(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باختري ژبه

[12.May.2015 - 19:21]

لیک:پوهاند ډاکترمجاور احمد زيار    اکسفورډ، اپرېل۱۵

باختري ژبه (نه  تخاری و نه مادر زبان دری)

د منځنۍ ساکي لور او د پښتو ترور

دا ژبه د ساکي د لور په توگه د منځني آرياني ژبپېر په شمال ختيزې څانگوړې اړه لري او دکوشانيانو او يپتليانو(يفتليانو) مورنۍ او رسمي ژبه وه. خو په زړه پورې دا چې  ژبپوهانو د شلمې پېړۍ  د شپېتمې لسيزې تر نيمايې پورې د يېکيو(سېکو) او ان د کنېشکا د سره کوتل  ډبرليک تر رابرسېرونې ۶-۷ کلو پورې د دغو دوه آرياني ټبرو په نامه نوموله. هرگوره، له مخينۍ ډلبندۍ (← اړوند جدولونه) سره سمه يې د سو غدي ،خوارزمي، الاني  او خوتني ترڅنگ پېنځمه شمال ختيزه منځنۍ آرياني  ژبه، چې پر وړاندې يې شمال لويديزې پارتي او سوېل لويديزې پهلوي(منځنۍ پارسي) ژبې ټيکاو لاره (هينېنک۲۰؛ لومړی ځل ما(زيار پر  ۱۷-۲-۸۷)  د کوشانيانو په نړيوال سېمينار (تحليل اتنولنگويستيک زبان کوشاني من حيث يک زبان اصيل باختری) ليکنې په ترڅ کې دغه نومونه وړاندې کړه چې راروسته مې په همدغه سر ليک د هومباخ ۱۹۶۰کال ( د کنېشکاډبرليک) نومي نښير د پښتو ژباړې سريزه کړه. هرگوره، دغه الماني آريانپوه له دويم کره کړی چاپ (۱- ټوک۱۹۶۶)  سره  د نښير سر ليک هم پر ((د باخترۍ ژبني لاسوندونه)) راواړاوه. خو ماته يې يو راستولی  ټوک فرانسي آريانېست  فوسمن په هماغه څېړنغونډه کې راکړ او مايې هم سملاسي نوم   په خپله ليکنه کې د هغو آريانپوهانو پر نوملړ ورزيات کړ چې وار له مخه يې  د يېکيو(سکو) له مخې ((با ختري)) نوم  ډاگيزه کړی وو، لکه هينينگ، بنوېنېست، استاد مور گنستيرن، گېرشوويچ، ژارژ ردار(زما دوکتورفادر) او نورو پليونيانو(← اخځليک).

زموږ تاريخوالو او بياپارسي ليکوالو، او هغو هم ښايي،د چيني سيلاني هېونڅنگ د )تخارستان  To-kho.lo)  له مخې ((تخاری←)) بلله، او استاد حبيبي لا گړسره په سوېل لويديزې څانگوړې پورې تړلې او(مادر زبان دری) نومولې چې په هماغه لو مړيو کې يې تر همدغه سرليک لاندې يو کتابگوټی کښلی وو.

په دې لړ کې دوکتور غلام جيلاني داوري  لومړی پارسي ژبی لرغونپوه(!) دی چې د((يک سنگ نبشتۀ تازۀ دورۀ باختری در رباطک، سمنگان))  تر سرليک لاندې يې دغه ژبه سمه نومولې ده (آريانا،شماره های اول و دوم، مارچ ۲۰۰۲). هرگوره، ما پر خپل وار دغه روستی باختري ډبرليک د لندن پوهنتون د (سواس) آريانېست نېکولا سېمس- ويليمز(Sims-Williams)  د سېکه پوه جوکرېب (Joe Cribb) په ملتياله ژباړنې او شننې سره سم له سمونې دگډ استاد (دېوېد مکنزي) له لارې ترلاسه کړی وواو مايې هم يو ه گره بره پارسي ژباړه او شننه پر۱۹۹۹ په (فردا مهالنۍ – سوېډن) کې خپره کړې وه.

