلمندۍ، کليوال بايد په کليوالي، ښاري بايد د ښار په لهجه وغږوو او لوستونکي ته څنګه چې کرکټر وي په  هماغه بڼه يې خبرې له خولې وباسو.

که د يوې سيمه ييز لهجې ګونګ لغات وي، عام لوستوال نه ورباندې پوهېږي لومړی خو يې بايد د کرکټر له خولې ونه باسو او که ډېره اړتيا وي او ګونګ لغات او يا اصطلاحات د کرکټر په خوله کې ورکوو په لينديو کې بايد ورته عامه مانا وليکو ترڅو ټول خلک ورباندې وپوهېږي، د دغه کار يوه ګټه دا ده چې هم به  خلک پرې وپوهېږي او هم به له نويو او سيمه لغاتو او اصطلاحاتو سره اشنا شي.

خپله مې ډېر ناولونه او کيسې لوستي دي، ډېری وخت له داسې لغاتو سره مخ شوی يم چې نه يم ورباندې پوهېدلی، بيا کيسه راڅخه پاتې وي، د کيسې تسلسل مې له پام ليرې شي او ټول فکر مې هماغه لغات کې وي.

کرکټر په خپله لهجه غږول، ددې يوه ګټه دا هم ده چې د يوې سيمې لوستونکی به د بلې سيمې له لهجې سره  اشنا شي خو کوښښ بايد دا وشي چې مروج لغات او اصطلاحات بايد راوړل شي.

يوه بېلګه به وړاندې کړو:

دوه ياران په پوهنتون کې زده کړې کوي. اتل هلمندی دی او مېړنی ننګرهاری. دواړه خپلو منځو کې لفظي شخړه کوي. له يو بل بېليږي خو اتل د مېړني بېلتون نه شي زغملی. کله چې مېړنی له اتل روانيږي نو اتل يې لاس نيسي او ورته وايي:

اتل: ولاکې راڅخه ولاړ سې ته په مسخرو هم نه پوهېږې؟

مېړنی: لاس مې پرېږده اوس مې نه شي خوشاله کولی.

ــ او وۍ ياره خير دی پخلا سه، ما خو ماضي مسخره کول.

ــ څوک داسې ټوقې نه کوي لکه ته چې يې کوې.

ــ خير دی، مېړنکه دا ځل مې وبخښه بيا ولاکې داسې وکړم.

پورته بېلګه کې وينو چې اتل په هلمندۍ لهجه او مېړنی په ننګرهارۍ لهجه خبرې کوي، کرکټر په خپله ژبه غږول بله ګټه دا هم لري چې د لوستونکي مخ ته يې څېره انځوريږي او کيسه رښتيني کوي.

ياده بېلګه کې دوه لهجې راوړل شوي دي، دواړه کې عام فهمه لغات کارول شوي دي، هر پښتون لوستوال ورباندې پوهېږې او هدف ته ترې اخيستی شي، نو راوړل يې په دې مهم دي چې که په کيسه کې دا روښانه نه شي چې اتل هلمندی دی او مېړنی ننګرهاری نو هم ورباندې لوستونکي پوهېږي چې يو د ختيځ دی او بل د لويديځ، ځکه له لهجو يې پېژني.

د ډاکټر محب الله زغم ((ځانمرګي)) ناول مې لوسته، په ناول کې يو کرکټر د هلمند د کجکي اوسيدونکی وي، کله چې دغه کرکټر خبرې کوي نو د هلمند په لهجه يې کوي، دغه کار د ناول کيسه رښتينې کړې ده او کرکټر د لوستونکي سترګو ته ودروي.

نو د کرکټر په ژبه کې بايد لهجې ته  ډېر ځير و اوسو او تر وسه کوښښ بايد وشي چې مروج لغات او منل شوې اصطلاحات بايد راوړل شي.

مکالمه (خبر اترې)

د کرکټر په کښنه او پېژندنه کې مکالمه ستره ونډه لري او دا د کرکټر د پېژندنې لپاره غوره وسيله ده. ځکه په مکالمه کې کرکټر خبرې اترې کوي. لاس خوځوي، خاندي، ژاړي، غوصه کيږي او نور حرکتونه کوي.

په کيسه کې سره له دې چې مکالمه کرکټر راپېژني، بله ګټه يې دا هم ده چې لوستونکی دمه کوي، د ارامۍ احساس کوي او کيسه لولي.

له مکالمې د کرکټر رواني حالت او احساسات هم څرګنديږي او کيسه رښتيني کوي.

خو يو کيسه ليکوال بايد کرکټرونه په خپل منځو کې په داسې ډول وغږوي لکه څنګه چې په عادي ژوند کې خبرې کوي، هماغه د ژبې اصول او لهجې ته پام بايد دلته هم وشي.

تر وسه کوښښ پکار دی چې مکالمه بايد لنډه وي، په يوه کتاب کې مې ولوستل لنډې خبرې پر انسان ښې لګي.

عموماً له اوږدو خبرو لوستونکی ستړی کيږي. که موږ او تاسې په خپل ژوند کې وګورو هغه څوک چې يو مطلب په ډېر اوږ ډول وړاندې کوي، اوږدې اوږدې جملې کاروي يو ډول ترې ستړي کيږو، خو لنډې لنډې خبرې پر چا نه غميږي.

د ښه پوهېدو لپاره د مکالمې يوه بېلګه راوړو.

يو خبريال موسسې ته ورځي او د موسسې مشره چې ښځه ده مرکه ورسره کوي. مخکې يې دغه ښځه په يوه غونډه کې ليدلې ده. خبريال خپل زړه پرې بايللی دی، اوس يې د مرکې په پلمه ليدو ته ورځي او مخکې له ورتګ ورسره په ټليفون خبرې اترې کوي.

خبريال: جلال الدين يم ژورنالېست، تاسې شکفته ياست؟

شګفته: هو، مهرباني. .

ــ نن دفتر ته د مرکې لپاره درغلی وم خو تاسې نه وی!؟

ــ له ماسره مرکه؟ د څه لپاره؟

ــ د ورځپاڼې لپاره.

ــ ښه ډېر ښه، زه خو په دفتر کې وم.

دغه مکالمې زموږ په ذهن کې يو تصوير جوړ کړ، جمال الدين او شګفته يې مخې ته راته ودروله. د دوی د خبرو اترو سټايل راته مالوم شو او دواړه کرکټرونه راته ژوندي ښکاره شول.

ياده مکالمه نوره هم غځوو، جمال الدين چې خبريال دی، له شګفتې يې د مرکې کولو لپاره واخت واخيست او پر ټاکلي وخت دفتر ته ورځي.

