(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتوژبــــې لنـډګــرامـــر

۱ــ ګرامر (Grammar) : دهغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې دصحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي .هره ژبه ځان ته خاص سیستم اوقواعد لري که چیرې د جملو په جوړولو کې دژبې قواعداوسیستم په نظرګې ؤنه نیول شي نو کومې جملې چې دلیک له پاره جوړیږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي . ۲ــ ژبه او لیک (Language written) : ژبه دټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، ژبه دانسانانو تر منځ دخبرو کولو، پوهولو را پوهولو یوه وسیله ده ، لیک د ژبې ، ژبنیو کلمو رسم دی دژبې د پیدایښت څخه بې شمیره کلونه وروسته لیک منځته راغلی نوځکه څه کلیمې چې له ژبې راوځي هماغسې باید ولیکل شي . ۳ ــ صرف ( Morphology) : مورفولوژي د یوناني کلمو مورفو او لوجي څخه چې د شکل او صورت مانا لري جوړه شوې ده . په لغوي لحاظ دا کلمه د یوې ژبې د لفظي اشکالو دعلم ، پوهې او پېژندنې په مانا راغلې ده ؛ اوس داسې تعریف شوې موروفولوژي د تشریحي ژبپوهنې یوه څانګه ده په هغې کې د یوې ژبې مورفیمونه او دهغو جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې نیول کېږي . ۴ ــ هنر( Artistic , Skill ) : دیو کِسب ،صنعت ،فن ، اطلاعاتو او تجروبو دټولو عملي قوانینو پیژندلو ته هنر وایي په اوسنۍ اصطلاح په یو فن کې مهارت ، لیاقت او قدرت لرلوته هنرمندوایي . ۵ ــ خاکه ( Synopsis) : د کار هغه پلان ، لنډیز ، کړنلارې او خامې نقشې ته چې دمضمون یا کتاب تر لیکلو دمخه جوړه شي یانې دڅیړنې له پاره چې کومه ټاکلې سکالو (موضوع) په بابونو ، فصلونو ،مباحثو او نورو و ویشل شي هغې ته خاکه ( Out line) وایي . ۶ ــ نـــــــظــم ((Poetry : نظم په لغت کې دمرغلروپېيلوته وایي اوپه اصطلاح کې نظم دژبې اوادبیاتو هغې برخې ته وایي چې وزن ، قافیه اویو مخصوص آهنګ ولري دنظم عبارت عموما ً د ژبې په قواعدو او اصولوباندې برابرنه وي کله مبدأد خبر وروسته او کله فعل د فاعل او مفعول څخه مخکې راځي . ۷ ــ شـعــر(Poem) : شعردیوځانګړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب ګرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي . شعر په موزون بیان د خیال اوفکر عاطفي تړون دی . په ټولیزه توګه شعردشکل له مخې په دوه برخو وېشل کیږي : ( الف ) دشعر ډولونه : ۱ ــ غزل او ډولونه یې ،۲ ــ آزاد شعراو ډولونه یې ، ۳ ــ اډانه ( انځور یا ادبی طرحه) ،۴ ــ آزاده منظومه ، ۵ ــ قطعه ، ۶ ــ بولــله ( قصیده ) ، ۷ ــ مستزاد، ۸ ــ ترجیع بند، ۹ ــ ترکیب بند، ۱۰ ــ ټول قافیز ، ۱۱ ــ یوئیز ( تک بیتونه ) ، ۱۲ ــ دویزه (مثنوي) ، ۱۳ ــ دریز (مثلث) ، ۱۴ــ څلوریز (مربع) ، ۱۵ــ پینځه ییز (مخمس) ، ۱۶ ــ شپږیز (مسدس) ، ۱۷ ــ اوه یز (مسبع) ، ۱۸ ــ اته یز (مثمن) ، ۱۹ ــ لسیز (معشر) ۲۰ ــ ځلوريزه(رباعي) ( ب ) ــ ولسي نظمونه : ۱ ــ مقام ، ۲ ــ بګتۍ ، ۳ ــ چاربیته ، ۴ ــ لوبه ، ۵ ــ بدله ، ۶ ــ داستان ، ۷ ــ سروکی (نیمکۍ) ، ۸ ــ لنډۍ ، ۹ ــ د نکلونو غږونه ، ۱۰ ــ کاکړۍ غاړې ، ۱۱ ــ د آتڼ نارې ، ۱۲ ــ بابولالې ، ۱۳ ــ د وړو مشاعرې ، ۱۴ ــ منظوم فالونه ، ۱۵ ــ انکۍ (چغیان) ، ۱۶ ــ کیسۍ (شبې) ، ۱۷ ــ تاریخي نارې ، ۱۸ ــ د مروتو کسرونه ، ۱۹ ــ منظوم نکلونه ، ۲۰ ــ د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله نور. ۸ ــ دشعر شکل (Form Poem) : د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانګړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل ګڼل کېږی لکه : غزل ، بګتۍ او داستان . ۹ ــ دشعر مضمون : ټول بیلا بیل ټولنیز،اقتصادي ، کلتوري ،عناصر،مفاهیم،مفکورې،واقعیتونه ،احساسات اوخاطرې که په عشقي،حماسي یاپه بله هره بڼه ؤاوسي دپنځول شوي اثرمضمون بلل کېږي ۱۰ ــ دشعر ردیف : هغه کلمه یاجملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل کېږي . ۱۱ ــ نـــــــثــر (Prose) : نثرپه لغت کې پاشلو،شيندلواوخورولوته وایي اوپه ادبي اصطلاح کې نثر روان عبارت او ساده لیکنه ده چې د وزن او قافیې مراعات په کې نه کېږي لوی لوی مضمونونه او مطلبونه په کې ځائیـــږ ي . ۱۲ ــ کیسه(Story) : په ډیکشنري کې ستورِِي ته وایِي چې د هستوري (تاریخ) د کلیمې یو لنډیزدی چې د روایت بیانولو یا د رامنځ ته شوې پېښې ما ناور کوي، کیسه یاداستان د هغو کارنامو او پېښو بیان دی چې پکې د ژوند په هراړخ څه ناڅه ذکر موجود وي د کیسو ډولونه د هغو د اندازو په نسبت ډیر دي . ۱۳ ــ لنډه کيسه (Short Story) : لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلا یز اصول اوفني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او دمواد و فنکارانه اوډل، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره دیوې انتباهي او هیجاني پایلې وي کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې منطقي ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي . د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډ یاوو څخه جوړېږي . ۱۴ ــ ناول Novel)) : ناول لاتیني کلیمه ده د عجیبه څیزپه مانا او په ادبي اصطلاح کی دهغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي چی په اظهاریې د نورو انسانانو همدردي پیداشي،په ناول کې د انساني ژوند لوړې ژورې، موجودې وي، د انسان له پیدایښت