(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لرغونی هلمند- 4 مه برخه

[25.Jun.2015 - 18:34]

لیک: شریف الله دوست (سرواني)

په لرغونې پېر کي ، پر هلمند دپردیو تېري

اثوریان = اشوریان:

اثوریان ( اشوریان او اسوریان) په ۱۵ – ۱۸ مخزیږدي پېړۍ کي له خپل سیاسي نفوذ سره د بین النهرین(اوسني عراق) کي د دجلې او فرات په منځ کي یو سامي نژاد و . د اثور فلسفه له آره د هغه الهې له نامه سره تړلې ده چي سامي نژاده خلکو يې عبادت کاوه بلاخره دوی خپله د اثور نامه ته منسوب او په اثوریانو ونومول سوه.

د پردیو یرغلونو په ترڅ کي د دوی له خوا پر آریانا په ځانګړې توګه هلمند باندي یرغل کړی دی خو (هیتومنت) باندي کلتوري تاثیر نه څرګندیږي.

۲ : پردي هخا منشيان په هيتومنت (هلمند) کې

د هخامنشيانو ټولواکي د (۳۳۰ ــ ۵۵۰) مخزيږدي) (۲۲۰کاله) وه، هخامنشیان د ماديانو وروستی پاچا استياک (اشيف ويګو) ته په ماتي ورکولو سره (۵۵۰مخزيږدي) په پارس کي برلاسي واکمنۍ جوړه کړه چي دخپل نسب لړۍ يې هخامنش ته رسول.([1] اپاسارګار د پارسو دقبايلو اولسوقبيلو (۹مخزيږدي پيړۍ) څخه يوه مهمه قبيله ده چې هخامنشي هم له همدې قبيلې څخه يوه کوچنی ټبر (عشيره) بلل کیږي او د پارس پاچاهان ورڅخه پيداسوي دي ،هخامنش هم له آره  ديوه رئيس نوم دی چې ياد ټبر او واکمنی هم دهمده په نامه ياده سوې او شهرت يې  موندلی . ([2])

د آريانا خاوري ته د هخامنشيانو پاچاهانو له ډلې څخه په لومړي ځل سروس لوی(کروش) ديرغل فکر کړی دی د آريانا سويل لويديځه حوزه هلمند ياسيستان ، هرات، فراه  او شاوخوا باندي يې زموږ پرخاوره تيری وکړ، دې وخت کې دآريانا دملي ځواکونو دمبارزې اومقابلې جزئيات پوره نه دي څرګند ، خودتيري کوونکو په وړاندي يې (۵ـــ۶)کاله ټینګه ملي مبارزه کړې ده.

د لرغوني اريانا او سيمي په تاریخ کي د ځینو واکمنيو نېټه ليک یاداښت :

۱ـــ نيا ايلاميان ۳۲۰۰ـــ ۲۷۰۰مخزيږدي.

۲ــ عيلاميان ۲۷۰۰ــ ۵۳۹مخزيږدي.

۳ــ منائيان ۸۵ـــ ۶۱۶ مخزيږدي.

۴ــ ماديان ۷۰۱ ــ ۵۵۰مخزيږدي.

۵ــ ساکان(ساکزیان) ۶۰۲ــ مخزيږدي.

۶ــ هخامنشيان ۵۵۰ــ ۳۳۰ مخزيږدي.

۷ــ سلوکيان ۳۱۲ـــ ۶۳ مخزيږدي.

۸ــ اشکانيان ۲۴۷ ــ مخزيږدي ــ ۲۲۴ زيږدي ــ ميلادي.

۹ــ ساسانيان ۲۲۴ــ ۶۵۱ زيږدي.

منځنۍ دوره

۱۰ ــ کوشانيان. مخزیږدي

۱۱ــ هفتليان . ۴۲۵ زیږدي

۱۲ــ کيداريان. ۴۰۰ زیږدي

۱۳ــ امويان ۶۶۱ــ ۷۵۰زيږدي.

۱۴ــ عباسيان ۷۵۰ــ ۱۲۵۸زيږدي.

۱۵ــ طاهريان . ۲۰۵ – ۲۵۹هجري

۱۶ــ صفاريان ۸۶۷ ــ ۱۰۰۶زيږدي.

