(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بهرامۍ پښتو

[04.May.2015 - 18:49]

لیک: خان زما کاکړ

حتی درې څلور کاله مخکې مې لا دا په وهم و ګمان کې هم نه راتله چې د پښتو ادبي ماحول به مسلم لېګيان او جماعتيان هايي جېک او تخريب کړي. خو اوس چې څه وينم نو يوازې پر دې يو حقيقت اعتراف کولو ته مجبورېږيم چې پاکستان ډېر زيات منظم رياست دی، د محکومو پښتنو د ژوند يو داسې ډګر پاته نه شو چې د پاکستاني رياست په کنټرول کې نه دی. يو سړي به ټول عمر په مسلېم لېګ کې تېر کړی وي، ټول عمر به يې د پاکستان په نوکري کې پښتو ژبه خوړلې وي او اوس به دعوه کوي چې پنځوس کاله يې د پښتو خدمت کړی دی نو ځکه حقدار دی چې د يوې ادبي دستورې صدارت وکړي، په بله ادبي دستوره کې اوږده مقاله واوروي او په بله کې جايزه واخلي. زموږ د ادبي دستورو او مشاعرو ضابطه اخلاق هم دا مسلم لېګيان او جماعتيان متعين کوي، دا هم د دوی په اختيار ده چې پلانی سړی خبره کولی شي او پلانی نه. دا هم د دوی په اختيار ده چې پلانۍ خبره دې وشي او پلانۍ نه. دا هم د دوی په اختيار دی چې يو کس دې بې عزته کړل شي او بل دې پر سر سپور کړل شي، دا هم دوی کوي چې استخباراتو ته څوک افغانيت پالونکی اديب او ليکوال په ګوته کړي، دا هم دوی کوي چې پر ملي فکر پالونکو باندې د تخريبکار، جذباتي او لغړي لېبل ولګوي. دا هم دوی دي چې چېري يې هم د پښتنو يووالی نه دی زغملی او ددې يووالي د تخريب کولو دپاره راپاڅېدلي دي، چېري چې هم سل پښتانه په قامي رشته سره رايوکېږي، کوم مسلم لېګی او جماعتی يې ددې رشتې تخريب کولو ته ځان حاضر کړي، موږ يا خو ډېر بې وسه يو او يا په دې دسيسو ځان پوهولو ته تيار نه يو، موږ يا خو فکري او ادبي مبارزه دومره سنجيده اخلو نه او يا مو دا هيله ده چې له دې مسلم لېګي او جماعتي اديبانو سره به مو څه د مصلحت فضاء راجوړه شي، يوه خبره بايد په زغرده وکړم، مسئله دا نه ده چې څوک هم پښتو وايي، پښتو ليکي او پښتو لولي نو هغه زموږ خپل دی بلکې مسئله دا ده چې څوک په پښتو کې څه وايي، په پښتو کې څه ليکي او په پښتو کې څه لولي؟ دا وخت چې په پښتو ادبي کړيو کې دننه څومره د پښتون قام او ښتو ژبې دښمنان موجود دي، دومره بهر نشته. د پاکستان په تعليمي ادارو کې د پښتو استادانو موږ ته يوه تخريب کړې ژبه راپرېښوه او يو لوی فکري جمود ته يې واچولو، د پاکستان د سرکاري پښتو يوازينی مقصد اولسي پښتو او د لوی افغانستان پښتو تخريب کول دي. نورې خبرې بيا، اوس د اجمل صاحب دا يو شعر:
مات شه د باګرام د بهرامانو اورنګی قلم
کوم چې په پښتو ژبه خبرې د پردو ليکي

 

-
بېرته شاته