داوري  پر خپل وار د  ژبنوم په تړاو ليکي: (( پوهان لومړی نه پوهېدل چې دغه تازه رابرسېره شوې  ژبه څه ونوموي.  نو په دې تړاو بېلابېل وړانديزونه رامخته شول، لکه: تخاري، سکايي، بلخي. په پای کې انگرزي پوهانو د هينينگ وړانديز ومانه او باختري ونومول شوه)).

په دغو درو نومونو کې (سکايي)  په دې دليل رامخته شوی وي چې  پر ۱۹۴۰ د ساکه ژبې پېژندنه شوې او د مورگنستيرن خپل نارويژي استاد او خسر(ستن کونو) يې د خوتني  خور (خوتن ساکي)  نومولې وه، که نه ((ساکي)) نوم راروسته د ټوليزې مورينې لپاره ځانگړی کړ شو؛ (بلخي) هم  هرگوره، د باختري د نومهالي انډول په توگه وړنده نه برېښېده، ځکه په منځني آرياني ژبپېرکې (باکتر، باکتريا←) لا (باختر) او بيا بلخ ته نه وو راوښتی. تخاري يا توخاري، لکه چې وړاندې نغوته وشوه، له هماغه دوديز (علط مشهور) نامه څخه آره اخېسته په دې دک و دليل:

دغه نوم له آره د هندواروپايي ژبکورنۍ داروپايي ښاخ  په يوې ژبې اړه درلوده او تو کي يې له چيني تورکستانه لاسته راغلي، ويونکي هم هغه اروپايي کوچيان ول چې زموږ  له ساکي نيکونو سره يې د کوکاس (قفقاز)  څخه تر منځنۍ اسيا او ان باختره گډموسمي تگ راتگ کاوه او د ژيړ نژاد، په تېره تورکي هونانو د يرغلونو پر وړاندې يوه اوږد مهالهې ټلواله رامنځته کړې وه. راروسته تخاريان  د سېنکيانگ په (کوچه) او (تورفان) کې مېشت شول او خپله تخاري ژبه يې تر اوومې زېږدي پېړۍ ژوندۍ ساتلې وه. ژبپوهانو يې توکي او لاسوندونه (۱۹۰۲- ۱۹۱۴) کلونو پورې په هماغې مېشت سيمه کې رابرسېره کړي دي  او پر (A) او (B)  برخو يا گړدودو يې وېشلې ده.   بياهم کېدای شي، دغو تخاري ژبواروپاييانو لږوډېر وگړي د هونانو د يرغلونو له لامله له ساکي ټبرونو او په دې لړ کې له کوشانيانو سره د باختر خواته راغلي او ور سره اخښل شوي وي. خو داچې هېونڅنگ دکوشانيانو او يپتليانو يا په خپله چيني نامه (يوچي) پرځای تخاريان او سيمه يې  تخارستان (To-kho-lo) بللې ، ښايي نورو بوميانو هغه مهال په همدې نامه يادول او ياهم له رښتينو تخاري لږه کيو سره مخ  شوی وي چې لا تر هغې مهاله له ډېري کوشان- يپتلي ټبرونو سره اسېمېلېت شوي نه ول! (زيار: دکنېشکا د سره کوتل ډبرليک- سريزه).

