(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بې پښتو پښتانه

[27.Apr.2015 - 06:24]

لیک: سپوږمی صیام
په افغانستان کې فرهنګي، کولتوري  او ژبنی یرغل د دې سبب شوی، چې زموږ کولتور، فرهنګ او ژبه زیانمنه کړي. له څه وخته چې ورته متوجه شوی یم، پښتانه ددې پر ځای چې په اساسي او بنیادي کارونو بوخت واوسي په داسې کارونو بوخت دي.
دکوم وخت نه چی د کابل ښار کې مې ژوند پیل کړی؛  دا راته  ‌ثابته شوي؛ چې د پښتو راتلونکي تباه او برباد دی، هغه وخت به لرې نه وي چې  پښتون به وی ولی پښتو به ورکه وی.

په پښتنو ودان بې پښتو مرکز

کابل د افغانستان زړه او پایتخت دی، چې مختلف قومونه په کې ژوند کوي، د پښتنو فیصدي بیا د نورو په نسبت په کې ډېره ده، مګر بدبختانه پښتو پکې د سره نشته.
شاید ځیني پښتانه ورونه او خویندی راسره ونه منې. زه د خپلو خبرو څخه په لاندې دلایلو دفاع کوم.
اول:
وړکتونونه:
 وړکتون هغه ځای دی، چې زموږ ماشومان په کې خبرې زده کوي، درس وایی او تربیه کېږي، کابل کې کابو ټول وړکتونونه په دري ژبه دي. پښتو غرقه ده.
دوهم:
 مساجد:
 مسجد هغه مقدس ځای دی، چې زموږ ماشومان، ځوانان حتی سپینږیري په کې زده کړې او لمونځونه کوي. 
کابل کې داسې جومات نشته چې په پښتو تقریر وکړي او که وي هم ډېره به کمه وي. ما خو تل د لوډسپیکر له لارې دري تبلیغ اوریدلی.
دریم:
مکتبونه:
 د ژبې په زده کړه بیا مکتب یا ښوونځی ډېر اغیز شیندي، که څوک وغواړي چې خپله ژبه په نورو ښه زده کړي نو پخپل ښوونځي کې دې داخل کړي. 
کابل کې د ښوونځي ټول کتابونه په دري دي، استادان په دري خبرې کوي، ازموینه په دري اخیستل کېږي یوازې یو مضمون د پښتو په نوم په مهال ویش کې لیدل کېږي چې هغه هم سم نه تدریسیږي.
څلورم:
پوهنتونونه:
د نورو تعلیمي ځایونو په نسبت پوهنتون بیا د ژبې په اساسې زده کړه ډېر مهم اغیز لري. 
ټول کابل ښار کې داسې پوهنتون نشته، چې په پښتو ژبه دې تدریس وکړي او یا هم کتابونه یې په پښتو ژبه وي. 
والله چې دشرم ځای دی، چې څوک په افغانستان کې وسیږي او پخپله  ملی ژبه نه پوهیږي. 
زموږ ډېری پښتانه ورورنه او خویندي په دې ناکامیږي چې په دري نه پوهیږي او یا هم پښتانه دي. زه داسې ډېر کسان پیژنم، چې د دري ژبې په نه پوهېدو د پوهنتونونو په ازموینو کې ناکامان شوي دي.
پنځم:
 د ماستري درسونه:
په دې کې شک نشته چې افغانان اوس ډېر هڅه کوي، چې لوړې زده کړي وکړي، زموږ پښتانه ورونه په تیره بیا خویندي اوس اوس د لوړو زده کړو په اهمیت پوه شوي دي، اوس دوی هڅه کوي چې خپلې لوړې زده کړې وکړي، خو له بده مرغه په دولتي او هم په خصوصي پوهنتونونو کې ناکامیږي. 
علت یې دادی، چې ازموینه په دری اخیستل کېږي او دوی په دري نه پوهیږي، تدریس په دري ژبه کېږي او حتی چپټر په دري ژبه وي دوی نه شي کولای چې له چپتر او درس څخه سمه او پوره معنی واخلي. اوس پښتانه په دې تکل کې دي چې دري ژبه زده کړي، نور په دری ژبه خبرې وکړي او حتی په دری ژبه کتابونه ولیکي. زه هم یو له هغو پښتنو څخه یم، چې د دري ژبې زده کړې ته مجبوره شوی یم او هڅه کوم چې دا ژبه زده کړم، ځکه زما ناکامي زما پښتو وه، ما کابل پوهنتون کې د ماستری ازموینه ورکوله، ما سره نورو ډېرو پښتنوورونو او خویندو هم ازموینه ورکړه، بدبختانه چې په ټولو پښتنو کې یو الا دوه تنه چې په درې پوهیدل بریالی شو، نور ځکه ناکام شوول چې ازموینه په دری و او په دری نه پوهیدو.
شپږم:
 کتابونه او لیکوالان:
 په پښتو ژبه کې علمي کتابونه ډېر کم دي، حتی د نشت سره مخ دی. پښتانه مجبوریږي، چې دری زده کړي او په دری لیک او لوست وکړي، زه ځیني پښتانه پیژنم، چې کتابونه یې په دری چاپ شوي خو همدا کتابونه بیا په پښتو کې نشته. ما سره دا سوال تر اوسه بې ځوابه پاتې ده، چې ولی موږ د خپل ژبې او قوم سره مینه نه لرو،؟  ولی تل د نورو په خدمت کې یو؟
اووم:
دولتی او غیر دولتی ادارات:
پښتو نه یوازې په مکتبونو، مسجدونو او پوهنتونونو کې نشته بلکې په دولتی او غیر دولتي اداراتو کې هم نشته. زما پښتون چې چېرته ازموینه ورکوي نو ورته لیکل کېږي چې دا پورتنۍ انګلیسي متن په دري وژباړئ. په دری ژبه یو مکتوب ولیکئ، لاندې پوښتنې په دري ژبه حل کړئ او نور.  پښتون بیچاره چې دری ادبیات یې سم نه دی، د ناکامۍ په کنده غورځيږي. په ټولنه کې د کمتری احساس کوي او په روحی ناروغیو اخته کېږي.
اتم:
بې پښتو پښتانه:
زموږ ولیکلان، وزیران، قاضیان او د دولت نور چارواکي چې پښتانه دي په پاړو سر وي، دوی چې کله په رسنیو کې خبرې کوي هغه کنډې باغې دری وایی چې هم ځان شرموي او هم خپل قوم. خدای دې غرق که چې غرق شي ولی په پښتو خبرې نه کوي، ته چې په پښتو خبرې نه کوي نو څنګه به دنورو قومونو څخه د پښتو ویلو غوښتنه وکولای شي. زه نه وایم چې بله ژبه دې نه زده کوي. بله ژبه زده کړه دا به درته یو کمال وي خو بابا خو خپل ژبه مه هیروه.

