(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي وحدت

[07.Mar.2015 - 20:33]

د لیکلو نېټه ۱۹۹۶ ع کال  دروشخېله سوات ، پښتونخوا

لیک: محمد افضل خان

بسم الله الرحمن الرحیم

که په ځمکه نظر واچولی شي نو چیرته لوړ دنګ غرونه دي ، چیرته د غرونو په سرونو واورين پټکی دي ، او چيرته ئې ځان په شنو دوشالو کې پټ کړی دی . چیرته په غړمبار روان سیندونه دي او چیرته سردرې ، ځای په ځای پکې سمندرونه ، دشتې ، هوار او پراخه میدانونه دي او چیرته چې ورشو ګانې او شاړې شودیارې په ظاهره د ځمکې طبعی خدوخال هم دی او د آب و هوا د څرنګوالي عوامل هم دي خو تر شائې په فطري ډول یو عظیم الشان مقصد هم پروت دی .

که لږ په غور سره وکتل شي ،نو د ځمکې دغه طبعی خدوخال د مختلفو جغرافيائي وحدتونو څرګندونه کوي .

چیرته د یو جغرافیائي وحدت تړون داسی دی چې لوړ ، دنګ او اوچت غرونه ئې د یو سرحد او پراخه سمندر ئې د بل سرحد بندیشونه ښکاره کوي . چیرته د یو هیواد یا جغرافیائي وحدت په یوه او بله غاړه ژور، لوئې او غړمبیدلي دریابونه دي ، او چیرته پراخې صحرا ګانې او دشتونه د جغرافیائي وحدت حدونه په ګوته کوي ، غرض دا چې د ځمکې دغه خد و خال په څو څو ډوله د فطرت د تقاضو او منشا ګانو هندارې دي . د فطرت دغه غوښتنې د جغرافيائی وحدت پورې محدودې نه دي . خبره نوره هم په مخه ځی د جغرافیائي وحدت د ځمکې د جوړښت او نورو ډیرو عواملو په اشتراک عمل یوه خاصه ژبه او کولتور وجود مومي . دغه ژبه او دغه کولتور په ډیره اوږده موده کې د هیواد جغرافیائي خدوخال نه خپل وجود پیدا کوي . شریک کولتور خلق راغونډ کړي . غونډه، ناسته پاسته ، دود ، دستور پیدا کوي.

داسې ورو ، ورو په غیر شعوري ډول یو کولتوري وحدت پیدا شي . چې کله دغه کولتوري وحدت په جغرافیائي وحدت پورې خپلی اړیکي مضبوطې کړي . نو خبره نوره هم په مخه لاړه شي ، فطرت په دغه جغرافیائي وحدت کې د اوسیدونکو د ټولو ضروریاتو بندوبست کوي . او د پیداوار منابع د ولس د ضروریاتو سره سمې موجودې وي . ددغه منابعو ادراک او ضروریات چې سره یو شي نو اقتصاد مینځ ته راوړي . د قامي او انفرادي شته منیوتصور پیدا شي په ټولنه کې اقتصاد خپلې جرړې مضبوطې کړي داسې جغرافیائي وحدت یو کولتوري او اقتصادي وحدت شي . هر کله چې دشته منیو د ملکیت تصور پوخ شي او شعور وده وکړی . نو « د درې اړخیزه وحدت »د ساتنې ، دفاع او انتظام اړتیا سیاست مینځ ته راوړي .

 درې اړخيزې وحدت چې کله سیاسي وحدت بیامومي، نو د یو قام د تشکیل عمل سرته اور سي . داسې ګويا قام هاغه دی، چې په یو جغرافیائي ، کولتوري، اقتصادي او سیاسي وحدت کې پیرلی شوي وي . ددې نه پرته قام تشکیل نه شي موندی . غرض دا چې قامونه په فطري ډول د فطرت د منشا سره سم وجود مومي . څو مره چې « څلور اړخیزې وحدت » لرغونی او فطری وي ، هومره ئې وجود سلامت ، مسئلې ئې کمې او ملي افتخارات او شهامت ئې پیاوړی وي .

ددې سره په څنګ کې یو بل حقیقت هم موجود دی ، چې د تاریخ پاڼې پرې په تواتر سره ګواهي کوي . هغه دا چې هر کله په یو فطري جغرافیائي وحدت کې د بهر نه ګوټې ووهلی شي . یا ددغه جغرافیائي وحدت حدونه د فطري حدونو نه پرته په بلې طریقې سره تشکیل شي نو شخړې پیدا شي ،« نیشنل ازم » هم ددغه کشالوعکس عمل ته وائي . لوئې لوئې جنګونه هم کیږي او بشریت د جبر او استبداد نه هم تیریږي د زر ګونو کلونو د کولتوري اشتراک او وحدت نه چې کوم قام تشکیل مومي ، د هغوي جذباتي تړون د خپل جغرافیائي وحدت سره دومره زیات وي چې دهغې د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار وي . همدغه جذبه ده چې ورته « هیواد پالنه »وائي .

څومره چې جغرافیائي وحدت زوړ او لرغرنی وي ، همدومره دغه جذبه زیاته کار فرما ، سپیڅلې او سوچه وي ، قام په خپلو عنعناتو مین او ملي غرور ئې ځلانده وي . ددغه بحث سره سم چې مونږ د نړۍ په نقشه نظر واچوو نو هر ځای چې قامونه پراته دي دوۍ  خپل ټاټوبی لري اود دوۍ په دغه ټاټوبي او قامي وحدت کې چې جابر قوتونو تبديلۍ راوستې دي ، د پيړو پيړو جبر او غلامۍ هم د دوۍ د ذهن نه دغه تړون نه دی ويستلی .

او چی کله ورته موقع په لاس ورغلې ده . دوۍ خپل قامي وحدت په ځای کړی دی ، لکه څنګه چې په پیړو وروستو جرمن  قوم ځان یو ځای کړو . او دغه رنګ په مشرقی یورپ او وسطي ایشياء کې قامي وحدتونه په ځای کیږي .

