(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ائينې غوندې بې رويا بې ريا

[30.May.2015 - 15:28]

لیک: سليم راز

دپښتو شاعرۍ په حواله چې څومره شهرت مقبوليت او محبوبيت درحمان بابا په برخه رسيدلے دے دبل چا نه دے نصيب شوے . حقيقت دادے چې درې نيم سوه کاله تيريدو باوجود درحمان بابا شاعرى په فکرى اوفنى لحاظ نن هم تازه توانا او دعصرى تقاضو مطابق ده . داوولسمې صدۍ په شهشناهيت، قبائيلى رواياتو او جاګيردارانه معاشرتى نظام کښې پيدا شوې شاعرى دنننى سرمايه دارانه اوصنعتى دور دپيداوارى رشتو په موجودګۍ کښې ديوويشتمې صدۍ دکمپيوټر او انفارميشن ټيکنالوجۍ په منيځ کښې دنننى انسان دجمالياتى ذوق په تسکين او دسماجى تعلقاتو په تشکيل کښې هم خپل کردار ادا کوى .

درحمان بابا شاعرى اوافکار نن هم زړونو ذهنونو ته رڼا او فکر ونظر ته تازګى اوتوانائى ورکوى اود جديد دور دانسان فکرى رهنمائى کوى ددې بنيادى وجه داده چې رحمان بابا دمحبت او اخوت، انسانيت اوشرافت شاعر اودامن نيکۍ اوصداقت پيامبر او مبلغ ؤ هم دغه دهغه دشاعرۍ اوتعليماتو د ټولو نه اهمه حواله اودپيژندنې معتبره وسيله ده . درحمان بابا دشاعرۍ يواهم اړخ تصوف دے او عام طور ره هغه ديو صوفى شاعر په حيث يادشوے اوپيژندلے شوے دې خوداياد ساتل پکاردى چې هغه تارک الدينا صوفى يا درويش نه وو دهغه تصوف او صوفيانه انداز فکر مثبت، صحتمند او تعميرى دے چې دژوند څخه فرار اوقنوطيت پکښې نشته بلکې دژوندکولو يوه داسې طريقه اوسليقه لرى چې درجائيت مزاحمت او مقابلې رجحان پکښې زيات څرګند او مضبوط دے .

ځکه چې درحمان بابا صوفيانه تفکر دهغه په خپل معاشرتى، تهذيبى او مذهبى سياق وسباق کښې دننه خپل اظهار کوى . درحمان بابا دشاعرۍ اوتصوف بنيادى نکته محبت اوانسان دوستى ده هغه دامن، مساوات، انصاف او انسانيت درس ورکوى او دظلم جبر استحصال اوطبقاتى امتياز مخالفت کوى په دې حواله هغه دصوفياؤ د هغه ډلې سره تعلق لرى چې ملامتى صوفيان بللى شى . درحمان بابا په شاعرۍ کښې دهغه دماحول اوسماجى ژوند عکس اونقش ډير واضحه او ښۀ صاف وشفاف دے په کلام کښې ئې دخپلې خاورې خوشبوى او دخپل عصر روح موجود دے .

شاعرى ئې خپلې خاورې نه سر راپورته کړے او خپل عصرئې معرفى کړے او متاثر کړے دے او دخلقو دشعور په بيدارولو کښې ئې لوئې لاس کړے دے ځکه وئيلے شو چې هغه دخپل دور يو ترقى پسندشاعر او مفکر ؤ چې په نننى دور کښې هم دهغه شاعرى دخلقو په فکرى رهنمائۍ کښې يواهم اوترقى پسند کردار ادا کولے شى ،، رحمان بابا دژوند اودهر دور نمائنده شاعر دے اوپه هره زمانه کښې دانسانانو فکرى رهنمائى کوى نن هم دهغه کلام اوپيغام دمعاشرتى ژوند دښکلا او رڼا دپاره ډير ضرورت اولوئې اهميت لرى دوحشت او دهشت خلاف دمزاحمت قوت اوحرارت لرى اوپه قومى او عالمى سطح دامن په قيام کښې بنيادى کردار اداکولے شى . دننو حالاتو تقاضه ده چې درحمان بابا کلام او پيغام خورکړے شى اودهغه دکلام پيغام نه دالهام په اخستو دهغه دفکر ونظر په خورونې او توسيع کښې په عوامى اوحکومتى سطح کار وکړے شى او دقلم خاوندان هم په دې لړکښې خپلې منصبى ذمه وارۍ سرته ورسوى

کر دګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شى 
ازغى مه کره په پښو کښې به دې خار شى 
کوهې مه کنه دبل سړې په لار کښې
چرې ستابه دکوهى په غاړه لار شى 
هغه زړۀ به له طوفانه په امان وى
چې کشتۍ غوندې دخلقو باربردار شى

 

-
بېرته شاته