(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هدفي وژنې او ناپایه توطیی

[09.Jun.2015 - 19:03]

لیک:  بسم الله اکبري

یو وخت چا دانګلستان د نامتو دپلومات او صدراعظم چرچیل څخه وپوښتل ستاسو دولت په دومره لیرې واټن کې په یوارت او سترګڼ میشته هیواد هندوستان باندې وربلوسلي اودغه هیوادمو دښکیلاک اوزبیښاک لاندې راوستی دی ولې پخپل نیږدې چم ګاونډ کې کوچنی اوکم میشته هیواد ایرلینډ باندې نه وربلوسی اونه یې نیسی؟

چرچیل په ځواب کې ورته وویل زموږ لپاره ستر او ګڼ میلیون میشته هیواد اویا کوچنی هیواد ،لیری والی اونیږدیوالی طرحه نه دی زموږ لپاره د هر هغه هیواد نیول او کابوکول اسانه دي چې اکثریت وګړي اوپرګنې یې نادانه،جاهل اواقلیت لږه کي واکمن یې خایین اوغله اوسي.

له چرچیله بله پوښتنه وشوه تاسو ولې دمنځني ختیځ اسلامي هیوادونه ارام ته نه پریږدی دهمیشنیویرغلونو موخه موڅه ده؟

زموږ د ولسونوسره کارنشته هلته زموږتیل پراته دي.

رښتیاهم د چرچیل په ځوابونو او ښکاره دریځ کې د استعماراواستکبار څرګند انځور او بل یوپه زړه پوري حقیقت پروت دی هغه داچې دایرلینډ په څیر کوچني هیوادباندې دانګلستان د دولت له خوابلوسل او یرغل ځکه ګران و چې د دغه کوچني هیواد ټول وګړي اومیشته پرګنې دپوهې په ګاڼه سمبال اولږه کي واکمنان یې وطنپاله ، ولسپاله اوخپل ولس ته صادق او رښتیني خدمتګارو و او دهغه وخت دیوه سترهیواد هندوستان نیول اوښکیلول بیا ورته ځکه اسانه وچې د دغه پراخ هیواد وګړي او میلیوني پرګنې جاهلې، ناپوهه اوپه ځانځانی اخته اولږه کې واکمنان یې خایینان اوغله وو او همدا لامل چې د دغه هیواد ویني انګلوساکسون سمندري اخته پوتانواوسوسماروپه پیړیوپیړیووزبیښلې او د نړۍ پرمخ ټول هغه هیوادونه چې په ورته بدمرغیو او ناروغیو اخته ووتل د ښکیلاکګروا و زبیښاکګرو د خونړیو بلوسو او تیریو سره مخامخ شوي.زموږدهیواد معاصر تاریخ د بیلابیلوپاچاهانواو زورواکانوپه بیلا بیلو

 پړاوونو کې څرګندې بیلګې لري چې په پایله کې یې اوسنی افغانستان هم ژوندی بیلګه ده.

زموږ هیوادله بده مرغه د خاینواواقلیت غدارانو،غلوپه زراوزورمینو واکمنانواوډیرګړود ناپوهۍ له کبله په اوسني خونړي محشراوزړه بوږنوونکي ناورین اخته دی .سیمه ییزاونړیوال دوښمنان په لوی لاس اورذیلانه توطیو زموږولسونه دجهل،ناپوهۍ په تورتم کې دتل لپاره ښکیلول اوساتل غواړي اویوموټې غله دماڼیواوفرعوني شتمنیوخاوندان دافغان ولس په برخلیک سپاره دي. د جهل او تورتم ټیکه داران داسلام دسپڅلي اومقدس دین ترچترلاندې کلونه کلونه دپوهنې ،ښوونې اوروزنې د ډیووپه مړه کولودعلم اوزده کړودمرکزونوپه نړولودښوونکواوپوهانواواهل خبره کسانوپه تروراو وژلوبوخت اودادی دځان مرګووحشیانه بریدونو دخوراستروحشت،بربریت اوهدفي وژنو خونړۍ جګړه زموږپه بې وزلواوغمیدلو ولسونو تپل شوی ده.