په دی تناظر کې دا ګورو چې د موضوع سره سم د پښتون ( افغان ) قام جغرافیائي او قامي وحدت د تاریخي اسنادو په حواله کوم او څنګه وو . ؟ د بشري ارتقاء ماهرین په دې خبره متفق دي چې انسانی نسل د مینځنۍ آسیا نه خور شوي دی . د بشریت په بابله دغه بیان د تاریخي شواهدو نه  ثابت دی .

د بر صغیر او وسطي ایشياء تاریخ د سکندر مقدوني نه شروع کیږي او د سکندر په وخت کې د پښتون قام په اوسني ټاټوبي کې موجودیت د مالوم تاریخ واضحه حقیقت دی . خو ددی نه هم ډیر وړاندې یاني خواو شا څلور زره کاله مخکې په ويدونو کې د « پکت » په نوم د یوقام او د هغه د مالوم ټاټوبي ذکر موجود دی .

هم دغه راز په اويستا کې د « پښت » او « بښد» او بخل ( بلخ ) د یو قام او د هغه د جغرافیائي وحدت ذکر موجود دی ، دا هغه زمانه وه چې قامونه د ارتقاء په ابتدائي دوره کې وو او نقل مکاني عامه وه . د قومیتونو د جوړيدو هغه تصور لا مینځ ته نه وراغلی چې جدید او اوسنی تصور پرې ولاړ دی . ددغه خانه بدوشۍ په دوره کې د مینځنۍ اسیا  وسیدونکي چې په تاریخ کې د « اريا » په نوم مشهور دي ، د يورپ او هند خوا ته وخوزیدل . ددوۍ یوه حصه د سلیمان غر يا کسي غر ( غوړه مرغه يا غوړه مرغۍ ) د لمنو نه خپل اوسني ټاټوبي ته راکوز شول .

دا خاوره د چترال نه  تربولان او د « آمو » نه تر اباسینه پورې خوره او د مینځنۍ اسيا او بر صغبر مينځ کې پرته ده . د پښتون دغه ټاټوبی په مختلفو وختونو کې په مختلفو نومونو ياد شويدی . لکه اریانا ، خراسان ، افغانستان ، روهه  او داسې نور.

نامتو يوناني جغرافیه دان « استرابو » په ۰۲۴ عیسوي کې د اريانا دحدونو په بابله ويلي دي چې دا په ژبه قائم وو . هم دې خاورې ته احمد شاه بابا پښتونخوا ويلې ده.

فرمائی :

 ســـتـــا د عــشــق لــه ويــنـــو ډک شـــو ځــیـــګـــــرونـــه

ســـتـــا پـــــــه لاره کــــــې زلــــمــي بـــیــــلـــــي ســـــرونـه

تــــــا تــــــه راشـــــــمه  زړګـــــــــــــی زمــــــا فــــــارغ شي

بـــې لــه تـــا مـــــې انـــــديـــــښــــــنــې د زړه مـــــارونــــــه

 د ډيـــلــــي تــخــــــت هـــیـــــرومــــه چــــــې رایــــاد کــــړم

زمــــا د ښـــکـلــې « پـــښـــتـونخـــوا » د غـــرو ســـرونـــه

کـــــه هـــر څـــو مــې د دنــــیـــا ملـــکــــونـــه ډیــــر شــــي

 زمــا بـــه هـــيــر نــه شي دا ســتا ښــکلـــی بـــاغـــونــــه

د رقـــیـــب د ژونــد مـــتــاع بـــه تــار پـــه تـــــــــــار کړي

چــــې پــــه تــــــورو پــــښــــــــتـــانـــه کــا ګـــــــــذارونــــــه

د فــــریــــد «۱ » او د اشــــرف «۲» درو بــــه بــــیـــــا شـــي

چــې زه وکــانــدم  پـــه هـــــر لــــــوری  تــــــخـــــتــــونــــــه

کـــه تـــمــامـــــه دنـــیــا یـــو خــوا، تـــه بــل خـــــــوا ئــــــې

زمـــــا خــــــوښ دي ســــتــا خــــــالـــي تــــش   ډګـــرونـــه

احـــمــد شــــاه بـــه دغــــه ســـتـــا قــدر هــیـــر نـــه کـــه

کـــــــه ونــیـــسی د تـــمــام جــــــهـــــــان مــــلــــــکـــــونــــه

د احـــمــد شـــاه بــابــا نــه ډیــر وړانــدې دې خـاورې تـه بــابــا هــوتـــک  په خپــل یــو نـــظــم کــې هــم پــښــتـــونــخـــوا ويــــلـــي دی . فرمائی :

غــــښــــتــــلـیـونــنـګ کړې د امــــــو واردی

 مـــــــــغـــــــــــل راغــــــــلـی ، پــه تـــلــوار دی

پـــه پښـــتـونــخـــوا کـې ، جــوړ نـــاتــار دی

 پــــــــه کلــي کــــور بـــــــانـــــدې مـغـل راغـی

هــــــــــم پـــــه غـــــزنــي هـم پـه کـابــــل راغــی

ای د مـــــرغـــۍ« ۱ »  غښتلـــیـــو  راشــــــــــئ

 پــــــه نــنـګ ولاړ د پــــــښــتـــونـخــوا شــــئ

تــــــــــورې تـیرې غــــشي تــــــــر مـلا شــــــــئ

پـــــــــه کـلــي کـــور بـــــانـــدې مـغل راغـــــــی

 هــــــــم پــه غزنــي هـم پــــه کـــابـــــــل راغــــی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لکه څنګه چې دا خاوره په مختلفو وختونو کې په مختلفو نومونو یاده شوې ده، هم دغه رنګه ددې ټاټوبي وسیدونکي هم په مختلفو نومونو یاد شوي دي . چې ورکې پښتون ، افغان او پټان معروف نومونه دي ، لفظ پښتون د ويدونو د بښد او بښت او د یونانیانو د پکتین یا پکتیا نه اخستل شویدی.