داوري ليکي چې د سره کوتل ډبرليک پر ۱۹۵۷ز. کال رباطک ته ورڅېرمه په دغه کوتل کې  د پروفېسور شلوم برژې په مشرۍ فرانسي لرغونپوهانو رابرسېره کړ. دا پر درو ډبرو کښل شوې، يوه لويه او دوې وړې.  داوري هم د خپل استاد هېلموت هو مباخ د ۱۹۶۶کال چاپ کړی دوه ټوکيز  نښير يادوي او زياتوي چې په هغه کي يې د دغه ډبر ليک په شننه کې دتوچي  له ډبرليکونو، د ورزگان د جغتو ډبرليکونو، له يپتلي لاسکښنو او گڼشمېر سېکو څخه هم گټه اخېستې ده. راروسته يې هم د نورو آريانېستانو، په تېره د هرماته گېرشوويچ هغه کره کتنه په پام کې  نيولې چې د با خترۍ د شکسته ليکدود د لوستنې په تړاويې رڼا اچولې او په دې توگه يې خپلې تېر وتنې پرلپسې سمې کړې دي.

دوکتور داوري هم پر خپل وار د باختري ژبې نور تازه رابرسېره شوي ډبرليکونو، لکه  دقره تپې، دلبرجين، ناور دښتې هغه چې د نورو آرينپوهانو له خوا ژباړل شوې او شنل شوې،پر ۱۹۸۲ کال په يوه رساله کې سره رانغښتې او له چاپه راکښلې دي. رباطک ډبرليک سره کوتل ته څېرمه پر۱۹۹۳ کال ښاغلي جعفر نادري د شمالي ټلوا لې د يوه بولندوی په توگه د تنظيمي جنگونو د سنگر کښنې په لړکې  موندلې او په خپل کور پلخمري کې يې راخوندي کړې وه. خو فرهنگي مېړانه يې دا چې د بي بي سي خبريال (تيم پورتر) ته يې دعکس اخېستنې اجازه ورکړې او هغه هم تر سيمس – ويليمز رارسو لی وو، او داوري يې پر۱۹۹۶ خپره کړې ژباړه او شننه په دغه اوسنۍ ليکنه کې تر څېړنې لاندې نيولې دي.

داوري د هېونڅنگ (هيوان تسنگ)  د گوزارش پر بنسټ د تخارستان ((  To-kho.lo) يانې د باخترۍ(کيڼ -ښی)  ليکدود ۲۵ يوناني توري  له يوه سرباري (ش)  سره راښيي او دغه (ش) هم له درويوناني توروRhoڅخه  را رغول شوی دی. خو په با ختري نښيرو نوکې۲۳ توري له سرباري شوې (ژ)سره د نومېرنې وړ دي،چې په دې ډول  يې يو توری 

لاتراوسه ناجوت  پاتې دی. په شتو توکو کې دوه ډوله ليکدوده نومېرلای شو: د غټو  توريو او بل د نښلوليو(شکسته) هغو.  څېړونکوله لومړي ډول سره  د دويم هغه هومره ستونزې نه دي درلودلې، خو انگرېز گېرشوويچ پر دې بريالی شو چې د دويم  لوستنه هم راشونې کاندې. د بېلگې په توگه يې (a)،(o)،(d) سره له نورو تورو سره  په نښلونه و نومېرله، همداسې يې خ (x)- ی (y) او (G)-(T) سره توپير کړي. په پای کې داهم څر  گنده شوه چې پ (gg) نه بلکې (ng) ده.

ښاغلی داوري، هرگوره، د سيمس- ويليمز او بياخپل استاد هومباخ پراخځ، دا پښو ييزه(گرامري) ځانگړتيارامخته کړې ده چې په باختري ژبه کې پېژندوييکی (حرف تعر يف)  شتون لري چې نرينه او ښځينه نومونه نومېري يا ټاکي: مو (mo) د نرينه او مه (ma) د ښځينه لپاره، همداسې يې (i) او(ia) انډولونه درواخله. خو زما(زيار) پر اند دويمه جوړه يې ناپېژنده(حروف نکره) دي. په اوسنيو آرياني ژبوکې  يوازې همدا نا پېژند شتون لري، لکه پارسي (يک، يکی) يا تشه  (تنکېری-ی ) او پښتو انډول يې (يو- يوه) راځي، لکه يوڅوک، يوه نجلۍ (راغله)؛ په نورو منځنيو خويندو، لکه خوتنۍ کې چې د دغه کتاب اړوند څپرکي مې ورځانگړی کړی، پېژند(حرف تعريف)  ته هېڅ نغوته نه ده شوې، همداراز يې ما د زړوآرياني ژبو(اوېستا، زړې پارسۍ…) کې د هو مباخ په گډون دآريا ني فېلا لوجېستانو له اثارو څخه هم  ورته څرک ونه شولگولای!

