(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ضد روانه جګړه او د سیمې راتلونکي

[18.Jul.2015 - 15:02]

لیک: احمدجان تڼی

دا څوارلس کاله کیږي چی په افغانستان کی د پښتنو په ضد د تروریستانو او یا طالبانو تر نوم لاندې جګړه د کابل په اداره کی متعصبو کړیو او د بهرنیو پوځونو له خوا مخته بیول کیږی. ددی جګړې شاته پنجاپ او تهران هم ولاړ دي.
په داسی حال کی چی د بهرنی او کورني تروریزم اصلی قربانیان پښتانه دي .کورنی تروریستی ډلې عبارت دی د هغو کسانو څخه چی هم د کابل په اداره کی د پوره واک خاوندان دی او هم په ټولنه کی ترور او ویره خپروي او هم د تروریزم تر نوم لاندې هڅه کوي چی خپلو پاشیستی موخو ته ځانونه ورسوي.
د افغانستان په کندز ولایت کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه ده. په دی جګړه کې د پنجاپ له خوا را لیږل شوی بهرنی ( تاجکی ، ازبک ، چیچین ...)جنګیالی ، د کابل په اداره پورې تړلی متعصبه او په جنایتونو تورنې ملیشاوې ، د کابل ادارې متعصبی ملیشایی ځواکونه ښکیل دي.
په دی تیرو څو میاشتو کی په زرګونو د کندز پښتانه په بی رحمانه توګه د پورتنیو ځواکونو له خوا وژل شوی او دا بهیر روان دی همدارنګه په لسګونو زره کورنی د خپلو کورنو څخه بی ځایه شوی او هڅه کیږی چی دا کورنی بیرته خپلو سیمو ته ونه ګرځي.
په کندز کې ځانګړي تروریستی ډلې ګمارل شوی دی چی پښتانه هلته ترور کړی او یا یی وځوروی. د ډیرو په ګومان د ا تروریستی ډلې د دولتی کړیو سره اړیکی لری. تر اوسه ددی ډلو له خوا په سلګونو پښتانه په کندز کی ترور شوی دی او دا لړۍ روانه ده.
په کندز کې د پښتنو ضد جګړه د طالبانو په نسکوریدو سره پیل او د ښاغلی حامد کرزی په واکمنی کی یی په ډير شدت سره دوام وکړ او اوس دا جګړه یوه نوي پړاو ته ننوتي ده.
د کندز اداره ، د ښاغلي حامد کرزی مرکزی حکومت او د کابل اوسنی اداره چی د متعصبو او پښتون دښمنه کړیو په اشارو سره کار کوي او هیڅکله په دی لټه کی نه ده چی د سیمې اوسیدونکی پښتانه ددی ناورین څخه وژغورل شی.
په بغلان کی هم بهرنی جنګیالی ( تاجکی ، ازبک ، چیچین ...) چی د پنجاب له خوا سمبال او د پښتنو سیمو د ځپلو د پاره را استول شوی دی په پښتنی سیمو باندی بریدونه کوي او هم ددی په اړخ په کابل پوری تړلی جنایتکاره ملیشاوی او بانډونه د پښتنو په کورونو او مینو باندی بریدونه کوي په بغلان کی د پښتنو ژوند د ګواښ سره مخامخ او یوه لویه تراژیدی را منځته کیدونکی ده.
په تیرو څوارلسو کلونو کی په بغلان کی د پښتنو د ځپلو او یا د هغو د بی ځایه کولو د پاره څو وارې پلانونه ترتیب اوعملی شوی دی چی د هغه له امله زیات شمیر پښتنو خپلی سیمې پریښی دی.
په فاریاب کی هم بهرنی ( تاجک ، ازبک ، چیچین...) د کورنیو جنګیالو سره د پښتنو په کلیو بریدونه پیل کړی دی او لدی لاری یی د پښتنو سیمه ایزو خلکو ته زیات زیانونه رسولی دی. همدارانګه جنرال دوستم په دولت کی د ملاتړو کوماندانانو او سیمه ایزو ملیشاو په مرسته جنګی او تبلیغاتی مانورونه پیل کړي دی خلک داسی فکر کوي چی هغه غواړی په فاریاب کی په پښتنی سیمو بریدونه وکړي.
