(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګوادر، کاشغرروډ اوناکامه پښتون سياسي قيادت

[24.Apr.2015 - 18:41]

لیک: حزب لله پښتون يار

نن په نړى کښي هغه قومونه  پرمختګ کولى شي چي د وخت او حالاتو سره سم سياسي قيادت تخليق کړي چي واضح وژن ولري، د قوم د تحفظ زمواري واخلي او په هرر رنګه طوفاني حالاتو کښي قامي ګټي په پام کي ونيسي.  رهبر هغه ته وايي چي خپل قامي مقاصد په ګوته کړي د هغه لپاره نظريه، حکمت عملي او پالسياني جوړي کړي او ځان ورورسوي.  نظريه  ديو قوم دژوند مهمه  برخه ده پدې کښي د يو قوم د مستقبل پلانونه، د قامي مفاداتو فارمولې، د پرمختګ رازونه او د بربادي څه د نجات طاقت پکښي پروت وي. تر سو چي يو قوم دا نه پيزني چي د هغه مفادات څه دي  د پاليسى او عمل له لاري د هغه مفاداتو تحفظ لپاره د اولس فکري او جسماني طاقت په کار نه راولي تر هغو به دداسي قومو د اولسي مقاصدو اود تقدير فېصلې به بالادسته قومونه کوي.  دا د بالادسته قومو د نفسيات او فطرت خلاف خبره ده چي دوى دي خپلوغلامانوته د انصاف او برابرى پر بنياد حقوق ورکړي او دمظلومو قومود هغه ليډرشپ پر عقلو هم ماتم کول پکار دى چي د خپل اقا سره د برابرى تمه لري.

   په پاکستان کښي پښتانه پداسي حالت کښي دي چي د ژوند په ټولو برخو کښي د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.   اوس چي زموږ جيوګرافکل لوکېشن موږ ته يو روټ راکوي د ګوادر څه بيا تر کاشغره چي د پښتونخوا له سیمو ایبټ اباد، میانوالی، وزیریستان، ډی ائئ خان، ژوب او کوټې له لار تر ګوادره غزیږی چي په هغه کي به موټروې، کارخانې، رېلوې، مواصلاتي نظام او معاشي حب به جوړيږي.  د هغه څه به د ټوله پښتون معاشي ستونزه حل کېدو سره به د دېشتګردى ستونزه هم د همېش دپاره حل شوې وله.  د پښتونو ګرده مسافرو به بيا خپل په وطن کښي مزدورى کولې.  خو د پنجاب واکداران يې نه را پرېژ دي او په بد معا شي يې خپلي صوبې له دا روټ منتقله کړى.  لدي سره پنجاب د دېشت ګردى مرکزونه په پښتونخوا کښي جوړه وي او اقتصادي راهداري په پنجاب کښي تعميره وي، زموږ وطن تباه کوي او خپل وطن اباده وي.

     پدا لويي ستونزي کښي پکار وه  چي د ګرده اولس ملت پاله او مزهبي ګوندونه سره يو موټى شوي وه ددغه روټ دپاره يې په ګډه د پنجابه څه د سياسي جنګ اعلان کړى واى.  احتجاجاً يې د حکومت څه استعفا ورکړي واى، په ټولو شارو کښي يې دهرنې اعلان کړي واى اوټوله ملک يې جام کړى وه تر هغو پوري چي روټ يې پر پخوانى لاري نوې اعلان شوى او  د پښتون موجوده دمعاشي مرګ مسله يې حل کړې واى.  خو يوار بيا په قامي تاريخ کښي يو بله ګټوره موقع قام تر لاسه ورکړه.  ددې لپاره په سوشل مېډيا کښي ټوله پښتون اولس اواز اوچت کړى خو له بده مرغه قامي رهبرانو مجرمانه خاموشي خپله کړه.  ايا داسي رهبران په تاريخ کښي کله هم قومونو معاف کړي دي!!؟؟

       پښتون اولس همېش په سختو حالاتو کښي د خپل ليډرشپ ملاتړ کړى دى خو ليډرشپ هر وخت قامي ګټو د دفاع په ورځ يا خو د اغياره سره مل شوى دي يا د خپل ناکامه سياسي حکمت عملي په وجي يې د ګټي پر ځاى د تباهي منصوبې،  د دېشتګردى مرکزونه راوړي دي او د قومي حقوقو جنګ يې باېللى دى.  موږ داسي ليډرشپ نه لرو چي د حقوقو جنګ د ګټلو په ورځ د ټول اولس طاقت يو کړي، په حرکت کښي راولي او برى تر لاسه کړي.  بيا که د بري قاتلان ډير شي د قامي مفاد جنګ ګټل مشکل شي بيا پداسي بې انصافه او جبري ماحول کښي د قامي حقوقو جنګ ګټل د مزاحمتي عمل سره تړلى دى.  خود سياسي فېصلو پر وخت پر قامي مفاداتو خاموشي اختياره ول ملي خيانت ندى؟