هرگوره،مينه وال کولای شي، د منځنۍ شمال ختيزې ژبې په توگه د باختري ژبې د زباد لپاره اړوند  فونېتيکي فارمول او وييپانگه د هومباخ  په لومړي پښتو کړي نښيرکې تر کتنې تېرکاندې.

که څه هم استاد حبيبي  په خپل ياد شوي کتاب کې  ښايسته ډېر باختري  وييونه پښتو راښوولي، خو د خوتني(←) خور هومره پښتو ته نژدې نه برېښي. لکه څنگه چې استاد مورگنستيرن د پښتو مور تر ټولو منځنيو ژبو، خوتنۍ ته زياته نژدې بللې. سيمس- ويليمز بيا د  رباطک ډبرليک د شننې په ترڅ  ترڅ کې دانغوته کړې چې تر خوتنۍ راروسته، ښايي، باختري دپښتو، يدغو او مونجۍ دويمه نژدې ترور اوسي!

 د ورته وييپانگې په لړکې د هومباخ او نورو اروپايي آريانپوهانو له څرگندونو څخه   پخپله ((کنېشکا)) نوم د کنېش (کوشنی) او-کا(پاچا) د تړنگ په توگه (کوشنی پاچا) ماناکېدای شي، او ماهم په پښتو ليکلارښود کې په همدې لاسوند(کوشنی) تر (کو چنی) کره ځېل بللی دی. همداسې د استاد حبيبي پر اند(شال) د(شاد) انډول بللی او په همدې لاسوندتر(خوشحال)  نه (خوشال) کره اېسي، هغه هم د(خوش خوشال) لنډه شوې بڼه، لکه په پښتو کې  چې (خوښ خوشال) جوړه تړنگ دود لري (← وييپوهنه او  ويير غا ونه).

دادی، دلته د متن او منځپانگې  له مخې د روستي باختري ډبرليک هغه اووگونی وېش وړاندې کېږي چې د فوسمن ديوهندي لرغونپوه په ملتيا رامنځته کړی او دو کتور داوري پارسۍ ته راړولی دی:

۱) په لومړيو درو کرښوکې کنېشکاپاچا داسې ستايل کېږي: ده بادشاهي له ننه () او نوروخدايگوټېو څخه ترلاسه کړې ده، او هماغسې چې د دوی غوښتنه وه، د تختنا ستي ړومبی جشن يې ونيوه. نو ده هم د خپلو خدايانو د نمنځ و درناوي  لپاره د ربا طک مزدک ودان کړ.

۲)  د دې لپاره چې دا تاريخي پېښه راتلوني پښت ته يو ميراث پاتې شي، نو کنېشکا لارښوونه وکړه چې هغه په دوه (يوناني او آريايي) ژبو وکښل شي. په ډبرليک کې دغه غونډله داسې راژباړل کېږي: او ده (کنېشکا) فرمان ورکړ چه هغه په يوناني او ورپسې بيا په آريايي (Ariao) ژبه وکاږي (چې له بده مرغه يوناني زموږ په واک کې نشته).