په تخار کی هم ورته وضع ده هلته هم بهرنی جنګیالی هڅه کوی چی د پښتنو کلی او سیمی تر ګواښ لاندی ونیسی. په تخار کی تر اوسه د پښتنو یو شمیر کورنۍ په دی بریالی شوی نه دی چی به خپلو جایدادونو باندې واړوي.
د تخار اداره په دی تیرو څوارلس کلونو کی د متعصبو کړیو په لاس کی وه او ده چی تر ننه په هغه ولایت کې د پښتنو د ځپلو او بی ځایه کولو پلانونه عملی کوي.
باید وویل شی چی د کابل اداره د بهرنیو جنګیانو ( تاجک ، ازبک ، چیچین ...) په وړاندی کوم جنګی پلان نه ترتیب کوي او نه د هغوی په ضد عملیات مخته بیایی دا جنګیالی بی ددی څخه چی د کابل د اداری له خوا ورته کوم ګواښ پیدا شی د ډیورینډ د کرښی را واوښتل او د هیواد په مختلفو سیمو کی چی مخکی څخه ورته د پنجاپ له خوا په نښه شوي وې ځای په ځای شول.
بهرنی جنګیالی چی د پنجاپ له خوا په درندو وسلو سره سمبال او جنګی روزنه یی تر لاسه کړی ده د خوځنده ځواکونو په توګه هر چیری چی د پښتنو کلی او مېنې ودانې دي هلته بریدونه کوي.
په ننګرهار کی د پنجاپ څخه یوه بله ډله هم را را صادر شوی ده دا ډله په منظمه توګه د خلکو سرونه غوڅوي ، خلک وژنی ، کورونه یی سوځوي .مګر د کابل اداره ددی جنایتونو سیل او ننداره کوي او ښایی زیات شمیر لوړ پوړي چارواکی ترې خوند هم واخلي.
د ډیرو په ګومان دا ډله د پنجاپ په پوځ پورې تړلي کوماندو سرتیری دی چی د سترو پښتنی قومونو ( شینوارو ، مومندو ، خوګیاڼیو ...) روحیه وژنی .
بدخشان خو په تیرو دیرشو کلونو کی د پښتنو د وجود څخه د متعصبو پاشیستی تنظیمونو له خوا پاک شوی دی او اوس ګوتی په شمار پښتنی کورنی هلته پاتی دی.
یو شمیر په پرادیو پورې تړلی کړۍ هڅه کوي چی د هیواد مرکزی برخې د نورو توکمونو څخه پاکې کړي او دوی په دی توانیدلی دی چی دولتی واک په خپلو لاسونو کې ونیسي.
اوس د متعصبو کړیو یو مشر ادعا کړیده چی په مرکزی سیمو کی خلک باید وسلوال کړل شی که دولت دا کار نه کوی دوی اړ دی چی د مرکزی سیمو د خلکو د وسله وال کیدو د پاره بله سرچینه ولټوي.
دا چی نوموړی ددی غیرقانونی ملیشاو په څنګ کی غواړی خپل خلک وسله وال کړی د دی څخه د ده موخه کومه ده ؟ ښایی دده موخه په راتلونکی کی د افغانستان څخه ددی سیمې جلا کولو د پاره دا دده په نظر دوهم ګام وي.
خو د یوه توکم وسله وال کول ، د بل توکم او یا د دولت په وړاندی ښایی ډیرې خطرناکی پایلې ولري او کیدای شی وسله وال شوی توکم تر ټولو زیات زیان وویني.
د ویلو وړ ده چی د مرکزی افغانستان نږدی دریمه برخه ځمکی د پښتنی کوچیانو قباله ایی ځمکی دی خو د حامدکرزی په حاکمیت کی په بشبړه توګه هڅه وشوه چی پښتانه کوچیان هم خپلو سیمو ته ولاړ نشی . د دوی ځمکی هم غصب شوی دی او کوچیان نه پریښودل کیږی چی مرکزی سیمو ته ولاړ شی.