کله چې جمال الدين دفتر ته ورسيږي، نو د جګ مېز شاته نجلۍ ته وايي، له شګفتې سره وينم.

نجلۍ د ټليفون غوږۍ پورته کړه ترڅو شګفته راوغواړي، خو تر دې منځ يوه تکه توره چاغه پېغله چې تر دېرشو کلونو اوښتې وه ښکاره شوه. تورې پړسېدلې شونډې، پړونی په غاړه، راغله او په خندا خندا د جمال الدين تر څنګ کښېناسته، جمال الدين وډار شو، لږ له هغې څخه شاته وڅکېد، هغې ورته په ګيله منه لهجه وويل:

ــ ولې جانانه ولې شاته وڅکېدې؟

ــ ته څوک يې چې ماته جانان وايي؟

ــ ولې جانان مې نه يې، ته اوس داسې يې، له واده وروسته به څه ګوزاره کوو؟

ــ واده، له تاسره واده؟ ورکه سه، رنګ دې ورک سه!( ∗)

پورته مکالمه کې مو وليدل چې هم کرکټر راته انځور شو، د کرکټر له رواني حالت څخه خبرشولو، د شګفتې په ليدلو د جمال الدين په څېره کې بدلون راغی، کله چې شګفته د جانان خطاب ورته کوي نو جمال الدين غصه کيږي، خو د شګفتې خبرې بيا نرمې دي او له مکالمې مالوميږي چې څېره کې يې غصه نه ليدل کيږي.

دا چې مکالمه په کيسه کې د کرکټر په لوبولو او پېژندلو کې ستره ونډه لري، نو دا پام هم بايد وشي چې بې ځايه مکالمه رانه وړل شي، په هغه ځای کې چې د خبرو کولو اړتيا نه پيدا کيږي مکالمه ښه نه ايسي او کيسه بې خونده کوي. کيسه کې هم مکالمه خپل ځای لري، ډېرې مکالمې هم په لوستونکي غميږي، سربداله کيږي او د کيسې تسلسل يې او تړاو يې له فکره وځي.

مهمه دا ده په داسې ځای کې کرکټرونه په خپلو منځو کې وغږوو چې ډېره اړتيا وي، د ډېرې خوشالۍ، ډېرې غصې، ډېر رحم او ډېرې مينې حالتونه که په لنډه مکالمه واوړي نو زما په اند اغېزناک تماميږي او کيسه رښتيني کوي.

 

نو مکالمه د کرکټر د خوی، عادت او نفسياني حالت په انځورولو کې لويه ونډه لري.

 

د مکالمې په کښلو کې ليکوال ته لازم دي چې ځينې ټکي په پام کې ونيسي. اجمل پسرلی په خپل کتاب لنډه کيسه به څنګه ليکو؟ کې د مکالمې په اړه په زړه پورې او ګټورې لارښوونې شوي دي چې زه يې په لږ لنډيز دلته را اخلم:

مکالمه بايد له ضمني مانا تشه نه وي، مثلاً يو زلمی چې په يوې پېغلې مئين وي هغې ته داسې ونه وايي:

ــ بيخي ډېره راباندې ګرانه يې، زړه مې دی چې واده درسره وکړم.

ښايسته او مناسبه داسې ده چې هغې ته ووايي:

ــ چې ته نه يې زړه مې په تنګ وي، زړه مې دی چې يو ماښام ډوډۍ وکړم، د ژوند له ملګري سره يې وخورم، څنګه خوښه دې نه ده؟

په مکالمه کې له بيانې ډډه کول ضروري دي، ليکږال بايد کرکټر داسې انځور نه کړي چې له هغه وياند جوړ کړي. هڅه مه کوئ د الفاظو او جملو په ذريعه په مصنوعي طريقه د لوستونکي جزبات وپاروئ. په مکالمه کې دې له متلونو او اصطلاحاتو ډېره استفاده نه کيږي، دسې چې لوستونکی احساس کړي چې کرکټرونه خپل بلاغت او فصاحت راښيي. د خبرو اترو يوه يا څو جملې بايد يوه کامله ځانګړې فقره جوړه کړي، يعنې هره فقره په نوې کرښه پيل شي. بهتره ده چې مکالمه د کيسې په منځ کې وړاندې شي او د هغې يو اساسي جز وي. نوي کيسه ليکوال دې په کيسه، کې عاميانه ژبه نه کاروي د عوامو د ژبې کارول تر فصيح ژبې ډېر ګران دي او مهمه دا ده چې مختلفې لهجې ونه کاروي، ځکه هرې لهجې ته پام کول به له ليکوال کيسه ګډه وډه کړي. ليکوال بايد هڅه وکړي چې د مکالمې جملې تر وسه وسه لنډې وړاندې کړي. د کيسې په مکالمه کې هڅه وکړئ چې لوستونکی د واقعي ژوند مکالمې احساس کړي.( )

دلته بيا هم په دې ټينګار کووم چې په مکالمه کې بايد د داسې لهجې څخه کار واخيستل شي چې اسانه وي او د يوې ژبې ټولو خلکو ته د منلو او د پوهېدو وړ وي. نوی کيسه ليکوال بايد دغه برخې ته ډېر ځير وي، خو په مکالمه کې يو کرکټر د يوې سيمې کليوال وي او لوستونکی داسې تصور نه شي کولی چې دغه کرکټر کليوال دی نو د دې لپاره چې د کليوال او ښاري ترمنځ توپير وشي بيا که سيمه ييزه لهجه په پام کې ونيول شي نو غوره ده خو په دې شرط چې ګونګ لغات او اصطلاحات بايد په لينديو کې مانا شي.

په مکالمه کې يوه بله مهمه خبره چې ليکوال ورته بايد پام وکړي دا ده چې په يو وخت کې ډېر کرکټرونه نه شو غږولی. دا کار لوستونکی سربداله کوي او نه پوهېږي چې خبرې کوم يو کوي. که بيا هم د ډېرو کرکټرونو غږولو ته اړتيا وه نو غوره لاره يې دا ده کله چې کرکټرونه خپلو منځو کې خبرې کوي بايد د يو بل نومونه واخلي.

لومړی يې ناسمه بڼه بېلګه کې وړاندې کوو:

ــ ياره اوس به څه کوو؟

ــ ته صبر زه يې وګورم چې رانږدې دي که...

ــ نه ياره ډېره لار ده هغه دې خواته نه شي راتلی.

ــ مه وارخطا کيږه هيڅ نشته.

اوس به يې سمه بڼه په بېلګه  کې وړاندې کړو:

ــ احمده اوس به څه کوو، که  هغوی دې خواتتته. .

