(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوروز يا اختر كه يخ تر

[22.Mar.2015 - 01:39]

لیک:عبدالجباركاكړ
موږ د منځني آسيا اوسيدونكي يو خو انګريز د خپلو مادي ګټو دپاره په زور د سويلي آسيا سره وتړلو چې ځان ته د بشر دوستي تمغه هم په ځكر باندي ځړوي خو په اصل كښې د بشر ضد عمل كوي ځموږ مشران چې ديخي سيمو اوسيدونكي وو دوي چې يخ به تېر شو نو څو ورځي به خوشالي لمانځلي چي دوي به يخ تر ورته ويل خو چې د اسلام سپيڅلي دين او مذهب راغلي نو دوي ته په كال كښې ددوو خوشاليو يا د وړوكي او لوئي اختر د لمانځلو لارښودنه وشوه او دوي هم لبيك ورباندي وكړي او  دنن ورځي پوري پښتانه افغانان دا دواړه اخترونه په ډېر جم جوش جوړه وي چې اوس هم دوي دهغه اختران په كوم جم جوش جوړه وي د پښتنو افغانانو دا روسيي بل يو مسلمان ملك نه جوړه وي خو په پښتنو چې كوم ناورين په دي ديش كاله كښې وتپل شو د دوي د نورو چارو د څنګه خپل دود او كلتور ته زيان رسيد نه وليدله چې ښكاره خبره ده چې په دواړو اخترانو يې هم بدي اغيزي وكړي يو دا خو چې دومره ځاني او مالي زيان ودي سپيڅلي قام او ملت ته ورسيدي چي ساري نه لري خو پښتون افغان ملت يو ژوندي ملت دي ددې دومره ورانيو او تباهي سره سره بيا هم و هر ډول مشكل ته هر وخت تيار ولاړدي ددې سره سره چې هر اندام يې ټپي ټپي او زخمي زخمي دي د اختر ميلي ځكه ځيني پاته كړل شوي چې د دوي جمات جرګه مرګه جنازه  ښادي او غم ځايونه خوندي نه وي ځان وژونكي او چاودني كونكي چې هر وخت په دوي پسي او تعافب يې كوي نو به څنګه دوي د اختر ميلي په دومره غټ كچه كوي چې دهغه ژوندي بيلګه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ء خو نړۍ پيښه ده چې په ماشومانو د ښوونځي دهغه نوم څه ورپريو تل او نزدې درې سوه د ښوونځي زده كونكي يا خو شهيدان كړل يا يې ژوبل كړل ددې ته ورته پيښي په د څو كلو كښې هر پښتون افغان پخپلو سترګو ليدلي دي چې شمير يې نه كيږي.
​خير خو خبره ديخ تر نوروز يا اختر ده پخوا چې به ډيري واوري بارانونه اوسيلي لويدلي او د خلګو ليدنه كتنه به په مياشتو مياشتو نه سره كيدله دوي به تر خپلو كورو پوري پاته وو چې هر ډول مشكلات به هم ورباندي تېر شوي وو چې څنګه به د زمي وروستي ورځي شوي واوري اوريدل او ويليدل به پېل شوي هوا او موسم به تود اورنګين شو نو به پښتانه افغانان هم ورسره وغوړيدل او روحاني او قدرتي خوشالي به د دوي په برخه شوه ځكه چې دوي درې درې نيمي مياشتي په ډېرو خواريو كښې تېريكړي وي او يوې نوي د پسرلي شمال دوي وهل چې پخپله دا ددوي دپاره يو لوئي بدلون وو چې د نوي كال د پېل كيدو مخ وو او نن چې دهغه ۲۱م مارچ راځي او د نړۍ په زياته بيا په منځني آسيا كښې دهغه اختر خوشالي يا يخ تر لمانځل كيږي هم ددې ورځي سره د دوي نوي كال جوړيږي يا پيل كيږي پښتانه افغانان د نوي كال دا ورځ د اختر د ورځي په حيث لمانځي په مزار شريف كښې د سخى صاحب بيرغ سهار مهال هم د