۱۷- سامانیان ۲۹۷-۳۸۹ هجري

۱۸- پښتانه واکمنان ۳۰۰ هجري شاوخوا

۱۹ – فریغونیان ۲۵۰ – ۴۱۰ هجري شاوخوا

۲۰ – دملتان لودیان ۳۷۰ – ۴۰۱ هجري

۲۱ – دتخارستان دباینجور کورنۍ ۲۳۲-۳۷۲هجري

۲۲ دغرستان شاران ۲۸۹ – ۵۵۰ هجري

۲۳ــ غزنويان ــ ۹۶۳ ــ ۱۱۸۶.

۲۴ــ غوريان – ۶۱۲-۶۴۰

۱۹ــ سلجوقيان ۱۰۳۷ ــ ۱۱۹۴زيږدي.

۲۰ ــ خوارزميان ۱۰۳۷ــ ۱۱۹۴ زيږدي.

۲۱ــ چنګيزيان .۶۱۶-۶۴۰

۲۲ــ تيموريان. ۱۳۷۰ــ ۱۴۰۵ــ ۱۴۰۵ ــ  ۱۵۰۷زيږدي.

۲۳ – دکونړ حکمرانان ۸۰۰ -۹۰۰ هجري

۲۴ــ روښانيان. ۱۰۴۷ – ۹۴۰ هجري

۲۵ – توخیان ۹۶۰ – ۱۲۰۰ هجري

۲۶ــ  صفويان ۱۵۰۱ ــ ۱۷۳۶ زيږدي.

۲۷ــ هوتکيان.۱۱۲۰ – ۱۱۵۰ هجري

۲۸ – ابداليان. ۱۱۴۰هجري

۲۹ – سدوزیان ۱۱۶۰ – ۱۲۵۸ هجري

۳۰ــ افشاريان ۱۷۳۶ ــ ۱۷۴۷ ــ ۱۷۴۷ــ ۱۷۹۶.

قاجاريان ــ ۱۹۲۵زيږدي.

ماديان او لرغونې ديپلوماسي

(۷۰۴ــ ۶۵۵ ق،۷۰۸ م)

ماديان له آره پارسیان یا ايرانیان نه دي او نه یې هم ټول تاریخ په ایران پوري اړه لري ، بلکي ترکان دي چي په ماد یا اوسني همدان کي يې واکني جوړه کړې وه  او دپخوانۍ ډيپلوماسۍ لرونکي وه.

دپارس ماد دلومړني پاچا (ديوکس) لومړنی د ديپلوماسي له ادابو څخه داوه چې په همدان کې به کله دپادشاهۍ په قصر کې، دپاچاپه وړاندي بهرني مېلمه او کورني کس باندي خندا او ناړي توکول منع کړل او دشاه سره يې دليدلو لپاره ځانګړي قوانين وضع کړل، داکار يې د عراقي اشوريانو په تقليد وکړ دخلکو عريضي به يوټاکلي شخص ته ورکول کيدی او هغه به پاچاته ور وړلې پا چابه کتلې او حکم به يې صادراوه.

جنايتکار به يې خپل حضورته راوغوښت او دجرم په اندازه به يې سزا ورته ټاکل .(پيرنيا ، ۱ټوک ۱۷۹مخ).

پښتو ژبه اوماد : ځيني وايې چې پښتو ژبه له مادې څخه مشتق ده خو دا دلیل کوم اساس نه لري ، ډارمسټټر وايې کردي ژبه  له مادې څخه مشتق ده خو دقیقه لا معلومه نه ده ،  داسي شواهد نسته چي پر هلمند دي د مادیانو تېری په ثبوت ورسوي. (پيرينا، اول ټوک ۲۲۳مخ).

۳ :هخامنشيان

دهخامنشيانو دتيري په وړاندي تربابلي ځواکونو، دآريانا ميړني ځواکونو، ډيري ځواکمني اودکروش، په وړاندي يې سخته ، دفاع کوله، تاريخ ليکونکي کاږي: کروش ، ياسيروس دختيځو (آريانا) جګړوکې د ډيرو ستونزو سره مخ سو، خوبيايې هم ، هلمند اوسيستان ، هزاره جات، ګندهارا ونيول.

