(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو پر سیمو ناورین روان

[03.Apr.2015 - 14:31]

نن ورځ چې د افغانانو او په مجموع کې دپښتنو پر سیمو کوم ناورین روان دی دهغو مغرضانه پلانونو او منصوبو نتیجه ده چې دپښتنو دښمنان یې دپښتنو پر خلاف د ډيره پخوا نه کاروي . پښتانه باید دیوستر قام په توګه که هغه په افغانستان کې دي او که پّه پښتو نخوا کې په دې خبره سر خلاص کړي چې که دالړۍ همداسې روانه وي نو په پای کې به ددوی شتون او بقا دخطرناکو پایلو سره مخامخ شي .
آغلو او ښاغلو پښتو !
په افغانستان کې چې د۴۰ کلنې تپل شوې جګړې راهیسې پر موږ او تاسو کوم مصیبتونه او ناورینونه راغلي دي په هغو کې نه یوازې زموږ ګاونډیانو ایرا ن او پاکستان ، بلکې نړیوالو مغرضو ځواکونو دخپلو شومو ګټو دتر لاسه کولو لپاره هم لوی لاس درلودلی دی او لري یې .
په تیرو څلویښت کلونو کې زیاتره جګړې دپښتنو پر سیمو کې وې او دپښتنو دښمنانو دغه جګړې زیاتره دپښتنو پر سیمو کې متمرکزه کړې وې او متمرکزه کړي یې دي .دوي غوښتل او غواړي چې ددغې لارې پښتانه وټکوي او ددوي ټولې مادي او معنوي زیرمې ختمې کړي اوددوی کلچر،ملي روایات ، تاریخ ، فرهنګ او شتون پای ته ورسوي .
په تیرې څلویښت کلنې تپل شوې جګړې کې پښتنو ته لاندیني ستر زیانونه ورسیدل :
۱- ددوی سیمې او کورونه وران ویجاړشول
۲-ددوی ماشومان. زامن ، خویندې او لوڼه په بیرحمانه بمباریو کې ووزل شول 
۳- ددوی ډير شمیر زیات معیوبه شول دچا لاسونه نشته او دچا پښې 
۴- ددوی دکرنې ځمکې او زراعت ته لوی زیانونه ورسیدل 
۵- دوی پاکستان ، ایران او نورو هیوادونو ته اړ ایستل شول چې مهاجرت وکړي .
۶- ددوی قامی مشران په بیلا بیلو بهانو ووژل شول 
۷- ددوی او لادونه او نسلونه دعلم او پوهې او تعلیم نه بې برخې شول .
۸- دوی دمهاجرت ترخې شپې او ورځې تیرې کړې او لا اوس یې هم تیروي 
۹- په پردیو هیوادونو کې هم ددغو مهاجرینو سره انساني سلوک او چلند ونه شو اونه کیږی .
نو ای آغلو او ښاغلو پښتنو !
دالړۍ لا ختمه شوې نه ده او لایې نور هم زور ا خیستلی دی اوس هم هره ورځ رموږ ځوانان ، پیغلې ، ماشومان او سپین ږیري په ځانمرګو او انتحاري بریدونو کې چې نه ورته اسلامی سپیڅلي محمدي شریعت او نه هم سپیڅلي قرآن ورته اجازه ورکړې ده په ډیرې بې رحمۍ سره وژ ل کیږي ا و دپښتنو دوینو نه هره ورځ ویالي بهیږي .
پښتانه باید خپل دښمنان ښه وپيزني او باید په یوه خوله دخپلو دښمنانو په وړاندې سره یو موتی شی نو که داسې نه وی هره ورځ به دورته خونړیو بیښو شاهدان وو او دخپلو ورونو او خویندو دوژلو نندارې به کوو او ددو ی پر مړوبه ساندې او چیغې وهو .
Latif Yad

-
بېرته شاته