(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نظام دننه او بيرون نامسؤله وسلوالې ډلې

[01.Jul.2015 - 19:01]

لیک:ضياءالحق امرخېل

په تيرو ديارلسو کلونو کې د جنګي ډلو ټپلو د بې وسلې کولو پروژه هم يوازې تر خاصو سېمو او خلکو محدوده وه دجنګي ډلو خالي سلاح کول که څه هم د قانوني نظام غښتلتيا، دقانون حاکميت او د ولسواکۍ پياوړتيا ده خو دا نسخه هم له پيله تر اوسه يوازې تر بې وسو او مظلومو خلکو په درد محدوده پاتې وه. ښه مې ياديږي چې په لومړنيوو او دوهمو پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې به چې کوم کس تش په نوم دکومو جنګي ډلو سره تړاو درلود نو دقاطع د ليل پرته به دنوماندۍ له ليست څخه حذف کيدل خو دا کړنه هم يوازې د خاصو سيمو او ځانګړې قشر پورې منحصره پاتې کيدله، ځکه قانون تل د ټولنې په محکومو او بې وسې کسانو تطبيق کيږي او دټولنې غښتلي او حاکم خلک ترې مستثناء کيږي، بهرنيان ځکه نه ملامتوم چې هغوي هم د همدې جنګي ډلو په اوږو دلته سپاره راغلي و.

په امنيتي ارګانونو کې خو له يوسره د ټلوالې موخو ته ژمن کسان و او د( DDR ) خالي صلاح کولو پروسه چې دملګرو ملتونو د دفتر په تخنيکي مرسته پرمخ تله په حقيقت کې ټول واک يې د هماغو غيرقانوني وسلوالو ډلو په لاس و نو په واک کې شاملو وسلوالو ډلو لپاره د خپلو مخالفو کسانو دبې وسلې کولو تر دې بل ښه چانس کله هم په لاس نه ورتلو نو د ( DDR) په نوم ټولې شوې وسلې يې نيمايي يې چې له کاره وليدلې وي حکومت او پاتې نيمايي ځانته دبدو ورځو لپاره وساتلې، شمالي ولايتونه چې د وسلو او مهماتو مهمې زيرمې وی دجهاد پرمهال ورته استخباراتي کړيو او خپلو همفکره ملګرو دپروتوکولونودلاسيليکولو په بدل کې ورکړې وی، نه يوازې داچې په دې سيموکې د بې وسلې کولو پروسه تطبيق نه شو بلکې دبې وسلې کولو په نوم د جوړ شوي مهر ټاپه يې يې د هغوي د وسلو په زيرمتونونو ووهله.

هغه اوباشانو چې په ټوپک ګټلې، په ټوپک خوړلې او په ټوپک ساتلي وي د ټوپک دلاسه ورکولو فکر کله هم نه شي کولی ځکه خو يې نمايي حکومت پرون د سوځول شوي ټوپک په غم کې ناست و.

د ټاکنو د قانوني پروسې د سبوتاژ کولو په اړه سپين، برګ، سره او نارنجي حرکتونو ترسره کول او د منم او نه منم نارې هم د همدغې وسلو او ډيپوګانو په مټ ولاړې وی.

د ګټوونکي نوماند سره په څنګ کې د موازې حکومت اعلان، د وخت د قانوني ولسمشر انځور ښکته کول، په خپل سر ځان ولسمشر اعلانول او په ډنډ شمال کې د وسلو او مهماتو ويشل خو مدني حرکت نه بلکې کودتايي حرکتونه و.

په تيرو ديارلسو کلونو کې چې يوې سپږې له امله ټول پوستين ته د ترهګر او طالب په نوم اور وراچول شوی او په سل ګونه تنه بې ګناه کسان اند د ودونو ناوې او شا تر خاور لاندې شوي چايې اوښکې پاکې کړې؟ او يايې کوم چارواکي په جنازه کې د دعاء لاسونه پورته کړل؟

دګډو ځواکونو په ړندو بمباريوو او همدغه هېواد ضد کړيو په ناسمو معلوماتو دټولنې ديو قشر په لکونه غړي د وينو په سيلابونو کې ونه لمبيدل؟سرکار د تشې خواخوږۍ په ښکاره کولو او بريد غندلو نوره څه په وس پوره ول؟خو جنګي وسلوالو ډلو به بيا دا خواشيني هم ننګوله.