پښتنو شاعرانو او ليکوالو هم لفظ پښتون یاد کړی دی . د وسطي ايشياء اوسیدونکو « پښتانه » په افغان بللي دي . د نوؤ نسلي او لساني څیړنو په رڼا کې ، چې په سر کې ئې مشهور نارويجي پښتو پوهاند «ګيورک مورګن سټرن» دی ، پښتانه د هغو ساکانو يوه غوره څانګه ده چې په ۲۵۰ قبل مسیح کې ئې د ساکستان ( سیستان ) نه تر کشمیره یوه لويه امپراتوري جوړه کړې ده .

د افغانستان ټول قامونه د شهریت په لحاظ افغانان دي . چونکې افغانستان پښتنو خپل ټاټوبي ګڼلو ځکه چې « میرويس نیکه » او « احمد شاه بابا » په یو انتظامي وحدت کې اوپیرلو او په افغانستان دوه نیم سوه کاله د پښتنو حکمراني وه . په دې اساس هر پښتون افغان ؤ، ولې هر افغان پښتون نه ؤ . ځکه چې په افغانستان کې نور هم ډیر قامونه وو . چې د شهریت په لحاظ افغانان وو، خو د نسل په لحاظ ازبک ، تاجک ، هزاره ، نوریستانی او داسې نور ؤ .

د برصغیر خلقو پښتون په پټان یاد کړيدی . چا وئيلي دی چې پښتون اول په پټنه باندې حکومت جوړ کړو، ځکه نو د پټنه نه پټان شو .

بهر حال زمونږ مقصد دا پلټنه نه ده . مختصر به دومره ووایو چې د کوم قام ژبه پښتو ده هغه پښتون دی او د افغانستان د شهریت په وجه ورته د وسطي ایشياء او بر صغیر خلق افغانان هم وائي په نورو ټکو کې به دا ووایو چې پښتون ، افغان او پټان یو قام دی یو خلق دي .

د پښتنو د نسل په باره کې هم د مور خينو د رایو اختلاف دی . یوه ډله وائي چې پښتانه د بنی اسرائيلو د هغه دولس  (۱۲) قبیلو اولاد دی ،چې د بابل نه راوتلې وي . ددې شجري وړومبی راوي « نعمت الله هروي » دی چې د مغل باد شاه جهانګیر په دربار کې وقائع نويس ؤ او « مخزن افغاني » نومې کتاب ئې ليکلی دی . ددې نه وړاندې ددې نظريې څرګندونه په « افسانه شاهان » نومې کتاب کې شويده او پښتنو قدیمی مورخینو د نعمت الله هروي نظریه خپله کړې ده .

سراولف کیرو او خان عبدالغنی خان د دواړو د تصانیفو سر خط  چې دی پټانز « The Pathans » دی،  دوۍ ددې نظرئې سره اتفاق نه دی کړی چې پښتانه بنی اسرائيل دي ، بلکې ددې دواړو په خیال پښتانه د هغه ټولو حمله اورو ( پارسیان ، یونانیان، منګول ، اوترک وغیره ) مخلوط نسل دي ، ولې ددې وضاحت ئې نه دی کړی ، چې ددی فاتحینو اختلاط اخر د چا سره ؟ . ځکه چې د نسلونو اختلاط خو په ګرده نړۍ کې شويدی .

په اوسنو لیکوالو کې عبدالحی  حبیبی ، بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، قیام الد ین خادم ، کوثر غوریا خيل او ډاکتر مجاور احمد زیار پښتانه اریا ګڼـې او بیا په اریایانو کې ئې ساکان ګڼـې دا خبره ډیره ضروری نه ده، ځکه چې زمونږ اصل موضوع د پښتنو قامي مسئله په ګوته کول او د تاریخ په حواله په پښتون ځوان نسل کې د خپلې قامي مسئلې ادراک پیدا کول  او د پښتنو پوهانو ، لیکوالانو مورخېنو او سیاستدانانو پام دې مسئلې ته راګرځول دي .

د انسابو ذکر په دې لړ کې د ضمن په ګوته راغلی دی او هغه هم داسې چې د قامي مسئلې تعلق د پښتون د ټاټوبي، دده د لرغوني هیواد یاد هغه « Defined Territory » سره دی کوم ته چې مونږ د پښتون قام جغرافیائي وحدت ويلی دی .

د ټولو مفکورو د مطالعې نه پس دا حقیقت څرګند دی ، چې پښتون د مينځنۍ اسیا یو نامتو پیاوړی او لرغونی قام دی ، چې د مالوم تاریخ د مودې نه هم ډیر وړاندې په فطری بنیادونو جوړ شوي جغرافیائي وحدت کې میشته دی.

هندوستان ته ټولې لارې د پښتون د خاورې د درونه تیریږی . صنعتي انقلاب نه وړاندې هندوستان د سرو زرو د مرغۍ په نوم یادیدو، د دونیا په هر ګوډ کې چې هم چا قوت موندلی دی ،نو د سرو زرو د مرغۍ د حاصلولو تکل ئې کړی دی .

هندوستان ته درسیدونه مخکې دده تصادم د پښتون قام سره راغلی دی . د سکندر اعظم نه واخله تر شورويانو پورې چې څوک هم دې خاورې ته راننوتی دي ،پښتانه ورسره په نره جنګیدلی دي . سکندر اعظم چې د ایران پورې ئې لوئې لوئې حکومتونه په میاشتو او ورځو کې ووهل خو چې کله د پښتنو خاوروې ته راننوتو نو پښتنو په دې لنډه ساحه کې درې کاله بوخت وساتلو .

د خېبر درې « اپردي » چې نن ورته اپریدي ويئلی شي ،سکندر اعظم دوۍ ته خراج ورکړو ، خو څو ورځې پس ترینه اپریدو دوباره د خراج مطالبه وکړه ، ددوباره مطالبې او د خېبر د درې د جنګي کړکیچونو له امله د باجوړ په لار روان شو، د اسپ زو سره مخامخ  شو « هیروډوټس » وائي چې دا ښه شاه سوار ؤ ځکه نو په اسپ زو یادیدل، ولې ځینی مورخین وائي چې دا هم دغه یوسف زی ؤ. سکندر اعظم په وړومبی ځل د « کاټکله » په مقام د اسپ زو د لاسه غشی وخوړو . چې دغه زخم د هغه تر مرګه پورې جوړ نه شو  او سکندر په وړومبی ځل دا ومنله چې د دیوتاګانو اولاد هم زخمی کیدی شي .