ــ حميده! ته رادورې شه زه يې وګورم چې ډې رخو رانږدې نه دي.

ــ حميده اله په شريف څه وشول؟

پورته مو دوه بېلګې وړاندې کړې، په لومړۍ بېلګه کې وينو چې څو کرکټرونه خبرې کوي خو پوهېږو چې څو دي او خبرې څوک کوي.

دويمه بېلګه چې د لومړۍ بېلګې سمه بڼه ده له ورايه پرې پوهېږو چې درې نفره غله دي، له غلا وروسته راتښتېدلي دي او ډېر وارخطا دي.

د ډېرو کرکټرونو د خبرو اترو لپاره مهمه ده چې دوی د يو بل نومونه واخلي.

کرکټر څنګه له ستونزو سره مخ کړو؟

کيسه ليکوال بايد د کرکټر د ستونزې لپاره او ددې لپاره چې د کيسې مرکزي لوبغاړی او يا هم بل کرکټر له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي او له مخې يې کيسه وغځوي نو اړينه ده چې د کيسې لپاره ښه موضوع وټاکي. د کرکټر ښه والی او بدوالی په موضوع پورې تړاو لري.

لوستونکو ته بايد داسې موضوع وړاندې شي چې د هغه په فکر کې د کرکټر په اړه ډول ډول پوښتنې راوګرځي.

مثلاً: کرکټر سره به څه کيږي؟ څنګه به له دې ستونزې ځان خلاصوي؟ آيا د کرکټر به د کيسې په وروستيو کې څنګه وي؟

ددې لپاره چې په ستونزه کې د کرکټر په ښکېلولو وپوهېږو يوه بېلګه به راړو:

ښاغلی عيسی نوی ليکوال دی، دی له پلازمېنې لرې اوسي. زړه يې ډېر په تنګ دی، ځکه چې د شپږو مياشتو راهيسې يې د کور څښتن ته کرايه نه ده ورکړې. د کور څښتن ګواښ ورته کړی چې ژر به کور پرېږدي.

په همدې بې پولۍ کې دی له يوې نجلۍ سره مينه کوي، هغه څه نا څه شتمنه ده، دی نيت لري چې ويې غواړي او واده ورسره وکړي نو څه به کوي؟

آيا له دې هم د خپلو ملګرو په څېر چې پخوا يې ترې پورونه اخيستي پور وغواړي؟

آيا يو مخ دا سيمه پرېږدي، پلازمېنې ته لاړ شي، کار روزګار، ملګرتيا هر څه ته شا کړي او هلته ن وی ژوند پيل کړي.( *)

پورته بېلګه کې مو وليدل عيسی کرکټر دی، ستونزه ورته پېښه شوې، له يوې خوا يې د کور کرايه پاتې ده پيسې نه لري، بل خوا پر يوه پېغله مئين شوی، د نجلۍ د غوښتلو لپاره هم عيسی پيسو ته اړتيا لري، چې لږ تر لږه نجلۍ ته خو دا وښيي چې پيسې لري.

دغه کار ته ستونزه ويل کيږي، ممکن د عيسی دغه يوه ستونزه نورې ګڼې ستونزې وزېږوي، عيسی شايد غلا وکړي، يا قتل وکړي، خو پيسې پيدا کړي، يوه لويه ستونزې نوې ډېرې ستونزې زېږوي او کيسه پرې غځيږي.

ډاکټر محب الله زغم راته د يوې مرکې په ترڅ کې د کرکټر په ستونزه کې د ښکېلولو په اړه لاندې څلور لارښوونې وکړې:

(۱): کرکټر به يا له طبيعت سره په ټکر کې اچوي. مثلاً: په يخ ژمي کې د اور د بلولو لپاره څه نه لري، بايد پسې وګرځي او پيدا يې کړي. يا ناببره پېښه رامنځته کيږي لکه، زلزله، توپان، سېلاب، جنګ او. . يا له داړونو ژوو سره مخ کيږي.

(۲): کرکټر له انسان سره په ټکر کې. مثلاً: يو ساده صادق او په کار پوه مامور دی، خو مدير يې په دې ورسره نه دی جوړ چې هغه رشوت خور دی او په کار هم چندانې نه پوهېږي نو ده هره ورځ يوه لويه ستونزه جوړوي.

(۳): کرکټر له ځان سره په ستونزه کې ښکېلول: مثلاً، دی بېوزلی او غريب دی خو د يو شتمن پر لور مئين دی. عقل ورته وايي چې هغه تاته نه ده جوړه، خو زړه يې وايي نه، هرو مرو به همدا کوې.

(۴): کرکټر د ټولنې او ټولنې له اقدارو سره په ټکر کې: مثلاً، کرکټر لېبرال دی، په دې باور دی چې: ((عيسی به دين خود، موسی به دين خود.)) دی په دې باور دی چې ټول انسانان د خدای ج مخلوق او بندګان دي، که کافر بد شی وي، خدای ج ولې پيدا کړی دی خو ټولنه يې سخته مذهبي ده.( *)

يوه بله بېلګه به راوړو:

يو نفر دی د شپې روان دی خپل ورسره دی. مخامخ وسله وال ويني، دی لاره ترې چپوي او د موټر څراغونه مړه کوي چې وسله وال يې ونه ويني. ناببره دده موټر يوې کندې ته لويږي.

پورته بېلګه کې په ډېره اسانه روښانه شوه چې کرکټر څنګه له ستونزې سره مخ شو، هغه له وسله والو په دې خاطر لار چپوي چې ګواکې غله دي او کومه پېښه رامنځته نه شي، خو هغه غله نه وي بلکې پوليس وي، د لار په چپولو نوموړی يوې کندې ته لويږي، له دغه ستونزې نورې ستونزې هم پيدا کيږي، نوموړی بيا له کندې څنګه ځان راباسي، روغ به پاتې وي که مړ به شي؟ نو دغه شان ډېرې لارې شته چې له مخې يې کرکټر له بېلابېلو ستونزو سره مخ کولی شو.

