(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخوشال بابا دمبارزوملګری دریاخان اپریدی

[11.Jul.2015 - 17:47]

ستر ملي اتل او دمغولو پرخلاف دخوشال بابا دمبارزو ملګری دریاخان اپریدی

لیک:ډاکټر لطیف یاد 

دریاخان مې دخچۍ ګوتې څلی دی 
ایمل خان مې دپګړیه شملکی دی
 
ستر خوشال بابا  

دریا خان اپریدی دپښتنو هغه ستر او میړنی اتل دی چې دهند دمغولي واکمن اورنګزیب او دهغه دصوبه دارانو د ظلمونو او زورزیاتیو پر خلاف دستر خوشال دمبارز ې یو پیاوړی ملګری و
که څه هم ددریاخان اپریدي دزیږیدودنیټې په اړوند کوم دقیق تاریخي سند نشته ، خو هغه څه چې دمغولو پر خلاف دده دکارنامو په اړوند موږ ترلاسه کولای شو هغه دوه مستند ې سرچینې دي چې یو یې دخوشال خټک داشعارو کلیات او بل هم دافضل خان خټک تاریخ مر صع دی
دریاخان اپریدی دپیاو خان اپریدي زوی او په خټه جنډه خیل اپریدی دی. اپریدي په پښتنو کې دکرلاڼیو دټولنیز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او زیاتره دخیبر په تاریخې درې، کوهاټ او تیرا کې میشته دي.او ملک دین خیل ، قنبر خیل ، کوکي خیل ، زخه خیل ، سه پای، کمر خیل ، اکا خیل او آدم خیل یې مهم ښاخونه دي
دریاخان اپریدی دتیراه دسیمي اپریدی پښتون و. دده کورنۍ ته په تیرا کې داپریدیو دقبیلې مشرتوب ورپه غاړه و او دپلار نیکه نه دخپلې قبیلې مشران تیر شوي دي. دده بل ورور تاتارخان اپریدی نو میده چې هغه هم دمغولو داستبداد او زورزیاتي پر خلاف دده سره اوږه په اوږه جنګیدلی دی او له ځانه یې میړانه ښودلې ده
افضل خان خټک په خپل مشهور اثر تاریخ مر صع کې لیکي چې دریاخان یو باتور ملي مشر او دجرګو مرکو سړی او دخپلې قبیلې سردار او مشرواو دده کورنۍ په خپلې سیمې کې یوه پیژندل شوې کورنۍ وه
هغه وخت چې خوشال خان خټک د هند دمغولي واکمن اورنګ زیب پر خلاف مبارزه پیل کړه نو دوه نامتو اتلانو دریاخان اپریدي او ایمل خان مومند دمغولو پر خلاف دخو شال دمبارزو تکړه ملګري وو. په دغه مبارزه کې داپریدیو ، شینوارو او مومندو پښتنو رول هم دستاینې وړ دی
دخیبر تاریخي جګړه۱۶۷۲ زیږدیز کال
دمغولو پر خلاف مبارزه کې موږ لومړی ځل ددریاخان اپریدي نوم دخیبر په ستره تاریخي جګړه کې وینوکله چې داورنګزیب په وخت کې دمیر جمله زوی محمدامین په کابل کې د مغولو صوبه دارو. دمحمد امین خان دواکمنۍ په وخت کې یوځل دپښتنو ځينې مشران ددده دلیدلو لپاره جمرود ته تللي وو. محمد امین خان شراب څښل او دکونړ دسیمې مغولي پوځدار حسن بیګ هم دشرابو په نشه کې ډوب و، حسن بیګ دغو مشرانو ته سپک الفاظ وکارول او دغه مشران دحسین بیګ په دې خبره سخت خواشیني او خپه شول
بل ځلې دساپیو پښتنو یوه ډله دحسین بیګ خان پوځي چهاوڼۍ ته نږدې تجارت او سوداګریز کارونه کول ، دحسن بیګ پوځیانو غوښتل چې ددغو ساپیانو کورنیو ته سپکاوي وکړي ، خو ساپیانو پښتنو په پوره میړانې دمغولو دغه پوځیان ووژل.حسین بیګ دساپیانو سره جګړه پیل کړه او پښتنو ساپیانو حسین بیګ ته ماتې ورکړه.په دغه وخت کې دمغولو صوبه دار محمد امین خان په پیښور کې و او دا ۱۶۷۲ زیږدیز/میلادي کال و.کله چې محمد امین خان خبرشو نو ددې پرځای چې خپل مغولي پوځدار ملامت کړي پښتانه یې ملامته کړل او ددوي پر خلاف یې په پوخي اقداماتو لاس پورې کړاوکله چې دخپلې کورنۍ سره دخپلو ۴۰ زره پوځو نو سره دکابل پر لوري رهي شو نو پښتانه چې شینواري ، اپریدي ، مومند ، ملاګوري اوشلماني هم پکې وواو شمیریې هم زیات نه وو دایمل خان او دریاخان په مشرۍ دخیبر په تاریخي دره او دشلمان او ملا ګوریو پښتنو په سیمو کې پرمغولي دښمن خونړي بریدونه وکړل چې دمغولو د پوځونو په زرګونو تنه ووژل شول او په دغه جګړه کې د محمد امین خان زوی میرزا عبدالله میرمن یې او اوښی یې میرزا سلطان کربلایی هم له مینځه لاړل او پښتانه دمغولو پوځونو دماتې په پایله کې بریالی او ډیرد غنیمت مالونه او ولجه په لاس ورغله او کله چې په ډیلي کې مغولي واکمن اورنګ زیب دمحمد امین خان او دمغولو دپوځ دماتې نه خبرشو نو دی یې سمدستي ډیلی ته وروغوښته
خوشال بابا په خپلې یوې قصیدې کې په دغې جګړې کې دمحمد امین خان دکورنۍ دبربادیدو او دمغولي پوځ د سترې ماتې انځور دشعر په ژبه داسې کښلی دی
چې دانا ترنادان لا وژني بتر 
مګر نه دی دا ژوندون څه معتبر 
چې مې فهم فکر وکړو باور وکړئ 
په داباغ کې ګل له خار دی برابر 
چې له کومو غرونو راغی چیرته درومي 
اباسیند لا په دې هیڅ نه دی خبر 
دشلمان غرونه په دا کله خبر دي 
چې زرګونه په شلمان کې شو ډبر 
نه آسما ن ځینې خبر دی نه دا ځمکه 
چې عالم شو په طوفان زیر وزبر 
په یوه زمان کې څه قدرت ښکاره کا 
چې قادر دی توانا الله اکبر 
مکافات دکوم ګناه دکوم شامت دی 
چې ډبر دمیر جمله شو درست ټبر 

