(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خدائي خدمتګار تحريک کښې د َ قلم د َ دنيا خلق

[14.Jul.2015 - 18:31]

لیک : رحمت شاه سايل

هسې خو د َ پير روښان د َ تحريک سره د َ وابسته شاعرانو اديبانو نه چې مونږ ته کومه ادبي خزانه په ګوتو راغلې ده، د َ دې د َ قدر و قيمت اندازه مونږ ځکه نۀ شو لګولے چې کۀ يو طرف ته د َ پښتنو د َ فوکلور يو خپل انداز او خوند رنګ د َ ټول اولس په رګ رګ کښې شيرينۍ خورولې او د َ ژبې د َ خوږو سره يې اشنا کول، نو بل طرف ته د َ دغه دور شاعرۍ مونږ د َ شعر د َ يو داسې معيار سره په وړومبي ځل اشنا کولو چې تر اوسه اوسه ورسره مونږ بلد نۀ وو، دغه معيار کۀ يو طرف ته د َ صنف د َ لحاظه د َ "مشرق" د َ مترقي او مروجه شاعرۍ يوه اهمه نمونه وه، نو بل طرف ته د َ مضمون او خيال د َ لحاظه هم، هغې زمونږ تفکراتو ته يوه داسې بې قراره حېراني بخښله چې مونږه يې د َ فکري او روماني او روحاني انداز تکلم سره اشنا کولو، دغسې دغه اصناف او خيالات او تفکرات چې د َ خوشحال خټک تر وخته راورسېدل نو په هغې کښې د َ هغه خپلې شاعرۍ داسې د َ فکر و خيال عمل او جدوجهد اضافې وکړې چې مونږه يې په حقيقت کښې ژوند ژواک طرف ته راوبللو او د َ دغو دواړو دورونو دغه ادبي خزانې کۀ مونږه يې په صحيح طريقه د َ پېژندنې جوګه هم نۀ وو خو زمونږ د َ فکر و عمل د َ افکارو خزانې ضرور وې، دغه داسې خزانې وې، چې تر اوسه اوسه يې مونږ د َ پوره راسپړدلو توان نۀ دے لرلے، خو مونږه کم از کم اوس د َ دې دعوې جوګه شوي يو چې مونږ دې خپلې دغه خزانې، خپلې خزانې وګڼو، د َ دې دوؤ دورونو نه چې راواوړو او د َ باچاخان دور ته راورسوو، نو دا دور کۀ هر څو يو تکليف ده دور دے، خو د َ پښتنو دپاره بختور دور په دې معنو کښې دے چې په هم دې دور کښې پښتون دَ يو قام په حېثيت په دې پوهېږي چې دۀ له خدائے پاک څۀ ورکړي دي، نو دے لګيادے په هغې د َ خپلې دعوې خبره کوي، دا خاوره زمونږه ده، د َ دې دعوې د َ ثابتولو دپاره پښتنو له خدائے پاک د َ باچاخان غوندې رهنما ورکړے دے او هغۀ له خدائے پاک او خپل کار او عمل داسې داسې ملګري ورکړي دي چې دهغوي دعوه په مسلسل ډول دا ده، د َ هغوي سره هېڅوک عدالت او انصاف نۀ کوي خو د َ هغوي په دعوه کښې يو درد، يو سوز، يو اور دے او د َ يو داسې ارمان اظهار کوي، چې خلق ډېرېږي او چې کله ازادي راشي، سکول جوړ شي، کالج راشي، يونيورسټي راشي نو د َ تفکراتو په مېدان کښې خلق دخاورې د َ دعوې سره سره د َ دې هم جوګه شي، چې وايي، دا دورزما ؤ، هغه دور زما ؤ، د َ دې دور ادبي خزانې زما دي، د َ هغې دور ادبي يخزانې زما وې، دخزانو د َ لټون دپاره د َ تحقيق مېدان ګرم شو، جوړ شو او دغه قسمه خزانې خلقو خپلې کړې، دا ټول د َ باچاخان او د َ هغۀ د َ ملګرو خدائي خدمتګارو برکت ؤ، د َ باچاخان تحريک د َ پولو او پټو نه د َ شعر د َ تخليقاتو سره وابسته خلق راپاڅول، ان چې په دې کښې زنانه تخليق کارانې هم راشاملې شوې، خلق د َ خپل تحريک سره وابسته کېدل، د َ خپلې خاورې د َ ازادۍ سره وابسته کېدل او دَ يوې نوې داسې ورورولۍ سره وابسته کېدل، د َ کومې ورورولۍ نه چې د َ سبا دپاره يو قوم جوړېدۀ ممکن کېدے شو او دا نن چې د َ پښتو شاعرۍ او پښتو نثر کوم شکل و صورت دې، دا د َ باچاخان د َ تحريک سره د َ وابسته لويو لويو شاعرانو اديبانو برکت دے، نن په شلګونو خلقو په پښتو کښې پي اېچ ډي دګرۍ حاصلې کړې او لګيا دي حاصلوي يې، د َ تحقيق دغه عمل شروع دے.