د چنګیز خان پوځونو په اول ځل د پښتنو په خاوره د « سالنګ » او « غزني » په مقام شکست وخوړو . په غزنی کې د هغه نامتو قوماندان « شيګی توتو » ووژل شو، بیا وروستو چنګیز خان ټول غزني تباه کړو . د بابر پوځ د مورۍ په مقام د یوسفزو د خان « شاه منصور »نه شکست وخوړو . په نتیجه کې بابر د شاه منصور سره سوله وکړه . شورويان د یو سوپر پاور په حیث د شلمې صدۍ د جدوۍدو وسلو سره افغانستان ته راننوتل . دولس کاله پښتنو په جنګ کې بوخت وساتل او د شوروي اتحاد د خوریدو فوری سبب هم دغه مهم وګرځیدو .

ويلی شي چې د پښتنو خاورې ته راننوتل اسان دي خو وتل ترينه ګران دي .  پښتون یو داسې قام دی چې ده له شکست ورکول اسانه خبره نه ده او بیا په ده باندې شکست منل خو لا ګرانه خبره ده .

هم دغه وجه ده چې هر فاتح د پښتنو د زور د ماتولو ښه منظم کوشش کړی دی . په دې لړ کې د مغلو او انګریزانو د هغه منصوبو ذکر لازم دی کومې چې دوۍ د پښتون د قامي وحدت د ماتولو لپاره به کار اچولی وو.

بابر سره ددې چې د پښتون لښکر په مرسته هندوستان فتح کړی ؤ خو هغه ته دامالومه وه، چې دا قوت هغه ته خطر هم جوړیدی شي او دا خبره هغه خپل ځوي همایون ته د وصیت په توګه کړې وه ، چې د پښتنو نه یوه لحظه هم غافل نه شې .

مغلو په سوونو کاله منظم کوشش کړی دی، چې پښتانه په ذهنی لحاظ سره مفلوج کړي . کله چې د اکبر پوځ د امبیلې په مقام یوسفزو  لوټ کړو او  د اکبر باچا  وزیر بیربل ئې ووژلو، سپه سالار ترینه په تیښته ووتو چې دغه د اکبر باچا لپاره لويه صدمه وه . د هغه پوځ تاله ترغه شو .

اکبر باچا سره د خپل دربار «نورتن » اټک ته راغی. هلته ئې کیمپ ولګولو او دا فکر ئې کولو چې ددې هزیمت ياماتې بدل به څنګه واخستی شي او د حکومت وقار به څنګه بحال شي .

د حملې او د پښتنو د خاوروې د فتح کولو او هلته د مستقلو چاوڼو منصوبه بندي په دې دلیل وشوه ،چې پښتانه ماتې نه منی، نو مسلسل تصادم به وي او د دولت امدن به هم دلته خرڅ کیږي نو له  دې کبله دربار دا فیصله وکړه چې پښتانه بې دولته  دي او د مال وږي دي ، کومه پیسه به چې په جنګي مهماتو لګولی شي د هغې ډیره کمه برخه دې پښتنو مشرانو ته د مواجب پټکې او لونګۍ په دود ورکړی شي او منصبونه دې هم ورکړی شي ، همدغسې ئې وکړل اوددغه مشرانو په ‌ذریعه ئې قام قابو وساتلو .

دغه شان دې منصوبې د پښتنو په قامي وجود کې یو داسې مرض ورننويست چې سر ئې د تن نه او تن ئې د سر نه بیل کړل . دې عمل د پښتنو د معاشرې په سیاسي او سماجی بڼه کې ورو، ورو ډیر لوئې بدلون راوستو . د پښتنو اکثرې ادارې په اجتماعيت ولاړې وې او فیصلې ئې د جرګې له لارې کیدې ، د قام قبیلې مشر ، خان ، ملک به د جرګې له لورې په قامي اتفاق سره ټاکلی کیدل .

د مشر مهمان خانه او د فیصلو ځائې چې په حجره یا دیږی ، به د ټول کلي یا کم از کم د ټولې محلې شریکه حجره وه . ددې حجرې د میلمنو خرڅ، اخراجات او د خانۍ ملکۍ د تحفظ لپاره به ټول قام شریک جایداد د مختص کولو . داسې نورې ګڼې ادارې  هم په اجتماعي  بنیاد  ولاړې وې . د مغلو د مواجبونو په ذریعه د مشرانو ټاکلو دې اجتماعي نظام ته ډیر زیات نقصان ورسولو ، ځکه چې د حکمرانانو له اړخه نامزد مشران وټاکلی شول . د اجتماعي حجرو په ځائې ذاتي حجرې او بنګلې جوړې کړی شوې

قام د مشر نه بغیر څه نه شي کولی او مشر د قام نه بغیر څه وجود نه لري  . مشر په مواجب او لونګۍ د غاصب ملګری شو . ددې نه علاوه مغلو او خاصکر انګریزانو په ګنو ځایونو کې قامي مشترک جائیداد خپل دغه نامزد خانانو ته د جاګیر په توګه ورکړو او دغه شان په هغه معاشره کې چې تر ډیره حده په قامي ورورولۍ او د برابرۍ په بنیاد ولاړه وه یو رنګ جاګیر داری نظام قائم شو . که پښتون خپل قامي وحدت حاصلول غواړي نو د معاشرې نه به جاګیرداری نظام او مواجب ختمول وي .

په کال ۱۹۶۲ کې چې زمونږ په صوبه ( چې د پیرنګي د وخت نه په صوبه سرحد یادیږی ) کې د جمعیت العلماء اسلام او نیشنل عوامی پارټۍ حکومت جوړ شو نو زه هم پکې وزیر وم ، ما په کابینه کې دا خبره وکړه چې تر څو د پښتنو د وجود نه د نری رنځ دا مرض  ((جاګیرداری نظام او مواجب )) نه وي ويستلی شوي تر هغې پورې د پښتنو قامي وحدت نه شي حاصلیدلی . خبره ډیره نازکه وه د کیبینټ غړو دا وويل چې دا ټول مشران به زمونږ ګریوان ته لاس واچوي . ما ورته وويل چې که چیرې مونږ د پښتنو قامي وحدت غواړو نو علاج ئې بل نشته او شروع به ئې زه د خپلې ضلعې سوات نه وکړم .