كونډه نجلۍ

لیکوال: سيد راحت زاخېلى

1
د مرجانې په مرغۍ سترګې ولګيدې نو لكه زمرۍ وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راوښكې.
_تورې بلا! زما د ګل په شان زوى دې وڅاټه اوس مولاشر موې بېل…
د مرغۍ له سترګو نه د اوښكو لښتي روان شول په سلګو سلګو يې وويل…
مرجانه: ژړا دې ميراته شه په ژړا باندې خلك وېروې  يوه پولې خبره  وشوه، بس ستا اوښكې روانې شوې، ودرېږه چې  د جمال  پلار راشي ځمكه به ښه در باندې سره كړي . پر زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه كړاى شو، يوه  وار خطا چيغه يې تر خولې ووتله او د خېرنې پټې (پړوني) پېڅكه يې مخ ته ونيوله او ويې ويل:
ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دړوې!
مرجانې نورڅه ونه كړه خويوښه سوك يې ورحواله كړ.خبرداره چې بياماته (ابۍ) ونه وايې ګني ژبه به دې له كومې نه راوبا سم .اور دې پورې شي په داسې كور چې تا غوندې نوغې په كې زرغونېږي، د داسې مېندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا په شانې توتكه ترې نه پيداكېږي .زه ستا په زړه  مالګې اچوم بې حيا كه تا زما ځيګر سكاره كړ، داسې سپېره مخې خودې خداى د چا په كور او غولي نه ور ولي ،خداى دې ژر په ژېړو تلو له دې كور نه وباسه! په غونډي كاڼي دې پښه وښويېږه زما د نولسو كالو غمى تورو خاورو ته لاړ. سوك د مرغۍ  په تشي لګيدلى و،  له ډېره درده تړقيدله او په اوښكو يې د لوپټې پيڅكه خېشته پېشته كړې وه په سلګوسلګو يې ووې:
_ مورې نور وهل نشم زغملاى، ښه اخر زما ګناه خطا خو را وښيه هسې مې وهې ولې ؟  پښتنه جينۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه كول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا دمرغۍ يوه داسې ګناه ده چې  د بخښلووړ نه وه. د مرجانې ټټر باندې اور ولګيده ژبه يې وويسته ټول كور مالت يې په سر واخيسته :
_ درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرې وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ورورسيده ته  به وايې په تورو مې كړمه كړه، چې داسې دګل غوټۍ وې نو مور او پلار واده كولې څه دپاره؟ تاويز كړي به يې وې او په غاړه به يې ځړولې وې، په ستن كې تار اچول نه ورځي نخرې يې ګوره،نه كار نه روزګار ډوډۍ څلور په شمار، څمڅې وينځل ورته لوى غر ښكاري، سترګه په ډډه شي ټول لوښي  مردار پراته وي .
دې نه مخكې بيا دمرجانې ژبه څه وه توره ورېځ وه ،د كنځلو ږلۍ يې راشروع كړې مړي ژوندي يې ټول وستايل مشر، كشر ترې خلاص نه شول بدبختې كونډې سره د دې ښكنځلو بل جواب نه و.
په ژړا يې د سلګو وار نه كېده پوهېده چې يو ساعت پس به ګل محمد خان راشي او په ما به د غضب تندر راپرېوزي.

٢
مرغۍ ښايسته وه، قابله وه همزولو به يې ويل چې  د دې په خبرو كې جادو دى هر څوك را ماتوي ،اوس هم چې به د دې پخوانۍ همزولې چرته د اختر په پاڼي چغ يو ځاى شوې نو د دې خبرې به يې را يادولې په خپل كلي كې د مرغۍ اصيل والى او سيالتوب مشهور و .ليكن افسوس د پښتنو ناروا رواجونو هغه  بې برخې كړه، سپېره يې كړه (بدشګومه) د هغې په تندي  تياره شوه، پلار يې په روپو پسې ړندېده پخپلو سپېرو لاسونو يې ډولۍ كې كښينوله او لرې يې وركړه، يو څو مياشتې پس د هغې كوڅۍ ببرې شوې او هغه يوه کونډه وه، انجلۍ كونډه او د غمونو غر يې  په سر راپرېوتى و.
پلار ګنۍ كره خويې ځاى نه و، خسر ګنۍ  بيا سپېره ورته ويل او هغه سپېره مخې وه ( نيك پاله نه وه)  ناكاره وه، د ټول ټبر پېغورونه به يې تيرول، د سخر كنځل به يې زغمل، ټوله ورځ به يې كار كې زړګى وچاود. خو بيګاه ته به يې  د سترګوپټولو حق هم نه و، هغې ډوډۍ نه خوړله بلكه ډوډۍ دا خوړله، خير نو خچنو كالو ته يې هم زړه نه كېده، كفن به يې را ياداوه، داسې ورځ پرې حرامه وه چې څلور شپږ كنځل به ورته نه كېدل يوه ورځ داسې هم نه تيريدله چې يوه يا دوه پڼې به يې نه خوړلې ،يوه ورځ يې په سركې ږمنځ وهله ، خسر د لښتې وار پرې وكړو چې ډېرې ورځې يې په هغه لاس كار نه شو كولاى. لوپټه يې خيرنه، ريخانګې وه، نو مرغۍ د مور د كور لو پټه په سر كړه سخر پرې له شانه د خاورو تيل واچول، تيلى ( اورلګيت) يې ورته كولو خداى ترې بچ كړه. دا نننى جنګ په څه و؟ په دې چې د شپاړسو كلو جينۍ چې تمامه ورځ يې په ميچنو زړه شين شو، د ګرمۍ خولې نيز ( سيلاب) غوندې پرې روانې وې د باد دپاره كوټې ته وخته. بس دا نه وه بلاوه، د مرجانې په سترګو كې اغزى اغزى كېده  ماخوستن مرغۍ كټ كې لږ غوندې ملا نېغه كړه چې ګل محمد خان كور ته ننوت، د راتلو سره يې خوله ورباندې وسپړله:
_ ستا ملا ولې ماته ده؟ ډيوه كې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې پاڅه لاس وينځونى را واخله.
مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ كې شوه او ويې ويل:
_ دې ته څه  مه وايه دا د محل راڼۍ پرې ده چې خوب وكړي كه ستا څه  كار وي نو زه به يې كوم.
دومره ساعت كې مرغۍ كوزه او لاس وينځونى لاس كې خسر ته ورغله.
مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه ،چې دهغې په سترګويې توره شپه کړه.مرجانې ووې:
_بس بس موږ وبخښه د خپل خاوند خدمت به زه پخپله كوم ته ځه پالنګ كې ويده شه ته راڼۍ يې.
مرغۍ د اوښكو ډكې سترګې ورته را واړولې او ويې ويل:
_ ابۍ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه كېږي.
مرجانې پرې لرګې را اوچت كړ:
_ته بيا ماسره خبرې كوې؟وګورئ خلقه ما دې سره څه كړې دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما كه تش دومره ووې  لورې دا كار د سيالانو نه دى ته كونډه يې داسې مه كوه نو مابده خبره كړې، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندى تريو نيولى دى او ژبه يې راباندې ايستلې ده،  بيا يې هم لا ارمان پاتې دى؟