حامدکرزی د عامه ذهنیت د دوکه کولو د پاره یو شمیر کمیسیونونه ددی موضوع د پاره وټاکل مګر دی کمیسیونو ونه کولی شول ددی موضوع د اوارولو د باره حتی لومړنی ګامونه بورته کړی .
داسی ښکاری چی هلته متعصبو ډلو یوه نیمه خپلواکه سیمه را منځته کړي ده چی د هغه د ساتلو د پآره یی ملیشایی سرحدي ملیشاوی رامنځته کړي دي.
د پښتنو کوچیان هیڅکله خپلو جایدادونو ته په مرکزی سیمو کی نه شی تللی دا ځکه چی د دوی په لاره کی په متعصب او پاشیستی ډلو پورې تړلی ملیشاوې ځای په ځای شوي دي.
د حامد کرزی اداري په ټول قوت سره هڅه وکړه چی د کوچیانو غګ چوپ کړی د خلکو به قول د حامد کرزی اداری د کوچیانو په یو شمیر فاسدو مشرانو باندی په زیات مقدار سره روپۍ وویشلې تر څو له دی لاری د پښتنو کوچیانو د ځمکو غصب دایمی کړي.
دا ملیشاوي د پښتنو کوچیانو په وړاندی د هر ډول جرم او جنایت څخه ډډه نه کوي.
په ارزګان کی هم د پښتنو ځورول روان دی په نوموړی ولایت کی په دولت پوری تړلی ملیشایی ډلې د یو سل او پنځوس په شاوخوا کې پښتانه وژلی دی . نوموړو ملیشاو په لسګونو د پښتنو کلي سوځولی او خلک یی ربړولي دي.
لنډه دا چي ټولې هغه ډلې چی ځانونه په ښکاره د هزاره ، تاجک او ازبک دا توکمونو د ګټو ساتونکی بولی او ددی ډلو مشران د نوموړو ډلو تر نوم لاندی سیاسی امتیازات تر لاسه کوي ، په ټول افغانستان کې د پښتنو ضد اجنداوي مخته بیایی.
همدارنګه همدې پورتنیو ډلو په تیرو څوارلس کلونو کې د هیواد اساسی واګې په لاس کې درلودې او اوس هم د پوره ځواک څخه برخمنی دي.
په سیاسی او اداری توګه هم پښتانه په واک کی څنګ ته شوی دی. په پارلمان کی پښتني سیمو ته لکه څنګه چې ښایی په اولسی جرګه کې استازیتوب نه دی ورکړل شوی.یا په بله مانا په اولسی جرګه کې د پښتنو استازیتوب د نیمایی څخه هم راټیټ شوی دی.
دا ځکه چی د کابل اداری هڅه کړی ده چی د پښتنو سیمو څخه استازی په اولسی جرګه کې ( د پښتنو د واقعی نفوس له مخې ) دریمې برخې ته راټیټ او د نورو توکمونو اوسیدونکو نفوس د تناسب څخه دوه وارې زیاتی څوکۍ ورکړل شوی دي.
په کابینه کی هم ورته چلند کیږي . په کابینه کی پښتنو ته د دوی د شته والی په تناسب د نیمایی څخه هم کمی څوکۍ ورکول کیږي.
دا اوس په بشپړه توګه ښکاره ده چی د حامد کرزی د حاکمیت څخه تر ننه پوری د کابل د اداری اجندا د پښتنو ځپل ، سټول، د پرمختګ او تعلیم څخه محروم ساتل ، په سیاسی ډګر کی د هغوی د حقوقو سلبول دي.
باید ووایو چی په تیرو څوارلس کلونو کی په لسګونو زره بیګناه پښتانه ( د تروریست او طالب په تور) بندی کړل شوی او په دې ډول په زرګونو کورنۍ کړول شوي دی او د ځینی کسانو په وینا دا ډول بیګناه کسان تر اوسه په زندانونو کی د کړاوه ډک ژوند تیروي. چی دا د پښتنو ضد جګړی یو بل مخ تشکیلوي.