ضلع سوات کې د خانانو ، ملکانو چې زما د کورنۍ افراد هم ورکې شامل وو څه د پاسه « پنځه لکه روپۍ » د کال ماجب ؤ . مونږ دا فیصله وکړه چې دغه رقم به طالب العلمانو ته د وظائفو په توګه ورکړی شي ،دا به د هغه تعلیمی وظائفو نه علاوه وي کوم چې ددې ضلعې د سکولونو او کالجونو طالب علمانو ته محکمه تعلیم د وظائفو په توګه ورکوي.

د ضلعې خانانو او ملکانو یو غوبل جوړ کړو خو چونکې فیصله صحیح وه ځکه نو زمونږ نه وروستو هم چا دغه ماجبونه بحال نه کړل .

زما دا اراده وه چې دغه فیصله به په ټول ملاکنډ ډويژن او بیا وروستو په ټولو قبائیلی علاقو حاوي کړم ،خو ډیر زر زمونږ حکومت ختم کړی شو .

د مغلو نه پس د پښتنو خاورې ته د لږې مودې لپاره سکهان راننوتل خو دوۍ لا استقلال نه وموندلی چې پیرنګيانو ټول هندوستان فتح کړو او د پښتنو خاورې ته یو حمله آور د جنوب له اړخه راغی .

د پیرنګيانو نه مخکې هندوستان ته ټول حمله اور د شمال نه راغلی وو . انګریزان اول د نیپولین د مخ نیوي او بیا وروستو په مشرق وسطی کې د « زارروس » د خطر د مخ نیوي لپاره د پښتون خاورې ته راننوتل ،اګر چې پښتانه په خپله خاوره کې منتشر او کمزوری پراته وو، خو د حمله اور په مقابل کې راپاڅیدل چې دغه ئې فطرت دی . دوۍ د پیرنګي سره دومره په نره وجنګیدل چې په ټول هندوستان کې د پیرنګي دومره وينه نه وه توئې شوې لکه څومره چې داحمدشاه بابا په پښتونخوا کې توئې شوه .

داسې دره ، ګودر او داسې کنډو پاتې نه شو چې ور کې د پیرنګي وينه د پښتون د وينې سره سمه یو ځائې توئې شوي نه وي .

انګریز یو ازمائیلی قوت ؤ او د خپل زور په نشه کې د « فارورډ پالیسۍ » لاندې تر کابله ورسیدو او ټوله پښتنه علاقه ئې لاندې کړه ، چې دا جنګ په « لومړی افغان جنګ » يادیږی کال نیم لا تیر نه ؤ چې پښتانه په کال اتلس سوه دوه څلويښتم ( ۱۸۴۲ ) ع کې د اکبر خان په مشرۍ کې د ژمي په موسم کې د خورد کابل نه راپاڅیدل او د انګریز دیارلس زره ، اوه سوه او څلور دیرش ۱۳۷۳۴  پوځیان ئې ووژل  او یو ډاکتر « برائيډن » ئې پريښودو چې په جلال اباد کې موجود « جنرل سیل » ته به کابل کې د پیرنګي د ماتې خبر ورکړي.

 دا هغه وخت ؤ چې پیرنګي په وسطي ایشياء کې د زارروس مخه نیوله  او دامو پورې علاقه ئې خپله ګڼله ،  دې واقعې پیرنګيان د ډیرې لوئې الميې سره مخامخ کړل. پیرنګی د مغلو نه هم طاقتور ، پوهه او عیار قوت ؤ ، هغوي د خپلې مستعمرې د ساتنې په خاطر د پښتون د قوت د ماتولو کوششونه شروع کړل او پښتون ئې د خپلې درې غبرګې پالیسۍ « Three foldfrontier Policy » لاندې په جغرافیائي ډول تقسیم کړو .

ددې پالیسۍ سره فورې طور پیرنګي د خپلې ماتې د ملامتیا او ندامت کمولو او د خپل وقار د قایمولو لپاره بیا په کابل حمله وکړه چې هغه کلی وسیزی د کوم نه چې ددوۍ خلاف افغانان راپاڅیدلي وو .

د کندهار د لوري جنرال ناټن او د جلال اباد د لوري « جنرال سیل » په کابل یرغل وکړو ، خو دومره په تندۍ کې وو چې د « خورد کابل » په ځائې ئې په لاره کې د « غونډۍ » کلی وسیزلو .

دوۍ د پښتون د مستقل قوت ماتولو لپاره « درې کرښې » راکښلې او د پښتنو خاوره ئې په دریو ټوټو کې وويشله.

د وړومبۍ کرښې لاندې علاقې ته ئې رات يانې «setteled Area » ووي،  په دې علاقه کې پیرنګي خپل قانون ، پالیسی او نظام تعلیم نافذ کړو .

ددې کرښې نه بره ئې یوه بله کرښه راکښله چې د « ډیورنډ د کرښې » په نوم ياديږی ، ددغه کرښې نه لاندې علاقه ئې په ایجنسیو ، ریاستونو او علاقه غیر کې وويشله،  دغلته پیرنګي خپل وجود د پولیټیکل محکمې په ذریعه قائم وساتلو او د سړک او چاوڼو نه علاوه ئې په نورو علاقه کې اندروني طور په ظاهره د خل نه کولو . او نه ئې ور کې خپل قانون او نظام نافذ کړو، دا علاقه د پښتون د علاقې مینځنۍ سیمه ده او د ملا د تیر حیثیت لري ، دا ئې ځکه په مختلفو ټوټو کې تقسیم کړه چې د پښتنو قامي وحدت پاتي نه شي او له بده مرغه دغه تقسیم د پاکستان د جوړیدونه پنځوس کاله پس نن هم قائم دی .

