(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو بايد سمه وليکل شي

پښتو د يو لوى او ستر قوم ژبه ده؛ هيڅوک حق نه لري، چې په ليکنه کښې يې ځانته ځانگړى حق ورکړي يا څنگه يې چې زړه وي ويې ليکي. په محاوره کې هر څوک کولى شي، چې پخپله لهجه خبرې وکړي او يو بل پخپلو خبرو وپوهوي، خو په ليکنه کې معيار په پام کښې نيول يوه اړينه خبره ده او هيڅوک هم په علمي لحاظ نه شي کولى، چې خپلې سيمه ييزې او محلي ژبې ته معياري بڼه ورکړي او ووايي، چې زما يا زمونږ ژبه معياري ده. د معيار يو اصل دا دى، چې ټول پرې وپوهېږي او د نحوې او گرامر له پلوه پوخ بنسټ ولري. زه، چې کابل ته کډه شوم؛ نو قلم مې بيا راواخيست او رسمي او غير رسمي ورځپاڼو او جريدو ته مې په څه ليکلو پېل وکړ. لومړى حق مې هېواد ورځپاڼې ته ورکړ او خپلې ليکنې مې ورلېږلې. څرنگه، چې هلته د ټاکليو ټيکه دارانو مقالې خپرېدې او داسې به هم کيدل، چې د يوه ټيکه دار به په يوه گڼه کې دوه او درې مقالې او شعرونه پر مستعار نومونو خپرېدل؛ ځکه د پيسو او حق الزحمې حرص او هوس خوړلي وه. زما مقالو ته به ځاى نه پاتې کيده. آن، چې په مياشت کې به له څلورو يا پنځو مقالو څخه زياتې نه خپرېدې. په پاى کې ما هم قلم کېښود او بيا مې څه ليکلو ته زړه ښه نه کړ. هغه وخت، چې ما د ليکلو خيال او هوس پيدا کړ؛ نو ومې غوښتل، چې د پښتو د سمې ليکلو په باب هم ليکنې وکړم او په ورځپاڼو او جريدو يا راډيوگانو کې به مې، چې تېروتنې او غلطۍ ليدې يا اورېدې؛ نو هغه به مې سمولې او د ((پښتو بايد سمه وليکل شي)) تر سر ليک لاندې به مې د هېواد ورځپاڼې ته ليږلې. ما په دې برخه کښې څلور مقالې وليکلې او د هېواد ورځپاڼې ته مې وليږلې، خو يوازې لومړنۍ مقاله يې خپره کړه او درې نورې يې زما د نورو مقالو په شان له هر راز دليل پرته يې پر بند محکومې کړې او خپرې يې نه کړې. اوس، چې په پېښور کښې "د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز" د خپرونې "ورځ" مجلې کارکوونکي گران خليل الله قتيل زوى د ځينو ترمونو، نومونو او جوړښتونو په باب مشورې غوښتي او ځينې وړانديزونه يې کړي دي او د گران ورور پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د ليک لارښود او څرگندونو پر بنسټ يو لړ پوښتنې وړاندې کړي دي. د دې لپاره، چې له يوې خوا مې په عمومي ډول د پښتو د سمې ليکلو په باره کښې څه ليکلي وي او له بلې خوا مې د قتيل زوى پوښتنو ته تر يوه ځايه پورې ځواب ويلى وي؛ بيا قلم رااخلم او گرانو لوستونکيو ته د ليکدود او ليکلارښود له مخې د معيار له مخې څه ليکل ډالۍ کوم، چې ښايي بې ځايه او بې گټې به نه وي. لومړى بايد ووايم، چې ژبه د ولس او قوم ده او هيڅوک يې له ولس څخه په هيڅ نوم او هيڅ دليل نه شي بېلولى، خو پوهان او ژبپوهان واک او مسووليت لري، چې د سمې پښتو او معياري پښتو په باب څه ووايي او يا څه وليکي. هغه وخت، چې ارواښاد رښتين