(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا اودپښتنو قامي تحریک

[02.May.2015 - 15:18]

لیک: شاهین بونیری

د پښتون وطن د سیاسي تحریک قیصه د قربانو قیصه ده…. د داسې لازواله قربانیو قیصه چې د خاورې د خویندو ، میندو او مشرانو په وینو لړلې ده…. د باچاخان خداي خدمتګار تحریک ، د خان شهید تحریک ، د قبایلي مشرانو او سپین روبو مبارزه ، د امن جرګو د غړیو قربانۍ ــــــــ عن تر دې چې زمونږ بې شمیره ماشومان د دغه مبارزې په لاره کې ووژل شو، وویرول شو، بیکوره شو او بې اوره شو.

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خیال ږده   د دې خاورې کاڼي بوټي شهیدان دي

خو په کالونو خور د دې اوږدې مبارزې په بدل کې نه مونږ مزل لنډ کړو او نه منزل ته ورسیده. د وزیرستان پښتون د پیښور پښتون نه پیژني، او د پیښور پښتون د کابل د پښتون له حاله نه دې خبر. نه یوازې د خپل تاریخ نه بیل شوی یو بلکه په نفسیاتي، جذباتي او قامي حوالو د یو بل نه هم ډیر لیرې یو. د کرښې دواړه اړخ ته پښتانه چې یو بل ته نیزدې کیږي نو بلها موده به غواړي.

په سیاسي میدان کې زمونږ دوه ملتپال ګوندونه عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ـــــــ په خپل خپل ځای خو د ولس د حقونو لپاره اوازونه اوچتوي، غونډې او جرګې هم کوي ـــــــ خو نه د یو بل سره ناستې ته اماده دي او نه په شریکه سیاسي مبارزې ته غاړه ږدي.

دا اوس چې د کرښې دواړه اړخ ته د اور لمبې بلي دي او پښتانه د خپل تاریخي ، کلتوري او قامي وجود د قایم ساتلو لپاره د لویو ننګونو سره مخ دي د ملتپاله سیاسي مشرانو تر مینځ ؛کمیونیکیشن ډیسکنیکټ؛ د ځوان کهول په یوه لویه برخه کې د خپل سیاسي تحریک په اړه بدګمانۍ راولاړې کړي دي.

سیاسي مبارزه په سیاسي پوهه کیږي او د سیاسي پوهې لپاره د سیاسي غونډو، بحثونو، جرګو مرکو او څیړنیزو مرکزونو ضرورت وي. داسې څیړنیز مرکزونه چرته چې پښتانه عالمان، پوهان او سیاسي مشران د وطن د قدرتي وسیلو او د هغې نه د ګټې اخستو په لارو چارو غور او فکر وکړي او قام خبر کړي چې دغه وسیلې زمونږ نه څوک او څنګه اوړي.

د سیاسي شعارونو او چغو سره سره مونږ ته د خپلې خاورې په سینه کې د پټو خزانو په اړه د ساینسي علم او پوهې ضرورت دی. د دغې سره سره باید په قامي ستونځو او غوښتنو هم څیړنې وشي او په یو علمي انداز کې دا د نړۍ مخې ته کیښودل شي. په دې اړه په هیواد دننه او بهر د پښتنو عالمانو، ساینس پوهانو او پوهه ځوانانو یو نیټ ورک جوړول او د هغې نه کار اخستل ډیر مهم دي خو تراوسه یو پښتون ملتپاله ګوند په دغه اړه څه کار نه دې کړې.

په دې جنګ کې زمونږ څومره خلک ووژل شو او ولې ووژل شو؟

څومره خونې ړنګې شوې؟

د تعلیم او روغتیا انفراسټرکچر ته څومره زیان ورسید؟

څومره خلک بیکوره شو؟ او اوس کوم ځای دی، څنګه ژوند کوي؟

زمونږ په نوم راغلي په بلینونو ډالر چرته لاړل او په دغه اړه مونږ کله او څنګه اواز اوچت کړیدې؟

زمونږ بجلي ، اوبه ، معدنیات ، ځنګلونه څومره دي؟ څنګه دي؟ او ګټه تاوان يي چاته رسي؟

زمونږ قامي منزل څه دی؟ په پاکستان دننه د خپلو حقونو ګټل او کنه د قامي خپلواکۍ منزل ګټل؟

دا او داسې نورې ډیرې پوښتنې دي چې ځواب غواړي او دا هله کیدې شي چې زمونږ قامي تحریک د جذباتو د بهیر نه ځان رابهر کړي او په سړه سینه ورباندې غور او فکر وکړي. په دغه لړ کې مونږ د نوي دور د میډیا او سوشل نیټ ورک نه لویه ګټه ترلاسه کولی شو. د نوي میډیا او نوي هنرونو نه د ګټې اخستو په وسیله مونږ کولې شو چې د دومره فاصلو باوجود مونږ یو؛ نیشنل ډایلاګ؛ یا قامې مکالمې ته لاره هواره کړو خو د دې هر څه د مشرۍ لپاره به د قامي تحریک مشران راوړاندې کیږي او د هغه خلکو سره به خبره کوي کوم چې د دغې میډیا او ټیکنالوجۍ نه د کار اخستو په چل پوهیږي.

د قامي خپلواکۍ لاره اوږده وي، صبر او زغم غواړي خو د دغه اوږد مزل لپاره ولس پوهول او هغوی قامي مبارزې ته اماده کول د سیاسي تحریک ذمه واري ده.

عوامي نیشنل ګوند د خپل واک په موده کې د باچاخان فاونډیشن او باچاخان تعلیمي مرکز په نومونو ځني ادارې خو پرانستلې دي او دغه ادارو ترڅه حده خپل کار هم کړې دی خو ولې داسې ادارې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ډیرو پنګو او وسیلو ته اړتیا لري. پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې حکومت لري ـــ اوس به ګورو چې حکومت يي د خپل ولس د ذهني او قامي بیدارۍ لپاره دا داسې څیړنیزو مرکزونو او پوهنتونونو جوړولو ته پام کوي او کنه؟

دا کار په سند ایالت کې د پیپلز ګوند د مشر ذوالفقار علي بهټو په وخت کې شوې دی ــــــ هلته د سند په ژبه، کلتور، سیاست او تاریخ یو شمیر علمي ادارې کار کوي، متحده قامي مومنټ خپله میډیا سیل او؛ تهنک ټینک؛ لري، په پنجاب کې یو شمیر څیړنیزې ادارې، خبریالان او پوهان د پنجاب د ګټې لپاره کار کوي ـــــــــــــ خو پښتونخوا چرته چې خاوره د سرو زرو ده، باصلاحیته ځوانان او پیغلې لري، پوهه مشران او سپین روبي يي دي، کلتوري نښې او یادګارونه لري، او د خداي ټول نعمتونه لري ــــــــ بیا هم په دغه غني خاوره غریبي ده، بې وزلي ده او ناپوهي ده. ډیر علتونه يي کیدې شي خو زما په نیزد لویه وجه يي دا ده چې چې مونږ د نوي دور د غوښتنو سره سم د خپل سیاسي تحریک په بیا منظم کولو او د دې بنیاد په علم او پوهه کیښودلو کې لا تراوسه نه یو بریالي شوي او ځکه لا تراوسه پړه هم یو او مړه هم.

زما د زړه د باغ مالیاره

چې ته راځې نو زه به خاورې ایرې یمه

-
بېرته شاته