(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ، محور وژغورو

[17.Apr.2015 - 19:44]

لیک: آغامحمد قریشي

میاشت وړاندي د لښکرګاه په نږدې سیمو کې درې پولیس په دې تور ونیول شوو، چې یو ځوان هلک یې وژلی او د هغه ښکلی موټر یې ترې تښتولی و. دا پېښه د ځوان د کوژدې یوه ورځ وړاندي وشوه، کله چې پولیس ونیول شوو، هغوی ومنله چې د خوړو لپاره یې څه نه لرل، له مجبوریته یې ځوان وواژه او د هغه موټر یې ترې وتښتاوه.

د پخواني افغان ولسمشر کرزي هغه خبره رایاده شي چې ویل یې په ملي خزانه کې دومره پیسي شته چې په غوړه ډوډۍ یې هم نشو خلاصولای، خو د واک دوره یې لا پای ته نه وه رسېدلې، چې ملي خزانه په بشپړه توګه خالي شوه. د ملي یووالي حکومت دوو مشرانو د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال ولس ته لویې او هر اړخیزې ژمنې ورکړې، مګر نن پر میدان هیڅ هم نه لېدل کېږي. یواځې دومره چې لیکوالان یې په خپلو لیکنو او انځوګران یې په خپلو انځورونو کې خنډونه او ناکامۍ انځوروي.

نړیواله ټولنه په هر ډګر کې د افغاني رسنیو د پرمختیا او د بیان د ازادۍ خبره د خپلو لویو لاسته راوړنو په لړلیک کې ورکاږي. په میلیونونو ډالر راوړل شوو، خو د رسنیو په برخه کې په هغو رسنیو ډېره پانګونه وشوه چې د ملي او دیني ارزښتونو پر ځای یې د پردي پالنې کمپاینونه په لار اچولي وو، او لا یې دا چاره په مخ اخیستې.

خبره دلته بده شي چې خپلواکي او غیري خپلواکي رسنۍ نا څرګندې پاته شوې، او عام خلک یې ترمنځ تفکیک نشي کولای، که له ما پوښتنه وشي، زه به ځکه څه تفکیک وکړای شم چې بې پرې لیکنې مو په بې پرې رسنیو خپرې شوې. هر کله چې مو د خپل ولس او خلکو د حق غوښتنې په موخه څه لیکلي، هغو رسنیو راته خپاره کړي چې خپلواکي دي، او د اړوند قوانینو په چوکاټ کې د هیوادنیو ګټو د خوندیتوب او ساتنې په موخه کار کوي.

میاشتې وړاندي هلمند کې د مرکزې روغتون او یوې موسسې د کارکوونکو ترمنځ د واک پر سر لانجه وه، لانجه لویه او حلېدل یې ستونزمن و، دا خبره ځایې خبریالانو محور ته ورکړه، تر یوه رښتینې راپور وروسته دواړو لورو قوانینو ته غاړه کېښوده او په خپلو کې یې لانجه حل کړه.

محور د هیواد په بریالیو او خپلواکو ورځپاڼو کې راځي چې پکې څه باندي لسو تنو کارکوونکو کار کاوه، هره ورځ زر ګڼې او پنځه زره بڼې یې په برېښنالیکونو کې استول کېدې.

زموږ سترګې د ښې راتلونکې په موخه د محور لور ته دي. محور د اقتصادي ستونزو له کبله بنده شوې، نه یې کوم دولتې یا نړیوال بنسټ او نه یې هم کوم بل خپلواک تجارتي بنسټ په بنديدو لږ تر لږه خواشیني وښوده. که په رښتینې توګه دولت، نړیوالو او یا هم د افغان ولس خپلواکو سوداګرو غوښتلای چې د ولس د ژبې رښتینې او واقعي رسنۍ (محور) بنده نه شي، په خپلو مرستو به یې هغه ژغورلې وای.

اوس هم ناوخته نه دی، که د ملي یووالي له حکومته د محور د بیا پرانیستو غوښتنه کوو، دا به ځکه ناسمه وي چې، دهغو خپلې پښې په خپلو پایڅو کې بندي دي. د یوې خپلواکي رسنۍ په توګه محور خپل رسالت ادا کړی، اوس زموږ د سوداګرو او نورو مرستندویه او ډونر بنسټونو رسالت دادی چې محور بیرته راژوندۍ کړو.

اساسي حل لاره داده چې دولت د بیان د ازادۍ په موخه پر دولتي رسنیو په مستقیمه او پر غیري دولتي او خپلواکو هغو په غیري مستقیمه توګه پانګه اچونه وکړي، تر څو یې سیستم بنسټيز او موسساتي شي، او له وژل کېدو وژغورل شي.

که مو د هیواد د اقتصاد همدا حالت وې، ډېرې نورې د محور په څېر خپلواکې رسنۍ به بندي او د هلمندي ځوان په څېر ډېر ځوانان به د پولیسو له لورې د موټر تښتونې په موخه ووژل شي.

-
بېرته شاته