اوبیا په دغې قصیده کې دپښتنو دسوبې ( فتحې ) یادونه په دې دول سره کوي
نه په ډیر ده نه په لږد خدای په کړه ده 
لږلښکر په ډیر لښکر مومي ظفر 
څه شینواري ، څه مومند ، څه اپریدي وو 
چې یې مات کړو دصوبې واړه لښکر 
داطوفان چې په مغولو باندې سازشو 
په کشتن ، په ولجو هیڅ مکړه نظر 
که آسونه ، که پیلان که اسبابونه 
په انبار انبار سپین زر وو یا سره زر 

خوشال په خپلې یوې بلې رباعي کې دخیبر دتاریخي جګړې یادونه داسې کوي
کال دغفج(۱) وخیبر کې هورې 
مغولې بندۍ شوې ، هم کونډې بورې 
مو مند ، شینواري ، څو اپریدي وو 
واړو وهلې دیادو تورې 

اویاداچې
ایمل خان، دریاخان دواړه مرګ یې مه وای 
هیڅ تقصیر دواړو ونکړ وار په وار 
دخیبر دره یې سره کړله په وینو 
په کړپه یې هم روان کړ دندوکار 

دمحمد امین خان نه وروسته دډيلي واکمن اورنګزیب مهابت خان دکابل ګورنر وټاکه هغه هم دپښتنو سره دښمني واخیسته اود مغولو سره دخوشال خان په وسله والو مبارزو کې دریا خان او دهغه ورور تاتار خان مرسته کوله . په هغو جګړو کې چې دمغولو پر خلاف دریاخان اپریدي دخوشال خان او ایمل مرسته کړې ده دلاندنیو جګړو نه نوم اخیستلی شو : دنوښار جګړه ، دکوهاټ جګړه ، دکړپې جګړه ،دخاپښ جګړه ، دتیراجګړه او نورې جګړې .باید زیاته کړو چې دکوهاټ به جګړه کې ددریاخان اپریدي ورور تاتارخان اپریدی هم ووژل شو
دریاخاناپریدي هم هغه وخت ټبي شو کله چې مغولو پر تیراه برید وکړ،دریاخان له هغو سره په میړانه مقابله وکړه خو دی پکې ټپي شو او دخوست سیمې ته ولیږدول شو. دافضل خان دتاریح مرصع په حواله دریاخان ددغه ټپ په وجه په خوست کې وفات شو
دخوشال بابا داشعارو نه داسې څرګندیږي چې دریاخان او ایمل خان دخوشال بابا نه دمخه وفات شوي دي ،تر خوشال بابا او دریاخان نه دمخه لومړی ایمل خان وفات شوی دی او ورپسې دریاخان
همداراز خوشال بابا ددریاخان او ایمل خان دمړینې په اړوند خپله خواشیني داسې بیانوي
ایمل خان ، دریاخان دواړه په ښه رنګ تیر شول 
ددواړو په فراق کې زما تل آه وماتم دی 

یا داچې
ایمل خان او دریاخان دبینه لاړل 
اوس خو پاتې ومغول ته یو خوشال دی 

لنډه داچې دریاخان اپریدي دمغولي استبداد او ظلم په وړاندې دخوشال بابا او ایمل خان مومند یو تکړه ملګري و او د مغولو پرخلاف دده دویاړه ډکې مبارزې دپښتنو دتاریخ ځلانده بابونه دي . اروادې یې ښاده وي
======

ددې مقالې په لیکلو کې مې له لاندنیو سرچینو او منابعو نه ګټه اخیستې ده
۱- تاریخ مرصع ، دافضل خان خټک ،پيښور ،۱۹۸۴ کال 
۲- دخوشال بابا کلیات
۳-خوشا ل خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند لیکنه ، پښتو ژباړه د ډاکټر لطیف یاد ، دپیښور چاپ
۴-پشتني قبیلې ، دډاکټر لطیف یاد لیکنه ، دپيښور چاپ 
کال دغفج= ۱۰۸۳ لیږدیز/هجری یا ۱۶۷۲ زیږدیز /میلادي

-
بېرته شاته