(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تا به په خپل فکر کې څوک ځايوي

[24.Apr.2015 - 18:37]

لیک: بصيرالحق عادل

زموږ په ټولنه کې پخه ليکوالي مشرانو ليکوالو کړې ده، ځکه د پخې ليکوالۍ لپاره ډېر عمر په دې خاطر مهم دی چې اوږده او ژوره مطالعه او تجربه په ډېر عمر پورې تړلې ده. ځينې داسې ليکوال هم لرو چې عمرونه يې ډېر کم خو پخه ليکوالي يې کړې او تر عمر يې فن او هنر مشر وي. هغه ليکوال چې ځوانان دي او پخه ليکوالي کوي له ډلې يې يو هم ځوان ليکوال او تاريخ ليکونکی شريف الله دوست دی. شريف الله دوست سره له دې چې خپل کارو بار کوي او په سوداګريزو چارو بوخت دی ترڅنګ يې پياوړی ليکوال، مورخ او ژباړن دی. دوست په تانده ځوانۍ کې تر شلو ډېر کتابونه ليکلي چې ډېر کم يې چاپ او نور يې چاپ ته شېبې شماري. کتاب ليکل او ليکوالي په دوه ډوله ده، يو يې تخليق او دوهم ډول يې تحقيق دی. تخليق يا پنځونه اسان کار دی، ممکن يو ليکوال په لسو ورځو کې ناول وليکي، خو تحقيق بيا سخت او ګران کار دی، يوه تحقيقي مقاله ليکل هم شايد ورځې وخت واخلي. د شريف الله دوست اکثره کتابونه تحقيقي دي، سلګونه کتابونه يې په خپله او نورو ژبو کې لوستي دي او د خپل اړوند کتابونو لپاره يې مواد راټول کړي، تحليل کړي يې دي او په نوې بڼه يې خپلې ټولنې ته وړاندې کړي دي. شريف الله دوست د پښتو ادب په معاصره دوره کې په تنکيو او ځوانو ليکوالو کې هغه څېره ده چې د هلمند او هېواد په کچه يې داسې تحقيق او څېړنې وکړې چې د ټول هېواد حق يې ادا کړ او په ادبي خدمت يې سترګې پټول زما په اند لويه ګناه ده. د هلمند نوميالي چې په نومونو او تاريخ يې خاورې بار وې، دغه ځوان ترې خاورې وڅنډلې او د خپل قلم په برکت يې پرې د پښتوادب او تاريخ کچکول ښکلی کړ. د هلمند په نومياليو مېرمنو پسې کلي پر کلي، کوڅه پر کوڅه وګرځېد او د نن زمانې خويندو ميندو ته يې د هغوی همت او حوصله تعريف کړه، د هغوی تجربې يې ورسره شريکې کړې او د ژوند کولو چل يې ور وښود. دغه راز شريف الله دوست، د سياست، ژبې، تاريخ او ادب په برخه کې بېلابېلې څېړنې کړي، کتابونه يې ليکي چې ځينې چاپ او ځينې يې ناچاپ دي. دوست مې نږدې ملګری او دوست دی، يوه ورځ مې ورسره د راډيو لپاره مرکه کوله، د خپل تحقيق او ليکوالۍ په اړه يې راته وويل چې ليکوالي او څېړنه د شپې کووم، ځکه د ورځې په سوداګريزو چارو بوخت وي. زموږ اکثره ځوانان چې په معمولي کار بوخت شي بيا نورو خلکو ته ځان مصروف ښيي، زده کړې او نور فعاليتونه ترې پاتې وي. خو که څوک د ليکوالۍ، او خدمت احساس ولري نو د شريف الله دوست څخه دې د حوصلې او ليکوالۍ چل زده کړي، ځکه تر دوست مصروف څوک نشته خو بيا يې هم خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړې، ټوله يې انرژي يې په کار اچولې، ژبې، تاريخ او ادب ته يې ځانګړی وخت ورکړی دی، چې وخت پيدا نه کړي شپې شبګيروي خو هغه احساس چې دی يې په زړه او خپل وجود کې لري ټولنې ته وړاندې کوي. د دوست فکر او ذهني بيدارۍ هغه وخت حيران کړم، چې د راډيو لپاره به مې د يوې تاريخي خپرونې لپاره اونۍ کې يوه ورځ نيم ساعت مرکه کوله. هر کله چې به د ده خواته ورغلم، ما به موضوع همدغه شېبه ورته روښانه کړه، نو ده به هم يو عالم خبرې راته وکړې، د سيمې تاريخ به يې وسپړو، دومره ډېر مالومات به يې وړاندې کړل چې په درې پوښتنو به زما خپرونه بشپړه شوه. نو بيا راته څرګنده شوه چې ښاغلی دوست د سيمې په تاريخ کې ډېره ژوره مطالعه لري. د دوست بل ستر خدمت چې دې ټولنې ته يې کوي د ولس د حقونو غوښتلو لپاره مبارزه ده. نوموړی د دومره کارونو ترڅنګ کلک مبارز او خدايي خدمتګار دی. په هلمند کې د مدني ټولنو د بنسټګرو له ډلې دی او اوس د هلمند مدني ټولنې منشي او د چارو سنبالوونکی دی. پر لارو، سړکونو او بازار کې د خپلو مظلومو خلکو د حق غوښتلو لپاره يې پر چغو چغو وهلو ددې ښار دېوالونه شاهدان دي. په پای کې شريف الله دوست ته د يو شاعر لاندې بيت ډالۍ کووم او دوست د فکر د خپرېدا په هېله يم. دوست صيب!!! تا به په خپل فکر کې څوک ځايوي؟؟ دلته خو څوک داسې هنر نه لري.                                  

په درنښت!              ۱۳۹۴ل/۲/۳ 

-
بېرته شاته