(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ! لږ ځان ته وګورو

[14.Jul.2015 - 06:48]

لیک: نورمحمد ضیا

لس کاله پخوا به چې کوم هزاره یا تاجک درسره موټر کې راوخوت، دومره خوارې او ارزانې جامې به یې په تن وي، چې ځان به دې ورنه راټولولو چې ستا جامې خیرنې نه کړي، لیلامیو کې به یې د شلو روپو پتلون او لسو روپو جاکټ غاړه کې و، یا به یې سولیدلې او زړې جامې په تن وي، سر له پښو به یې په سلو روپو ځان پټ کړی و، او غریبۍ پسې به روان و، خو اوس چې کوم ټونس او بس کې هزاره راوخيژي، لږ تر لږه د زرو افغانیو جامې يې په تن وي، سمارټ فون او کتابونه به یې لاس کې وي، ښایسته خوشبويي به ترې خيژي، هغه وخت په ټول هزاره جات کې حتا په ډېری شمالي ولایتونو کې اکثره کورنیو لمده ډوډۍ نشوای خوړلی او په کور کې يې زر افغانۍ نه پیدا کېدې، خو اوس په متوسط ډول هره کورنۍ لږ تر لږه یو لک افغانۍ لري او ښایسته تشنابونه یې جوړ کړي هغې کې لامبې او خپل ژوند کوي. خو راشی دوی له پښتنو سره مقایسه کړی، اوس چې کوم پښتون درسره موټر کې را وخيژي خیرنې جامې به یې په تن وي او د خولو بوی به ترې راځي، سر له پښو به یې د سل دوه سوه افغانیو جامې په تن وي، زوړ موبایل به یې لاس کې وي، چې زنګ ورته راشي یا به د کوم بندي یا هم د کومې ټپي لیدو ته روان وي، جیب کې به یې سل روپۍ نه وي، څیره کې به یې فقر او غریبي له ورایه ښکاري، همدا نن ووځی کابل ښار کې ډیرانونو او خځلو کې پښتون ماشوم د خلکو پاتې شونې لټوي، د خلکو له کورونو خځلې راوباسي. تېرو دیارلسو کالو کې هره ورځ لږ تر لږه شل دریش پښتانه ځوانان وژل شوي دي، چې حساب يې کړې شمېرې یې لکونو ته رسیږي، همدومره تعداد کې کونډې یتیمان لرو، پدې لږ سوچ وکړی چې ددوی حالت به اوس څنګه وی، دا لویه ورځ به ورباندې څنګه تیریږي؟ که پښتنو سیمو ته سر ورښکاره کړې هلته کورنۍ د لمدې ډوډۍ پیسې نلري، په کلیوالو سیمو کې اکثره کورنۍ قرضداره دي، په یو بسته کلي کې داسې سړی نشته چې دوه لکه افغانۍ نقدې ولري، د ولایتونو له مرکزونو پرته په اکثره ولسوالیو کې د نجونو مکتبونه نشته، دغو کلو کې چې چا هر څومره خیرنې جامې اغوستې وي، هغه ته د ښه مسلمان په سترګه کتل کېږي، دا څه معمولي تفاوت ندی، موږ د نورو قومونو په ترقۍ او پرمختګ خفه نه یوو، خدای دې تر دې هم اباد او خوشاله لري، خو په یو ګل نه پسرلی کېږي، که پښتانه خراب وي دا نور قومونه هم ولاکه ښه ورځ ولري او دا افغانستان هم ولاکه وساتلی شو، پاتې شوه د لویه افغانستان باټې خو هسې هم ځای نه نیسي. خو د پښتون داسې کلی نشته چې هلته دې سپین ږیری، معلم او ډاکټر ترور شوی نه وي، داسې کلی نشته چې باګرام او پلچرخي کې دي بندي ونلري، داسې کلی نشته چې طالبانو کې کس ونلري، داسې کلی نشته چې تبلیغي، مدرسه يي او سلفي په کې ځاله نه وي جوړه کړي، کله چې د پښتنو کوم کلي ته ځي او خلکو سره دې کار وي او راټول يې کړي، ددوی ژیړ رنګونه، شلیدلې جامې، شلیدلې څپلۍ او خیرن لاسونه او چاودې پوندې چې ګورې لکه اصحاب کهف چې ته به وايي درې سوه کاله یې غار کې تېر کړي دي او تازه راوتلي دي. هر شی ورته عجیبه عجیبه ښکاري. 