څخه تر پایښت پورې چې کوم واقعات پېښېږي د ټولو تصویرونه د خپل فن، سکالو (موضوع) ګرځوي، د ناول دنیا د حقیقي دنیا په شان د زمان او مکان او په نړۍ کې دپېښو د رښتیـنوالي پربنا ولاړه ده . ۱۵ ــ ډرامه(Play) : ډرامه یوناني کلیمه ده چې د پراخ معنا لري . د « نړۍ مثال دستیج دی او اوسیدونکي یې په حیث د ادأ کارو دي » ډرامه د ژوند نقل درسم رواج آینه او حقیقي عکس وي . ۱۶ ــ طنـز :دطنز لغوي مانا افسوس کول،ريشخند وهل ‎،مسخرې کول،پېغور ورکول،په زمز اوکنايه خبرې کول دي؛اوپه اصطلاح کې د ژوند د وا قعيتونولټول دي چې په کنايه ايزوخبروڅرګندېږي او خندا په کې بنسټیز توک دی طنـر په پينځه ډوله وېشل کېږي چې لاتينی نومونه يي دي : ۱ ـ کنايه ۲ـ فلتان ۳ـ پام فلېت ۴ ـ اپي ګرام ۵ـ پرودېه . ۱۷ــ مونوګراف ( Monograph) : هغې رسالې ته وایي چې یوازې پر یوه موضوع په مفصله شرح ولیکل شي ، اکثرا ً یې د پوهنځیو د ورستي کال محصلین دخپل ډیپلوم د دفاع له پاره وړاندې کوي . ۱۸ ــ مقاله (Article، Essay) : مقاله غيرې داستاني ليکنې ته وايي چې د فکر محصول د شننې ،ارقامو،او حقايقو په ژورې رڼا کې د يوې روښانه پائلې سره وکړي اوخپل علاقمندان د تازه او مهمو پېښوڅخه خبر کړای شي يا مقاله دخیال دقوت محصول دی که دخیالاتو چینه جاري وي نو ژوند مخ په وړاندې ځي مقاله اصلا ً په یوې ټاکلې موضوع پراخه اظهار خیال ته وایي مقاله باید د تنقید له دایرې څخه بهر ونه وځي یا په بل عبارت مقاله په نثر لنډه لیکنه ده چې په غوره او آسانه توګه دیوې ځانګړې موضوع څخه بحث کوي ۱۹ ــ رساله ( Treatise ) : وړې مجموعې ، وړوکي کتاب ته وائي په اردو ژبه کې رساله مجلې ته وایي نو ځکه یې داسې تعریف کړې دڅو تنو د مضمونونو ټولګه ده چې په ټاکلې مهال خپرېږي . په ایران کی هم له ډیر پخوا څخه د مقالې لیکلو رواج درلود منتها هغه یې هم رساله بلله . ۲۰ ــ ژورنالیزم (Journalism) : په لغت کې ورځنی يادداشت مانا ورکوي اودتعريف له مخې دمجلو،راډيو،ټلوېزيون،انټرنېټي ګورټپاڼو،ليکنو،ترتيب او سمبالتيااوډنډوره چارو ته وايي ان دفکر او بيان ټول صورتونه دژورناليز م په دايره کې داخلېدای شي يا په ساده وینا ژورنالیزم دیو سیاسي اجتماعي انسټیتوت څخه عبارت دی چې دمختلفو ژورنالیستکي ژانرونوپه وســیله ورځنــۍ روانې پېښې ټولوي اودټولنیزو رسنیو له لارې یې دخلکو د خبریدو او پوهیدوله پاره خپروي،تعلیمي اوتفریحي دنده هم اجرأ کوي . ۲۱ ــ سفر نامه (Itinerary diary) : سفرنامه کې لیکوال دمختلفو ځایونونه ،تیرېږي چې څه ویني او یاآوري هغه لیکي . ۲۲ ــ راپورتاژ :له لاتيني کليمې څخه اخېستل شوې د رپوت رسولو مانا ورکوي که راپور تاژ په منل شوواساساتو او پرنسېپونووليکل شي ليدونکی به قدم په قدم دپېښې عملي صحنې ته له ځان سره يوسي او هغه به دپېښې د عيني شاهد په څېر شي ښه راپور تاژدهغه د راپور ترد ليکنې،شننې او هنر مندۍ پياوړتياښيي يا په بل عبارت په راپورتاژ کې دلیکوال سترګې د خلکوپه زړونو کې څه چې ویني هغه تحریروي ، راپورتاژ په يو مخصوص وخت کې دچاپیریال معنوي ، جذباتي اوواقعي عکاسي کوي ۲۳ ــ خبر(News) : خبر عربي کلمه ده چې د اطلاع او پوهېدو په مانا راځي په عام ګړدود کې عبارت له هغې اطلاع څخه دی چې انسانان یې د خپل ځان او نورو په هکله لاس ته راوړي . ۲۴ ــ مرکه (Interview) : د مصاحبې،مفاعله عربي کلمه ده چې زموږ په ژبوکې ویل ـ اوریدل مانا ورکوي دانګلسی انټرویوو سره برابره د ویلو،اورېدلو او مذاکرې له پاره لیدلو ته ویل کېږي . ۲۵ ــ تبصره : تبصره د ژورنالیستیکي مطلبونو یوه ځانګړې برخه ده چې په ورځنیو پېښو شوو وقایعو،له پېښیدو څخه وروسته د شننې په شکل په ډېرې تېزۍ لیکل کېږي ۲۶ ــ ژانــر : دا فرانسوي کلیمه ده په نسبي توګه ژانر د فکر د بیلابیلو شکلونو وړاندې کولو اوپه ادبیاتو او ژورنالیزم کې دحقایقو څرګندولو ته وایي . ۲۷ ــ ترجمه : هغه فن دی چې د یوې ژبې او ادب دلوړ والي سبب ګرځي د ترجمان په زړه او مغزو باید دا قسم جذبات او احساسات خواره وي لکه کوم چې دنوموړي اثر دتخلیق په سبب هغه وخت شوي وو ترجمه باید روانه او عام فهمه وي تحت لفظي او بې تسلسله نه وي او د اثر هنري ارزښت ،اسالت او ښکلا وساتي . ۲۸ ــ تحقیق :تحقیق ته څیړنه یا ریسرچ ویلی شو چې دبحث یا لټون ماناورکوي د محقق وظیفه د حقایقو له سره نوی تخلیق یا تکمیل نه دی بلکې په معلومو حقایقوکې دهغه د، وسې سره برابر اضافه کول دي . ۲۹ ــ تنقید : تنقید دهغه عمل یا ذهني حرکت نوم دی د یو څه په برکت چې د یوڅیز یا ادب پارۍ دخصوصیاتو امتیاز وشي تنقید په اصل کې دلټون او زیاریوه شعبه ده، تقریبا ًد دې شعبو په شان چې تحریک یې دانسان فطري ذوق،جستجو او دعجیبه اونوو شیانو موندل دي . ۳۰ ــ تقریظ : د شننې د ژانرونو له جملې څخه دی چې دیوه تحلیلګر له طرفه یو چاپی اثر تر ارزونې او شننې لاندې نیول کېږي غیر له دې چې د یو اثر فنی او شکلی ارزونه کېږي دټولنې او ټولنېزو ښېګڼو له پلوه هم ارزول کېږي . ۳۱ ــ مأخـــــــــذ (Basis): ماخذونه هغو ذرایعو او منابعو ته وایي چې له هغو څخه د یوې تر څیړنې لاندې موضوع د بشپړ تیا له پاره مواد اخیستل کېږي اخځونه دو ه ډوله وي : ۱ ـــ بنسټیز ۲ ـــ ثـانــــــوي . ۳۲ ــ تصوف(Sufism) : د صوفي صفت دا دی چې د هغه ا ندرون د بشریت د خیري ،کـُدورت او نفساني خواهشاتو څخه پاک وي او هغه په دواړو جهانو کی بې له الله ج نه بل هیڅ شی نه شي لیدلی تصوف کې دتوحید سره