په اسکايانو باندي چې په هلمند کې استوګن وو لاس بری سو له دې ځايه يې دبلوچستان مکران ته پاملرنه وکړه، خود(هلمند) په سويل لويديځو شګلنو برخوکې يې خورا زيات تلفات ورکړل.([3])

دهخامنشي لړۍ بنسټګر کروش ، دشپږمې زيږدي پيړۍ په لومړي نيمايې کي ، کله چې دپارس دختيځ په لور (باختر = اريانا) او هند په لور لښکر کښۍ کولې ، هلمند ته راغی، دسيستان په لويو دښتونو کې نژدې و چې له تندې چولاوه اوله لوږي مړسي ، خو د هلمنديانو (سيستانيانو) په ځانګړې توګه د آرياسپ قبايلو دسخاوت له مخي ، کروش وژغورل سو او کروش دوی د آګرياسپ (نيکپالو) خلګو په نوم وستايل.

دهخامنشيانو په وخت کې هلمند دهخامنشي اقتدار له شتمنو او پياوړو ساتراپيو (ولايتونو) څخه شميرل کيده، چې ساتراپ (والي) به يې له هخامنشي دربار څخه ټاکل کېده، دهخامنشي ښکيلاکونو په ختيځه خواکې له هلمنده په زياته پيمانه ماليات اوپه نورو ډولو نغد او جنس اخيسته کېده.

هرودت يوناني، تاريخ ليکونکي په خپل دريم کتاب دهخامنشيانو له مالياتو څخه يادونه کړې ده، په دريمه فقره کې ليکي :

دسيستان ياهلمند دخپلو ګاونډيو سره په څنګ کې هرکال (۶۰۰تالنټه ([4])  دهخامنشيانو دولتي خزانې ته ورکوي.

لومړني داريوش او ريشتويې په تخت جمشيد کې ، دهلمنديانو ډالۍ منلې ، دجمشيد په تخت دبهستون په ډبرليکونوکې ، دهلمند دخلکو او دهغو دډاليو دور کړي، ډول هخامنشي شاهانو ته، په نقش رستم کې ، ديادګار په ډول پاته دي. ([5])

۴: مقدوني سکندر په هلمند کې:

(۳۳۰ مخزيږدي) د داريوش ترمرګ وروسته ، دسکندر لښکريانو فکر کاوه چې دسکندر نړۍ نيونه پای ته ورسيده ، خونوموړی ، ترپنځلسو ورځو وروسته خپل لښکري دپارس په زاد راکاترا([6]) يا اوسني استراباد کې سره راټولي کړې، دې وخت کې خبرسو چې (بسوس) دباختر والي تاج پرسر کړې او دخپلواکۍ اعلان يې کړی دی، سکندر له دې آريايې ميړني څخه ډير په ويره کې و، دی پوهيده چې (بسوس) له ډيره وخته دهخامنشيانو دواکمنۍ دله منځه وړلو په هڅه کې و او غوښتل يې چې دلويې آريانا پخوانی برم بياجوړ او دآريانا پخواني دولت ته يوځل بيا سراو صورت ورکړي.

سکندر فکر وکړ چې تردې دمه لا (بسوس) پښې ځمکې ته نه دې رسيدلې، دولت يې بلوغ ته نه دی رسيدلی که يې په دې حالت کې چاره ونه سي. کيدای سي لښکري يې ناهيلي مقدونيې ته لاړي سي. ([7])

(بسوس) دهخامنشي پاچا داريوش ترمرګ وروسته، دپارتياله لاري په چټکۍ ځان بکتريانې ته را ورساوه، هڅه يې داوه چې ډېر ژر دخپل هيواد سياسي او نظامي چاري جوړي کړي.

دې وخت کي ځايې سردارانو (نابارزانس) ([8]) (ساتي بارزانس)([9]) او (بارسائنتس) ورسره ملګري سول او دخپلواکۍ لپاره يې ديوالي فکر نور هم تقويه کړ.

پورتنيو لويو سمييزو اريایې سردارانو داحس کړې وه چې ددوی کوچنی غفلت به بهرني تيري کوونکي دښمن ددوي پرهيواد مسلط کړي له دې امله ټوله سره يوموټی سول او لاندي سيموکي سره ځای پرځای سول.