پښتون د َ قام حېثيت لري، پښتانۀ اوس خپل سياسي تنظيم لري، ادبي تنظيمونه لري، ژبه يې سکولونو کالجونو ته رسېږي او شايد چې سبا له به د َ دفتر ژبه هم وي او مقتدره ژبه به هم ګنلے کېږي. د َ خوشحال خټک غوندې قادر الکلام شاعر او په هره موضوع ويونکے شاعر هم چې د َ کومې موضوع په بيان کښې پاتې راغلے ؤ، يا دغه سوال ترې پاتې شوے ؤ، يا د َ هغۀ زمانه د َ دغه قسمه سوال پېداکېدو زمانه نۀ وه، صرف د َ پښتون د َ بېدارولو زمانه وه، نو په دې زمانه کښې د َ باچاخان د َ تحريک نه د َ پېدا شوي ادبي قوت او توان دې سرزورۍ ته فکر د َ راوړلو دے چې حمزه صېب دغه سوال کېښودو، چې:

"زنځير چې د َ نړۍ د َ اخوت جوړېدو

ما غږ کۀ د َ پښتون پکښې کړۍ کومه ده"

او د َ دې قسم نور ډېر سوالونه مېنځ ته راغله، ژبې نۀ يوازې مونږ ته د َ دغې شعور دپاره د َ تفکر بخښلو توان راکړو، بلکې مونږ اوس لګيا يو، د َ خپلې جالې جوړولو دپاره، د َ ژوند ژواک د َ ونې د َ هرې څانګې نه ډکي راټولوو او خپله جاله جوړوو، زمونږ د َ نن شعر او نن نثر معيارونه نۀ يوازې زمونږ د َ خپلو تېرو دورونو نه ډېر بدل او بل شان دي، بلکې د َ نننۍ دنيا د َ معيارونو سيالي کولے شي.دَ باچاخان د َ دور د َ شاعرانو او اديبانو سره اکثر داسې شوي دي، چې ډېر تخليقات ورک شوي، ضايع شوي، يا سوزولے شوي دي، څۀ په ناپوهتيا کښې او څۀ د َ بچ کولو د َ خاطره. اجمل خټک وايي چې په ما پسې د َ پوليسو د َ راتلو د َ اواز سره، زما مور زماکاغذونه تنور ته واچول، د َ صوابۍ يو هلک ماله څۀ کاغذونه راوړل، دا د َ صوابۍ د َ يو شاعر کاغذونه وو، هغه د َ خپلې ګرفتارۍ نه مخکښې مخکښې د َ يو خپلوان کره سمبال کړي وو او بيا ترې هېر وو، دغسې به د َ څومره خلقو سره شوي وي، د َ دغې دور شاعرانو اديبانو کۀ يو طرف ته د َ تخليقاتو بوج په سر وړے دے، نو بل طرف ته يې د َ هغې د َ ورکېدو ضايع کېدو او سوزېدو د َ ډېر دروند بوج سره سره د َ فزيکي د َ بدو رو، وهلو او ټکولو بوجونه هم په سر وړي دي، هسې خو مونږ هره ورځ اخبارونه ګورو، کال تېر شي کال راشي، مونږ پکښې د َ خپل تاريخ خپل ادب او خپل ثقافت رنګ او رڼا ونۀ وينو، هغه ورځ راته رحمت شاه قرېشي په فون د َ يو مضمون ووئيل، زۀ اخبارونه اکثر سمبالوم، د َ مشرق اخبار د َ سنډې ميګزين حواله يې راکړه، په واپسۍ مې په دېره بې قرارۍ دغه اخبار وکتو، پېدا مې کړو، تاريخ پرې ليکلے ؤو مشرق سنډې ميګزين ٨ جنوري ٢٠١٢ء عنوان يې ؤ "تين ګوهر ناياب" مضمون عبدالوسيم صاحب د َ پروفېسر ډاکټر خالد خان په حواله ليکلے دے.