۳) په ۴-۷ کرښوکې ويل شوي چې دغه فرمان دې په همدې ډول د هند اېمپراتورۍ په گرده آوېجه (قلمرو)کې  انگروزه (اعلام) شي.  په دغه برخه کې د هند هغه يوشمېر ښارونه ياد شوي چې د کوشاني ټولواکمنۍ لتې (ايالتونه)، يا يې پخپله نومونه کهاترياس (kahatriyas)  رانغښتل. په ډبر ليک کې د هند نوم (Iundo) راغلی دی. هغه يادشوي ښارونه دادي: ازوپ(اوزوپو) Ozopo، زگېدو(سکېدا)Sakeda ، کو زمبو (کوزمبي) Kaussambi ، پله به تورو(پلالي پوتر) Palaliputre او زير يتمبو (سري کمپه) Sri kampa .

۴)  په ۸-  ۱۱ کرښو کې وايي: شاه کنېشکا خپل اداري کارمند((کنارنگ شفر)) ته لارښوونه وکړه چې د بغلان مزدک (معبد) ودان کاندې- دغلته ډبرليک زيانمن شوی او د دغه  ځای نوم سم نه لوستل کېږي. د داوري د پوهاوي لپاره دومره يادونه کوم چې پخپله (بغلان) له بغ- (خدای) څخه رارغېدلی بېلنگ(مشتق) دی، لکه: بغداد، بغنين…او بغپور(فغفور) يې تړنک(د خدای زوی)، په دې توگه له بغداد پرته دا نور نومونه له کوشاني پېر پاتوړې دي (زيار).

په دغه ترڅ کې د هغو آريايي او هندي خدايانو نومونه کښل شوي چې په پار يې دغه هوساينځی (يا مزدک) جوړشوی دی، لکه: اومه(اوما) Umma، نانا Nana،اوَرومزدو (اهو رامزدا) Ahuramazda، مزدوانو(مزدوانا) Mazdawana، سروشردو Sro shar- do، نره ساو Narasa، (ميهر، مېهرا) Mihr، ماسينو(مهاسېنا)  Mahasenaاو ويزه گو (ويشا کها) Vishakha – (په لينديو کې نيولي ليکدودوي ځېلونه د زياردي).

۵) تردغو خداينومونو روسته کنېشکادخپلو نيکونو نومونه داسې يادوي :

همدارنگه دا مزدک د شاه مجوله کذ فيزس (کدفيزوس) چې فرنياگ (فرنياک) يانې غورنيکه (د پلار نيکه) دی جوړ شو او شاه ويماتکتو لپاره چې نيکه (د پلار پلار) دی او شاه ويماکد فيزس (ويما کدفيزوس) لپاره چې پلار دی او د خپل ځان لپاره چې شاه کنېشکا دی.

د داوري په وينا(ويماتکتو)  وار له مخه په يېکيو او ډبرليکونو کې يادشوی وو، خو ډېر نيمگړی وو او پوهانو پرې ځانونه ناگارول. هغوی هک پک وه چې ولې په هغو سرچينو کې چې دکوشانيانو له پېره خبرې کېږي، د (سوتر ميکاس) په نامه د داسې يوه سړی  اخېستل کېږي چې  گرد هند يې نيولی دی؟

نو مټې اوس راجوته شوه چې هغه همدا د کنېشکا نيکه (ويماتکتو) وو. په دې ډول د دغه سړي ځای نور تش نه دی او يو تاريخي واقعيت دی او له دې سره د کوشانيانو نېټه ليک (کرونولوجي) يوه نوې جوله مومي.

۶)  له ۱۵–۱۶ کرښې پورې د سره کوتل په څېر د غورو کارمندانو نومونه راځي چې  د دغه مزدک د ودانونې لپاره گومارل شوي ول او شفراو نوکونزک بريدوال يا بريدسا تي (مرزبان) ول، درېيم نوم بيا هرگوره، نه لوستل کېږي.

۷) د ډبرليک په پای کې هيله کېږي چې خدايان شاه کنېشکا ته د ښه کړن  په پار اوږد ژوند ور په برخه کړي.

-
بېرته شاته