(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اروا ښاد غلام محمد ساپی یاد

[01.Apr.2015 - 19:10]

لیک: پیاوړی

د کنړ غلام محمده  باډیل ته مه ځه ........

هوکی! هغه د دې سندرې د اوریدلو پر مهال د خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله هغه ته د شوو ګواښونو سره سره بیا هم باډیل ته لاړ او هيڅ ډول ګواښونو ته يې سر ټیټ نه کړ. اوس هم د هغه د وصیت سره سم او خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله خپل اصلي ټاټوبې ته ورسول شو. زه د اروا ښاد غلام محمد ساپی یادونه کوم، چا چې خپل روح په همدې نژدې وختونو کښې د ارواحو مالک لوی څښتن تعالی ته وسپاره.

انا لله و انا ایه راجعون ط

ارواښاد وکیل صاحب غلام محمد ساپی د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۱۴(د مارچ په پنځمه، ۲۰۱۵) نیټه د ور پیښې ناروغۍ له امله د څه د سل کلنۍ شاو خوا په عمر د هجرت په دیار، د امریکي د متحده ایالاتو په سانفرانسیسکو ایالت کښې خپل روح لوی څښتن تعالی ته وسپاره. کابل ته د هغه د جنازې د را رسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د هغه د جنازې او جنازې سره مل د هغه ارواښاد د کورنیو د غړو تود هر کلی وکړ. د هغه ارواښاد جنازه د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کښې په ډير درناوي او عزت سره د بې شمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. د ده په جنازه کښې د ده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره يې کلیوال او د ده شخصی دوستان او آشنایان وو، د کونړ د دولتي چارو واکو هم د ارواښاد ملي او ولسي شخصیت ته د درناوي په خاطر د ده په جنازه کښې ګدون وکړ. د اروا ښاد اولادونه او کورنۍ د ټولو هغو دوستانو چې د دوي د اروا ښاد پلار په جنازه او نورو مراسمو کښې يې ګډون کړی د زړه له کومې مننه کوي او کور ودانی ور ته وايي.

د یادونې وړ ده چې ده مرحوم د خپل ژوند تر وروستیو شپو او ورځو پورې ډیر وخت په خپل کلي او ولس کښې تیراوه او د خپل ولس سره له نژدې اوسیدو يې خوند اخسته. ما د هغه د نوي کار او د هغه لاس نوې نخښې او آثار د هغوی په کلي په خپلو سترګو ولیدل.

د هغه د کارنامو له جملې څخه یوه هم په خپله کلیواله او عنعنوي ټولنه کښې د هغه له خوا د نجونو د ښوونځي بنسټ کیښودل وو. د کلي د ښونځي لپاره خپله شخصي ځمکه وقف کړه او د دولت له مرستې پرته يې د خپلو کلیوالو او ځايي خلکو په مرسته او حشري کارونو له لارې د ښوونځي خونې آبادې کړي.

په ۱۲ او ۱۳ دوره کښې د خپل ملي شخصیت، اخلاقو، په قوم مینتوب او ولسي ملاتړ له برکته د افغانستان د ولسي جرګې منتخب وکیل و ټاکل شو (دا مهال ټاکنیزې حوزې د ولسوالیو په بڼه ویشل شوی وې، او دوی د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ استازیتوب کاوه چې د هغه مهال څو علاقدارۍ هم د څوکۍ ولسوالۍ په تشکیل کښې شاملې وې). په دیارلسمه دوره کښې يې د ولسي جرګي غړيتوب تر لاسه کولو په هیله د مبارزې او سیالیو کولو پر مهال د ده تیاره فکره سیاسي سیالانو کوښښ و کړ چې هغه و ګواښي تر څو د ده د مثبتې ټاکنیزې سیالی مخه و نیسي، نو سیالانو يې دا شعر چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه. هغه سندره داسې وه:

ساپو ډیر وژلې دینه د کنړ غلام محمده  باډیل ته مه ځه

د ده پلویانو بیا د مخالفینو پر وړاندې دا سندره وویله:

د کنړ غلام محمده باډیل ته راشه *** پکښې ډیر و کړه سیالونه

دوی د ولس په ملاتړ خپلې ټاکنیزې مبارزې ته دوام ورکړ او د خپلو ولسي پلویانو په مرسته خپلې سیمې ته ولاړ او د همدې دورې ټاکنې يې د دوهم ځل لپاره بیا هم وګټلې:

ارواښاد وکیل صاحب د ملي احساس څښتن وه، او ملي خاینین يې نه خوښیدل. له همدې امله يې په ولسي جرګه کښې د ځینو ملي خاینینو لکه دبیلګې په توګه د ببرک کار مل سره په ملي مسایلو شخړې را تلې.

د تعلیم او ښوونې روزنې سره د هغه بې کچې مینه د هغه په ژبه د لاندنیو کلیمو څخه څرګندیږي: کله چې په هیواد کښې د ثور کودتايي رژیم حاکم شو او ملت او ولس د نورو اقشارو تر څنګ يې په ملي او قومي مشرانو هم ډول ډول فشارونه را وستل، نو کله چې د اروا ښاد وکیل صاحب د کورنۍ د غړو د نیولو او بندي کولو ناکامه هڅه تر سره شوه نو هغه هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو. د ده یوه ځوی ډاکټر فرید ساپي ما ته داسې کیسه وکړه:

کله چې مونږ د خپل کور پریښودو ته اړ او د ډیورنډ کرښې سر ته چې د یوه غره په څوکه قرار لري، و رسیدو نو زمونږ اروا ښاد پلار خپلو ځمکو او جایدادونو ته له اشارې وروسته مونږ ته داسې وویل:

ما د دې پر ځای چې خپل اولادونه په خپلو کروندو کښې په کار بوخت کړم، خپله ځمکه مې نورو بزګرانو ته ور کړه چې هغوي پکښې کار و کړي او خپله برخه اجوره تر لاسه کړي. که چیرې ما خپله ځمکه کښې خپل اولادونه په کار بوخت کړي وای نو هغه برخه حاصل چې زما له جایداد څخه د کلي بزګرانو وړه نو هغه به ما ته په کور ګټه پا ته شوی وای. خو ما داسې و نه کړل او دې ګټې ته مې ځکه ارزښت ور نه کړ، چې ما غوښتل په خپلو اولادونو تعلیم و کړم. د دې تر څنګ مې خپل نور کلیوال هم تعلیم ته و هڅول. دا ځکه چې د تعلیم پانګه ماته د ځمکې او جایداد له سرمايې څخه ګټوره او تل پاته ښکاریده. تاسې نن د سر په سترګو ولیدل چې زمونږ ټوله ځمکه له مونږ څخه شاته پاته شوه او مونږ ونه شو کولای هغه له ځانه سره و لیږدوو خو تعلیم هغه پانګه ده چې هیڅوک او هیڅکله هغه له تاسې نه شي اخستلای او تاسې سره د ټول ژوند لپاره د ژوند ملګرې ده او ستاسې د دردونو دوا او ستونزو د حل یواځینۍ وسیله به وي. هوکی هغه رښتیا ویلي وو.

د کډوالۍ پر مهال دافغان کمشنرۍ  له خوا متنفذو افغانانو ته د نقدي امتیاز په بڼه یو څه مرسته کیدله. د وکیل صاحب امتیاز له نور څخه د خپل امتیاز د درې برابره کموالي په اړه پوښتنه وکړه نو هغه ته د پاکستاني چارواکو له لورې و ویل شول چې دا نور کسان چې له ده څخه زیات امتیاز تر لاسه کوي، هغوی لا له پخوا څخه د دوی سره اړیکې درلودې. له دې نیټې وروسته هغه د دغه امتیاز د اخستلو او تر لاسه کولو څخه لاس په سر شو، ځکه هغه داسې امتیاز تر لاسه کول ځانله عار او ملي خیانت ګاڼه.

د ولس د خدمتګارانو او وفادارو ملي او قومي مشرانو اروا دې ښاده او د لارې لارویان دې يې لا ډیر شي.

-
بېرته شاته