ډاکټر خالد خان يو پښتون محقق د َ ے او چرته لندن ته تلے دے، په برتش لائبرېرۍ کښې يې لکه د َ مولانا عبدالقادر چې هغه د َ پير روښان کتاب هم د َ دغې لائبرېرۍ نه راوړے ؤ او اوس يې مونږ هر وخت مطالعه کولے شو، دغسې دے هم د َ امير نواز خان جليا صېب په درد نوم کتاب پسې ګرځېدو، ځکه چې د َ برټش لائبرېرۍ واکمنو د َ دې ځائے يا د َ نورو ملکونو ضبط شوي کتابونه د َ خلقو د َ مطالعې او نمايش دپاره اعلان کړي وو، ډاکټر صاحب د َ يو کتاب په ځائے درې کتابونه وموندل، د َ مضمون ليکونکے وايي چې د َ دې کتابونو او تحريرونو د َ لوستو نه پس سړي ته معلومه شي چې څۀ رنګ دې کتابونو زمونږ د َ ازادۍ په حصول کښې زمونږ مدد کړے دے، اوس ډاکټر صاحب د َ دغو کتابونو نقلونه راوړي دي او سرحد يونيورسټي لائبرېرۍ د َ ټېکسټ بُک بورډ لائبرېرۍ پښتو اکېډيمۍ پېښور لائبرېرۍ، کابل لائبرېرۍ ته يې حواله کړي دي، چې استاذان طالبعلمان، محققين او د َ ادب تاريخ او تحقيق سره د َ دلچسپۍ لرلو والو خلقو په کار راشي

ليکونکے د َ ډاکټر صاحب په حواله وايي چې د َ امير نواز خان جليا صېب کتاب (درد) چې يوه ډرامه وه، دا د َ امباډهېر شرر صاحب اتيا کاله مخکښې شائع کړے ؤ، په کتاب د َ تصنيف کال نشته خو دا د َ ١٩٣٠ء ١٩٣٢ء په مېنځ مېنځ کښې شايع شوے کتاب دے، د َ ادب په تاريخ کښې د َ دې کتاب نوم ؤ، خو کتاب موجود نۀ ؤ، دا يوازينۍ نسخه حکومت ضبط کړه او په برټش لائبرېرۍ کښې يې قېد کړه. د َ لائبرېرۍ مقصد خو دا وي، چې خلق دې پکښې د َ علم و ادب او تاريخ و ثقافت او قومونو اولسونو د َ ژوند ژواک مطالطعه وکړي، ځکه چې علم خو د َ انسان د َ هلو ځلو د َ نچوړ نوم وي خو په دې حواله مونږ برټش لائبرېري يوه جېل خانه هم ګڼلے شو او مونږ پښتانۀ بايد چې د َ خپلې ازادۍ د َ جنګ ګټلو دپاره په دې تخليقاتو فخر وکړو، ځکه چې دا نۀ يوازې زمونږ دجنګ ازادۍ دليلونه دي، بلکې داسې ژوندي ګواهان دي، چې مونږ په ډېر نوي ډول زېږوي هم او د َ قومونو په صف کښې مو هم ودروي، دوېمه ډرامه هم د َ يو کتاب په شکل کښې موجوده ده، نوم يې دے خدائي خدمتګار، د َ دې په سر ورق د َ يو خدائي خدمتګار تصوير هم دے او قيمت هم پرې درې آنې ليکلے شوے دے،داسې ښکاري چې دا ډرامه سټېج کړے شوې ده او دا تصوير د َ ډرامې د َ هيرو تصوير دے، دا فضل کريم ليکلې اوشايع کړې ده، په دې هم تاريخ نۀ دے ليکلے شوے خو دا هم په ١٩٣٢ کښې ضبط شوے کتاب دے، ليکونکے ليکي، چې نۀ تر اوسه د َ دې کتاب نوم چاته معلوم ؤ او نۀ مصنف چا پېژندو.

مضمون نګار وايي چې د َ دې تحرير ژبه ډېره ادبي ژبه ده، داسې معلومېږي چې دا کتاب د َ پرېس نه وړے شوے او ضبط شوے دے، دے دا هم وايي چې دا کتابونه د َ ١٩٨٥ء پورې د َ برټش لائبرېرۍ په کوم فهرست کښې درج نۀ ؤ، ځکه دا تر دغه وخته د َ ګمنامۍ په ګوټونو کښې پراتۀ وو، په ١٩٨٥ء کښې برټش لائبرېرۍ چې د َ هندوستان د َ مختلفو ژبو کوم ضبط شوي کتابونه، د َ فهرست په شکل راښکاره کول نو د َ دې کتابونو نومونه هم په دغه فهرست کښې شامل کړے شو.

درېم کتاب د َ ١٩٣٠ء واقعات دي، چې په پښتو کښې د َ يوې روزنامچې په شکل کښې ليکلے شوي دي، چې پکښې د َ ١٩٣٠ء د َ پېښور د َ واقعاتو د َ سترګو ليدلے حال بيان کړے دے، ليکونکے يو باشعوره ليکوال معلومېږي خو په کتاب د َ مصنف نوم نشته، په سنډې ميګزين کښې يې يو تصوير د َ باچاخان ورکړے دے، چې خدائي خدمتګارو سره ناست دے، يو تصوير د َ ډاکټر خالد خان دے، څوک چې د َ ضلع کرک د َ ټيري اوسېدونکے دے، ښه به دا وے چې ډاکټر خالد خان د َ دې يوه يوه کاپي د َ باچاخان د َ کتابتون دپاره هم رالېږلې وے خو دغه به د َ ګران ملګري احسان الله په حواله کوو، چې دغه کاپۍ حاصلې کړي او دې ته په دغه لويه لائبرېرۍ کښې يوه ځان له خانه ورکړي او دا پرې وليکي چې دا هغه پښتني افکار دي، چې د َ پښتنو د َ بېدارۍ په تور پېرنګيانو اتيا کاله قېد کړي وو او زمونږ يو پښتون محقق يې د َ رهايۍ سبب شو، چې دغسې دغه افکار، د َ خلقو زړونو او ذهنونو ته ورسي او د َ نوو محققينو د َ تحقيق دپاره په کار راشي، مونږ د َ ډاکټر خالد خان صاحب د َ ډ ېرې مننې سره سره د َ مضمون ليکونکي، عبدالوسيم هم ډېره مننه کوو، چې هغه دغه افکار د َ ضروري وضاحتونو سره پښتنو ته په مخکښې کېښودل. 

(مياشتنے پښتون، فروري ٢٠١٢‌)

-
بېرته شاته