 د هر بلې ژبې زده کول لوی کمال دی
د خپلې ژبې هیرول بی کمالې دی
نهم:
رسنۍ:
رسنۍ د ژبې، فرهنګ او کولتور په برخه کې ډېر اغیز لري. رسنۍ د یو ټولنې د فرهنګ او ژبې نمایندګي کوي، خو بدختیانه په کابل کې د پښتو چینلونو فیصدي ډېره کمه ده. یوازې په ژوندون تلویزیون حسابولای شو خو دا تلویزیون هم یوازې په انتن نیول کېږي، یعنی سیمه ایز دی، په کیبل کې هیڅ نشته ، شمشاد او لمر هم پښتو خپروني لري خو د کیفیت له مخې ډېر کمزوري دي، لمر تلویزیون خو ټول د طلوع تلویزیون کاپې کوي، نوي برنامې او ښه مسلکي اشخاص نه لري. د پښتنو ښه نمایندګي نه شې کولای.
تر څو چې په مساجدو، مکتبونو او پوهنتونونو کې په پښتو ژبه خبرې او تدریس ونه شي، پښتون محصل ته په ملی ژبه د ازموینی چانس ورنه کړل شي؛ کورنۍ خپل ماشومان د پښتو په اهمیت پوه نه کړي؛ په کودکستان کې ماشوم په خپل ملی ژبه خبرې ونه کړي؛ نو پښتو به ډیر ژر ختمه سی؛ زه دژبو ترمنځ تبعیض نکوم خو د خپل قوم په حال سخت زوریږم. ډاریږم چې داسې وخت رانه شي چې پښتون به وي خو پښتو به نه وي.

زه د ټولو پښتنو څخه په ډیر درنښت هیله کوم، چې یوازی په شعراو شاعری، لنډیو، ادبې او هنري پارچو او یا هم ناولو باندې بسنه ونه کړي بلکه په علمي او تخنیکي برخو کې دې هم کتابونه ولیکي، وژباړي او یا هم ټول کړي. ترڅودا پښتو چی نن د زوال په حال کې ده بېرته راپورته کړو، یوازې په یون هم نه کېږي موږ ټول باید په ګډه مبارزه وکړو…

-
بېرته شاته