دهغه نوي كال او ديخ تر په مناسبت پورته كيږي چې د افغانستان د لوړ پوړو چارواكو په ګډون نور باندنيان او كوربانه ګډون په كښې كوي دا ډول په بشپړه افغانستان كښې ديخ تر جشن پېل شي ځموږ د سويلي پښتونخوا كښې هم په دهغه ورځ د شيرجان آغا بيرغ پورته كيږي چې بيا ميلى ورباندي كيږي ددې د څنګه د كرښي ددې خواڅخه هم ډېر خلګه هر كال د سخى صاحب د بيرغ د پورته كيدو دپاره مزارشريف ته ورځي دلته د اختر يا ديخ تر ورځي لمانځل كيږي نوي جامي او نور دودونه تر سره كيږي خو موږ د انګريزانو ستعمره پاته يو نو ځكه ډېر خلګه په دي خبر نه وي خو زياته بدي اغيزي دهغه د درې نيمو لسيځو غميځو څخه رامخ ته شوي دي.
​په رښتيا چې وړوكي او لوئي اختر ځموږ اسلامي دودونه دي او موږ يې د نورو اسلامي اركانو د څنګه ښه لمانځو خو يخ تر او د نوروز خوشالي موږ د خپل وجود څخه نه شو بيلولي ځكه چې چاپيريال موږ ته داسي جوړشې كه موږ غواړو كه نه غواړو ددې اغيزي په موږ كيږي تازه او د خوشبو يو ډكه هوا د مرغانو چڼهاري د لمر معتدله هوا د شپي او ورځي وحت په نيمائي راتلل د څو مياشتو د يخ مشكلات او په خونه كښې په مياشتو مياشتو پاته كيدل او بيا يو داسې موسم او هوا راتلل چې د شپې هم د سړي خوښه وي چې د باندي كښيني او بيا په كلو كښې غر او سمه تكه زرغونه كيدل د ميزو اووريو بغاري داونو د نوي سر څخه زرغونيدل او بيا د مرغانو په هر ځائي كښې چغاري او نغمي داسې نوري ډېر نخښي نشاني دي چې د يخ تر يا د پسرلي د راتلو سره د هري سړي په زړه كښې ولولي رابرسيره كوي چې دا يو قدرتي خبره ده چې څوك مخ نه شې ځيني اړولي نو څنګه موږ كولي شو چې دهغه د لوئي څښتن(ج) د وركړي څخه موږ ځان ګوښه وساتو خو د بده مرغه موږ په يوه داسې چاپير كښې راګير شوي يو د وير غم او ناخوالو په چپه موږ بل څه ته دي ليدلي او په كوم چاپيريال كښې چې موږ ژوند كوو هغه نه بشري ژوند ويل به بيځايه وي چې وير او خو شالي كښې توپيرنه كيږي او بيا چې څوك د خپلو ارزښتونو په زوره راګرځول كيږي نو بيا خو و داسي څه ته بې غلامي بل نوم نه شي وركيدلي..؟
​ډېر خلګه به دا وائي چې اسلام دوه اختر د لمانځلو لارښودنه كړي ده دا ځموږ دپاره بس دي داخبره په ځائي ده او پښتانه چې څنګه دهغه دوه اختره تيروي په دي باندي وړاندي وويل شول خو دهغه دواړه اختران د كال سره څرخي ځكه چې كله په دوبي كښې وي كله په زمي كله په سپرلي او كله بيا په منې كښې وي خو يخ تر يا نوروز د كال په ټاكلي وخت راځي چې هغه داسې وخت وي كه څوك غواړي كه نه غواړي هر وګړي ودي ته اړكوي چې خوشالي وكړي او دهغه خوشالي په ګډه او ټوله ايزه ډول وكړي چې دا يواځي هغه وخت كيدي شي چې موږ ټوله په ګډه دهغه ديخ تر يا د نوروز اختر ځموږ د نورو دوو اخترانو وارو و لمانځو ځكه چې دا ځموږ دودي موسمي او د قدرت راكړه ده ګرانو او ښاغلو لوستونكو تاسو په دي اړه څه فكر لري..
تاندي به نن صبا كښې ګل شي
ما يې په سر كښې سري غوټي ليدنه

-
بېرته شاته