د دویمي نړیوالې جګړې په خونړي ناتارکې کابوټوله پرمخ تللي اروپا ونړیده شپیته ملیونه انسانان ووژل شول په لسګونو،لسګونو وګړي نارینه اوښځینه ټپیان اوزیاتره جبري مهاجرتونو ته اړشول دعلم،پوهې اوپرمخ تللي تمدن اسمان څکي ماڼۍ اواقتصادي مراکزچورلټ ونړیدل ښکلي اروپادعلم اوحکمت ځلانده ټاټوبی اوله برمه ډک هیواد المان په کنډواله بدل شواو د مدنیت په ورانو ویجاړوکې ټپوسانو ځالې و کړي او په دغه بډای هیواد کې په لکونو لکونو خلک له  لوږي مړه شول دوینواوباروتوبوی هره خواخپورستري اودرنې ککرۍ خاوري شوي خو د اروپا بیدارو اوخپله خاوره مینوولسونوهیوادپالو،پاک وجدانه عادلو واکمنانو یوځل بیا په هوډمنه اراده او سپیڅلوارزوګانو د اروپا هر لوري ته دعلم اوپوهي څراغونه بل اوورانې ویجاړې کنډوالې یې له سره ابادې،سمسورې او داسې ورغولې ته به وایې چې دغه خاورې هډو جګره او ناتار نه دی لیدلی دامریکادوخت جمهور ریس ترومن دخپل هڅاند او نوښتګر بهرنیو چارو وزیر مارشال طرحې اوداروپادبیاجوړونې اومجد د عمران پلانونه دمارشال په نوم په ټوله اروپا کې پلي کړل په ګرده اروپاکې دمارشال پلان په پلي کیدولاس پوري شو چې په پایله کې داروپا زیاتره هیوادونو دورانوونکي او خونړی جګړې ورانې ویجاړې جبیره او خپل هیوادونه یې بیاورغول.په هغه مهال د ماسټرپلان بودجه او نغدي مرستې له هغومرستو څوځلې کمې وي کومې چې افغانستان ته دبن دکنفرانس وروسته دافغانستان د غلو او غدارو واکمنانوپه واک کې ورکړشوي څه ناڅه یوسلودیارلس میلیارده ډالره نغدي مرستی تري تم او د غداروواکمنانوله خواچور او د دوی په جیبونو کې ولویدی . ښاغلي حامد کرزي د غلواو مافیاکړیو سره دجوال خوله ونیوه د هیواد منقول او غیرمنقول شتمني چور شوه د مافیا مزدور وکړیو پخپل بې ساري چوراو چپاول سره د افغانستان نړیوال پرستیج دي کچې ته راټیټ کړچې په نړۍ کې یې دفساد دویمه درجه شرم وګاټه هرچاته د لمر په څیر روښانه ده چې ډیریوچارواکودملت پانګه او شتمني په ښکاره سپین سترګی تالاوالا کړه.

.د افغانستان غیرتي او تاریخي خاوره چې د پیړیوپه پوړیوکې د بلوسګرو امپراتوریو هدیره بلل شوي له بده مرغه اوس پخپله دافغان میړني ولس په هدیره بدله شوي ده هره ورځ او هره شیبه دویراوماتم غمجنې ساندې اوریدل کیږي د پاکستان لعنتي، د وزخي څارګرسازمان ټول ټال یولک پنځوس زره مسلکي خطرناک او بې رحمه غړي لري چې له کلونو کلونو راهیسي دافغانانودوینوپه تویولواوزموږدګران هیواد په نړولواوځپلوبوخت اوتردې مهاله دجنرال ضیالحق او اختر عبدالرحمان هیلي او وصیتونه د هیوادپه ګوټ، ګوټ کې پلي کیږي اوجګړي نوي بعدونه اونوي بڼې د تورمخو داعشیانو او ډول، ډول بنسټګرو تر چترلاندې دافغان ولس دتباهی اوبربادی لپاره په پوره شدت سره روانی دي.

د افغانستان روانه جګړه دنړی دجګړوپه تاریخ کې اوږده جګړه او همداراززړه بوږنوونکي وحشیانه جګړه ده چې پخپله د دې هیواد دمیشته ولسونوترمنځ دافغانستان دتاریخي دوښمنانود ستراتیژیکوخطرناکونقشواوپه با لفعل اوبالقوه ګډون په شلمه پیړۍ کې پیل اودادی په یوویشتمه پیړۍ کې هم لاپه شدت اوحدت سره روانه ده.

خوترټولودافسوس بیا هم دافسوس خبره داده چې دجګړې داور په لمبوکې چارواکي اوواکمنان ،چورواکي اوغداران اوسترجنرالان  د پچودغلوپه نوم رسوا شوي دخپلوجیبونوپه ډکولواودقصرونوپه جوړولوپه ښکاره غصب اوتالان بوخت دي اودمعلوم الحاله غدارانوتنکې تنکې نازولي بچیان د دغه ستراوقهرمان ملت په برخلیک واکمن کیږي اوپه څرګنده سپین سترګی په ملت،وزلوبه روانه ده همدالامل دی چې دولس اودولت ترمنځ دکرکې اوبې باوری واټن رامنځته شوی اوله بده مرغه په پراخیدودی