۱ــ بسوس:  په باختر يانه او سني بلخ کې دپاچهۍ اعلان وکړ ، سره ارغواني کالي يې واغوستل .

۲ــ ساتي بارزانس: آريا (هرات) ونيول.

۳ــ بارزئنتس: درنګانا، سيستان او داوسني هلمند حوزه په خپل واک کې واخيسته.

سکندر لومړی آري (هرات) ولايت ته راغی ، ساتي بارزانس چې دسکندر لوی لښکر محسوس کړ ، مصلحت يې داسي وليد چې دم ګړی دسکندر سره له مقابلې تيرسي هرکله چې ، سکندر دافغانستان (اريانا) په مرکزي، برخو کې مصرف سو بايددشالخوا ورباندي حمله  وسي، سکندر چې وليده دهرات واکمن ، بارزاسن بې مقابلې هرات ورپريښود، خوش باوري يې وکړه هرات يې بارزانيق وسپاره ، بارزاس ،همداسي وکړه وروسته يې سکندرته لوی ستونزي جوړي کړې، تردې چې بارزانس دسکندر يوناني استازي (اناکيسپ ([10]) يې دپلاوي سره وواژه سکندر دې پيښي سخت په ډار کې واچاوه، خپله تيروتنه يې ومنله، اريا (هرات) ته راغی، بارزانس هرات پريښود، سکندر څه پاڅون کوونکي په څنګله کې وسوځل او ووژل او دنورو تازه دمه عسکرو درارسيدو په تمه يې انتظار ويست([11]) کله چې سکندر له هرات څخه روانيده هغه تازه دمه عسکر چې يې راغوښتي وه راورسيدل ، سکندر تازه نفسه عسکر په خپل لښکر کې جذب کړل او د درنګيانايا زرانګيانا ([12])په لور وخوځيدل.

تاريخ ليکونکو د اوسني زرنج ــ نيمروز نوم (دارنګي) او زرنګي ([13]) هم په خپلو ياداښتونو کې ليکلی دی چې د اوسني هلمند کښتنۍ برخې سيستان څخه عبارت دی.

سيستان دساکا ستن ([14]) له کلمې څخه چې د زرنج يوه برخه وه مشتق ده ، اوس يې د زرنګيانا (زرنج) په ټول ولايت اطلاق کيږي، عربو سکستان، سجستان ونوماوه او وروسته سيستان سو، دهلمند دمارجه (مارګه) ولسوالۍ کښتنۍ برخه اوس هم په سيستان سره مشهوره ده.

دمقدوني سکندر لښکري دسويل په لور دزرنګ دپلازميني خواته چې هغه وخت پروفتاسيا([15]) نوميدل او پروفيسور ويلسن هغه له پشاوران سره يوبولي رهنمايې کړېؤ دغه پخوانی ښار دی چې دسيستان دهامون په شمال (۱۸۰ ميلو) په واټن دهرات په سويل کې دی . (ژوګی) ددې ښار نوم (پرادا پروفتهازا([16]) ليکلی او ځيني نور بيا په دې باور دي چې د (فروفتازيا) د (فراه) سره ورته والی لري، پروفتازيا له فراه سره ورته بلل يوڅه ستونزمن ښکاري،ځکه دابسيدور په قول د (آری)د ولايت دانبان([17]) سيمه په د رنګانيا پورې تړلې وه، چې مهم ښاريې (پهرا) ([18]) دی او ديقين له مخي يې اوسنی فراه بلل سوې ده. ([19])

له دې دليل څخه څرګنديږي چې (پهرا) پروپهتيازيا، پرفتازيا له شاوران سره يوه وه.

سکندر په دې ځای کې مقاومت ونه سو کولای. ځکه ددې ولايت والي (بارزانتس) ([20]) دخپل هيواد دخپلواکۍ لپاره، د داريوش په قتل کې له (بسوس) او (ساتي بارزانس) سره اتفاق کړی و، هليه يې درلوده چې ډير ژربه دآريانا ددغه سويل لويديځ ولايت حکومتي چاري منظمې کړي او د پردي حکومت دخطرپه وړاندي به له خپلو نورو وروڼو سره اوږه په اوږه دريږي، هرکله چې يې پخپل ځان کې لاتردې دمه هغه زور او قوت نه ليده، چې له مقدوني سکندر سره وجنګيږي ، له دې کبله يې هلمند او سيستان پريښود او خپل اقدامات يې يوبل وخت ته وځنډول ، په پايله کې سکندر په هلمند ولايت کې واړول او تر درنګيانا پوريې سيمه په واک او ځواک کې راغله.

