(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر ولسي جرګې د برید ترشا، یو بل لاس!

[23.Jun.2015 - 14:58]

لیک:سرلوڅ مرادزی
تر هرڅه مخکې پر ولسي جرګې نننی برید په سختو ټکو د غندنې وړ دی. دا په حقیقت کې د ملت په کور نیغ او څرګند تیری دی چې په هیڅ دود، قانون او کتاب برابر او جایز نه دی. پر ولسي جرګې برید یعنې د افغان ملت پر پېژند، حیثیت او لویا برید. دا برید د یوه ملت پر مدني رښتو، دیموکراسۍ او ازادو اندیښنو تیری ګڼل کیږي
تر هرڅه مخکې پر ولسي جرګې نننی برید په سختو ټکو د غندنې وړ دی. دا په حقیقت کې د ملت په کور نیغ او څرګند تیری دی چې په هیڅ دود، قانون او کتاب برابر او جایز نه دی. پر ولسي جرګې برید یعنې د افغان ملت پر پېژند، حیثیت او لویا برید. دا برید د یوه ملت پر مدني رښتو، دیموکراسۍ او ازادو اندیښنو تیری ګڼل کیږي!
داسې برید یوازې د افغان ملت د سوګندخورو دښمنانو کار بلل کېدای شي او د داسې تورو، متحجرو اوشیطاني ځواکونو کار دی چې ځانونه هیڅ دین او ایین ته ژمن نه بولي!
دا برید د افغانانو د بېلا بېلو شخصیتونو او ډلو سربېره، په کابل کې د یوناما دفتر او د امریکا سفارت په کلکو ټکو غندلې او هغه يي د دیموکراسۍ او قانوني احکامو په وړاندې سپکاوی بللی دی. همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې راغلي« ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا پر ودانۍ حمله د جنایتکارانو کار ګڼلی او ویلي یې دي چې دوی هېڅ دین او قانون نه مني.»
په زیاتو هغو څرګندونو کې چې د دې برید او یا دې ته ورته د نورو بریدونو په اړه کیږي، لامل او علت يي په سلو کې سل یا سلو ته نږدي، د پاکستان استخبارات یا ISI ګڼل کیږي چې په دې کې د شک هیڅ ځای نشته، خو د هغه وسیلو او لاسونو په اړه چې ISI او یا نور استخبارات يي د داسې پېښو د ترسره کولو لپاره کاروي، زیات وخت طالبانو ته ګوته نیول کیږي او یوازې په دې بسیا کیږي. دا چې څنګه ISI او طالبان د ملي شورا د مهمې ماڼۍ پشان ځایونو ته ځان رسوۍ، د څېړنې او شننې څخه لیري پاتیږي او ټوله کیسه یوازې د ISI او طالبانو په غندلو پایته رسیږي!
افغان چارواکي، دولتي امنیت او افغاني رسنۍ تر ISI او طالبانو پورې د ترهګریزو پېښو بهیر ښه څاري او تر ډېره ځایه يي څېړنې او شننې پرځای او حقیقت ته نږدې دي، خو دا چې طالبان او ISI څنګه او په نورو کومو وسیلو او لاسونو په افغانستان کې نیابتي او نااعلان شوې جګړه مخې ته وړي، دا رسنۍ او چارواکي بیا ډېر نه پرې نه غږیږي او پل ترې ورکیږي او هغه نه تعقیبوي!
پوښتنه دا ده له طالبانو روسته، پل د چا دی؟ له طالبانو روسته نور کوم لاسونه فعال دي؟ طالبان تر ډیورنډ تپلې کرښې پورې د وسلو او وسیلو سره ISI راورسول، له دې روسته تر کابله، ملي شورا پورې چا راوستل، چا ورته په ملي شورا کې د غونډې وخت او پروګرام ورکړ او څنګه په عملیاتو بریالي شول؟
هغه لاس چې له طالبانو روسته فعال دی، ایا هغه هم یوازې د طالب لاس دی او که له طالب پرته کوم بل لاس هم شته؟
دا بل لاس د چا دی؟ ولې په دې اړه ټول چوپ دي؟ چارواکي، امنیت او رسنۍ ولې دغه لاس ته ګوته نه نیسي، هغه نه رسوا او نه افشاکوي؟
له ISI یا بل خونړي استخباراتي سازمان (لکه د ایران استخبارات) او طالبانو سربېره؛ په حکومت، ولسي او مشرانو جرګه او د دولت په نورو جګټپوړو چارواکو کې هم پریمانه لاسونه شته چې د موخې او نښې پرځای کې د پردیو استخباراتو او طالبانو پاتې کار، بشپړوي او سرته رسوي!
بلخوا کله چې دا منو، پردي استخبارات او طالبان په دولت کې دننه د بل (دریم) لاس په مټ خپله نقشه پلې کوي، لکه پر ملي شورا ننني برید کي، باید دا هم ومنو چې دغه دریم لاس په یوازې ځان او خپلسر هم عملیات کولای شي او په داسې صورت کې په ډېره اسانۍ سره د خپلو عملیاتو پړه پر طالبانو او یا بهرنیو استخباراتو وراچولای شي.
