(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو ژبښودته یوه کتنه

[04.May.2015 - 18:55]

لیک: وکیلي

ژبښود ته په لاتیني (Grammer) په عربي ورته « صرف » او په پاړسي کي ورته « دستورزبان» وایي .
دغه ژبښود د ژبپوهني (Linguistik) یوه پوهنیزه څانګه ده، چي ګړي او دهغو اړوند تور ي، نومان،ستایني ،نومځي،کړنځي، ټوټکي «ادوات» (Particel)،تړونکي «قیدونه» (Advervs)،اړتوري «حروف ربط» (Conjuctions) او دغسي نوري ګړي بیان وي .
د پښتوژبښودلکه دنورو ژبو د«ګرامر» غوندي دګړو ډولونه ستاینه او ځانګړتیاوي ئې ښه يې . او دهغو څرنګواله په وییپوهني «نحوي » (Syntax) کي سمه وي .
په ژبښود یاني ګرامر(Grammer) کي ټوله لس ګړي دي، چي هغه تشریح کوي . لکه
لومړی :- نوم؛-- اسم؛ -- (Noun)
دوېم : - نومځی؛ -- ضمیر؛ -- (Pronoun)
درېم : - ستاینه؛ -- صفت؛ -- (Adjectiv)
څلرم : - کړنځی؛ -- مصدر؛ -- (Infinitive)
پنځم : - کړنه؛ -- فعل؛ -- (Verb)
شپږم : - تړونکی؛ -- قید؛ -- (Adverb) 
اووم : - ټوټکي؛ -- ادوات،حروف جر؛ -- (Preposition)
اتم : - اړتوري؛ -- حروف ربط یاعطف؛ -- (Cojunction)
نهم : - شمېر؛ -- اسم عدد؛ -- (Numeral)
لسم : - ږغتوري؛ -- اصوات؛ -- (Sounds)
داپورته هغه لس نومه یا ګړي دي، چي ګرامر یاژبښود د دغو تشرېح کوي .
دلته داټوله نه تشرېح کیږي ځکه دا یو لوی کتاب دی؛ دلته په ځانګړې توګه هغه توکي څېړل کیږي،چي په معیار کي ئې ستونزه لیدل کیږي . لکه دساري په توګه «ټوټکي » چي ځیني په لیکنګ کي ستونزه ورسره لري . یا ځیني توري دي، چي په لهجو یاني ګړدودو کي په کار ځي او ډېری کسان ئې په هغه لهجه یي بڼه سره په لیکنګ کي پکار وړي، چي د دغه کار مخ نیوی سوی وي دلته د معیارله مخه کتنه پر کوو . د ساري په توګه د [ په او پر ] ټوټکي یاني ادوات (Preposions) ګورو .

