(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه يواځي پښتانه بلكي ټوله اسلامي نړۍ ...

[18.Apr.2015 - 18:57]

نه يواځي پښتانه بلكي ټوله اسلامي نړۍ دګواښ سره مخامخ دي

لیک: محمد نعيم كاكړ

     پښتانه افغانان خو دډېره وخته څخه دنړۍ والو او سامراج تر فشار او كركي لاندي وو كه دا تاريخ په اوږدو كښې ورته وكتل شي نو به داخبره په هر چا باندي څرګنده شي هر وخت چي باندني يلخګرپه دي سيمه باندي راغلي دي نو يواځي پښتانه افغان دهغه مخ ته خپل ځكر سپركړي دي په ځائي ددي چي دافغانانو ګاونډيانو د دوي ومرستي ته ورادنګلۍ وي خو دوي دباندي يلخلګرسره دريدلي او دافغانانو په ملاكښې چاړه وهلي ده چي دنن ورځي پوري دوام لري كه ډېر لسيري په تاريخ كښې ولاړنه شو او يواځي دسره سامراج انګريز ښامار دوراو اخلو نو دوړاندي خبري څرګندونه او ثبوت وهر چاته په نظر ورشي داسي ډيري پړي دي چي پښتوافغانانو سره شوي او كيښري خو ځموږ دنن ورځي داليك په دهغه موزونه وي ولي چي داځان ته ډېر اوږدبحث دي.

           ددي دمخه چي خپل موزوته ولاړ شو داخبره ځماپه دماغ كښې هر وخت چورلكي وهي عوامي نيشنل ګوندچي دوي په ايالت او مركز كښې حكمراني كوله دوي دپيپلزګوند په مرسته او دنورو ګوندو په ملاتړد ډيرو هلو ځلو وروسته دملك په آئين كښې اتلسم آئيني كښې اتلسم آئيني بدلون راوستي چي په هغه كښې دشمالي پښتونخوا نوم خېبرپښتونخوا ونومول شو ددي سره سره چي دنومه په بدليدو په لويه كچه مخالفت هم وشو خو دپييلزګوند مشراو دهغه وخت دملك او لسمشر علي زرداري ددي نوم داړولو دمخه په ملګروملتو كښې دوينا كولو په وخت اين ډبليو ايف پي(N.W.F.P) په پښتونخوا او نوموله خو بياډېر وددي مخالفت وكړي او بيايې دپښتونخوا سره خېبرلاحقه وتړله كه څه هم پښتونخوا يواځي په خېبرپښتونخوا نه دواړو بلكي پښتونخوا دپښتنو افغانانو يو ډېره پراخه سيمه ده كه څه هم انګريز ښار مار چي ځان دبشر دحقوقو تر ټوله زياته لوبغاري ګنې هغه دهغه پراخه سيمه دخپلو صباسيمو ښو ګټو دپاره تر چاري لاندي راوسته او تراوسه دهغه سالم او روغ بدن تكي تكي دي خو دعقل څخه خلاص خلګه يادنورو دګټو ساتونكي پخپله په دي ناوړه عمل مهر ثبت كول غواړي خو په دي نه پوهيږي چي دبدن غړي چي سره وښكول شي بيانو هغه بدن ياكالبوت نه پاته كيږي او دهغه كوره ګان چي ځان ته افغانان پښتانه نه وائي دهغو په دهغه منطق كله سرخلاصيږي خو داخبره به هم په دهغه ځائي پريږدوخبره داتلسم آئيني بدلون او داي اين پي دروانه وه ددي ګوند مشر ښاغلۍ اسفديارولي خان هر وخت داخبره كوي چي دارواښادباچاخان او دارواښادخان عبدالولي خان دحكمرانانو څخه داغوښتنه وه چي داين ډبليوايف پي نوم دي پښتونخو اومونول شي او موږ داتلسم آئيني بدلون دلاري د دوي ټول ارمانو ورپوره كړل ځموږ ددي وو ارولوئي مشرانو څه غوښتني وي په دي اړه موږ څه ويل نه غواړو خو داپوښتنه ارومرو دهر چاته زړه كښې ګرځي چي په آئين كښې خو داين ډبليو ايف بي نوم په خيبر پښتونخوا اړول شو او دلته هر يو دا داوه كوي چي دوي دآئين په يوه يوه ټكي عمل كوي خو چي پخپله ددي ملك لومړي وزير او ډېرنو روده ته ورته په ځائي ددي چي خېبرپښتونخوا نوم په خوله راولي دوي ته كي پي كي ډېر خوندوركوي تيره ورځ دلومړي وزير محمدنواز شريف چي هم دهغه ايالت كښې ويناكوله خو هر ځائي كي پي كي دده په ژبه راتلله او يو وار هم ما نه واوريدو چي خېبرپښتونخوا كه دملك رسنې ته څوك ځيرشي نو دابه راته څرګنده شي چي كه يو وار څوك خيبرپښتونخوا نوم اخستل كيږي نو شل واره كي پي كې اخستل كيږي او بيادحريانتياخبره داده چي ځيني ځانګړي لوئي پوري كسان او سيمى كسان خېبرپښتونخوانوم ګاروي او ځيني نورو خوله او ژبه په دي سوځي چي دوي دهغه ايالت په خېبر پښتونخواياد كړي او داهر ورځ ځموږ غوږو رارسول كيږي چي نور بايد پخپله هر سړي په دي باندي قصناوت او پريكړه وكړي.