کله چې څوک د بهرنیو لپاره په یوې وسیلې بدلېدلای شي، بیا هغه د ملي ګټو پرځای د خپلو ځانګړو ګټو لپاره هر ملي ضد ګام ته چمتووالی لري!
د ملي شورا پر ماڼۍ نننی برید، د ISI په ملاتړ د طالبانو د یرغل د دایمي تیوري او ادعا ترڅنګ، په ورته وخت کې څو نور انځورونه هم مخې ته ایښودلای شي.
نن ولسي جرګې ته د ملي دفاع نوماند وزیرښاغلی معصوم ستانکزی معرفي کېده. د ملي دفاع د وزیر پتوګه له ښاغلي ستانکزي سره، په اسلامي جمعیت کې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور سخت مخالفت درلود. یوځل عطانور په ښکاره ویلي وو چې پر دې چوکۍ د ښاغلي ستانکزي له ګمارلو سره مخالف دی، ځکه د ده په اند څه مهال وړاندې د برهان الدین رباني په مرګ کې ګني ښاغلي ستانکزي لاس درلود!
البته دا یو داسې تور دی چې په رسمي توګه پخوا د عطانور او یا د برهان الدین رباني د زوی صلاح الدین رباني لخوا چې اوس په حکومت کې د بهرنیو چارو برحال وزیر دی، نه وو لګول شوي. ویل کیږي داسې تور، د ملي دفاع د وزیر پتوګه د ښاغلي ستانکزي د مخنیوي لپاره د یوې دسیسې په توګه کاریږي.
مخکې له دې هم، د عبدالله عبدالله ټیم په ولسې جرګه کې د ډګرجنرال ښاغلي شیرمحمد کریمي سره چې د ولسمشر اشرف غني لخوا د ملي دفاع وزارت ته نوماند وو، مخالفت ښودلی وو. همدارنګه د ولسمشر اشرف غني لخوا د ملي دفاع وزارت ته بل نوماند ښاغلي افضل لودین هم د دغه ډلې د مخالفت په لامل مخکې له دې چې ولسي جرګې ته وروپېژندل شي، پیشکي استعفی ته اړشوی وو.
کله چې نن ولسي جرګې ته د ملي دفاع د نوماند وزیر پتوګه، د ښاغلي ستانکزي د ورپېژندلو ورځ رسیږي، پر ولسي جرګه وسلوال برید، د سړي په ذهن کې انځوروي چې له ښاغلي ستانکزي څخه مخکې دفاع وزارت ته د دوه نورو نوماند وزیرانو پاتې کول او بیا د ستانکزي په اړه د عطامحمدنور ګواښونه، ټول لکه د ځنځیر کړۍ یوله بل سره تړلي دي.
دا چې ISI او طالبان په دې پېښه کې لتاړ دي، د خبرې یو اړخ دی چې نسبتآ څرګند دی(که د ایران استخبارات یوې خوا ته پریږدو)، خو داچې ISI او طالبانو ته د ولسي جرګې پر مانۍ، هغه هم ملي دفاع وزارت ته د ښاغلي ستانکزي د پېژندګلوۍ په ورځ، د پېښې لار چا اواراه کړه، دلته د عطامحمد نور او نورو جمعیتیانو برخه او لاس چې په امنیتي اورګانو کې ځواکمن دي، له پام نه شو غورځولای!
وړمه ورځ اسماعیل خان خپله پرله پسې ادعا بیا تازه کړه او وايی «مجاهدین دافغانستان د نفوس غټه برخه ده او وايي که حکومت دغه مجاهدین خوشاله و نه ساتي نو دا به په راتلونکي کې جدي خطر رامنځته کړي. هغه دا و نه ویل چې مجاهدین په څه خوشاله کیږي، لیکن تر ډیره يي د مجاهدینو مشرانو ته د کلیدي پوستونو دسپارلو مطالبه کوله»
جمعیت ، نظارشورا او د کرزي په ګډون جهادي مافیا هڅه کوي چې د اشرف غني د کادرونو او تګلارو په وړاندې خنډ شي. دوی په خورا مهارت سره د ولسمشر غني په وړاندې خپلې توطيي او تخریبي هڅې د طالبانو، ISI او نورو تر ماسک لاندې پټوي.
دلته باید دوه خبرې یوله بله سره بېلې کړو. د طالبانو یا نن سبا د داعش او د ISI برخه چې دلته هم غټې او وړې نورې خبرې شته( لکه د ایران او یا د سیمې نور استخبارات) او بله په کور دننه د پخوانۍ جهادي مافیا برخه!
که طالبان او ISI د افغانستان په نیابتي او نااعلان شوې جګړه کې یو اړخ ګڼل کیږي چې یو اړخ هم دی، خو بل اړخ چې د دې جګړې ادامې ته لار اواوري او جګړې ته عملي بڼه وربخښي او هغه اوږدوي، بیا جهادي مافیا ده!
جهادي مافیا، د طالبانو او ISI کوتکونو او بمونو پرله پسې ګوزارونو ته، افغانان بربنډ کړي اوڅملولي او ټول په ګډه، د افغان ولس خونړي دښمنان ګڼل کیږي!

-
بېرته شاته