د ډیورنډ د کرښې نه بره ئې د « آمو » سره یوه بله کرښه راکښله د ډیورنډ د کرښې او ددغې کرښې تر مینځه علاقې ته ئې افغانستان ووې،  دغلته ئې نه خپله پولیټیکل محکمه جوړه کړه اونه ئې نور د څه قسم مداخلت کولو.  دغه علاقه ئې د کابل امیر ته د حکمرانۍ لپاره ورکړه ، ولې دغه امیران به ئې په خارجي امورو کې خپل تابع ساتل. د افغانستان او زارروس په مینځ کې چې کله د سرحد ( دریا امو ) نشان دهي کیدله نو د افغاني وفد مشري « سائمن » نوم انګریز کوله ،نو ظاهره ده چې دغه سرحد یا پوله په حقیقت کې د پیرنګيانو او روسیانو تر منيځه سرحد ؤ .

دغه شان ئې د افغانانو جغرافیائي وحدت ټوټې ټوټې کړو .

په حقیقت کې دا سرحد نه ؤ، بلکې د انګریز د ښکاره او غیر مرئی سلطنت حدونه وو .

د ډیورنډ د کرښې دواړه غاړو ته د خلقو په تګ راتګ د هیڅ قسم پابندي نه وه ، په یوه ټوټه باندې ئې دافغانستان نوم قائم وساتلو . غرض ئې دا ؤ چې په نفسیاتی ډول د پښتنو ذهن د خپل هغه افغانستان نشت والي ته متوجه نه شي په کوم کې چې پښتون قام د افغانستان د نورو قامونو سره اوسیدو او سرحدونه ئې د آمو نه تر اټک پورې وو . نتیجه ئې دا شوه چې د تقسیم خلاف ردعمل په شدومدسره پیدا نه شو بلکې د « Slow Poisioning » یانې د وروورو ختمولو په انداز کې ئې اثر وکړو .

دا فغانستان امیر اګر چې خپلو خلقو ته باچا ښکاریدو خو هغه ته دا حقیقت مالوم ؤ چې هغه د پیرنګي د لاسه په تخت ناست دی . پیرنګي په خارجه امورو کې افغانستان دومره پابند ساتلی ؤ چې کوم امیر د پیرنګي د خوښې نه چپ قدم ايښی دی، نو بیا پاتې شوي نه دی .

د امیر دوست محمد خان نه واخله تر امیر امان الله خان پورې د ټولو امیرانو سره وار په وار همدغه ټوقه شوې ده ، امان الله خان د افغانستان هغه امیر ؤ چې د پیرنګي سره هم په دغه خبره وجنګیدو ، ددې نه وروستو په پینډۍ کې « معاهده » وشوه د امان الله خان رتبه د « امیر » نه بادشاه ته جیګه شوه ، او پیرنګيانو دا ومنله چې افغانستان په خارجه چارو کې هم خود مختاره هیواد دی .

امیر امان الله خان دا غوښتل چې افغانستان د نړۍ په ازادو هیوادونو کې  ودروي  ،په دې وجه پښتنو کې د غازی امان الله خان په نوم مشهور شو د هغه هم دغه خواهش د هغه د معزولۍ او د ملک نه د جلاوطنۍ سوب وګرځیدو .

انګریزانو ځینی پیران د هغه خلاف راپاڅول او حبیب الله خان چې د بچه سقاو په نوم مشهور ؤ چې په سپینه وړۍ پيښور کې ئې د یو مزدور په حیث کار کولو هم د هغه په لاس ئې په امان الله خان تخته واړوله . ددې جغرافیائي تقسیم سره ئې د مغلو د ماجبونو او د منصبونو منصوبه نه صرف دا چې بحال وساتله بلکې نوره ئې هم پراخه کړه . په دې وجه هغه قام چې په هر اړخ یو وحدت دی او د مالوم تاریخ د زمانې نه یو وحدت پاتی شوی دی ،که حکمرانی ئې خپله وه او که خاوره ئې د بل قوت تابع وه خو وحدت ئې تقسیم شوی نه ؤ . ددې ماجبونو ، منصوبونو د پالیسی او درې غبرګی سرحد د پالیسۍ په وجه ذهني او جغرافیائې طور تقسیم شو . پښتانه ددې تقسیم په وجه د یو بل نه ډیر نا خبره پاتې شو،او دوخت د تیريدو سره د یو بل نه نااشنا او بیګانه شول .

جغرافیائي طور یو وجود په دریو حصو کې تقسیم کړی شو او په هره حصه ئې یو داسې نظام رائج کړو چې هغه د بل سره څه مطابقت نه لرلو، چې ورکې دقبائیلو نظام ډیر عجبیبه دی ، چې د پاکستان د جوړيدو نه پنځوس کاله پس نن هم موجود دی، داسې نظام چې ورکې بالغ ته د ووټ ورکولو حق هم نشته ، بنیادی حقو نه ئې غصب دی  ،  عن تر دې چې د پولیټیکل محکمې یو ورکوټی افسر د« ایف سی آر» لاندې د دوۍ ازادي تروړلی شي او جیل ته ئې لیږلی شي که پولیټیکل محکمه د دوۍ کورونه وران کړي يانې جیل ته ولیږی نو دوۍ ته ددغه عمل خلاف د اپیل کولو حق نشته او د خواشينۍ خبره دا ده چې بیا هم ځان ته ازاد قبايل وائي ، زه چې په کال ۱۹۹۳ ع کې د ریاستی امورو او قبايلو وزیر وټاکلی شوم نو ما یو بیان ورکړو چې قبائیلو له به د بالغ رائې دهۍ حق ورکولی شي ،د صوبې په اسمبلۍ کې به ورله نمائندګی ورکولی شي  او ما دا هم وويل چې قبائیلو ته به ایف سی ار خلاف د اپیل حق ورکړی شي . نو د پاکستان د پولیټیکل محکمې په ایماء قبائیلی ملکانو او خاص طور سره د قبائیلو د قامي اسمبلۍ او سینیټ ممبرانو داسې غوغا جوړه کړه چې د ملک وزیر اعظمی زه وغوښتم او راته ئې ووی، چې دا شپاړس ممبران به د حکومت خلاف  ودریږي هسې هم زمونږ دا اقلیتي حکومت په مخلوط ډول جوړ دی ،نو مونږ یانې حکومت ته به ډیر تاوان ورسي . په ځواب کې ورته ما ووی، چې دا لار صحیح ده ،ما چې کوم بیان ورکړی دی دا يواځې د « پښتونخوا قامي پارټۍ » بیان نه دی بلکې د پاکستان پيلز پارټۍ په انتخابی منشور کې هم دغه ذکر شته . محکمه یا وزارت د وزیر اعظمې په صوابدید دی ماته پرې څه اعتراض نشته .