که د یوې خوا په دولت کی واکمنې پاشیستی کړۍ د پښتنو په وړاندی پراخه جګړه مخته بیایی او هڅه کوي چی په ټول افغانستان کی پښتانه وځپل شی کمزوری شی او حتی سټ کړل شی، نو بلې خوا خوا ته په تیرو څوارلس کلونو کی د کابل اداری وسله وال مخالفینو هم د پښتنو سیمې د جګړو ډګر ګرځولی دی.
دا ډلی یوازی په پښتنو سیمو کی ځان پټوي او په پښتنو سیمو کی په دولتی پوستو او بهرنیانو باندی بریدونه کوي دوی هیڅکله د هزاره ګانو او تاجکانو په سیمو کی په دولتی ادارو او یا امنیتی او بهرنیو ځواکونو باندی بریدونه نه کوي.
د دوی دا ډول جنګی تاکتیک یوازی د پښتنو په زیان تمام شوی دی او تمامیږی یوازی د روژې په مبارکه میاشت کی په زرګونو بیګناه پښتانه په وینو ولمبول شول او دا بهیر روان دی.
په دی ډول د پښتنو مشرانو د وژلو لړۍ د پخوا په شان روانه ده ، په دی وروستیو ورځو کی د میدان وردګو د جلریز په سیمه کی یو د سرور احمدزی په نوم پښتون مشر د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
د تیرو څوارلسو کلونو را پدې خوا نږدې دوه زره پښتانه مشران او کدرونه په منظمه توګه په شهادت رسول شوی دی که د کابل همدا متعصبه کړۍ واکمنی وي د پښتنو د مشرانو وژلو او د خلکو تباه کول به دوام ولری او د دوی جایدادونه به غصب کیږی.
د پښتنو په وړاندی په دی منظمه جګړه باندی د کابل پښتانه چارواکی تل چوپ پاتی او هیڅکله یی د دی تراژیدی د پای ته رسولو د پاره کوم عملی ګام پورته کړی نه دی.
د پښتنو ضد جګړه اوس نه ده پیل شوی بلکی دا څو لسیزی کیږی چی دا جګړه روانه ده دا جګړه هغه مهال بربنډه شوه چی د کابل په واټونو او کوڅو کی به په متعصبو کړیو پورې تړلو وسله والو (( قورت )) د ځانه سره ګرځاوه تر څو معلوم کړی چی څوک پښتون دی او ووژل شی. پښتانه (( قوروت )) ته (( کورت )) وایی.
او یا لکه چی په کابل مزار او یا نورو ښارونو کی وسله وال ګرځیدل چی (( خانه افغان کجا است؟)).
پورتنیو متعصبو ملیشایی تنظیمونو د پښتون د وژلو د پاره ځانګړي ډلې د ( افغان کش) په نوم رامنځته کړي وې او س هم ورته ډلې فعالی دي.
په افغانستان کې په ډله ایزو مړستونونو کې نږدې پنځه نوي سلنه مړي د پښتنو دي. او دا زیاتره مړستونونه د متعصبو پاشیستی پښتنو ضد کړیو له خوا د هیواد په مختلفو برخو کې رامنځته شوي دي.
یو ټکی د یادولو وړ دی چی متعصبې او پاشیستی کړۍ چی هڅه کوي د قومی سیاستونو په مخته بیولو سره واک په خپل لاس کی وساتی ، تر ډیره بریده په دی بریالی شوی دی چې په اړونده توکمونو پورې تړلو زیاتو خلکو په منځ کی پښتنی ضد احساسات را منځته کړي .
باید ووایو په تیرو څلویښتو کلونو کی د متعصبو پاشیستی کړیو له خوا د توکم ، ژبې او مذهب تر چتر لاندی سیاستونه مخته بیول شوی او یا تر اوسه مخته بیول کیږي. دا سیاستونه په عمده ډول د هغه کړیو له خوا مخته بیول کیږی چی د سیاسی امتیازاتو او واک د تر لاسه کولو د پاره ځانونه د هزاره ، تاجک او ترک ، ګټو ساتونکي بولي.