ژوندى و او د پښتو ټولنې مشر و؛ نو د لرې او برې پښتونخوا پوهان او ژبپوهان به يې سره جرگه کول او د دواړو خواوو د ژبې د يو کولو لپاره به يې خپلې لارښوونې او مشورې سره شريکولې، چې په دې ډول يې ډېرې کلمې او ډېر ترمونه له نظره تېرول، د هغو اختلافي او اتفاقي بڼې به يې په کابل مجله او يا د زيري په جريده کښې خپرولې، چې له هغو څخه ((کښته)) کلمه سمه وگڼل شوه او د ((ښکته)) ليکل يې ناسم وگڼل؛ خو له بده مرغه، چې نن هم زيات کسان او زيات ليکوال دغه کلمه په ناسمه توگه يعنې ((ښکته)) ليکي. د ارواښاد رښتين په وخت کې به د نويو کلمو د جوړولو او رواجولو لپاره پوهې او مسلکي جرگه گۍ کار کاوه. نوي ويي (لغتونه) به يې جوړ او تصويب کړل او بيا به يې په مطبوعاتو کې د رواجولو لپاره د يو ليک پر ملتيا ورځپاڼو، جريدو، مجلو او راډيو افغانستان ته لېږل او په دې ډول به د خپلسريو او سرزوريو مخه نيول کېده؛ د دې په څنگ کې د ارواښا د پوهاند رښتين خپل ليکل شوى پښتو گرامر او پښتو کيلي گانې هم د قدر او ستاينې وړ دي. همدا شان پوهاند مجاور احمد زيار له هغه وخت څخه، چې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې محصل و، په دې برخه کې يې کار او زيار ته اوږې اړم کړې، خو دى په بله لار روان شو. کليو او بانډو ته به روان و او ټولې هغه کلمې به يې راټولولې، چې هم ده ته نوې ښکاريدې او هم يې سيمه ييزه بڼه درلوده. په اساس کښې دواړه په دې عقيده ول، چې ژبه دې تر زياته حده سوچه او معياري وي، خو د نويو لغتونو او کلمو په جوړولو رواجولو کې يې بېلې بېلې لارې لرلې. پوهاند رښتين به د گرامر پر بنسټ له مصدر څخه نورې کلمې راايستلې او جوړولې، خو پوهاند زيار به له خپل فکر، خپلې پوهې او سيمه ييزو لغتونو څخه کار اخيست او رواجول به يې، چې په دې ډول پوهاند زيار په ژبه کې د داسې کلمو او لغتونو پلوي هم دى، چې نالوستي کسان، خو پرېږده، چې پخپله له ليک لوست سره بلد او ان ليکوالان هيڅ پرې نه پوهيږي. چې په دې ډول ښايي ژبه له ولس څخه گوښه شي او په هغه ژبه، چې پوهاند زيار يې رواجول غواړي ښايي ولس پرې پوه نه شي. په داسې حال کې، چې ژورناليزم ژورنالست او ليکوال ته دنده ورکوي، چې خبرونه، رپوټونه مقالې، سرمقالې او نورې ټولې ليکنې په داسې ژبه وليکي چې ساده، روانه او ټولو ته د پوهې او پوهاوي وړ وي. څه، چې پوهاند زيار وايي پر هغو ښايي پخپله دى او څو نور گوتې په شمار کسان وپوهيږي او نور ټول يې ښايي په لوستلو او پوهېدلو کښې له ابهام سره مخامخ شي. يو وخت، چې ما د هېواد په ورځپاڼه کې کار کاوه؛ نو ارواښاد سرشار، چې د اصلاح ورځپاڼې مرستيال و، راغى او له ما څخه يې وپوښتل، چې ((ښکېلاک)) او ((زبېښاک)) څه ته وايي، زه په څه ليکلو بوخت وم، هر څومره چورت مې، چې وواهه پر معنا يې پوه نه شوم؛ نو په پښتو ټولنه کښې مې بختاني صاحب ته چې خدمتگار دى ټيليفون وکړ او دا پوښتنه مې ترې وکړه. راته