    ګل محمد خان چې دا خبره واوريده نو خپلې ښځې ته يې وويل :
_ته د دې بدبختې سره څه مه وايه دا بدبخته به يوه ورځ زما پوزه پرې كړي دا خو تا اول وار په خپل سر خېژوله هغه بله ورځ چې مې پرې د خاورو تيل اچول او سوځله مې  چې دغمه يې خلاص شو، نو ته زما مخې ته راغلې او مخكې مخكې كېدلې او رانه خلاصه دې كړه، اوس مزې كوه!
مرغۍ په سلګو سلګو د خسر په پښو كې ولويده او ويې ويل :
_بابا جې ما دې خداى مړه كړي كه به ما د ابۍ سره لام كلام كړى وي ،خداى خبر چې ولې د سهار راهيسې راپسې شوې ده.
ګل محمد خان چې دا خبره د مرغۍ له خولې واوريده په سر باندې يوه ښه څپېړه ور كړه او ويې ويل :
_ لرې شه تاته دې خدا (ج) مرګ در كړي چې زما عزت په ځاى پاتې شي، زما د غمي په شان زوى دې وخوړ او په دې سپينه جامه هم داغ را ږدې.
مرغۍ پاڅېده او په زاريو يې لاس پر تندي كښيښود او وويل:
_باباكه رښتيا داسې وي لكه چې ته وايې نو ما اوس وسوځه چې سباستاسې د ډېران ايرې يم او څوك مې نوم په خوله وانخلي !
ګل محمدخان چې دا خبره واوريده له خولې يې ځګونه راغلل په ډېر تاو ولاړ شو:
_ مردارې پليتې شيطانې زما له لاسه سوځول غواړې؟
مرغۍ:باباجې سول غواړم.له خپله لاسه راباندې اور ولګوه،له دې ژونده راته مرګ ښه دى،زه که يم څه اوکه نه يم څه؟
ګل محمدخان:كم اصلې د راز محمد پليت نوغې زه به په تا اوس اوربل كړم
دا خبره يې وكړه او ښځې ته يې اواز كړ:
_د جمال خان مورې هغه د تيلو بوتل راوړه،
په دې وخت كې پربېوزلې مرغۍ راګرځي او په وهلو شروع كوي، پس له دې په غولي كې دغه درې  اوازونه اوريدل كېږي، نور هېڅ يو ږغ نه و، يو د ګل محمد خان د لرګي شركهار بل د هغه دا چيغې چې ( اور غواړې ؟) ( حرمونې اور غواړې ؟).
بل د مرغۍ په زوره چغې چې ويل به يې ((بابا جي مړه شوم د خداى(ج)  دپاره رسول ته ګوره… خپله پلاره… خپلې مورې… يا كاكاصاحب… راورسېږې!!
٣
د بدبختې مرغۍ مخ نن لږ غوندې روڼ ښكاري بدن كې  يې ايله وينه ګرزيدلې ده، دا ځكه چې يونيم كال پس مور كره تللې ده، د مشر ورور واده يې دى. د خسر كره يې بڼه په وهلو،وهلو داسې شوې ده لكه چاچې چونه پرې دوړولې وي. په ژړا ژړا يې سترګې سپينې شوي دي ،دې ويل چې مور كره به يو څو ورځې په خندا تيرې كړم قسمت ورته ويل چې د كونډې هيچېرې د خوښۍ ځاى نشته!د مور غيږ ستا دپاره اوس يو سور تنور دى.مرغۍ پس له ډېرې مودې د خپلو همزولو څهرې لېدلې وې، خوشحاله وه د خپل غم هغه اوږدې قصې يې شاته كړې وې .د هر چاسره يې په خندا خبرې كولې جامې يې پس له ډېرې مودې څخه اغوستې وې چې دې نوو جامو يې همزولو ته بيا هغه تير ښايست ور په ياداوه ،د ورور واده چې  به يې په زړه دخوشحالۍ باد راوالوزاوه نو كله به يې د نجونو سره ټوكې ټكالې هم كولې .خوبيا به يې د نجونو سره سندرې ويلې چې ورور به يې وليد نو دا به تر مور زياته ورځاريدله. لنډه دا چې د ډولۍ وخت راغى ( ورا) تيارېده د هلك او نجلۍ جوړې جامې اخېستې شوې او ښځې روانيدوته را پاڅيدې ،د واده پنډوكى وتړل شو نو هر چا د ناوې او زوم كالي او زړوكې كتل ،د بده مرغه مرغۍ هم د ورور لونګۍ ته ګوتې  ور وړې ښځو په دې كار ورټله ، دلته  د مور هم ورته  پام شواو يوه داسې مضبوته څپېړه يې ورته ور كړه چې د ګوتو تغمې په كې جوړې شوې مرغۍ اريانه ودريده مور ورته  وويل چې كونډه ښځه د واده جامو ته لاس ور وړې؟ ته خوسپيره كونډه يې تا ولې ګوتې ور وړې؟
هغه مور چې مرغۍ يې د ځيګر په سپينو پيو لويه كړې وه ،او نازوله يې نن ورته  له خوده ووته دا سپيره پال هغه چېرې زغملاى شي، چې د يوې كونډې لاس د ( ورا) جامو ته ګوتې ور وړې؟ په دې وخت كې د خداى فضل و چې د مرغۍ د پلار په زړه د رحم اوبه تيرې شوې او د مرغۍ مور ته يې وويل(( خير داسې خطا له بنده څخه كېږي)) ګني خداى (ج)  خبر دى چې د مرغۍ به كوم ځاى مات و.
د مرغۍ زړه ډك و ،ژړلاى يې هم نشواى ځكه چې ژړا تر هغه لا په همدې وخت كې بده وه، نو د اوښكو ډكې سترګې كوټې ته ننوته، نوې جامې يې وايستلې او زړې يې واغوستلې لوپټه يې په مخ واچوله د خونې ګوټ كې  څملاسته (  ورا) ولاړه ډولۍ راغله غال بول تير شو، خو مرغۍ پرې خبره نشوه نه يې چاتپوس وكړ، چا ياده هم نه كړه، كونډه بدبخته د چا په ياد وي.
غوټه نيمه شپه شوه مرغۍ د ( اديزو) پر سړك باندې روانه ده تياره دومره ډيره ده چې د لاس ګوتې نه معلومېږي، خو مرغۍ نه د مار نه وېرېږي او نه هم د غله يا بل ځناور نه، د سيند غاړې ته ورسېده پښه يې ونيوله، بيا د سړك نه په ډډه لاړه او لرې د يوه كمره  پر سر كښيناستله په ټكري يې مخ پټ كړ او د زړه له اخلاصه يې وژړل ، وروسته يې په زړه كې دا ډول ګيلې له خدايه (ج) شروع كړې :
_اى زما لويه خدايه؟ زما د بدنصيبۍ خو اوس د مور په غېږ كې هم ځاى نشته زه اوس سپېره بلله كېږم او بې برخې، خسرګنۍ كه مې بيګانه خلك و، د هغو نه خو ګيله نشته مګر زه خو نن په خپل كور كې هم بد پاله او سپېره وبلله شوم ،افسوس خدايه چې ښځې دې ولې پېداكولې خدايه تا خو داسې نه دي ويلي.او نه ستا رسول داسې دى ،دا پښتانه خو ځانونه مسلمان بولي دوى ولې داسې كوي؟ دوي خود اذانو سره سم جماعت له هم ورځي، د دې ډول عبادتونو سره په دې ظلم كولو هم مسلمانان بلل كېږي؟ دوي وايې چې موږ كې لوى لوى بزرګان او عالمان هم شته مګر د لور او خور سره چې  كوم كارونه كوي هغه خو په كفارو كې هم نشته .لور چې پېداشي بده او سپېره وي چې  واده شي بيا سپېره كېږي .چې مړه شي هم سپېره وي. خدايه(ج)! ته په اخرت كې دوى ته جنت هم ور كوې؟
يا په دنيا كې ښه ورځ هم پرې راولې ؟موږ خو هم تا پېدا يو او د بني ادم له ذاته يو موږ سره دا دومره ناروا ولې كېږي ؟ زه خو په دې خبره پوه نشوم ،ستا په دې دومره لويه دنيا كې خو ما د سر سيورى هم پېدا نه كړ. كوم كور كې چې ماسترګې غړولې وې او وړه په كې لويه شوې وم ،هغه هم نن زما دپاره دوزخ شو .دوى زما دوه كاله كونډتون ته ونه كتل او نه يې دا زړه ته تيره شوه چې د دې حال څرنګه و او دى؟ نو ځكه تاته التجا كوم چې ماله مرګ راكړې ځكه زما مرګ لويه پرده ده.
كه څه هم وايم هغه شرم ،كه اورم هغه شرم ،زما ناسته او ولاړه، خوراك او څښاك ټول شرم شول، نو زه غواړم چې دا دشرم بوج له مانه واخلې او پټه شم ( سلګۍ … بيا سلګۍ) اې سينه! ته زما لويه پرده يې ستالوى زړه دى، بني آدم چې  د چا د لوى زړه صفت كوي نو وايې:

(( ستا زړه لكه دد رياب دومره دى))  ته د دې خپل لوى زړه روى ومنه !ماته غيږ خوره كړه! ته د خداى (ج) او رسول (ص)روى ومنه ماته پخپله لويه غيږ كې ځاى راكړه!
ما پخپله لويه غيږ كې ونيسه زما دپاره پرده شه.د خداى (ج)  په دې دومره لويه ځمكه كې زما دپاره زماد ارام ځاى نشته ،تا ته ننواتې راغلې يم ،هسې نه چې ته هم زما د
خواښې او خسر په شان ما ورټې، مامه رټه! زه د مسلمانانو پښتنو د لاسه په توره شپه تاله ننواتې راغلې يم، دوى خواخوږي نه لري، دوى د رحم زړونه نه لري. دوى د ظلم نه هم دومره خوند اخلي لكه د رحم نه چې يې زړه سواندي انسانان اخلي ،نو ته زما ننواتې ومنه!
دې نه پس د غړمب يو اواز شو د سيند زړه د مرغۍ په زاريو نرم شو او د حال په ژبه يې ورته وويل:
زما لمن لويه ده، زما غېږ تاته خلاصه ده، زه ستا نه خواښې يم اونه خسر، زه نه ستا موريم، نه هم يو انسان، زه تاته په غېږ كې ځاى در كوم ښه راغلې !! ښه!

د کونډې جينۍ په کيسه کې کرکټر

د کونډې جينۍ کيسه مو ولوستله اوس به يې بېلابېلو خواو ته لنډه کتنه وکړو او کرکټريزه برخه يې به  وسپړو.

لومړی د کرکټر په اړه خبرې کوو. کيسه په ډېر مهارت پيل شوې ده، په پيل کې يې خوځښت پروت دی. کره کتونکي هم د کيسې په پيل کې په حرکت ټينګار کوي.

((د مرجانې په مرغۍ سترګې ولګېدې، نو لکه زمرۍ وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راوښکې.

ــ تورې بلا زما د ګل پشان زوی دې وڅاټه اوس مو لا شرموې بېل. . .))

ليکوال په پوره مهارت او کيسه ييز اصولو سره سم د کيسې کرکټر لوستونکي ته ورپېژني او د کرکټر څېره په داسې ډول کاږي چې د لوستونکي سترګې ته يې ودروي.

څنګه چې د کيسې نوم کونډه جينۍ ده نو د کيسې په پيل کې مرجانه په خپلې نږور مرغۍ سترګې راوباسي او غصه کيږي ورته نو لوستونکی پوهېږي چې همدغه مرغۍ کونډه جينۍ او د کيسې مرکزي کرکټر دی. عموماً په پښتني ټوله کې خواښې خپلې نږور سره په تونده لهجه خبرې کوي او بيا چې کومه نجلۍ کونډه شي نو د خسر پر کور کې بيا قيامت پرې جوړ وي.

سيد راحت زاخيلي په لاندې جمله کې د کرکټر څېره په ډېر لنډ ډول انځوروي:

((پر زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه کړای شو، يوه وارخطا چېغه يې تر خولې ووتله او د خېرنې پټې(پړوني) پيڅکه يې مخ ته ونيول او ويې ويل:. . . . . . . . . ))

پښتانه په ټوليز ډول دوديز خلک دي، عزت او حجاب يې تر ټولو لويه مذهبي او دوديزه مسله ده چې ټينګ پرې ولاړ دي، ځينې خلکو بيا دا دود په بل ډول تعبير کړی دی، حتی نجونو ته د سينګار حق نه ورکوي، که کومه پېغله چې مېړه ونه لري او سينګار وکړي نو ځينې خود غرضه خلک ډول ډول تورونه ورپسې تړي. د کونډې لپاره خو په دوديز ډول سينګار کفر ګڼل کيږي، په پورته بېلګه کې ((خيرن پړونی)) زموږ سترګو ته بې وسه پېغله دروي، نو ځکه په پوره مهارت د ظاهري بڼې او نوم سره سم کرکټل انځور شوی دی او په يوه کوچنۍ جمله کې زموږ سترګو ته کرکټر تصويريږي.