له بلی خوا دا یو څرګند واقعیت دی چې دنړیوالې جګړي په پرتله څوځلې زیات ،ګڼ شمیر هیوادونه دافغانستان په خونړی جګړه کې ښکیل دي اودکلونوکلونوراهیسۍ جګړې نړیوال اړخونه اوبعدونه پیدا کړي په افغانستان کې جګړه هم نړیواله جګړه اوبې ساري وحشتناکه جګړه ده په دې جګړه کې هغه مدرنې اوپه نوي بڼه تخریبي بیلابیلي وسلې وکاریدې چې دنړۍ په تیروجنګونوکې هډواستعمال شوي نه وې دغه تپل شوي مدحشې جګړې نه یوازې افغانان دسترومالي اوځاني زړه بوږنوونکوتباهیو،وژنواوسترناتار سره مخامخ کړي بلکې له بده مرغه زموږدلرغوني هیواداصیل،تاریخي اوویاړلي ارزښتونه سخت اغیزمن اوآن له منځه یوړل.

لویه اروپا د ترومن په دوکتورینو او د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جورج مارشال له خوا د هغه په نامه مارشال پلان د څه کم دیارلسو میلیاردو په پلي کیدوورغول شوه ایاجګړه ځپلي افغانان چې ولس مشرانویې له امریکا سره ستراتیژیک نظامي اوامنیتي تړونونه لاسلیک کړي اودافغانستان په جیوستراتیژیک جغرافیه کې یې تلپاتې نظامي حضورترلاسه کړداحق نه لري چې دترومن اوجورج مارشال په څیر دروغ نیتۍ له مخې اوبامادوکتورین اوجان کیري پلان طرحه کړي اولکه څنګه چې پاکستان ته د دوستۍ په سترګه ګوري افغانستان ته درښتیني دوستۍ په سترګه وګوري هغه افغانان چې د دوی د سرونو په بیه د دوی هغه سترځواکمن نړیوال ګواښ له منځه ولاړچې دهغه په اړه به یې ویل کله چې په کریملین کې بریژنیف وټوخي په سپینه ماڼۍ لړزه اوپه لویدیزه نړۍ تبه راشې داویره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته جمهور ریس ترومن اوجورج مارشال هم درلوده چې دشورو يي دیکتاتورجوزف ستالین نظامي پلانونه یې په اروپا کې دمارشال پلان په وسیله ډب کړل.خوله بده مرغه دامریکا اوسنی مشرتابه نیتونه خیرن اویوه بیلګه یې د ډاکتراشرف غني په مشری دګټلوټول ټاکنوتاله ترغه کول اود دوی له خوا دتپل شوي دموکراسی بدنامول دي.رښتیا یې ویلي دي چې (مردان مرد جزبه پای خود نه می ایستند).که زموږ حکومتي اودولتي چارواکي دملي یووالي په ژمنوکې صادق اورښتني اوسي دهیواد دبیا رغونې چانس دمشرمتفکرپه مغزوکې شته اوکنه دجیلک مآب کرزي صاحب اوپاکول مآب عطاصاحب په زهرجنوډنډوروبه زموږولسمشر څخه دویم رمضان بشردوست صاحب جوړشي

ګران افغانستان یوازي د ډاکټراشرف غني اوډاکټرعبدالله عبدالله هیوادنه دی دادټولوسره وروڼوافغانانو،قومونواوملیتونومورنی وطن اوزموږدپلرونوګډټاټوبی دی پرمخ تللي هیوادونه دهغه ګډمیشتوولسونوپه ګډه همکاری اوهم غږی جوړشوي اوآبادشوي دي ایادهیوادپه دننه کې سره ښکیلي غاړې یوتربله ځیني ګډوجوهات نه لري چې بې له شکه خورازیات ګډټکي اووجوهات شته دهمد ګډوانګیرنواوسره ورته موخو لپاره دټولووطنپالواوپاک وجدانه افغانانوکه دهیواد د ننه اویا بهردي دمورني،پلرني اوګلالي ګران ټپي،ټپي هیواد افغانستان دنجات ،ژغورنې اوسمسورتیاپه موخه دعمل میدان ته ورودانګواوپه دغه غم ځپلي اوجګړوځپلي خاوره کې سوله اوټیکاورامنځته کړودسولې په ټینګښت سره بیادهرغداراوغله سره په اسانی محاسبه اوبریالی مجادله کیدلی شي.

د ټولووروڼو افغانانو د یوه ملي خوځښت او پیوستون په هیله.

۹/۶/۲۰۱۵   هالینډ   بسم الله اکبري.

-
بېرته شاته