متعلق دوه نظریې دي یوه يې وحدت الشهود او بله وحدت الوجود ده ، صوفی شاعر رحمان بابا ویلي : هیڅ له ځانه له جهانه خبر نه دی ٭ چې چراغ په نظر کېـوځي د پتنګ ۳۳ ــ راډېو : یوه غږیزه نشراتي موسیسه دی چې له یو ټاکلی ځای څخه خپل ټاکلی پیغام په یوه ګوټلی فريکونسي خپلو ګڼ شمیر اورېدونکو ته رسوی . ۳۴ ــ ټلویزیون : ټلویزیون په لغت کې له لېرې لیدلو ته وایي ، یوه نشراتی موسیسه ده چې په ټاکلو تصویري لیدونکو ګرځنده فریکونسيو له غږ سره یو ځاي تر یوې ټاکلې سیمې خپلو لیدونکو اورېدونکو ته نشرات کوي . ۳۵ ــ روز نامه : یوې موقوفه (چې په کوټلې قطع،اندازې او ژورنالیستېکي کچې برابره وي ) چاپی نشریې ته ویل کېږي چې په کې اطلاعاتی مطلبونه ،ورځنۍ روانې پېښې خپرېږي د تبلیغ د اساسی وسیلې په توګه سیاسی ، اجتماعی او نوری مسئلې عموما ً د کاغذ پر مخ خپروی چې حجم يې له یو څخه تر سلو پورې وي . ۳۶ ــ مجله او جریده (Magazine) : مجلې په یوه نسبي اوږده زماني واټن کې چاپېږي نوځکه يې د مطلبونو منځ پانګه زیاتره تحلیلي او معلوماتی وي مجلې ډیرې د ترویج له پاره کارول کېږي د زمانې له پلوه په بېلا بېلو وختونوکې چاپېږي . ۳۷ ــ کتاب ( Book) :کتاب له یوه عیني مادي شي څخه عبارت دی چې معمولا ً د سپینو کاغذي پاڼو له مجموعې څخه جوړ شوی وي کوم چې په مخ یې څه توري لیکل شوي یا چاپ شوي وي . ۳۸ ــ د کتاب قطع : دټوک دمخ دسطحې کچې ته د کتاب قطع وایي اوس مهال په اروپایي او امریکایي هیوادونو کې دکتابونو قطع په متریک سیستم ټاکي . خو په ځینو نورو هیوادونو کې دکتابونود قطعې له پاره ځینې ځانګړي اصطلاحات کار وي لکه : سلطاني قطع ، وزیري قطع ، رحلي قطع ،رقعي قطع ، جیبي ،حمایلي او بغلي قطعې ۳۹ ــ کتابتون ( Library ) : هغې ودانۍ یاځای ته وايي چې دچاپي او خطي کتابونو ،مجلو، ورځپاڼو، اوونيزو،فصلنامو،کلنیواو نورو سمعې او بصري موادومجموعه دڅېړونکواونورو علاقمندانو دګټې اخیستنې له پاره پکې ساتل کېږي . ....................................................................................................................... ۴۰ــ کلمه (word) : کلمه یو رواني واحد دی او زیاتره جلا ویل کېږي او لیکل کېږي همدا رنګه د لغوي مانا لرونکې وي او همېشه مستقله مفاهیم انتقالوي لکه : د(باغ) یا بڼ کلمه چې دخپلواکې مانا لرونکې ده او دا چې د باغ یا بڼ دا کلمه د شننې وړ نه ده . نو ځکه مورفیم ورته ویلی شو . ۴۱ــ دکلمې شکل (Morpheme) : دیوې ژبې تر ټولو کوچنی لفظی واحد چې مانا و لري مورفیم بلل کېږي .چې له دوه یا زیاتو اوازونو څخه جوړېږي اوله شننې ( تجزیې ) یې اوازونه لاسته راځي چې خپله مانا له لاسه ورکوي لکه : د (ښکاره) کلمه که تجزیه شي (ښکا) او (ره) دوه بې مانا توکي ترې لاسته راځي . ۴۲ ــ فونیم (Phoneme) : فونیم بې مانا صوتي واحددی د فونیم څخه مقصد هغه اوآز یا آوازونه دي چې په ژبه کې استعمالېږي او دمانا د تغیر سبب کرځي لکه : د (کور) په مورفیم کې چې (ک) یو فونیم ده کله چې د ک پر ځای د ګ فونیم استعمال شي دکور څخه ګور جوړېږي او مانا یې هم ګرد سره تغیر مومي . ۴۳ ــ څپه ، هجا ، سیلاب (Syllable) : هجا عربي کلمه ده د تورو شمیرلوته وایې ،هجا دآوازونو هغه ډلې ته وایي چې د تنفس په یو وار ، بندیز سره ادأ کېږي کله چې د یوې کلمې د اداء کولو په وخت کې ځنډ او پریکړې راشي د دغو پریکړو شمیر ته څپې یا سیلابونه وائي څپې د آوازونود بندښت له مخې له یو بل جلا او پېژندل کېږي او یا د یوې کلمې د څپو شمیر دهغې کلمې د غږونو په شمېر پورې تړلي دي لکه لاندې یوه څپه ، دوه هجا ، او درې سیلابیزه کلمو کې : لار ، تار، خټګر ، کروندګر ــ خواریکښ ، پوهنتون ؛ او یا په لاندې لنډۍ کې چې لومړی مسره ئي د عمومی قاعدې له مخې ۹ سیلابه او دویمه ئې ۱۳ څپې ده : ګـــودر د پیــغلـــــــو جـــوماعــــت دی امام ئې نه شته مخ په لمر ولاړې دینه ۴۴ ــ خــج (اAccent, Morpheme) ) : مورفیم یا خج د غږونو لنډې غوندې سلسلی ته وایي او د غږونو دغه تسلسل بیا بیا تکراریږي مګر ټول تکراريدونکي تسلسلات مورفيم نه وي . یا پښتو کې کله کله په يو نيم حرکت باندې د آواز زيات فشار او زور راځي، چې هغه ته خج وايي . د خج په راتلو د يوې کلمې معنې له بلې څخه توپير کوي لکه داجملې : ښّکاري (خج په لومړي سېلاب) څرګنديږي ښکارّي (خج په وروستي سېلاب)ښکارکوونکی واړه (خج په لومړي سېلاب ) ټول واړه (خج په وروستي سېلاب ) کوچنیان تیره (خج په لومړي سېلاب ) ماضي تیره (خج په ورو ستي سېلاب ) تېز ۴۵ ــ جــــمــلــــــــــه (Sentence) : جمله د خبرو او ویناوو یو داسې او ډلی کل دی چې یو بشپړ مفهوم اومطلب ترې پوهول کېږي یا په بله وینا دخبرو او وینا تر ټولولوی و احددی لکه : ننګیالی لاړ، زموږ هیواد پخپله غېږکې ډیرنومیالي روزلي دي .