نن په قبائلی علاقو کې خاص طور زلمی کول او تعلیم یافته خلق د بالغ رائې دهۍ حق غواړي ،په صوبائی اسمبلو کې نمائندګی او د ایف سی ار خلاف د اپيل حق غواړي .

ددې نه پس چې کله وزیر اعظمه محترمه بې نظیر بهټو پاړه چنار ته لاړه نو هلته هغې هم قبائیلو ته د بالغ رائې دهي ورکولو خبره وکړه ځکه چې دا د یو سیاسي پرمختګ او د ملک او قام د ترقۍ لاره ده . ولې تر اوسه پورې دا حق قبائیلو ته ورکړی شوي نه دی .

بل خوا د ډيورنډ د کرښې نه بره افغانستان کې چې کوم امیر په تخت کښیناستو ، دا د هغه قامي فريضه وه چې د خپل قام د ملي وحدت هلې ځلې ئې سمدستی شروع کړی وی . خو هغه ته دامالومه وه چې هغه د پیرنګيانو د لاسه په تخت ناست دی . او دا ورته هم مالومه وه چې که ما د قامي وحدت هلې ځلې خو پریږده که دا تصور مې هم وکړو نو بیا به زه امیر نه یم ، هغه ته دغه تخت د هر څه نه ګران ؤ، ځکه چې په تخت ځامنو پلاران او پلارانو خپل ځامن وژلی دي .

امیر د پښتنو د وحدت په ځای د نفرت پیدا کولو کوشش وکړو، چونکې د ډیورنډ د کرښې نه بره افغانستان کې سیاسي ازادی نه وه ،نو قام هم هغه سوچ خپل کړو کوم چې د بادشاه ؤ، ځکه نو لاندې پښتون ته ئې د پیرنګي غلام وويل او سپک ئې ورته وکتل . حالانکې د پښتو په « دود » کې که یو تربور څوک لاندې کړی یا ئې قتل کړی نو د بل تربور دا فرض دی چې بدل ئې واخلې، خو حالت دا ؤ چې امیر عبدالرحمان سره ددې چې ډیر زیرک او سخت ګیر انسان ؤ هغه هم دا غوښتله چې انګریز کوم سرحدونه ټاکي نو ودې ټاکی ،خو چې ماته وښودلی شې چې دغه خاوره هم ستا د بادشاهی د لاندې ده .

هم په دغه وخت کې په کال ۱۸۹۳ ع کې د موجود افغانستان سرحدونه وټاکلی شول . د ډیورنډ د کرښې د لاندې ګڼو پښتنو مشرانو د پیرنګي خلاف یو اوږد او مسلسل جدوجهد وکړو چې د پیرنګي نه ازادی حاصله کړي . خو زما په خیال بنیادی غلطي دا وشوه چې پښتنو د پیرنګي نه خپله ازادي  د پښتون قامي وحدت په بنیاد ونه غوښتله چې د احمد شاه بابا افغانستان بیا قائم شوی وای .

دی ټولو مشرانو د پښتنو ازادي د هندوستان په ازادۍ پورې وتړله او دغه رنګ د ډيورنډ د کرښې لاندې د پښتون مخه ئې د « شمال » په ځای « جنوب » ته وګرځوله ، هاغه د رز چې پیرنګي په یو وجود کې راوستی ؤ  په دې وجه نور هم زیات شو او درې د بره سل کاله وشول چې د یو جابر د عمل خلاف دومره اوږده موده پس هم یو توانا قامي تحریک پیدا نه شو .

حالانکې دا تقسیم په ۱۸۹۳ ع کې د یو غاصیب د سازش نتیجه وه  او د غاصیب عمل هیڅ قیسم قانونی ، اخلاقی او آئینی جواز نه لري.  

د پښتنو خاوره دهندوستان حصه نه ده ،دا د هندوستان او وسطي ایشياء تر مینځه پرته ده ، پښتون په تاریخ کې چا هم هندوستانی نه دی بللی ، د پښتون ټول عمر تعلق ، تجارتی او ثقافتی اړیکې د وسطي ایشياء سره پاتې شوي دي ، چې ددوۍلومړی ټاټوبی هم دی .

کوهـ  هندوکش او د کوهـ  سليمان لمنې ددوۍ مسکن دی ،  دوۍ ته علم د شمال نه راغلی دی  دغه رنګ  احترام  ئې هم شمال ته ورکړی دی .

د پیرنګي ددې کرښو نه وړاندې د دوۍ تجارت شمال کې د تاشکند ، ثمرکند او بخارا سره پاتې شوي دی ،د انګریز د مملکت او تسلط نه پس اګر چې د پښتنو تجارتي تړون هم جنوب ته راوګرځیدو خو بیا هم د شمال سره ددوۍ تړون قطع نه شو .