يې وويل، چې دا د زيار صاحب جوړونې دي او گومان کوم، چې ((استعمار)) او ((استثمار)) ته وايي. اوس، خو يې دا دى د آر، موخې او اند په څېر ډېرې نورې کلمې هم رواج کړي دي. همدا شان کله، چې ما په باختر آژانس کې د پښتو خبرونو مسووليت په غاړه درلود؛ نو هم به پوهاند رښتين صاحب او هم به زيار صاحب دفتر ته راتلل او جلا جلا مشورې به يې راکولې او ما به هم تر زياته حده پورې د سمې پښتو د ليکلو او رواجولو په حکم منلې او چې په ځينو برخو کې به زيار صاحب پر خپلو څرگندونو ټينگار کاوه؛ نو ما به ورته ويل ته، چې څه وايې د لغتونو جوړولو يوې واکمنې جرگه گۍ ته يې وسپاره، چې تصويب يې کړي او بيا يې د کارونې او رواجولو لپاره ټولو خپرندويو ټولنو او مؤسسو ته واستوئ. دا يې قانوني، اصولي او اساسي لاره ده، خو ده زما خبرې ته غوږ نه ايښود. يوه ورځ يې د نويو لغتونو يوه اوږده يوه تخته ييزه پاڼه راوړه، چې د وخت د اطلاعاتو او کولتور له وزير څخه يې پرې امر اخيستى و، چې د پښتو خبرونو رياست ته يې په کښې سپارښتنه کړې وه، چې د خبرونو په خپرولو کښې د دغو لغتونو کارول او رواجول په پام کې ونيسئ. پر لومړۍ ورځ، چې مونږ همدا کار وکړ؛ نو کله، چې له راډيو افغانستان او تلويزيون څخه د اتو بجو خبري سرويس خپور شو، د وخت صدراعظم، چې خبرونه واورېدل؛ نو د باختر آژانس لوى رييس ته يې له غصې ډک ټيليفون وکړ او ورته يې وويل : ((دا نوې پښتو مو له کومه کړې؟ زه پرې پوه نه شوم؛ نو بل څوک به څنگه پرې پوه شي؟ د پښتو خبرونو د رياست کارکوونکيو ته ووايه، چې نوې کارونې بندې کړي ....)). زه په خپل دفتر کې پر کار بوخت وم، چې د باختر آژانس لوى رييس عبدالقادر ((مل)) دفتر ته راغى او په غصه يې راته وويل، چې نن خبرونه چا ايډيت کړي؟ ما وويل : ما پخپله ايډيت کړي دي. راته يې وويل : ټول غلط ول او صدراعظم صاحب سخت په غصه و. ما ورته وويل : زيار صاحب له وزير صاحب څخه امر اخستى، هغه اوږده پاڼه وگوره، چې پر ديوال يې ځړولې ده مونږ هغه په پام کې نيولې ده. په بيړه د ديوال خوا ته لاړ او پر هغې اوږدې پاڼې يې اوږدې ليکې راکښلې او راته يې وويل : دا ليرې کړه؛ خپله پښتو، چې د ولس ژبه ده، په پام کې نيسه او زيار به خپل کار کوي. بله ورځ، چې زيار صاحب راغى؛ نو ټنډه يې تروه وه او راته يې وويل، چې زما مشورې نه منې؟ ما ورته وخاندل او ومې ويل : مونږ يوازې ستانه، بلکې د ټولو پوهاندو مشورې منو، خو وگوره، چې ستا پر ځړول شوې پاڼې څه شوي، هغه، چې پاڼه وليده ويې ويل دا، خو د وزير صاحب امر و! چا پرې کرښې کښلي؟ ما ورته ټوله کيسه تېره کړه. بيا يې غوږ خلاص شو ا و دومره غرص يې نه کاوه. زيار صاحب د رښتين صاحب ليکدود ملايي بولي، که بل هر نوم هم ورباندې کېږدي ايښودلى يې شي، خو د رښتين صاحب هلې ځلې په علم، پوهې او اصولو ولاړې وې او د زيار صاحب لارښوونې، پر لنډيز او چې څنگه تلفظ کيږي او پر لهجه ولاړې دي او د هر يو کار، هڅه او هاند د قدر وړ دى، خو شرط دا دى، چې ژبه، ساده، روانه او ټولو ته د پوهاوي وړ وي، له ولس څخه تجريد او گوښه نه کړاى شي او له ((ميم)) نه ((نيم ميم)) او د ((نيم ميم نيم ميم)) جوړ نه کړاى شي. يو وخت ما له زيار صاحب نه وپوښتل، چې په پښتو کې ((پديدې)) ته څه وايي؟ ده راته وويل ((پېښه)). مونږ او د باختر آژانس د پښتو خبرونو د رياست ټول کارکوونکي ((پديده) په پښتو کې په ((پېښه)) ژباړو، خو کله، چې د ورځ مجلې شپږ څلوېښتمه گڼه لاس ته راغله او په هغې کې مې د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار ليکلارښود، يوه پښتو – کره پښتو مضمون ولوست؛ نو په ديارلسم مخ کې مې د ((ښکارندې)) کلمه له نظره تېره شوه، چې د ((پديدې)) پر ځاى يې کارولې وه. اوس سړى نه پوهيږي، چې په پښتو کې ((پديدې)) ته ښکارندې ووايي او که ((پېښه)) او يا د نورو په نظر کړنه، وبلل شي؟ همداراز يې يو وخت مشورې راکولې، چې ((هرو مرو)) مه ليکئ او اوس دې پخپله په همدې مضمون کې ((هرو مرو)) ليکي. په بل ځاى کښې ((رغاونيز (فونېتيکي او گرامري) دوديزې اکر بکر)) کلمې استعمال کړې دي. پر دې پخپله له زيار صاحب او له څو گوتې په شمار کسانو پرته بل څوک پوهيدلى شي؛ آيا دا ځا نته ليکنې کوي او که نورو ته؟ او آيا دا له ولس څخه د ژبې گوښه کول او تجريد کول نه دي، په ژبه باندې خو بايد ولس پوه شي. دغه شان ليکنې په مجلو او ورځپاڼو کې نه، بلکې په کتابونو کې د ژبپوهانو، فلالوژستانو او د مسلک د خاوندانو لپاره وشي. يو وخت زيار صاحب هم دا خبره کوله، چې سړى بايد داسې ليکلار وکاروي، چې که ټول نه وي زيات کسان خو پرې وپوهېږي او دا يې د معياري ليکنو يوه ستره ستنه بلله. له دې، چې تېر شو زيار صاحب په دې له ماه ښه پوهيږي، د حکومتونو، چاپېريال، زمانې ا و نورو بدلونونو او هجرتونو له لامله ژبه د ليکنې او لهجې له پلوه خپلې بڼې اړوي او بدلوي يې او دا ډېره گرانه ده، چې پښتو دې په ټوله نړۍ کې يو شان، يوه پښتو او کره پښتو شي، د نړۍ ډېرو مشهورو او سترو ژبو تراوسه دا وس نه دى پيدا کړى، چې د تلفظ، لهجې او ليکنې له نظره يوه او کره بڼه ولري. لکه عربي او انگليسي او نورې ژبې. دا به پرېږدو پخپله د پوهاند ډاکټر زيار په گډون ټول په دې باور دي، چې معياري پښتو هغه ده، چې ټول او يا ډېر پرې وپوهېږي او که کومې کلمې يا لغت ته په پښتو کې معياري کلمه يا لغت نه وي؛ نو کيداى شي، چې سيمه ييز لغت ا و يا کلمه وکارول شي، که د يو کلي، يا يوې سيمې يا ولسوالۍ او يو ولايت خلک پرې پوهېږي، خو نور پښتانه پرې نه پوهېږي، د ليکنې له مخې معياري نه شي بلل کيداى او که څوک په ليکنه او ليکدود کې په دې خبره زور اچوي، چې زما لهجه دې معياري وبلل شي او يا ووايي، چې هر څوک او خپله لهجه يې، دا نو بيا بې ځايه ځېل او سرزوري ده. د (کې او کښې)، (چې او چه) په باره کې بايد وويل شي، چې پخپله د زيار صاحب