(( له ډېره درده تړقېدله او په اوښکو يې د لوپټې پيڅکه خيشته پيشته کړې وه، په سلګو سلګو يې ووې))

اوښکې په لوپټه پاکول، په سلګو کې خبرې کول مو حتمن سترګو ته يوه بې وسه پېغله دروي.

د کونډې جينۍ په کرکټر کې رواني اړخ: ((د ټول ټبر پېغورونه به يې تېرول، د سخر کنځل به يې زغمل، ټوله ورځ به يې کار کې زړګی وچاود خو بېګاه ته به يې د سترګو پټولو حق هم نه و.))

موږ وينو چې کرکټر د ستونزو سره مقابله کوي، حوصله لري، که څه هم تنکۍ پېغله ده خو ظلمونه، پېغورونه پر ځان مني، زغممي يې، نه احساساتي کيږي.

هره ورځ وهل کيږي خو بيا هم په ډېره مينه د خپلې خواښې سره خبرې کوي او وايي: ((مورې نور وهل نه شم زغملی، زما ګناه خو راوښيه.))

او يا هم د خواښې له وهلو وروسته په سلګو سلګو وايي:

((ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دوړوې؟))

خسر چې يې ډېر ظالم دی، پېغورونه ورته وکړي، مرغۍ ووهي خو بيا هم مرغۍ ورته په ډېره  مينه د پلا خطاب کوي او وايي:

((باباجي سول «سېځل» غواړم))

طبعاً د کيسې په پيل، منځ او پای کې په رواني حالت کې بدلون راځي، خو دا بدلون بايد د داستاني منطق له مخې وي. دلته د کونډې جينۍ رواني حالت په ښه ډول انځور شوی دی، که چېرته مرغۍ د خسر او خواښې د ظلمونو په مقابل کې جدي غبرګون ښوودلی  نو کيسه بې خونده کېدله د کونډې جينۍ بې وسي بيا موږ ته ټوکې ښکاره کېدلې.

د کونډې جينۍ ټولنيز اړخ: ((مرغۍ ښايسته وه، قابله وه، همزولو به يې ويل ددې په خبرو کې جادو دی، د هرڅوک راماتوي، په  خپل کلي کې د مرغۍ اصيل والي او سيالتوب مشهور و.))

په کيسه کې له بېلابېلو برخو مالوميږي چې مرغۍ د پلار په کور کې ښايسته نجلۍ وه، قابله وه، په پېغلو کې يې سيال نه پيدا کېدله، خو پلار چې يې د پيسو لېونی دی د مرغۍ ژوند له بدبختۍ سره مخ کوي. په داسې کورنۍ کې يې د ژوند فيصله کوي چې پېغله او ښايسته مرغۍ هلته ژوند نه شي کولی، خو بيا هم مرغۍ دومره هوښياره او زغمناکه ده چې د خپل خسر او خواښې د مور او پلار په څېر درناوی کوي. ددې لپاره چې د مرغۍ د عزت په خاطر د دوی نا سمې اندېښنې خمتې شي نو مرغۍ ورته د پلارجان او باباجي خطاب کوي او خپل مرګ ترې غواړي:

((باباکه که رښتيا داسې وي نو ما اوس وسوځووه چې سبا ستاسې د ډېران ايرې  يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي!))

مرغۍ پښتنه پېغله ده، پښتانه تر هرڅه په خپل عزت ډېر خپه کيږي، نو مرغۍ ځکه د خپل عزت په خاطر اول له دوی د مرګ غوښتنه کوي خو بيا وروسته دې ته مجبوريږي چې ځان په سيند لاهو کړي او د وجود غوښې يې د ماهيانو خوراک شي.

د کونډې جينۍ په کيسه کې د کرکټرونو ژبه

مخکې مو د کرکټر د ژبې په اړه خبرې کړې وې، چې لومړی د کيسې او بيا په کيسه کې د کرکټر ژبه بايد داسې وي چې د هغه ژبې ټول لوستوال ورباندې وپوهېږي.

د ((کونډې جينۍ)) ليکوال د خېبر پښتونخوا اوسيدونکی دی خو د کيسې ژبه يې عاميانه، هر څوک ورباندې پوهېږي.

د کيسې د ژبې ترڅنګ يې هر کرکټر د خپلې څېرې، شخصيت او حرکت سره سم غږولی دی.

مرجانه چې د مرغۍ خواښې ده، کله چې خبرې کوي زموږ سترګو ته يوه ظالمه او بې رحمه خواښې دريږي:

((خبرداره چې بيا ماته ابۍ ونه وايي، ګنې ژبه به دې له کومې نه راوباسم، اور دې پورې شي په داسې کور چې تا غوندې نوغې پکې زرغونېږي، د داسې مېندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا پشانې توتکه ترې نه پيدا کيږي.))

پورته خبرې چې د مرغۍ د خواښې له خولې راووځي، دغه خواښې خپله په کيسه کې يو فرعي کرکټر دی، د مرجانې په خبرو موږ ته د يوې ظالمې خواښې رښتيني خواښې څېره انځوريږي، دلته خواښې د پښتنې ټولنې د بېسواده ښځو پشان عاميانه خبرې کوي، خواښې نه د کومې ډاکټرې په څېر خبرې کوي او نه هم د کومې ښوونکې پشان، نو ځکه ليکوال دغه کرکټر کښنه او د کرکټر ژبه بريالۍ ده او موږ ته يو ژوندۍ صحنه انځوريږي.

د کونډې جينۍ خسر چې په کيسه کې بل فرعي کرکټر دی، هغه هم د خپلې سويي سره کښل شوی دی او ژبه يې هم دده سره ښايي، کلی چې نوموړی خبرې کوي کټ مټ مو يو بې رحمه  او ناپوهه سپين ږيری مخته مخته کيږي.

ګل محمد خان چې کور ته ننوت، د راتلو سره يې خوله ورباندې وسپړله:

ــ ستا ملا ولې ماته ده. ډيوه کې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې.

پاڅه لاس وينځونی راواخله.

کله چې دغه کيسه کې مرکزي کرکټر مرغۍ د خپل خسر لخوا وهل کيږي، نو بدمرغه مرغۍ په زوره زوره چغې وهي: (( بابا مړه شوم، د خدای ج د پاره رسول ته وګوره… خپله پلاره… خپلې مورې.. يا کاکا صاحب.. راورسېږې!!))

د مرغۍ له خولې دغه راوتلې چغې او خبرې په رښتيني ډول موږ ته د يوې بې وسې پېغلې څېره انځوروي، او دا کمال ټول د ژبې دی چې هر کرکټر د خپلې سويي، خپل رواني حالت سره سم غږېدلی دی.