چې لومړۍ ساده لیدونکې او دوهمه اوږده ساده جمله دی . په پښتو کې جملې په دوه ډولونو وېشل شوي دي . ( الف ) : ساده جملې : ۱۴ ډوله دي ( ب ) : مرکبې جملې : ۳۱ ډوله دي د څو برخو لرونکې جمله لکه : توره تخته ، تباشیر ، کتاب او قلم دټولګي دلوست و سایل دي . ساده بیاني جمله لکه : پښتانه شاعران د پښتو ژبی د ادب د برخې ښکارندویان او ساتندویان دي . ساده امري جمله لکه : ژرراشه ،خطابي جمله لکه : ټول سره یو شئ ! ۴۶ ــ خپلواکې او ناخپلواکې کلمې ، په پښتو ژبه کې دویناډولونه یا د کلام برخې : ( الف ) خپلواکې کلمې ( ب ) نا خپلواکې کلمې ۱ ــ نوم ( اسم ) ۱ ــ سرینې ( سربل ) ۲ ــ نومځری( ضمیر ) ۲ ــ پسينې ( اوستربل ) ۳ ــ صفت ۳ ــ عطف او ربط ۴ــ عدد ۴ ــ سابقې یا مخوندي (مختاړي) ۵ ــ کړ ( فعل ) ۵ ــ لاحقې یا پسوندي ( روستاړي ) ۶ ــ مصدر ۶ ــ غږونه ( صداها ) ۷ ــ قید ٭ مينځ تاړي یاددونه : په پښتو ژبه کې چې خپلواکې کلمې ( ۷ ) دي له دغو کلمو څخه په انګلیسی او نورو ژبو کی عدد او مصدر په خپلواکو کلمو کې نه راځي مګر د پښتو د ناخپلواکو کلمو له جملې څخه عطف او ربط او غږونه په خپلواکو کلمو یا د کلام برخو ( Parts of Speech ) کې راځي خو زموږ بحث په پښتو ګرامر دی د کلام برخې په پورتنیو ډولونو تر بحث لاندې نیسو : ۱ ــ نوم (Noun) : نوم هغه خپلواکه کلمه ده چې په یو شي باندې دلالت کوي او په ځانګړې توګه خپله مانا څرګند وي لکه : سمسور، ټولګی ،ښوونکی،کتاب ،وخت ، ګل ،آس ، جومات،څپلۍ چې په شیانو باندې له زمان پرته دلالت کوي دنوم ډولونه دادي:خاص نوم،عام نوم،دذات نوم،دمعنا(مجرد) نوم،معرفه نوم، نکره نوم ،اشاري نوم،دجنس نوم ،دعددنوم،دآلې نوم،دفعل نوم،دغږ(صوت)نوم،نارينه نوم،ښځينه نوم،مفردنوم،جمع نوم ،ساده نوم،مرکب نوم اونور. ۲ ــ نومځری ،ضمیر(Pronoun) : ضمیر هغه خپلواکه کلمه ده چې د یو نوم ښکارندویي کوي د هغه پر ځای راځي او یا یې ملګرتیا کوي نومځری داډولونه لري:شخصي ضمير،اشاري ضمير،نامعلوم(مبهم)ضمير،ګډيامشترک ضمير،چې هريوددرې ګونواشخاصو(متکلم،مخاطب،غايب) اودرې ګونوزمانو(تېره،اوس،راتلونکې)له پاره کارول کېږي.يوه بېلګه یې داده: سمسورکابل ته لاړ ( هغه کابل ته لاړ) همداشان د یو متن په جملو کې زه ، هغه ، می ، دوی ، زما،نه ، ما،هغوی ، څوک ،چا ، دي ،هغو ، ستاسو ، ستا ، موږ ، دغه ، دا اونورضميرونه دي. . ۳ـ صفت،ستاینوم (Adjective):صفت هغه خپلواکه کلمه ده چې د نوم حالت او څرنګوالی بیان کړي لکه : په یو لیک کې د « ښه ، پوهه ، خواږه ، ترخه ، ښکلی ، ارزښتمن ، نامتو ، مشهور ، ګټور ، پاکې، نوی ،کار ګرې او نور دصفت ډولونه دادي: توصيفي صفت،فاعلي صفت،مفعولي صفت،نِسبتي صفت،عددي صفت،ذاتي صفت،اشاره يې صفت پرسشي صفت،نامعلوم(مبهم)صفت،ترتيبي صفت،دمبالغې صفت،مرکب صفت،،مـجـردصفت(ډېره باريکي لري لکه هوښيارتېا،سړيتوب،ورورګلوي اونور) ۴ ــ عدد (Number) : هغه خپلواکه کلمه ده چې اندازه درجه او رتبه ښیي لکه : اتم ، پنځمه ، څلور ، اول ، دعدد اندازه دریم ، څلورم او اتم د عدد رتبه او درجه راښیي . ۵ ــ فعل یا کړ(Verb) : هغه خپلواکه کلمه ده چې د درې ګونو زمانو (تېره، اوس،راتلونکي ) څخه په یوه ټاکلې زمانه کې د کار کول راښیي لکه : کار کوي ــ روزي ورکوي ــ وهي ــ ساتل ــ ساتي ــ جوړ وي ــ رسوي ــ تللي ــ لاړ ــ ځي ــ رانېسـي اغوستل او اخلو فعلونه دي . ۶ ــ مصدر(Infinitive) : مصدر د وتلو یا صادریدو ځای ته وایي او په اصطلاحي شکل مصدر هغې کلمې ته وایي چې د هغې څخه د یو کار د کیدلو څرګند ونه کېږي مثلا ً : دغیر صحي شیانو خوړل انسان ته ضرر رسوي . په دې جمله کې د خوړل کلمه مصدر ده ځکه چې بې له زمانې څخه د یو فعل اجرأ ښیي او یا مصدر هغه کلمه ده چې بې له درې ګونو زمانو څخه یو کار ښیي او زمانه ترې نه، مالومېږي په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ پنځه ډوله دی . ۱ ــ لام والا لکه : بښل ورتلل وهل ۲ ــ یدل والا لکه : چاودېدل ، اورېدل او نور ۳ ــ ول والا لکه : او رول ،ډارول ـ لبمول . . . ۴ ــ کول والا لکه : بیړه کول ، زغم کول . . . ۵ ــ کیدل والا لکه : پاتې کېدل ، ښایسته کېدل . . . ۷ ــ قــیــد(Adverb) : قید هغه خپلواکه کلمه ده چې د فعل سره یو ځای کیږي او هغه په یو حالت او وضیعت پورې مقید کوي لکه : زه پرون له لغمان نه راغلم ، ډیر په زړه پورې زیاتوالی ژر او داسې نور . په پښتو ژبه کې د قید خپلواکې کلمې د کله ، کوم ، کوم وخت ،څرنګه ، څه ډول ، چیرته ، څومره او داسې نوروته ځواب وائي د قید مشهور قسمونه دادي : دزمانې قید لکه : پرون ، اوس ، نن ،دوخته ، همیش ،کله کله ، کبهي کبهي او نور . ــ د ځای او مکان قید لکه : دلته ، پاس ، وړاندې ، لرې،نږدې او نور . ــ د شک قید لکه : ګوندې ، ښایي، انشأاله . ــ د علت او سبب قید لکه : څله ځې ، ولې نه کېنې . ــ د وضعیت او حالت قید لکه : ژر ، راځه ، په منډه ځه ،ولې ورو ځې او نور . صفات هم د قید په توګه استعمالېږي او کله یو صفت د بل صفت د پاره هم د قید وظیفه اجرأ کوي لکه : پېغله نجلۍ هلته غلې ناسته دی ښې خوږې خبرې کوي او نور. ( ب ) نا خپلواکه کلمې : ۱ ــ سرینه ، سربل : سرینه هغه نا خپلواکه کلمه ده چې د کلمود اړوندتوب له پاره په کلام کې د کلمې څخه د مخه راځي دهغه سره یو ځای نه لیکل کېږي لکه : په یو متن کې د په،له،پر،بر،نه،تر،به ناخپلواکه کلمې دي . ۲ ــ پسینه ( اوستربل ) : پسینه هغه ناخپلواکه کلمه ده چې د کلمو داړوندکولو له پاره د یوې خپلواکې کلمې په پای کې راځي،په خپله خپلواکه مانا نه لري او یو ځای ورسره نه لیکل کیږي لکه : په يوه ليک کې د(ځینې ، ته ، له پاره ،څخه ، پورې ،راهيسې، په باره کې ، په هکله ،په برخه کې ، په لړ کې ، په شاوخواکې او داسې نورې . . .) پسینې په دوه ډوله دي : ساده پسینې : چې له یوې کلمې څخه جوړې وي لکه : کې ، سره . . . مر کبې پسینې لکه : له پاره ، په باره کې په هکله اونور. ۳ ــ عطف او ربط (Conjunction) : عطف او ربط دوه ډوله دي . ( الف ) : پیوستوونکی عطف او ربط : هغه ناخپلواکې کلمې دي چې په متنونو او جملو کې