دغه دوه ټوټکي ظرف مکان دي، چي « په » یوشی په دننه کي ښه یي او « پر » یوشی سربېرن ښه یي . لکه : کتاب «په» المارۍ کي پورت دی . یا وایو : کتاب «پر» المارۍ پروت دی . « په » ئې دننه په المارۍ کي ښه یي او «پر» ئې سربېره پر المارۍ ښه یي .
د « په » او « پر » ټوټکي ظرف زماني حالت،چي له وخت سره راځي . لکه : کله راځې؟ زه « پر» کال راځم . ته «په» کال کي څو واره ننګرهار ته ځې؟ زه په کال کي درې واره ننګرهار ته ځم . ویل کيږي، چي پر ۲۱ تمه د لندۍ دمیاشي کلنۍ آزمویني پایلیږي
د«په» او «پر» ټوټکي حالت او څرنګواله ښه يي . لکه : دی ئې « په » څه شي وواهه؟ دی ئې په لرګي وواهه . دی ئې «پر» څه شي وواهه؟ دی ئې «پر » لرګي وواهه . لومړې پوښتنه داسي ده، چي پوښتل کیږي،چي دی په کومي آلې وهل سوی دی . ایا په لښتي، په تسمې،په ډبري، په لرګي اویا په بل شي سره وهل سوی دی . – دوېمه پوښتنه داسي ده،چي دی پر څه موضوع وهل سوی دی . یاني موضوع دلرګي وه یادبل شي وه،چي دی پر وهل سوی دی . دی پرتا غښتلی دی . د ده پر کور چاپه و وهل سوه . په زور ئې غوړې . متل دی : چي وې کې په چا وبه سي په تا .
«
په » او «پر »دشمېر لپاره : په دوه پلا راتګ دي نه خلاسېږې . ده څو ګټه وکړه؟ ده یو په دوه ګټه وکړه . تا ګټه وکړه؟ یا: ما تاوان وکی . څوني؟ یو پر درې (۱/۳) مې تاوان وکی . پر دوو چي درې ور ډېر کې پنڅه کیږي . شپږ چي پر درو ووېشې دوه ور رسي . په څو ساعته ته سړی له کابله غزني رسي؟ سړی له کابله و غزني ته په یونیم ساعت کي رسي . پر څو بجو کور ته راغلې؟
د « په » او « پر » غبرګ ټوټکي : د « په » سره « کي » یا «کښې» راځي . لکه : په ژمي په کابل کي واوره اوري . په هېواد کي مو ناآرامي ده . ستا پکښې څومري ګټه وه؟ تابه هم پکښې وشمېرم . د« پر » سره « باندي » راځي . لکه : د دوی شخړه پر روپو باندي وه . د ده پر ضد باندي مي دغه کار وکی . او دغسي نور .
څرنګه چي ګورو ژبښود و ټوټکو ته دپښوئې له مخه په جمله کي ځایونه ټاکي . که له دغه کانون څخه سرغړاوی وسي اصل مفهوم له منځه ځي .
۱:- د استاد معصوم «هوتک» پرمعیاري ژبه دمعیار په ژبه څېړنه کتاب کي ۷۷ یم مخ وګورۍ ۲:- د ډاکټر عبدالرزاق «پالوال » معیاري پښتو کتاب کي ۲۳۷ او ۲۲۰م مخونه وګورۍ
د بې بې ثي د ژورنالیزم پونځی د( اضافت او الحاق توري ) تر سریزه لاندي د «په » او « پر » د معیار له مخه کره او ناکره ښوولي، چي ژونالستان د غه دوه ټوټکي یاني «سربلونه » هم دغسي ولیکي لکه څرنګه چي ورښوول سوي دي . هلته لیکل سوي،چي :
(
۱:- زلمی ئې په څوکۍ وواهه . ناکره ده . ) او (۲:- زلمی ئې پر څوکۍ وواهه . کره ده . ) 
د دغو دواړو جملو منځپانګي جلا دي . هر جمله ځان له کره یاني سمه ده . په لومړۍ جمله کي مطلب داسي دی : که پوښتنه وسي،چي زلمی ئې په څه شي وواهه؟ نو ځواب به داوي :
چي زلمی ئې په څوکۍ وواهه . دلته د وهلو آله څوکۍ ده یاني دوهلو دآلې پوښتنه کيږي . که چیري پوښتنه کيږي، چي زلمی ئې پرڅه وواهه؟ نو ځواب به داوي،چي زلمی ئې پر څوکۍ وواهه . یاني موضوع د څوکۍ وه،چي دی پر وهل سوی دی . څرنګه چي کتل کيږي د ژورنالستانو ناکره لیکنه دژرنالیزم د پوهنځي څخه سرچینه اخلي . دوی باید هغه پورته دوه کتابونه هم وګوري،چي له معیار څخه خبر سي .
دوه ټوټکي (ادوات) «Prepositions » لکه : « د» او « له » چي ځیني مهال له دغونه هم سم کار نه اخستل کیږي . دواړه بلونه اضافي حالت ښه یي . « د» څښتنتوب یاني ملکیت ښه یي او « له » خوا پلو اولور ښه یي .
د پلار کتاب . « د » اضافه، پلار مضاف الیه او کتاب مضاف دی . په پاړسي کي : [ کتاب پدر ] وایي . دلته « زیر » اضافه جوړه وي . پدر مضاف الیه او کتاب مضاف دی . پخوا د « زیر » پر ځای « از » ګړه راتله یاني داسي ویل کېده [ کتاب از پدر ]
په ګړدود یاني لهجه (Dialect)کي د « له » پر ځای له « د » څخه کار اخلي . لکه : د کوره راځم . سمه لیکنه یا ویل ئې : له کوره راځم . که څه هم په پاړسي کي د دواړو مانا [ از ] ده .
له کابله تر کندهاره ۵۰۰ کیلومتر لار ده . له کومه ځایه راځې؟ له هلمنده راځم
ښاغلی محمدهارون « شعشعي » پخپله مقاله کي لیکي : لپاره = له پاره = دپاره درې سره معیاري دي . روښتیا هم چي درې سره معیاري دي . خدای (ج) بخښلی « رښتین » پخپل پښتو ګرامر (جزء اول) کي په ۲۳۶ شم مخ کي لیکي : ( ستا لیدلو دپاره راغلی یم . )
د زلمي څخه قلم واخله! په پاړسي : [ قلم را از زلمی بګیر! ] یا بله بولګه : چاچي کار کاوه ګټه د هغه ده . په پاړسي : [ کسی که کار می کرد مفادش از ا وست  ].   
حمیدماشوخیل وایي :
د دا غَـلــی زړه لــه آهَ شـم څــه شــــان چپ +++دچمن په ګُلو نه وي بلبلان چپ
خلاص شي بیا لکه تورزن دټول له منځه+++که هرڅو په غاښوونیسم زبان چپ
دا لاتیني چي ما په لیکنه کي کښلي په دې مانا چي وښَیمّ زموږ ژبه هم لکه د نورو هېوادو د ژبو په شان ئې ژبښود دی . بل مطلب مي نسته پکښې . اوبل اوږده لیکنه مي نه خوښیږي
لیکونکی محمدسرور وکیلي . نېټه : ۲۷ .۴ .۲۰۱۵ م = ۷ . ۲ .۱۳۹۴ هـ ل 
اخځونه :
۱:- وکیپیدیا
۲:- پښتوګرامر (جزء اول) پوهاندصدیق الله «رښتین »
۳:- دعبدالحمید ماشوخېل دیوان
۴:- د پښتو ژبښود (دپښتوګرامر ) محمدسرور وکیلي

-
بېرته شاته