بله  مهم کار چې دغه کيسه کې ورته پام شوی دی لهجه ده. موږ د کرکټر په ژبه کې دا هم ويلي و چې لهجه باندې کرکټر رښتينی کيږي، کيسه واقيعت ته رسوي.

د کونډې جينۍ په کيسه کې به څو ګړدوديزې بېلګې راوړ:

د خواښې له خولې: (( ژړا دې ميراته شه، په ژړا باندې خلک ويروې، يوه پولۍ خبره وشوه.))

د مرغۍ له خولې: (( ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دوړوې؟))

پورته دوه بېلګې مو د کرکټرونو له خولې راوړې، يو مرکزي کرکټر او بل فرعي، لومړۍ بېلګه کې ((ميراته شه)) په خېبر پښتونخوا کې مروجه اصطلاح ده، چې په لوی کندهار کې يې د دغه  اصطلاح پر ځای ((ملا دې ماته سه)) کاريږي. دواړه عام فهمه دي.

دويمه بېلګه کې د ((ابۍ)) کلمه او ((مالګې دوړول))، دغه دواړې کلمې په خېبر پښتونخوا او د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې کارول کيږي. (( ابۍ)) عموماً مور ته ويل کيږي او يا هم هغه ښځې ته ويل کيږي چې يو څوک پرې د مور خيال کوي.

دويمه اصطلاح ((مالګې دوړول))، دغه اصطلاح هم هلته مروجه ده، يو چاته زوړ غم وريادول، يا داسې کار چې غم پرې تازه کيږي، داسې خبره چې تېر شوی غم يې پرې مخته مخته کيږي او په ټوله کې هغه پېښې چې زړه پرې دردېدلی وي او د يوې خبرې له امله يې چې څوک يې ورته کوي دغه پېښې ورياديږي او زړه يې پرې زخمي کيږي نو بيا ورته وايي، ((په زخمونو مې مالګې مه دوړوه)).

پورته ګړدوديزې بېلګې وې چې تر دې دمه مو د کرکټرونو له خولو واورېدې او کيسه پرې رښتيني شوه.

د ګل محمد له خولې: (( کم اصلې، د راز محمد پليت نوغې زه به اوس په تا اور بل کړم.))

خپله مرکزي کرکټر مرغۍ چې د کيسې په وروستيو کې خپل خدای ج ته ګيله کوي، نو د ليکوال لخوا داسې غږول شوې ده چې لوستونکی داسې محسوسوي چې زما د سترګو پر وړاندې يوه نجلۍ ولاړه ده او خبرې کوي:

((اې زما لويه خدايه! زما د بدنصيبې خو اوس د مور په غېږ کې هم ځای نشته، زه اوس سپېره بلله کېږم او بې برخې. خسرګنۍ که مې بېګانه خلک و، د هغو نه خو ګېله نشته، ملګر نن په خپل کور کې بدپاله اوسپېره وبلله شوم.  افسوس خدايه چې ښځې دې ولې پيدا کولې، خدايه تا خو داسې نه دي ويلي او نه ستا رسول ص داسې ويلي دي، دا پښتانه ځانونه مسلمانا بولي دوی ولې داسې کوي؟))

د کونډې جينۍ په کيسه کې مکالمه:
د کيسې پيل چې مخکې مو وويل حرکت پکې دی، هغه هم په دې خاطر چې په مکالمه پيل شوې، خواښې خپلې نږور ته وايي:
_تورې بلا! زما د ګل په شان زوى دې وڅاټه اوس مولاشر موې بېل…
راحت زاخيلي د کونډې جينۍ په کيسه کې يو بل کمال هم کړی دی، دوه کرکټرونه پرلپسې نه غږوي، د يو له خولې خبرې راوباسي، بيا د دوی انځور راکړي، بيا د بل کرکټر له خولې خبرې وباسي:
لکه لاندې بېلګه:
_ مورې نور وهل نشم زغملاى، ښه اخر زما ګناه خطا خو را وښيه هسې مې وهې ولې ؟
  پښتنه جينۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه كول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا دمرغۍ يوه داسې ګناه ده چې  د بخښلووړ نه وه. د مرجانې ټټر باندې اور ولګيده ژبه يې وويسته ټول كور مالت يې په سر واخيسته  :
_ درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرې وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ورورسيده ته  به وايې په تورو مې كړمه كړه، چې داسې دګل غوټۍ وې نو مور او پلار واده كولې څه دپاره؟
پورته بېلګه کې وينو چې لومړی مرغۍ خبرې کوي، بيا ليکوال د دوهم کرکټر مرجانې رواني څېره راته انځوروي او وروسته يې له خولې خبره باسي، زما په اند دا هم په مکالمه کې يو بريالی کار کېدی شي.
لاندې بېلګه کې د کونډې جينۍ مور او پلار د مرغۍ پر وړاندې خبرې کوي او مکالمه په ډېر هنر کښل شوې ده، ژبې او لهجې ته پکې پام شوی دی او د دوی ژوندی تصوير موږ ته راکوي:
_ ستا ملا ولې ماته ده؟ ډيوه كې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې پاڅه لاس وينځونى را واخله.
مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ كې شوه او ويې ويل:
_ دې ته څه  مه وايه دا د محل راڼۍ پرې ده چې خوب وكړي كه ستا څه  كار وي نو زه به يې كوم.
دومره ساعت كې مرغۍ كوزه او لاس وينځونى لاس كې خسر ته ورغله.
مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه ،چې دهغې په سترګويې توره شپه کړه.مرجانې ووې:
_بس بس موږ وبخښه د خپل خاوند خدمت به زه پخپله كوم ته ځه پالنګ كې ويده شه ته راڼۍ يې.
مرغۍ د اوښكو ډكې سترګې ورته را واړولې او ويې ويل:
_ ابۍ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه كېږي.
مرجانې پرې لرګې را اوچت كړ:
_ته بيا ماسره خبرې كوې؟وګورئ خلقه ما دې سره څه كړې دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما كه تش دومره ووې  لورې دا كار د سيالانو نه دى ته كونډه يې داسې مه كوه نو مابده خبره كړې، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندى تريو نيولى دى او ژبه يې راباندې ايستلې ده،  بيا يې هم لا ارمان پاتې دى؟
په ټوله کې د کونډې جينۍ په کيسه کې په زړه پورې مکالمه کښل شوې ده، او د دوی رښتينی انځور موږ ته راکوي.

* محب، محب الرحمن، په ډرامه کې کرکټر کښنه، ۴۰، ۴۱ مخونه

-
بېرته شاته