کلمی، عبارتو نه او جملې سره تړي کله هم خلافې ، لکه : اما، مګر ، ولې ، خو ، لیکن او کله پرله پسې لکه : د ،او ، و ،اوکله د جدا یې لپاره لکه : ( یاهم ، څه څه ، که نه ) په توګه راځي چې دا ټولې د پیوستوونکي عطف او ربط په نوم یادېږي او د جملو سره ګډنه لیکل کېږي . ( ب ) : تابع عطف او ربط : تابع عطف او ربط هغه نا خپلواکې کلمې دي چې په مرکبو جملو کې راځي او یوه جمله د بلې جملې تابع کوي لکه : ( اوس چې ، تر څو چې ،کله چې ،خوچې ، نو ښه ، مګرچې ، ددې لپاره چې ) چې په پورتنیو مرکبو جملو کې ذکر شوي او یوه جمله یې د بلې جملې تابع کړې ده . ۴ ــ سابقې، مختاړي ،یا مخوندي Pre Fixes)) : مختاړي هغه ناخپلواکې کلمې دي چې د خپلواکې کلمې دریښې څخه د مخه راځي او د کلمې معنا ته تغیر په یوه جمله کې د ناروغانو ،ناپوهانو ، ناتوان اونوروکلموکی د (نا) او د بې فکره، بې قدره،بې باکه کلموکې د (بې) او دهمزولي، په کلمه کې (هم) مخوندي بلل کېږي . ۵ ــ لاحقه ،روستاړي ،شاونديSuffixes) ) : د کلموهغه برخه چې د کلمې دریښې سره یو ځای راځي او دکلمې معنا ته تغیر ورکوي لاحقه یا روستاړي یا شاوندې بلل کېږي . لکه : په لیکوال کې (وال) په پوهنتون کې (تون) روستاړي بلل کېږي . ۶ ــ غږونه (Introjections) : په ځینو وختونو کې د ډېرې خوښۍ ، خپګان او حيرانۍ په وخت کې یو ناڅاپي ځینې غږونه له خولې وځي لکه : ها! ، های!! اوه!؟ داڅنګه ؟ واخ ، وای اونور چې دغو احساسی کلمو ته غږونه یاآدات ویل کېږي چې ډولونه یې دادي: مغيره ،د ندا،دتحسين، دنفې،دبيان،دافسوس او داستفهام آدات ؛ واخ دميرويس آسپې ؤ وهلم . ٭ ــ مینځ تاړي (In Fixes) : مینځ تاړي هغه تاړي دي چې د یو مورفیم یا لغت په مینځ کې ځای نیسی او له نوې مانا سره نوی لغت یا کلمه مینځ ته راوړي . په پښتو ژبه کې زیاتره مینځتاړي د الف په مینځ ته راتګ جوړېږي لکه : بېلا بېل ، مخامخ ، زړه نا زړه ، شور ما شور او نور . ................................................................................................................... ۶۱ ــ د ( ياګانو ) د ډولونولنډه شرحه : په پښتو ژبه كې د بل هر توري په شان (يې) ګانې د كارونې ځانګړي ځايونه لري. كه چېرې په نثر او نظم كې هر يوه پر خپل ځاى وكارول شي. نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزې څرګندونې او خوږلنۍ كې به ډېره مرسته وكړي. خو كه چېرې دا(ی) ګانې پر ځاى او خپله بڼه ونه كارول شي، نو لوستونكى د متن په لوستلو كې ټكنى كېږي او كله كله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي . دا د دې مانا وركوي چې د پښتو هر لوستونكى د پښتو د هر مضمون متن دوه ځله لولي . كله كله د (ى) ګانو د ناسمې كاريدنې له كبله يوه كلمه، جمله يا تركيب هماغه د ليكوال غوښتنې مانا هم نه شي رسولى او لوستونكى له ذهني ستړيا سره مخامخوي د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو،مجلواو رسنیو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياګانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهېږي، د هغوی د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياګانو)لـــنــډه تشریح راوړو: په پښتو کې د (یي) تور‎ي څلور ډوله او په لاندې پنځو شکلونو لیکل کېږي . ۱ــ نرمه ( ی ay) : هغه ی ده چې له (ی) څخه د مخه توری زور لري او پسته ویله کېږي دا ډول (ی) ساده لیکله کېږي ټکی او کومه بله نښه نه لري دا ی په حقیقت کې له دووغږونو څخه جوړه شوېده یانې یو غبرګ غږ ده چې یوغږیې خپلواک(واولِ) اوبل يې نيم واک(سیمي واولِ) دی زیاتره د مفردو نارینه نومونواوفعلونوله پاره راځي لکه : سړی ــ لرګی ، اغزی،تللی ،لیکلی ،وهلی . ( ټول مفرد) . ۲ ــ څرګنده ( معروفه ) « ي I » : هغه ده چې له دې څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د(ي) تلفظ په لنډ ډول کېږي دا ډول (ي) څنګ په څنګ دوه ټکي لري دا یو خپلواک غږ دی زیاتره نارینه نومونه چې په (یay)پای ته رسیدلي وي د جمع حالت له پاره یې راځي اوپه ځینونسبتي ستایننومونواوکِسبي نومو کې هم استعمالېږي لکه : سړي ،لرګي،اغزي،کالي ،راځي، نه خوري ،دوبي ، توپچي . ۳ ــ اوږده (ې e) : هغه ده چې له (ې) څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د (ې) تلفظ په اوږده توګه کېږي دا ډول (ې) لاندې باندې دوه ټکي لري دایو خپلواک غږدی په زیاتومفردوښځینه نومونوکې چې په زور((a,y پای ته رسېدلي وي دهغوی دجمع له پاره راځي لکه : شیدې ،کتابچې ، پاڼې ،پلوشې ، سپېدې اونور . ۴ ــ زورکۍ واله (ۍ ay) : دغه ۍ په دوه شکله لیکل کېږي : (الف) : هغه ده چې له (ۍ) څخه د مخه توری زورکی لري دا ډول (ۍ) تل د کلمې په پای کې راځي خو که دنوم په پای کې راشي یو کوچنۍ کرښه ورسره نښلي دا،له دووغږونوجوړه شوې چې یو یې خپلواک a اوبل یې نیم واک y دی چې دواړه په ګډه یوغبرګ غږجوړوي زیاته مفردو ښځینه نومونوکې راځي لکه : کړکۍ ، ملالۍ، خولۍ ، ډوډۍ . ( ب ) : اوکه دفعل په پای کې راشي همزه(ء) ورباندې لیکل کېږي (ئ) دې ته همزه لرونکې يا وایي دا له زورکۍ والې ۍ سره په تلفظ کې توپیر نه لري غږونه یې یوشان دي دا دې امر او نهې (کول اومنع کول) په فعلونواونومونوکې لکه : خورﺉ ،څښئ ،راشئ،مه ځئ ، وهئ او نوروکې استعمالېږي . دغه (ئ) که دکلیمې په منځ کی راشي د څرګندې( ي) په شکل بد لېږي لکه : دکړکیوهندارې،دخولیوبیه،د څوکیوایښودل او داسې نور. ۵ ــ موقوفه (یay) :دا(يا) دشکل او