           موږ په دي باندي بايد خپل وخت تيرنه كړو او ځيني پوړ پوري كسان او سيمي په دي خبره پړه نه كړو اصل خبره داده چي انګريز سامراج كله ودي سيمي ته راغلي نو دوي يوبشپړه پلان دځان سره راوړي چي تركله دوي دلته پاته وو نوخپل دهغه پلان يې پخپله مايه كوي او مخ ته وړي خو دوي خپل ټول وس په پښتنوافغانانو وكړي چي دوي د ځان لاندي كړي ددي دپاره يې ډيري هڅي دزور دلاري وكړي خو بريالۍ نه شونو بياچي كوم شيطاني څرڅ وڅرخاوي هغه دتاريخ په پاڼو كښې ليك او ثبت دي او سترګواښه په يوه دي انګريزانو چي څومره دخپلو ګټو دپاره داسلام سپيڅلۍ نوم ګار كړي يايې ګاروي هغه هم دچاڅخه وړرنه دي دوي ولاړ خو دوي خپل پلان او پروګرام مخ ته وړي چي نه يواځي پښتانه افغانانو وځپل بلكي ټوله اسلامي نړۍ دانګريزانو او نورو ترچياؤ لاندي ده اوس خو داهڅي رواني دي چي دمسلمانانو ټول پخواني او اوسني تاريخي او مذهبي پاته او آثار دمنځ څخه يو شي په افغانستان كښې خو دطالبانو په نامه دافغانانو دپيړيو پيړلو تاريخي پاته او آثار روان كړل چي لويه بيلګه يې دباميان دبدهالوئي انځورونه(مجسمي) او نور ډېر څه وران كړل هم دا ډول دخېبرپښتونخوا په ځانګړي ډول په سوات كښې داسي تاريخي پاتي ومنځ څخه يو وړل خو د دوي څخه څوك دپوښتنه نه شې كولۍ چي دهغه تاريخي پاته او آثار خو داسلام دراتلو او ظهورله مخه هم په خپل خپل ځائي پاته وو نو داسلام ستروخليفه ګالو كله هم دالارښودنه ونه كړه چي دهغه هر څه دي وران كړل شي نه دوي ددي څخه ويريدل چي مسلمانان به بيرته دبتالو ودورته وګرځي داځكه چي دوي ته داسلام سپيڅلتيااو سوچه والي څرګندوو خو څنګه څورلس سوه كاله وروسته داسي څوك داسلام په نامه راژيږي او دوي دهغه تاريخي پاتي او آثار دمنځ وړي دطالبانو په نامه خو ډېري ډلي رامخ ته شوي او دهري ډلۍ خپله خپله تګ لاره وه خو اوس طالبانو وروسته د داعش په نامه يوه بله ډله رامخ ته كړل شوي ده چي دهغه ډله هغه هر څه دمنځ څخه وړي چي ژوندي بيلګه يې عراق دي او ددي څخه علاوه شام هم ددهغه ډلي دلاسه خپل تاريخي پاتي دلاسه وركوي هند القياس

          نن چي ځموږ پاكستانيان په دي خبري وياړ كوي چي د دوي ماشومان په انګريزي ژبي په ښوونځيو كښې لولۍ او دخپلو مورنيو ژبو څخه كركه كوي او دخپلي تاريخ او ژبي سره يو ډول تړون نه لري او بيايې درسنېو او ميډيادلاري دپروليګندطوفان ورباندي ايله كړي دي داڅه پخپله ياخو دروپيښه نه ده بلكي ددي وشاته يو لوئي پلان كار كوي چي بشپړه اسلامي نړۍ دخپلو رښتنو او د سوچه لاري څخه واړه وي دا زه نه وايم داخبره هر څه څوك كوي دچاچي په روانو نړۍ والو چارو نظر لرلۍ دي او دوي په دي ښه پوه دي ځكه چي په لومړي  پړاؤ كښې داسلامي نړۍ نامتو سړي او پوهان په يوه او بل دمنځ څخه واستل شول داسلامي نړۍ دملكو تاريخي دودنه او كلتور ونه يې مړه ګډوډ كړو نه يواځي دمسلمانانو ترمنځ بلكې د دوي په كور كور كښې كركي او تعصب رامخ ته كړي نن چي په اسلامي نړۍ كښې دملكونو او بياپه ملك كښې دننه كومي جګړي رواني دي هغه دچاڅخه وډرنه دي دفرقوپه منځ كښې جګړي نښلولي دي په يوه خواكښې سعودي عرب ر رولي دي او په سيالۍ كښې ايران د رولي دي او ودي ته دشيعه اوسني فرقه ايزه جګړه رامخ ته كړي او تر ډېره پوره دوي ډېر څه ترلاسه كړي دي چي ژوندي بيلګه يې يمن دي او په شام كښې هم دهغه لوبه په مخه كړي ده كه څه هم ديمن جګړه دقبائيلو ترمنځ دجګړي لوئي علت دي خو داسلامي نړۍ حكمرانان ډېره ددهغه ناخوالو مسؤل او پړه دي چي دوي په خپل ولس دباوركولو په ځائي دنړۍ دزرو ځواكو څخه هميش باور كړي دي چي تاريخ ددي شايددي اوس هم وخت دي چي داسلامي نړۍ حكمرانان دنورو داسرو څخه لاس په سرشي په خپل ولس باور وكړي ټول حكمرانان دپوهانو او علماؤ سره په يوه ټغر كښيني او ځان ته داسي لاره وټاكي چي هغه داسلام او مسلمانانو په ګټه وي خوكه دوي دنورو په اسيره باندي خپلو بي لاريوته دوام وركړي نو به اسلام ته يوه لويه زر به ورسيږي چي پړه به ټوله په دهغه حكمرانانو سياست مدارانواو په هغه ديني علماؤ وي چي څوك په هر څه پوه وي خو رښتيايې په خوله نه ورځي؟

-
بېرته شاته