(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کولتوري جټکه

[19.Apr.2015 - 23:20]

کولتوري جټکه: د فـرخندې وژنه او فارسي کنځلې

ډاکتر رحمت ربی ځیـرکیار

Culture Shock: The Killing of  Farkhunda  and Persian Scolding

   By: Dr. Rahmat Zirakyar

 انسان نه یواځې په یو جسمي چاپیریال کې ژوند کوي، بلکې په کولتوري چاپیریال کې هم استوګن وي. انسان یواځینی ژوی دی چې په خپل چاپیـریال کې بد لون راوستلی شي او د دغه بدلون په اوږدو پخپله په انسان کې هم بدلون راځي. په ذکر شوي کولتوري چاپیـریال کې د انسان په لاس جوړشوي شیان، ټولنیزې موسسې، مفکورې...، او لوړې عـقیدې هم شمیرل کيـږي

 کولتوري جټکه یا ټکان یوه نګراني یا یوه انـدیـښمنـتـیا ده چې د اشنا او مروج کولتور له بایللو نه رامـنځتـه کیــږي. پـه اشـنا کولتـور کې  اشنا سِمبـولـونه او ټـولنیـز معـاشـرت راځي. پـه سـاده ویـنا، کولتوري جـټکه هغه حالت ته ورته ګڼلی شو چې یـو ماهـي پکې له اوبـو نه بـهـر سلګۍ وباسي. ځما پـه مات ګـوډ اټکل، په افغانستان کې د پـرولیتاریات (۱۹۹۲-۱۹۷۸)، مُـلا تاریات (۱۹۹۶-۱۹۹۲)، طـالب تـاریـات( ۲۰۰۱-۱۹۹۶) او د روان  ډالـرتـاریـات( اکتوبر ۲۰۰۱تر اوسه پورې)  د دغـو څــلور دورو پـه اوږدو کې  په بـیلا بیلو سـویو  د بې وزلـه افـغـان ملـت  ظـاهـر او باطـن ګـډوډ شـوي دي

درې ورځې وړاندې  د ۲۰۱۵ د اپـریل په ۱۵ نیټه،  د اقـتصاد پوه فاروق تمیز په کور کې د ماښام میلمستیا شوې وه. زه یې هم وربللی وم. نږدې شل تنه افغانانو( پښتو ژبو او فارسي ژبو) پکې ګډون لاره. ټـول د تمیز ملګري وو. د خندا او خوښۍ ډکه فضا وه . معمولا تمیـز د ماښامي له خـوړلو وړاندې  خپله وینا اوروي. دا ځل یې د اسلام په اړه خوږه وینا واوروله او د وینا په پای کې یې داسې وویـل:« د فـرخنـده د ټکولـو او وژلـو په مهال ټـولو تیري کوونکـو په فارسي  ژبه کنځلې کولې!» په ځنګـن (ضمني) ډول د تمیز وروستنۍ جمله دامعـنا لري چې که هـلته کوم پښتون حاضر وای، د فـرخنـدې ملاتـړ به یې کړی وای. [ د پښتونوالې مطابق د جنګ په مهال ماشومان، ښځې ،  زاړه خلک او څاروي له زورزیاتي  نه محفـوظ وي]- ځیرکیار  ۱۸ اپریل ۲۰۱۵

-
بېرته شاته