دا ډول سیاستونه نه یوازی د افغانستان ملی یووالی او د افغاستان شتوالی د ګواښ سره مخامخ کوي بلکی په خپله نوموړو توکمونو ته هم زیان رسوي.
د پښتنو په وړاندی جګړه په موجوده افغانستان کی محدوده پاتي شوي نه ده ، بلکی دا جګړه د ډیورینډ د کرښې ها خوا د پنجاپ له خوا د پښتنو په ضد په ډیره وحشیانه توګه روانه ده.
په لسګونو زره بیګناه خلک په شمالی وزیرستان ، اورکزی ایجنسی، خیبر ایجنسی ، مومند ایجنسی ، باجوړ او نورو سیمو کی د پنجاپ د وحشی پوځ له خوا په ډیره وحشیانه توګه وژل شوی دی او دا بهیر روان دی .
اوس مهال په میلیونو پښتانه د ډیورینډ هاخوا خپلو کورونو او سیمو پریښودو ته اړ شوی دی او د بی ځایه توب د کړاوه ډک ژوند تیروي.
د پښتنو د نوموړي کړاوه ډک ژوند په هکله پښتانه سیاستوال په بشپړه توګه چوپ پاتی او په دی ډول یی د پنجاپ استعماری نظام سره د پښتنو په ځپلو کی مرسته کړیده.
د ډیورینډ د کرښی ها خوا پښتنو په وړاندی جګړه چی قومي اړخ لری ، پښتانه اړ کړیدی چی د پنجاپی پوځ په وړاندې په وسله وال مقاومت لاس پورې کړي او د خپلی ازادی د تر لاسه کولو د پاره مبارزه وکړي.
پښتانه که څه هم نږدی څلویښت کاله کیږی چی د هری خوا د بریدونو ، تیریو سره مخامخ دی مګر تر اوسه یی د ځانه د دفاع له پاره نه دی را دانګلی . چی دا ددی سبب شوی دی چی په میلیونو پښتانه ووژل شی او تباه شی.
ددی له پاره چی پښتانه ځان د روان ناورین وژغوری اړه ده چی یو داسی مشرتوب را منځته کړی چی ټول پښتانه د هغه شاوخوا راټول شی او د خپلو دښمنانو په وړاندی لازم ګامونه پورته کړي.
پښتانه حق لری چی په سوله او امن کی ژوند وکړی، پښتانه حق لری چی د نړی د نورو اولسونو په شان یوخپلواک مستقل او متحد هیواد ولری هغه هیواد چی ټول اولس په کی متحد واوسی.
دا هیواد د پښتونخوا هغه هیواد دی چی لوی احمدشاه بابا د هغه د ښکلو غرونو په سرونو نازیده.
له دی امله پښتانه اړ دی چی هر چیری چی وي د خپله ځانه ساتنه وکړي او ټولی هغه توطیی چی د دوی په وړاندی را منځته کیږی په ډير مهارت سره شنډی کړي.
د لوی احمدشاهي هیواد ( پښتونخوا ) جوړیدل کوم خوب نه دی بلکی د اوسنیو سیمه ایز او نړیوالو شرایطو کلکه غوښتنه ده . پښتانه کولی شی د لوی څښتن په مرسته دا هیواد بیرته ژوندی کړي.
د پښتنو په وړاندی اوسنی روانې جګړی نه شی کولی د احمدشاهی ( پښتونخوا) هیواد د جوړیدو په لاره خنډونه را پیدا کړی دا هیواد جوړیدونکی دی دا د تاریخ حکم دی.
د احمدشاهی ( پښتونخوا ) هیواد د جوړیدو په صورت کی به پنجاپی استعماری نظام ړنګ، په کابل کی به د متعصبو کړیو واک ختم او ایران به د تجزیی خواته روان وي.

-
بېرته شاته