د (فليوتاس) تراژيدي هم دې وخت کې پيښه سوه، داپيښه د (۳۳۰ مخزيږدي) په اکتوبر مياشت کې رامنځته سوه فليوتاس د سکندر له لويو جنرالانو څخه و ، پلار يې پارمن ([21])دآسيا دسوبې(بریا) له مهمو اشخاصو څخه و، سکندر ددې جنرال يو له رشد او نفوذ څخه بيريده او پربدګمانه سو، هغو نورو جنرالانو ته دبدويلو پربنسټ يې فيلوتاس ته بهانه پيداسوه او دهغه د اعدام حکم يې صادر کړ ، سکندر د رنګيانا له پلازميني څخه دختيځ په لور دهلمند په آرياسپ کی واړول ، يونانيانو ددې ځای خلک اورګيتي بللي دی([22]) چې دښو اسونو دلرونکو مانا ښندي. ([23])

بطليموس دهغوی لوی ښار (ارياسپ) داتي ماندر([24]) (هلمند سيند) پرغاړه ابادښودلی دی.

دهغې نظريې په قرار چې (ديودورس) ([25]) ددې ټبر په هلکه څرګندونه کړې ده، ياده قبيله (ګدوزيا) ته ډيره خورا نږدي وه او سکندر په يوه ولايت کې چې د تيريدېس ([26]) دحکومت تر اداري لاندی و مخامخ سو.

(سالکس) ددې ځای په اړه ليکلي دي: … اما دنفوسو مرکز بايد تل دهلمند دلتاوي ، دي سند په داسي چټکتيا سره خپل مخ ته تغير ورکړ دآرکيالوجيکي داثبات ترموقع پوري امکان نه لري، چې په سم ډول  د دلتاشتون او په دې سرعت سره دهغې ابادي په دې وخت کې وپيژندل سي ، هنري مکهن ([27]) ترې داسي پايله اخيستي ده چې هغه دتاراکان ([28]) دلتا او د(رام) او د (۸)خرابې يې ټاکلې او هغه يې د آرياسپي ([29])مرکز بللی دی، چې يونانيان وروسته له درانګيانا (نيمروز ــ زرنج ) څخه دغه ځای ته راغلل. ([30])

[1]ــ حسن پيرنيا، ايران باستان، لومړی ټوک، ۲۲۳مخ .

[2]ــ استاد احمد علی کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ، ۴۳۴ مخ.

[3]ــ استاد کهزاد، مخکنی اثر، ۲۳۴ مخ.

[4] ــ تالنټ په لرغوني يونان کې دوزن ،مقياس او د پيسو واحد و.

[5]ــ کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني، سيستان قبل از اسلام ، علومواکاډمي ۱۳۶۴ کال ، ۱۲۳مخ.

[6]ــ Zadracatra.

[7]ــ استاد کهزاد ، دافغانستان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ۱۳۳۴کال ، ۴۴۲مخ.

[8]ــ Nabaraanes.

[9]ــ Satibartanes.

[10]ــ Anoxipp.

[11]ــ کهزاد مخکنی اثر، ۴۴۳مخ.

[12]ــ Zarangiana_ Drangiana.

[13] ــ Darangi__ Zarange.

[14]ــSakastene.

[15]ــ Profhthasia.

[16]ــ Prada_Paophtasia.

[17]ــ Auban= Anban.

[18]ــ. Phra.

[19]ــ استاد کهزاد ، دافغانتسان پخوانی تاريخ ، اول ټوک ۴۴۶ مخ.

[20]ــ Barsentes.

[21]ــ Parmenio.

[22]ــ Eurgetae .

[23]ـ کهزاد ،مخکنی اثر ۴۴۹ مخ.

[24]ــ Etymander>

[25]ــ Diodorus.

[26]ــ Tiridates.

[27]ــ Sir H,Mahoh.

 Tarakan_ [28]

[29]ــ Ariaspae.

[30]ــ استاد کهزاد ، همداځای.

 

-
بېرته شاته