آوازله مخې دنرمې ی په شان ده دموقعیت له حیثه توپيرکوي چې دمخه توری ئې( الف یا واو) وي موقوفه (ی) بلله کېږي لکه : ځای ، سرای ، لوی خدای ، زوی ،دا ډول (ی) د نرمې ( ی ) په څیر ساده لیکله کېږي . ــ اوس به دبيلابېلو(ياګانو) دکارېدنې څوبېلګې په یوه کلمه کې دمانا له توپیرسره وګورو : ۱ــ ګـېّډۍ (ګلدسته) ۲ــ ګېډی (پشتاره) ۳ــ ګيډی ( قوچ نر) ۴ــ ګېډۍ (مېش یامادۀ قوچ) ۵ــ ګېډې (شکم ها) ۶ــ ګېډي (پشتاره ها) ۷ــ ګيډي (قوچ های نر) اوداسې نورې ډيرې بېلګې شته دي . د واو « و » او هې « ه » د غږونود کاریدني بېلګې : ۶۷ ــ څرګند واو ( وــ U) : څرګند واو دې نارینه نومونو په پای کې راځي لکه :کچالو،لاټو،خېټو،ټټـــو او داسې نور ۶۸ ــ نرم واو (و ــ Aw) : د کومونومونو په پای کې چې نرم واو راشي هغه نارینه نوم ګڼل کېږي لکه : لو، کنډو ، پلو ، علو او داسې نور . ۶۹ ـــ کوچنۍ هې ( ه ــ A) : د کومو نومونو په پای کې چې کوچنۍ هې راغلې وي هغه نارینه نومونه بلل کېږي لکه : تره ، وراره ، پسه ، زړه او داسي نور ؛ مګر کوچنۍ هې کله کله په بې سا ښځېنه نومونو کې هم راځي لکه : خوله ، ویاله ، کاله ، رانجه ، سابه ، ساړه او داسې نور . ۷۰ــ اوږد واو (و ــ O) : دا واو د ښځینه نومونو په پای کې راځي او د کومو نومونو په پای کې چې را شي ښځینه نومونه بلل کېږي لکه : مستو ، زانګو ، ښارو ، پيشو او داسی نور. ۷۱ ـــ څرګنده هې (ه ــ A) : دکومو نومونو په پای کې چې څرګنده هې راشي هغه ښځینه نوم بلل کېږي لکه :آسپه ، لخته ، وینه ، مڼه ، پزه ، تره ، ښځه ، ماندینه ، ارتینه او داسي نور، دتانیث(ښځينه نومونو) اقسام په پښتو کې څلور دي: حقیقي لفظي،لکه ښځه حقيقي غير لفظي لکه مور لفظي غیرحقيقي لکه تخته غیر لفظي غير حقيقي سماعي لکه لوېشت اونور. ..................................................................................................................... ۷۲ ــ د ليک نښې نښانې : په هره ژبه کې دخبروپه مهال انسان کله بشپړدرېږي کله لږدرېږي بیا وړاندې درومي کله خبره بشپړه بیانوي اوکله يې نيمه پرېږدي کوم ځای تعجب څرګندوي ،کله پوښتنه کوي ،کومه خبره به ټینګارسره کوي او له ګومې خبرې هسې تېرېږي دا ټول تأثرات اوکيفیات چې دخبرې کوونکي دحرکاتواوسکناتواود هجأ دلوړيدو اوټيټېدوپه پايله کې څرکندېږي که دليکوال له قلمه را منځته شي ليک نښې بلل کېږي د ليک دود د ښه والي لپاره د دغوعلامو او نښانو خيال ساتل لازمي او ضروري دي . بې له نښو نښانو ليکنه د لوستونکو لپاره ډېرې ګرانۍ پېښوي او ځينو ځايونو کښې ترې سمه مانا هم نه اخيستل کېږي، له دې کبله غواړو چي دغه نښانې اوعلامې په لنډ ډول بيان کړو: ۱ــ ټکی یا تمکۍ ( . ) : چې وقف کامل او فل سټاپ .اوپه انټرنېټي اصطلاحاتو کې یې ډاټ هم بولي ټکی د پوره جملې په پای کې ایښودل کېږي لکه : نېک عمل د لارې مل . ۲ــ چپه پېښ ، تړونی، ویرګل ياکامه ( ، ) : ــ دا نښه په یوې مکملې جملې کی د یوې لنډې وقفې له پاره کار ول کېږي . ــ نیمګړو خبرواو د کوچنیو مرکباتو تر منځ د عطف د پاره راځي لکه : رحمان بابا لوی شاعر ، ستر ادیب ، او پوخ متفکر دی . ــ د کوچنیو جملو په منځ کې د توپیر له پاره چې خبره بشپړه شوې وي . ــ د یو شي د بېلو بېلو ډولونو تر منځ د توپیر له پاره لکه : د کلمې درې ډوله دي اسم ، فعل ، حرف . ــ په جمله کې دراتلونکو بېلو بېلو شیانو تر منځ لکه : کاغذ ، قلم ، مشوڼۍ راواخله راځه . ــ د پخوانۍ پوښتنې په ځواب کې تر « هو » یا « نه » وروسته . ۳ــ ټکی او کامه یا ځنډکی ( ؛ ) : دغې نښې ته مفرزه ، ممیزه او سیمي کولن هم وایي دا نښه د زیاتې وقفې له پاره په کارېږي مګر د کلمو تر منځ نه راځي بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کېږي چې په مانا کې یو له بله سره ټړلې وي لکه : د هغه علم څخه چې اخلاق ور سره نه وي ؛ ناپوهي غوره ده . همدارنګه د دلیل او علت د بیانولو لومړنیو کلیمو نه دمخه هم دغه علامه لیکل کېږي لکه : موږ د خپلو ښوونکو احترام کوو ؛ ځکه چې هغوی موږ ته پوهنه رازده کوي . ــ په دې نښې جمله په دوو یا زیاتو برخو وېشل کېږي . ــ کله چې د ځینو لفظونو تر منځ ویر ګل وي ، تر وروستي لفظ وروسته د اوږدې وقفې له پاره ځنډنښه راځي لکه : ننګرهار ، لغمان ، کنړ ، نورستان ؛ په ختیځ زون پورې اړه لري ــ کله چې یوه جمله په خپل تر کیب کې د خپلې مانا په ویلو بشپړه وي خو وروستۍ جمله یې بیانیه وي په دغسې ځای کې ځنډنښه ایښودل کېږي لکه : د غور کولو عادت خپل کړه ؛ چې تر دې بل ښه عمل نه شته . ــ کله چې ځینې داسې جملې وي چې یو له بله سره اړیکې ولري پرله پسې راشي ، خو د ټکي ایښودلو ایجاب ونه کړيٍ دهغو د بیلولو له پاره ځنډکی کارول کېږي لکه : د درسي کتابونو په جمله کې ریاضي او فزیک ؛ کیمیا او بیولوژي ؛ تاریخ او ټولنپوهنه شته دي . ــ په علمي او څیړنیزو لیکنو کې چې کله د یو مطلب په هکله څوماخذونه ذکر کیږي د هر یو د بیلولو له پاره هم ځنډنښه کارول کېږي لکه : کابل مجله پرله پسې ۳۱ مه ګڼه ؛ هیله مجله ۸ مه ګڼه ؛ الینګار مجله ۴ مه ګڼه ؛ زما دخوښې مطلبونه لري . د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي : پوهه ، روغتیا او زحمت ایستل . ۴ ــ څرګندنۍ ، شارحه یا د بیان علامه ( : ) : دا نښه دیوې کلمې د سپړنې او د بیان علامه ده ،یعنې د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کېږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصیل راځي لکه : د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي : پوهه ، روغتیا او زحمت وېستل . ــ د متکلم د خبرو په منځ کې راځي . ــ دیو شي د اجزاوو د ښودلو له پاره راځي لکه : لیک نښې دا دي : ټکی ، سکته ، لیندۍ او نور . ــ دیو شي د څرګند ولو او تفصیل ورکولو پر مهال : روژه یو شمېر ګټی لري : د الله ج د رضا د حاصلولو ذریعه ده ، د ګناهونو د بخښلو لامل ده او د جسماني روغتیاله پاره ګټوره ده . ــ دکومې قاعدې څرګندولو لپار ه د بېلګې وړاندې کولو پر مهال : مهترلام په حقه پېغمبر تېر شوی دی : دکجورې ملا صا حب . ۵ ــ پوښتن نښه ، د استفهام علامه ، تپوسنۍ یا سوالیه ( ؟ ) : دا نښه د پوښتنې په وخت کې راوړل کیږي او د هر ډول سوالیه جملو په پای کې راوړل کیږي لکه : ستاسو د پښتو ښوونکی څه نومیږي ؟ ۶ ــ بلن نښه ، ږ غ نخښه یا ندایه ( ! ) : دا نښه د غږ او ندا په وخت کې په کار اچول کېږي لکه : اې هلکه ! دلته راشه . مګر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه دمخاطب امرپه برخو کې هم راځي لکه : وروڼو! د وطن ناموس وساتئ . دغه نښه د تعجب ، شاباس او افسوس په ځای کې هم راوړل کېږي ؛ مګر د زیات تعجب ، پـُسخند ، استهزأ او زیاتې خبردارۍ په وخت کې دوه ځله بلکې درې ځله هم لیکل کېږي لکه : غلبېل کوزې ته وایي چې سورۍ !! ، آفرین ستا په دې غیرت او میړانه !!! . ۷ــ پوښتن نښې سره غږ نښه یا خوځکی ( ؟! ) : کله چې تپوس او تنبیه دواړه مطلب وي نو سوالیه او تنبیه دواړه یو ځای راوړل کېږي لکه : د خدای ج دپاره دا څه حال دی ؟! . ــ که یوه جمله استفهامي وي او د طنز او ټوکې سره بیان شوې وې نوموړې نښې یو ځای سره لیکل کېږي لکه : په لاس کې به یې درکړم چې منګول د شي پرې ډکه ؟! یوه دسته د ګـُلو چې شاهــــان یـې بـــــویــــوي ؟! ۸ ــ دش ، بیان نښه ، کرښۍ یا بېلنۍ ( ـــ ) : دا نښه د یوې جملې د بېلونې له پاره لیکل کېږي په تیره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي ، سوال او ځواب سره بېلوي لکه : ــ اوبه وړم . ــ چاته ؟ ــ د وطن شهیدانوته . دا نښه د دوو کلیمو د بېلونې له پاره هم په داسې وخت کې راځي چې د هرې کلمې خپلواکي او ځانله والی مقصد وي لکه : صرف ــ نحو ــ بدیع ــ بیان ــ معنی ــ عروض ــ وزن ــ قافیه ــ دا ټول ژبنې علمونه دي . ۹ــ وړه کرښۍ ، خط فاصله یا کوچنی دش ( ـ) : دې دش ته په Hyphen)) وایي چې دلوی دش د اوږ دوالي په نیمایي ده دا نښه هغه وخت استعمالېږي چې کله یوه لویه یا مرکبه کلمه دې لیکنې د صفحې په وروستۍ برخه کې راشي چې نیمه کلمه ځای شي او د نیمې نورې مناسب ځای نه وي نو د نیمې کلمې نه وروسته دغه علامه لیکي او پاتې نیمه کلمه د کرښې په سر کې لیکي . او تر عددونو وروسته هم لیکل کېږي لکه : ۱ ـ ، ۲ ـ ۳ ۱۰ــ دوه غبرګ دشونه یا سم سمۍ « = » : دبرابرۍ او مساوات ښودلو له پاره راځي لکه : ۲+۲= ۴ چې یو بل ډول ته یې مساوي او هم ردیفه نښه ویل کېږي لکه دا علامه (. ( � ۱۱ ــ لوری ښود یا فلش ( → ) : دغه نښه د یو لغات یا نوم د تدریجي په لاس راتلو له پاره کارول کېږي لکه : لمپاکا ← لمګان ← لمغان ← لغمان . ــ په ریاضي او کیمیا کې هم کار ترې اخیستل کېږي لکه :‌B →A →H2SO → H2O ۱۲ ــ اورېب ولاړه کرښه ، سلش يا بار ( / ) : دغې نښې ته بیلونکې یا ممیزه هم وایی په انګریزي کې (Oblique) هم ورته وایي دا نښه پر دفتري لیکنو سربېره د هجري لمري ، هجري قمري او میلادي کلونو د بیلولو له پاره کارول کېږي . ــ دکتاب د ټوکو او مخونو د شمیرو ترمنځ ایښودل کیږي لکه : ۲۲۵س / ۷۳۰ ع وزیږیده . ــ د علمي ډګرۍ او نامه تر منځ ایښودل کېږي لکه : ډوکټور/ زیار . ــ د ( یا ) پر ځای ایښودل کېږي لکه : استنباط / استخراج ؛ هلک / نجلۍ . ــ دورځې میاشتې او کال د نېټو د آسانه ښودلو له پاره هم استعمالېږي لکه :داګرامرپه دې نېټه 26/01‏/1387 د سمسور خــــان " ظـــفر زي اهتمام " له خوا ولیکل شو . ۱۳ ـــ دوه کونټـي ختونه یا لیندۍ ( ) : لیندۍ یا قوسین دهغو اضافي کلمو له پاره کارول کېږي چې په عبارت او کلام کې مقصد نه وي لکه : شاه شجاع (دتیمورشاه زوی ؤ) لکه د پلار په څېرعلم پالونکی نه ؤ . ــ د ځانګړو نومونو ، د پاملرنې وړ شيانو او په منځ کې د را ولېدلو جملو د ښودلو له پاره لیکل کېږی لکه : ( سمسور ) په اتم ټولګي کې دی مګر ( میرویس ) او ( روښان ) په لومړی ټولګي کې دي خو( نسیم) لا تر اوسه کوچنی دی. . ۱۴ ــ غبرګې لېندۍ ، د اقتباس یا ټاکنې علامه ( ” “ ) : په دې نښه کې د بل چاد خبرې اقتباس چې تر شپږو کرښو لږ وي په پیل او پای کې ایښودل کېږي لکه : حدیث شریف ده :”عمل په نیت اړه لري “ دبل چا نظریه یا دیوه کتاب عبارت او د زیاتې توجه وړ اشنا کلمه راوړل کېږي لکه : پدې ورځو کې د « دآزاد بازار » خبرې ډېرې کېږي کله کله ځینې اصطلاحګانې هم د غبرګو لېندیو په منځ کې لیکي تر څو له عام عبارت څخه بېلې شي . ۱۵ ــ دنېخکونه،ولاړقوسونه یامربع قوسین [ ] : دغه نښه داقتباسونوپه دننه کې دهغو وضاحتي جملو او تعلیقاتو د اضافه کولو پر مهال کارول کېږي کوم چې لېږ دوونکي یې له خپل لوري لیکي ، څو د اقتباس شوي کلام او دلېږ دوونکي د وضاحتي الفاظو تر منځ تو پیر وشي ،لکه : « په دې یادښت کې ،د جنرال جیکسن له زحمته [ د جګړې په لومړۍ ورځ د چانسلرس ویل په جبهه کې ] یادونه و نه سوه ؛ خوله جنرال لي څخه د سترې فتحې په مناسبت ستاینه سوې ده » . دغه نخښه د کمپیو ټرپه کمپوز کې د قرآن