    چيري چي هدف نه وي هلته د قومي حقوقو جنګ د ګټلو هيسي اميد نشي کېدلي او ټوله سياسي طاقت ضايعه شي.  بد بختانه  پښتنو داسي استازي منتخب کړي دي چي نه هدف لري، نه خپل قومي حقوق پيزني اونه د هغه لپاره اواز پورته کوي. هميشه د قامي ګټو پر وخت ګونګيان شي او خپلوخلو ته کولفونه ولګوي.  سياسي رهبران د حقوقو د وېش پر وخت په سياسي عمل کښي تودوالى راولي خوزموږ دفاعي فکرونه د سياسي قبرونو په ډورى کښي پټ شي.  د شکست و فکروته د مزمت جامې ورواغوندي او د اولس د خشم څه ځانونه په خلاص کړي.  په اوسني وخت کښي  زموږ څخه د ګوادرروټ د راوړلو ټول قوت او صلاحېيت موجوده وه، خالي د سختي سياسي فېصلي ضرورت وه خو د قوم سره ظالمناه غفلت دا وشوچي د سياسي طاقت دماغ په خوب ويده شو. رهبرانو د قوم ټوله ټېلنټ د موجوده سياسي ګټو لپاره ځايعه کړي.  د قومي حقوقو ګټلو استازي چي د قومي حقوقو بائللو لوبغاړى شي هغه سياسي ليډران  وي که قومي خائنان!!!؟؟؟

     نن چي زموږ ټوله قوم مسافر دى د نورو قومو مزدور دي او بلي خوا ته ټوله وطن په قبرستان بدليږي دا ددې ملک غلطو پاليسيو او د پښتون ليډرشپ  ناکامه حکمت عملى له وجي دى.  که څوک ځان ته قامي مشر وايي او د قامي ګټو په ورځ د پښتون پر حقوقو نور قابضه کيږي او  مشران خالي په اخباري بيان کښي ددې زياتى څه نفرت کول هم نه احساسه وي ددې ساده مطلب دادى چي يا خو سودا شوې ده يا زموږ رهبران د پنجاب خير خواهان شوي.

     بحېثیت قام زموږ د ظلم او د قامي نا انصافى په خلاف مزاحمت دومره سخت نه وشو لکه څومره لوى زياتوب چي راسره وشو.  د اوسني صورتحال په رکم زموږ په قامي تاريخ کښي داسي څو واري شوي دي چې په اولس کې د مزاحمتي تحريک زور شوى دى خو رهبر ندى شوى. ايا په موجوده مجرمانه خاموشي او قامي ليډرشپ چي د ځاني مفاداتو دپاره د قام مفاداتو ته کم تاوان ورسوى د دوى احتساب کول ندى ضروري؟

     سياسي شعور لرونکي وايي چي پښتانه د سخت سياسي قيادت بحران سره مخامخ دي تر دې حده پوري چي خپل وطن يې د پرمختګ څخه بې برخه کيږي دوى ګوره چي د غفلت په خوب ويده دي که د نورو د مفاداتو اېجنټي او جاسوسي کوي؟؟  که څوک وس هم د سياسي تقليد په ړنډه جزبه دې ته د قيادت بحران نه وايي نو يو ساعت دي د ړندې عقيدې توري جشمې د سترګو ليري کړي او د حاالاتو تجزيه دي وکړي او بيا دي په خپل سياسي قسم ووايي چي تر دي لا هم نوره بده ورځه څه ته وايي.  اوسني ليډرشپ يا خود خپلو ځاني مفاداتو لپاره ټوله اولس هيرکړى دى ياهغه صلاحيت نه لري چي د اولس د حقوقو جنګ په وګټي .

   موږ  مبارزې ته تر يو حده تیار اولس لروخو  په سياست پوهه مخلصه ليډرشپ  نه لرو.     تاريخ ګواه دى کمو قومو چي تجربه کاره، دانشمنده او پوهه سياسي قيادت پېدا کړى دى هغه د معاشي بدحالى، دجهالت د تورو تيارو څه راوتلي دي او و عروج ته رسېدلي دي.   کمو قومونو چي د نا اهله، بې انصافه او پر ځاني ګټو مينو لىډرانو ملاتړکړى دي هغو کله هم د سکون ورځ نده ليدلې. لکه پښتون قوم چي نظريه، قامي مقاصد او سياسي برى يې همېش د اسمبلي د څو سيټانو او د څو سياسي کورنيو د مفاداتو دپاره قرباني کيږي.

 

-
بېرته شاته