مرګرو دا حالت په پښتون قام باندې جنګ راوستی دی، هغه هم د اسلام او د کفر په نامه جنګ، د جهاد او غیرتي قام په نامه جنګ، نن زما ملا، معلم، ډاکټر او د کار سړی کلي کې ژوند نشي کولای، کلی چڼو مڼو ته پاتې دی، زموږ بریتور او شمله ور نران خپلو میرمنو ته په رډو رډو ګوري چې په ولادت مړې کېږي، خو نږدې کلینک نشته چې ور یې وړي، زموږ په کلیو کې ماشومان د زیړي، توبرکلوز په ناروغۍ اخته دي، ډاکټر کلینیک نشته په زیارتونو یې ګرځوي، پښتنې میرمنې هره ورځ د خپلو وروڼو، میړونو او زامنو جنازو ناستې ساندې وايي، د دوه روپیو طالب راځي، زما اتیا کلن سپین ږیري باندې لمونځ تیروي، بیا یې توهینوي او رټي چې کاپره لمونځ دې ولي ندی زده. دومره لویه او اږده تراژیدي په هیڅ قام نده راغلې، خو په دې کې هم ځیني جنګ غواړي، جګړه غواړي او په یو او بل نوم دې جګړې ته دلایل راوړي. 
مرګرو! 
جالبه داده چې دا بد سات په موږ باندې اول سر کې خپله پښتنو مشرانو، راوستی دی، دښمن زموږ کور ته د پښتانه په لارښوونه راغلی دی، زموږ د مکتبونو پیسې پښتانه خوړلي دي، زموږ په سر پښتانه تجارت کړی دی، همدا کار د یو پښتون پاچا په حکومت کې شوی دی، د پښتون والي، ولسوال او طالب او حزب اسلامي په لاس شوی دی، د پښتون جنګ سالار او فاسد له خوا شوی دی، د خدای ومنی هر یو تر خپله وسه، کوشش وکړئ چې دا خلک له دې مصیبته راوباسو، دا کار هغه وخت کېدلی شي چې موږ په پښتنو کې یو فکري انقلاب راولو، فکري انقلاب هغه وخت راتللی شي، چې موږ ومنو چې په ښه سات کې نه یو، تر بل هر چا خراب حالت لرو، دا انقلاب هغه وخت راتللی شي، چې اول زموږ منور او د تعلیم والا خلک د سړی زامن شي، دې خلکو ته مثبت پیغامونه ولېږي، دوی ته دا ټول تاوانونه یو په یو تشریح کړي، بیا یې پوه کړي چې نړۍ چرته ده او دی چرته ژوند کوي، د سولې ملاتړ وکړئ، طالب وي، که بل زور ور یا حکومتي مفسد، د هغه د ملاتړ په ځای یې مقابلې ته ودریږئ، که یې مقابله نشی کولای، لږ تر لږه خو یې له مخې نقاب لري کړی، هغه ظلمونه یې چې په پښتنو کړي او پښتون ته یې چې کوم تاوان رسیدلی او رسیږي هغه خو خلکو ته په ګوته کړئ. که دکار ونه کړئ مرګرو، دا جنګ مو نسلونه نسلونه تباه کوي، بیا چې هر څومره زوړ تاریخ ولري، زوړ فرهنګ ولري او هر څومره کلکه عقیده ولري، منحیث یو قوم تباه یې تباه. په دې نړۍ کې نه د چا سیال کېدای شي، نه دلته د ژوند کولو لیاقت لري.

-
بېرته شاته