د نيمايي حکومت درجن کسان، د نارنجي او برګو حرکتونو مشران، د همدوي په شا او خوا راټول شوی حقوق دانان او مدني فعالان، مذهبې او جهادي ټيکه داران او اند د تير حکومت ځيني ګوښه شوي وزيران او چارواکي چې د پروان دله منځه تللې ډيپو دغم په ټغر پرون راټول شوي و کله هم د هاغه کس په مړينه چې د خپلې ميرمنې په څنګ کې په خواږه خوب يې خدای ورکړی ژوند ترې اخيستل شوی وو تش غږ قدرې هم کله پورته کړی؟

څه فکر کوي که په لرې پرتو سيمو او ياهم دوي سره په ګاونډ کې که بل څوک د خپل ځان د ساتنې او د همدې شوباشانو له ويرې تش ټوپک سره هم کوم کس ونيول شي په کلونو کلونو به د زندان دتورو دروازو ترشا ونه لويږي؟

که د همدې الوځول شوې ټېپو په سلمه اندازه مهمات که په جنوب،ختيځ او ياکوم بل ځای کې چې ټلوالې ته نا منسوبو کسانو په کور کې نيول شوي وای نو اوس به دپاک او ناپاک سره يوځای سل ګونه کسان به دترهګراو تروريست په نوم په زندان کې پراته نه و؟

د طلوع تلويزيون په څير هغه پلورل شوې رسنۍ،ګردي ميزونو برابروونکي او مدني ټولنې چې د غيرقانوني وسلوالو ډلو په وسلو او ډيپوګانو باندې نن ولې چپه خوله دي؟ او که دوي نن دحقيقت دليدلو او منلو سترګې نلري؟

که خبره دنظام او حکومت ساتلو يې نو بيا خو دهر چا په پرتله همدا په جنګي جنايتونو ککړکسان تر هرچا په واک او په امنيتي ارګانونو کې زيات دي نو بيا دنظام مخالفين ولې د امنيتي ارګانونون له ادرسه نه محکوموي؟ که په مشروع نظام باور لري نو بيا د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت دڅه لپاره جوړ شوي؟ د حکومت دقانوني ډيپوګانو پرته په شخصي کورونو کې دومره ستر ډيپوګان چې مشت نمونه خروار ده ساتل دکوم هدف لپاره دي؟

په شمال کې دتروريزم او داعش په خلاف د جنګي ډلو، دهمداډول سل ګونو ميله اسلحو او مهماتوو لروونکو کسانو او دبشر حقونو متجاوزينو لخوا جنګي سليقوي او دغرضه ډګ ايتلاف جوړول په سيمه کې نورو قومونو ته دتير په څير دخطرزنګ او مشروع نظام ته دکوت څنډنې بل څه مانا نلري.

په تيره لسزيزه کې د غيرقانوني وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو په اړه موثر او نادره اخيستل شوی اقدام او دا ډول نورو موثرو ګامونو پورته کول په حقيقت کې د مشروع نظام دپياوړتيا،دنامسولو وسلوالو ډلو ټپلو له منځه وړل او دموازي حکومتونو او بانډونو سرکوبه کول په لويه کې په ولسواکۍ دخلکو باور غښتلی کوي او دټوپک سالارۍ پرځای د مردم سالارۍ بهير پياوړي او پلی کوي .

خو که په ټوپک بارو لروونکې وسلوالې ډلې او د مشروع او نا مشروع لارې واک ته ځان رسووونکي جنګي مجرمين مهار نه شي نو بيا په داسې ټوپک سالاره ټولنه کې درايې پراساس نظام ټاکل او د ولسواکۍ له لارې قدرت ته رسيدل هم په ويښه دخوب ليدلو څخه بل څه نه دي.

د نامسولو کسانو مخنوي، په شخصي کورونو کې د مهماتو او وسلو ډيپوګانو لمنځه وړل نه يوازې دا چې د حکومت مکلفيت جوړيږي بلکې اوس ددې وخت را رسيدلې چې همدغه نامسول کسان دخپلو ساتلو شوو غيرقانوني وسلو په جرم په جزا ورسوي ترڅو په راتلوونکي کې بيا هيڅوک دقانوني نظام په محوطه کې دنظام دچپه کولو فکر هم ونکړي.

-
بېرته شاته