کریم د آیتو نو دحوالې ورکولو لپاره هم استعمالېږي . ۱۶ ــ درې ټکي یا د حذف نښه ( . . . ) : کله چې یو لیکوال د یوه نوم یا یوې خبرې څرګندول نه غواړي نو په ځای یې درې ټکي ږدي او ورځنې تېرېږي لکه : « د . . . وزیر ډیر ظا لم سړی دی له هر چانه رشوت اخلي » . ۱۷ ــ درې ستوري ( ٭٭٭ ) : دا نښې دیوې رسالې یا یوې مقالې دیوې برخې د تمامیدو او د بلې برخې د پيل کیدو په منځ کې راوړل کېږي همدارنګه دیوې کیسې د یوې برخې یا صحنې نه بلې ته د تلو په منځ کې د بیلوالي له پاره هم کارول کېږي . ۱۸ــ دجملې لاندې کرښه یا انډر لاین ( LineَUnder ) :که چیرې یونوم یا جمله په ځانګړي ډول د پاملرنې وړ وي نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه را کښل کېږي لکه : ښاغلو! دلته دريـــدل منع دي . ۱۹ــ د مسرۍیا مصرع نښه ( ع ) : دغه نښه په عبارت کې دمسرې تر لیکلودمخه لیکل کېږي لکه : ع د بزم بازار تود کړه لکه رزم دلته تل ٭ سېل جوړ کړه دبلبلو له نغموسره راځه . ۲۰ــ ات علامــه (@) : دا نښه په انګلیسي لیکنوکې کاریدله خوکله چې انټرنېټ عام شواونړۍ دیوکلي Global) village)حیثیت غوره کړ اوس یې دانټرنېټي ګورټپاڼو(سایټونو) ويب سایټونو،ویب پاڼو،موسیسواواشخاصودادرسونو دښودلواولیکلوله پاره پښتوکې ځانګړی ځای نیولی،اوپښتولیک کې راځي لکه : [email protected] اونور . ۹۳ــ بـديع : عربي لغت دی د نوی په مانا او دادبياتو په اصطلاح کې هغه علم ته وايي چې دهغه په وسيله د يوکلام ښېګڼې اوښکلاوې ښکاره کېږي څه چې په دې علم کې دکلام دښکلا سبب کېږي د بديعو صنايعو،ادبي فنونو يا د بديعي ښکلاوو په نوم يادېږي ۹۴ــ تجــنيس : داهغه ادبي فن دی چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمات راوړي چې هم شکله، خودبېلو ماناوو لرونکي وي ۹۵ــ مـلمـع : په لغت کې په نجيبه فلزاتو،نورو فلراتو ته استر ورکولو ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه فن ته وایي چې د یو بیت یوه مسره په یوه ژبه او بله یې په یوه بله ژبه وي ۹۶ــ نثر مسجع : دا هغه نثر دی چې د جملو په آخره برخه کې یې موزونه کلمې راوړل شي په دوه ډوله دی ۱ــ متوازی سجع ۲ ــ موازنه سجع ۹۷ــ دسوال اوځواب ياښه اوبد صنعت: داهغه شعري صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې لومړی سوال او بیایې ځواب راوړی وي کله کله داولې مسرې سوال دښکنځلې تر بریده ښکاري،خوکله چې دویمه مسره وویله شي دبيت هدف روښانه کېږي چې مقصد کنځل نه بلکې ځواب ادبي خبره دی بېلګې يې دادي: به ورو ورو به يې درنه کاږم چې خوږ نه شي دبـــڼــــوپـه څــــوکـــو ستا د پـښــــوخــــار بـنـد دې خلاص کـړه پورته یـې ونيسه پخپله مــخ پـټـــی په نــقاب نـه ښـايــي ديــــار ۹۸ ــ د لف او نشرصنعت:کله چې شاعر په کلام کې يوه يا څو کليمې راوړي وروسته يې بیا تشريح کړي دغه صنعت ته لف او نشر وايي که چـل ول یې دا ځـل نه وي مـل پـه عـمـل چې تاريخ دلته تريخ نه شي بيا په بل ځل حـرف کلام يـې مـدام نـــاتـمـــام « اهتمـام » نيمګـړتـېابــې لــوړتـېا دکلام کـړي سـلام .................................................................................................................. ۹۹ ــ کومکي غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دي : يو ډول يې خوځندې (حرکتونه) او بل ډول يې توري دي. موږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلي يا چوپ توري بې د کومکي غږونو له مرستې نه ويل کيږي . په پښتو کې دغه وروسته خوځندې موجودې دي : (الف) . زور لکه : ور، غر، غږ. (ب) . زور لکه: شل، وچ، مچ. (ج) . زير : دا خوځندې اوس د پښتو کلمو په سر کې نه راځي او په دخيلو کلمو کې استعماليږي. لکه: ګل، بل، عالم. (د) . پيښ ( ُ ) : دا خوځندې هم د پاړسي او عربي په دخيلو کلمو کې راځي. لکه : مل، تجل. غړوندی (سکون) : په پښتو کې دغه وروسته قاعدې لري: ) الف ) . په پښتو کې په ساکن توري باندې پيل کول، روا دی او د نيم حرکت په ډول ويل کيږي . لکه : سپوږمۍ، لمر، پسرلۍ، نښه. (ب) . په پښتو کې تر درې ساکنو پورې هم يو ځای راتلای شي، مګر په دې شرط چې لومړی ساکن يې يو کومکي توری وي. لکه : مياشت، څلويښت، پنځوس. ۱۰۰ ــ غــــــــــزل : غزل په لغت کې له خوبانو سره خبرو کولو او شوخي ته وایې په ادبي اصطلاح کې هغه نظم ته ویل کېږي چې دوه بیته هم قافیه مطلع ولري او په نورو ټولو بیتونو کې واحده قافیه او ردیف (که یې ولري) تکرار راشي د غزل موضوع زیاتره عشق او عرفان وي د غزل کم بیتونه پینځه او زیات یې دوولسو پورې وي د پښتو غزل حمزه بابا ځوانی ته رسولی دی لکه چې وایي : ته شوې د پښتو غــزله ځوان زه د بابا کړمه . ............................................................................................................................... هغه اخځونه چې يوڅه استفاده ترې شوې ده : ــ دپښتو پښويه(ګرامر) جيبي کتاب نورمحمد ګړيزی ۱۳۴۸ کال چاپ ــ دپښتو کلِی مرحوم صديق الله رښتـيـن د ۱۳۴۸ کال چاپ ــ دپښټو قاموس لیکنه عبدالحکیم هلالي د ۱۳۵۴ کال چاپ ــ دنهمو ټولګیو دلوست کتاب پخونی چــاپ ــ دپښتو شعرهندسي جوړښت محمد اسمعيل يون د ۱۳۷۷ کال چاپ ــ دمقالې ليکلواصول اودمطالعې او څېړنې لارښود عبد المالک همت د ۱۳۸۵ کال چاپ ــ دپښتو ژبې ګـړپوهــنـه جانداد الکوزی د ۱۳۸۵ کال چاپ ــ دپښتو(ی) ګانې محمد اسماعيل يون له انټر نېټ څخه په ۱۳۸۶ کال خپور - بېرته شاته