په شمول ډېر پوهان وايي کومه کلمه، چې څنگه تلفظ کيږي هماغسې بايد وليکل شي. (کښې) د کندهار له لهجې پرته بل څوک (کښې) نه وايي (کې) وايي او هماغسې يې د لنډوالي په اساس ليکي هم. (چې او چه) که په پټه خزانه کې او يا په نورو تذکرو کې په دواړو بڼو ليکل شوې، خو څرنگه، چې په (چې) تلفظ زيات دى؛ نو (چې) تلفظ کيږي. کله کله اورو يا لولو، چې په ننگرهار کې نيالگي کښېنول شول يا وکرل شول. په داسې حال کې، چې نيالگي نه کرل کيږي او نه کښېنول کيږي، بلکې اېښودل کيږي. همدا شان کله اورو، چې د ننگرهار او تورخم ترمنځ د سړک کار ورو روان دى. د ورو ضد (بيړه او چټک) دى. په همدا شان (يو مخ) يا (له يوې مخې) وران شو، ويلى او ليکلى شو ((بيخي)) وران شو. پڅ، يو مخ او له يوې مخې محلي ژبه ده، خو معياري نه ده او بايد پام ورته وشي. کله کله اوور، چې ((حامد کرزي د زابل له ولايت څخه کتنه وکړه)). په داسې حال کښې، چې معياري يې داسې ده : حامدکرزي د زابل ولايت وکوت. داسې جملې هم له نظره تيريږي : (دا پېښه په سره رود کښې رامنځته شوه). حال دا، چې بايد وليکو : دا پېښه په سره رود کښې وشوه. په همدې ډول کله کله لولو، چې : ((د وزيرانو شورا غونډه جوړه شوه)) بايد وليکو : د وزيرانو شورا غونډه وکړه. په يوه ورځپاڼه کښې مې ولوستل، چې : ((کرنه د ملي اقتصاد د ملا تير جوړوي)، چې ژبا ړونکى ښايي د ((تشکيل ميدهد)) کلمه په (جوړوي) ژباړلې وي. دا د ژباړې کمزورتيا ده. بايد ليکل شوې واى : کرنه د ملي اقتصاد د ملا تير دى. همداشان د ((پام ونيسه)) پر ځاى (پام کوه) د ((وبخښه جاى ته مې رانه وړې)) پر ځاى وبخښه ومې نه پېژندلې، د ((صورت نيسي يا صورت مومي)) پر ځاى (کيږي)، د ((نسته، وسول)) پر ځاى نشته، وشول، د ((شتون لري)) پر ځاى (شته)، د ((موقعيت لري)) پر ځاى (پروت دى، يا پرته ده) سم دي او که ووايي، چې زه د مرنجان په غونډۍ موقعيت لرم، دلته بايد ووايي : (زه د مرنجان پر غونډۍ ولاړ يم). در بدخشان قرار دارد ((په بدخشان کښې قرار لري)) سم نه دى، بلکې (په بدخشان کښې دى) بايد وويل شي. در بر ميگيرد، چې ځينې يې په بر کښې نيسي؛ ژباړي، سم نه دى، بلکې (په کښى دى) بايد وويل شي. د ((خبرو ته کښيني)) پر ځاى (خبرې وکړي)، د ((آسمان لمر)) پر ځاى (آسمان شين) د ورزش کاران پر ځاى لوبغاړي، د غربي هېوا دو پر ځاى (د لويديځو هېوادو)، ((خنډونو ايجادولو)) پر ځاى (خنډونه پيدا کوي)، د ((شبه جزيرې)) پر ځاى (ټاپو وزمه)، د ((حتمي)) پر ځاى ارو مرو، د ((کمبود)) پر ځاى کمښت، د ((ريشخند)) پر ځاى ملنډې، د ((له قول)) پر ځاى له خولې، د ((تشدد او خشونت)) پر ځاى زور زياتى او تاو تريخوالى بايد وکارول شي، سمه، خوندوره او معياري پښتو ترې جوړه شي. ((موږ)) او (مونږ) دواړه يوه کلمه ده. ((موږ)) له ((مونږ)) څخه د لنډوالي او د تلفظ د آسانوالي په خاطر ليکل کيږي. که څوک کله کله (مونږ) ليکي عيب نه دى، بلکې د تلفظ د آسانۍ او لنډوالي په حکم (موږ) ليکل کيږي، چې ځينې يې (موژه) تلفظ کوي او که د (مونږ) پر ځاى (موږ) وليکل شي دا هم له عيب نه ډک کار نه دى. په همدې ډول موږ يا مونږ ليکلي وو، ما ليکلي وو، هغې ليکلي وو، تا ليکلي وو، سمې جملې دي، چې دلته ليکل په څرگندې (ي) سره جمع کيږي او ارومرو دوه واوونه غواړي. که ووايو، چې هغې کيسه ليکلې وه، ما خبره کړې وه او نور په دې جملو کښې کيسه او خبره ښځينه سماعي توري دي او قيدي هم ،همداسې سم دي او که په اوږدې (ې) وليکل شي هلته دومره واوونه نه شي راتللى، بلکې قيدي (وه) راځي. هغوى گلان اوبه کړي وو، که وليکو هغوى گلان اوبه کړي وه. دلته د (وه) قيد سم نه دى، بلکې خامخا بايد دوه واوونه وليکل شي او بل دا، چې کړي په اوږده (ې) نه ليکل کيږي؛ ځکه، چې له گلانو سره تړاو لري او څرنگه، چې گلان جمع دي؛ نو کړي هم په څرگنده (ي) ليکل کيږي نه په اوږدې (ې) سره. همدا شان هغوى له ستړياوو سره مخ ول .که وليکل شي، چې هغوى له ستړياوو سره مخ وو، لوستونکيو ته د تېروتنې لار نه پرانستل کيږي؛ ځکه، چې (ول) په سيمه ييزه او محلي لهجه د جمعې لپاره راتلل، خو اوس په دوو واوونو ليکل کيږي او سپک تلفظ کيږي. متکلمه جمله، چې په دوو واوونوليکل کيږي؛ نو تلفظ يې سپک او اوږد نه وي، بلکې دروند يا څرگند، خو لنډ تلفظ کيږي. لوستونکيو، ښوونکيو، زده کوونکيو او نور که په (ى) سره وليکل شي هم اوږديږي، هم دروند اداکيږي او هم بدعت بلل کيږي او ډېر ورسره مخالفت کوي؛ نو بايد لوستونکو، ښوونکو، زده کوونکو او ... وليکل شي، چې د معيار پر اصولو برابر کار هم دى. زيار صاحب، خو يوازې خپل کار او خپله لاره مني، هغه د پوهاند رښتين کارونه ملايي ليکدود بولي، گړندى خو يو بېوزلى ښوونکى دى د هغه به څه ومني. که وخت په لاس ورغى ځواب به يې وروليږي. په همدې ډول په کومو کلمو کې، چې د پښتو اته ځانگړي توري وي هغه ارو مرو پښتو دي او با يد پخپله بڼه واخيستل شي. د پښتو په کلمو او تورو کې هيچا ته د تصرف واک نشته. کومې کلمې، چې شريکې او گډې دي هغه به کارول کيږي؛ ځکه پښتو، چې بلې ژبې ته څه ورکوي څه به ترې اخلي هم او هره ژبه هم بلې ژبې ته څه ورکوي او هم له بلې ژبې څه اخلي. سانسگريټ ،چې د ټولو ژبو مور بلل کيږي او نورې ژبې يې بچيانې دي له همدې ستونزې سره مخ ده. له دې پرته که هر څوک په خپلې ژبې ټينگار وکړي او هر څوک خپله ژبه معياري وبولي؛ نو سمه ده، چې غوړيو ته غيړي، پزې ته پېزه، غوږ ته غېږ، خولۍ ته خېله، ولې ته ويلې، ځې ته ځي، پښې ته خپه، سيوري ته سايه، مڼې ته سيبان، شونډو ته شونډان، ونو ته درختان او نور ووايو او ويې ليکو او که د معيار اصول په پام کې وي بيا؛ نو هم زه، هم گړندى، هم زيار او هم ټول پښتانه ليکوال هر چېرې، چې وو، معيار په پام کې ونيسو، سمې او په معياري پښتو برابرې ليکنې وکړو هم نور او هم لوستونکي له هر ډول تېروتنوڅخه وژغورو. scprd.com - بېرته شاته