(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په كوټه كې په پښتو ژبه د زده كړې معيار ته ...

په كوټه كې په پښتو ژبه د زده كړې معيار ته ځغلنده كتنه وايي چې د كومې ژبې ادب ختم شي نو هغه ژبه ختمه شي چې ژبه ختمه شي نوهغه قام ختم شي . دا هم ويل كېږي چې په تېرو دوو لسيزو كې د نړۍ له پردې څخه 250 ژبي له منځه تللې دي . د دې خو هيڅ امكان نشته چې پښتو ژبه دي هم د نړۍ له پردې څخه پاكه شي خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ د پاره منډه ترړه كول څومره په كار دى د دې سوال ځواب به غواړو. كله چې موږ په جنوبي، شمالي، او منځنۍ، پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړي معيار ته وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې دم ګړۍ د پښتو د زدكړي دروازه بنده ده ډېرى خلك د دې لويه وجه دا ښيي چې كله دوى په پښتو ژبه زدكړې وكړي نو بيا دوى ته روزګار نه پيدا كېږي .په پاكستان كې د سيند ايالت څخه پرته چې دفتري او سركاري ژبه يې سيندي ده نور په ټول هيواد كې سركاري اودفتري ژبه اردو ده . نو دا حال د دغو سيمو هم دى. ماچې كله په كوټه كې د لوى پوهنتون دروازه ورخلاصه كړه نو په دومره لوى پوهنتون كې د ګوتو په شمېر زده كونكي د پښتو ژبي په زدكړه بوخت وو. " شفاء كاكړه" چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زدكونكې وه لراوبر ډاټ كام ته وويل چې" تر ټوله د مخه خو بايد د پښتنو په سيمه كې زده كړه په پښتو ژبه باندي عام شي ځكه چې په دې سره د هر قام تركي كېږي، او په دې باندي څه موده د مخه يوه نړيواله ځېړنه هم شوې وه " دا داسي ځواب دى چې دا د هري ژبي د ويونكو دا خواهش وي چې زد كړه دي د دوى په مورنۍ ژبه كې وشي. كله چې مې له هغې څخه پوښتنه وكړه چې تا ولې دا خوښه كړه چې لوړې زدكړې په پښتو ژبه باندي وكړې نو هغې په ځواب كې راته وويل " كله چې ما په يوه نړيواله موسسه [ اين ، جي ، او ] كې كار كاوۀ نو زه به د پښتنو سيمو ته ولاړم هلته د هغه خلكو حالات ډېر خراب وه ډېر در په دره او وروسته پاته ژوند يې تېرا وو نو له دې وجې ماته دا احساس پيدا شو چې زه بايد لوړې زده كړې په پښتو ژبه باندي وكړم، او زړه مې دا غواړي چې نور د ژوند ټوله برخه د پښتنو په خدمت كې تېره كړم" كله چې مې دا خبره له شفاء كاكړې سره شريكه كړه چې خلك په دې وجه پښتو زد كړي ته زړه نه ښه كوي چې وروسته روزګار نه ورته پيدا كېږي هغې په كټ كټ سره وخندل او وېويل " داسي خبره نه ده نن سبا داسي وخت راغلى دى چې د دنيا ډېرو وړو وړو قامونو دې ته ملا تړلې ده چې په خپله مورنۍ ژبه باندي دي تعليم وكړي حكومت چې دا دومره لويه څانګه د پښتو د زد كړې د پاره په پوهنتون كې پرانيستې ده نو د دې مطلب دا ده چې حكومت به روزاګار هم ورته پيدا كوي" بختوره چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زده كونكې وه او له ډېرو خبرو يې ډډه كوله لر او بر ډاټ كام ته وويل چې" زه د دې د پاره نه چې ماته به روزګار پيدا سي او كنه بلكي د دې د پاره په پښتو څانګه كې زدكړه كوم چې دا زما مورنۍ ژبه ده د دې ژبې په ما باندي دا حق دى او زه له خپلې ژبي، دود، او دستور سره ډېره مينه لرم " د بختوري په رنګه ډېرې داسي پښتنې زده كونكې شته چې له خپلې مورنۍ ژبې سره بې كچه مينه لري خو د پښتنو په ډېرو سيمو كې خلك خپلې خويندې او لوڼې د زده كړې د پاره ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو د دې لويي مسلې حل به په څه كې وي ؟ دا سوال هم بې ځوابه پاته شو. د پښتنو په ډېرو سيمو كې ددولتي ښوونځيو تر څنګ خلكو خپل شخصي يا [ پرايوېټ ] ښوونځي هم د كاربار او ګټې د پاره خلاص كړي دي خو يوۀ سړي هم په خپله مورنۍ پښتو ژبه د خپل ښوونځى په دروازه دا كليمه ونه ليكله چې [ په خپله مورنۍ ژبه د زه كړې د پاره ښوونځي ته ښه راغلاست ]. نو په دې حواله مې له سيف الله پڼي څخه چې پخپله هم يو شخصي ښوونځى لري پوښتنه وكړه چې ولې په دې دومره شخصي ښوونځيو كې يو هم داسي ښوونځى نشته چې هغه دې په پښتو ژبه كې ماشومانو ته زده كړه وركړې نو هغه په ډېره حيرانونكې بڼه لراو بر ډاټ كام ته وويل" له دې حقيقته هيڅوك هم سترګې نه شي پټولى خو دلته د ښوونځيو دستور داسي جوړ شوى دى چې په اردو ژبه كې زده كړې كوي زده كوونكو ته، نو زما دا وعده ده چې كله هم له كاله درسونه شروع شي نو زه به يو كلاس پېل كوم په پښتو باندي". ماچې دا پوښتنه په كوټه كې د پښتونخواملي عوامي ګوند له يوۀ سيمييز مشر سره ګډه كړه چې"د تاسو ګوند تر كومه حده پوري بريالى شوى دى چې پښتو ژبه دې په دې سيمه كې سركاري او دفتري ژبه شي ځكه چې دا ګوند خو د همدې شي د پاره منډه ترړه كوي" نو هغه په ځواب كې راته وويل " موږ په دې هڅه كې يو چې د پښتنو په سيمه كې دي پښتو سركاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه شي او موږ د پاكستان د جوړېدو سره سم دا جدوجهد شروع كړى دى" د دې پوښتنې چې " په جنوبي پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زده كړې معيارڅنګه دى" دځواب د مندلو د پاره مې د سيمي او روانو حالاتو له كارپوهه ښاغلي ابراهيم خليل سره اړيكه ټينګه كړه نو هغه په خپل ځواب كې راته وويل "زماپه خال د شيلمې پېړۍ په پرتله باندي په يويشتمه پېړۍ كې خلك ډېر د پښتو د زده كړې خواته راګرځېدلي دي، په خاصه توګه ځوان كول، هغه په دې چې دا وخت تقريباًپه نړۍ كې له 250 څخه زيات ورځپاڼي، رسالې، او جريدې، په پښتو ژبه باندي خپرونې كوي دا رنګه تر سلو زيات ويبلاكونه په پښتو ژبه خپرونې كوي ، راډيوګاني او تلوېزنونه خو لا ايسته پرېږده". ما چې له ښاغلي ابراهيم خليل څخه دا پوښتنه وكړه چې څه كول په كار دي چې په دې سيمه كې د خلكو پام دې ته راوګرځي چې په پښتو ژبه زده كړې وكړي نو هغه په دسمال خپلې عينكې پاكې كړې لراوبر ډاټ كام ته يې وويل "په لنډو ټوكو كې بايد درته ووايم چې هره ژبه چې ذريعه د معاش وګرځي نو بيا خلك په هغې ژبه زده كړې ته زړه ښه كولى شي، نودا رنګه پښتو هم وشمېره، د مثال په توګه اردو ژبه زريعه د معاش ده نو دلته ټول خلك غواړي چې په اردو ژبه زد كړي او كړي". كه څه هم تېركال دجنوبي پښتونخواپه پښين كې د زده كوونكو دپاره د اردو،اوانګرېږي زده كړې ترڅنګ پښتودرسي كتابونه هم له چاپه راوتلي ووخو پښتانه وايي چې" په يوه اوزه جشن نه جوړېږي". داسي هم نه ده چې په دې سيموكې په پښتو ژبه د زده كړې دروازې يومخ بندي دي،دافغانستان له نوروسيمو څخه چې دې سيمې ته كوم كډوال راغلي دي او په ښارونو يا پنډغالوكې يې ژوند پېل كړى دى نو هغه اوس هم خپلو بچيانو ته په خپله مونۍ ژبه پښتو باندي زده كړې وركوي . كه له دغو راغلو كډوالو څخه پرته چې په پښتو ژبه كې خپلو بچيانو ته زده كړه وركوي د دې سيمي اوسېدونكوته ځير شو نو پايله به يې ډېره ناسمه وي. اوموږ چې د دې ټولو خبرو وشاته [ پس منظر ته] وګورو نودې نتېجې ته رسېږو چې پښتو ليك لوست دلته د شاعري او ليكوالي ترحده پورې محدوده ده نورنو د ليك اولوست په حواله هرچا لاس ځينې اخيستى دى . Laraubar.com - بېرته شاته