دپښتنو دا خاوره د ۵۵۰ قبل مسیح نه د مختلفو حکمرانانو د کورنو او مختلفو تهذیبونو د انتظامي تصرف لاندې پاتې شوې ده چې تفصیل ئې په دې ډول دی

 . ۱ ـــ د هاخا منشي کورنۍ : د ۳۳۱ ق م نه تر  ۵۵۰ق م پورې

۲ ـــ سکندر اعظم ( یونانیان ) ؛ د ۳۰۵ ق م نه تر  ۳۲۷ق م پورې

 ۳ ـــ د موریا خاندان : د۱۹۰  ق م نه تر ۳۲۳ ق م پورې

 ۴ ــ باختری حکمرانان : د ۹۷ ق م نه تر ۱۸۵ ق م پورې

 ۵ ـــ ساکان : د ۵ ق م نه تر ۹۷ عیسوي پورې

 ۶ ـــ اينډوپارتین : د ۷ ع نه تر ۷۵ ع پورې

 ۷ ـــ کشان خاندان : ۷۵ ع نه تر ۲۲۵ ع پورې

 ۸ ـــ ساسانیان د ۲۳۰ ع نه تر د ۳۶۱ع پورې

 ۹ ـــ افتالیان ( د ساکانو نسل ) د ۳۶۵ع نه تر ۴۵۵ ع پورې

 ۱۰ ـــ ساسانیان ( دوۍم دور) د ۵۶۸ ع نه تر ۶۴۴ پورې

 ۱۱ ـــ کابل شاهی کورنۍ : د ۶۵۰ ع نه تر ۸۷۹ ع پورې

 ۱۲ ـــ سفاریان : د۸۶۱ ع نه تر ۹۰۰ ع پورې

 ۱۳ ـــ هندو شاهی : د ۹۰۰ ع نه تر ۱۰۲۱ ع پورې

 ۱۴ ـــ غزنويان : د ۱۰۲۱ ع نه تر ۱۱۵۰ ع پورې

 ۱۵ ـــ غوریان د ۱۱۸۱ ع نه تر ۱۲۰۶ ع پورې

 ۱۶ ـــ مغل خاندان : د ۱۵۲۶ ع نه تر ۱۷۳۹ ع پورې

 ۱۷ ــ هوتک : د ۱۷۰۹ ع نه تر ۱۷۳۵ ع پورې

 ۱۸ ـــ دورانیان ( سدوزی ، بارکزی ) ۱۷۴۷ ع نه تر ۱۹۸۳ ع پورې

 

پدې ترتیب په افغانستان باندې د پښتنو دریو کورنیو په مختلفو ادوارو کې حکومت کړی دی په دوۍ کې غوریان ، هوتک او دورانیان شامل دي .

د غوری پښتنو په حکومت کې د افغانستان د غربي سیمو نه علاوه د سنټرل ایشياء ځینې علاقې هم شاملې وې.

میرويس نیکه چې د غلجو د کوم سلطنت بنیاد ایښودی ؤ،په هغې کې د میرويس نیکه نه وروستو عبدالعزیز خان ،شاه محمود ، شاه حسین او شاه اشرف حکمرانی کړې ده ،په دوۍ کې عبدالعزیز خان نه علاوه شاه محمود اوشاه اشرف د اصفهان په شمول د ایران ډیرې برخې په خپل حکومت کې شاملې کړې وې .

د کال ۱۷۴۷ ع نه تر کال ۱۹۷۳ ع پورې سدو زو او بارکزو تقریبآ دوه سوه او شپږويشت کاله په افغانستان حکومت وکړو چې وړومبی حکمران ئې احمدشاه بابا او اخری حکمران ئې سردار محمد داؤد و .

د خپل ټاټوبي نه بهر د پښتنو دریو کورنیو په هندوستان ډیر اوږ د حکومت کړی دی .  دغه حکومت پرله پسې نه ؤ،بلکې په مختلفو ادواروخور دی .په دوۍ کې غلجیان ، لودهیان او سوریان شامل دي . د هندوستان د پښتنو کورنو د حکومتونو خاص خبره دا وه  چې دوۍ د « روه » سره اړيګې قائمې نه وې ساتلې ، ددوۍ د طاقت او حکومت زیات دارومدار په محلی قوت ؤ، چې کله په دغه محلی قوت راټول او متحد ؤ  نوپه هند به ددوۍ حکومت دوام لرلو او چې به خور شو حکومت به د بل ؤ .

په دغه پښتنو بادشاهانو کې « بهلول » او« شير شاه » د«روه » سره د تعلق ساتلو یو شعوري کوشش کړی ؤ، خو وخت مهلت ورنه کړو ددوۍ ددغه تفکر په نتیجه کې د پښتنو د قبائیلی سیمو ګڼ شمیر پښتانه په هندوستان کې اباد شوي دي . د اودهـ   نه واخله تر بنګاله پورې ئې محلی حکومتونه جوړ کړي او په تاریخ کې ئې د ستائنې وړ کارنامې یاد ګار پریښي دي .

د پیرنګي د راتګ په وخت کې د پښتنو د شلو نه زیات ریاستونه موجود وو او جاګیردارۍ یی ددې نه علاوه وې،  د پښتنو په ځمکه چې څومره غیر پښتانه حکمرانان راغلی دي او حکومتونه ئې جوړ کړي دي ، په دوۍ کې یوه خبره د توجه وړ ده او هغه دا چې دغه غیرو پښتنو حکمرانانو دلته داسې حکومت کړی دی چې د پښتنو په داخلي خود مختارۍ کې ئې لاس نه دی وهلی .

پښتون قام په نفسیاتی ډول خصوصی کړه وړه لري  . پښتو ئې ژبه او پښتونولی ئې د ژوند ضابطه ده . د ژوند ددغه ضابطې یانې پښتونولۍ ډیره په سختۍ سره پابندی کوي . جرګه ، میلمه ، پالنه ، پناه ورکول ، بدل او ننواتې د پښتونولۍ مظبوط بنیادونه دي . میلمه پالنه د خپل توفیق نه زیاته کوي ، په میلمه خوشحاليږی او ورته د خدای پاک رحمت وائي، پيژندګلو میلمه له چې کوم عزت ورکوي ، ناپيژندګلو میلمه ته د هغې نه هم په درنه سترګه ګوری .

د خپل سر په بیعه بل له پناه ورکوي . د پناه ورکولو عدیم النظیر مثالونه ئې تاریخې پنګه ده . مشهوره واقعه ده چې د جنګ په دوران کې یو ژوبل زلمی د یوي پښتنې ابۍ کیږدۍ ته ساه نیولی ورننوتو او پناه ئې وغوښتله ، زنانه پناه ورکړه . ساعت تیر نه ؤ چې څه کسان کیږدۍ ته راننوتل او د پښتنې ابۍ نه ئې ددغه سړی غوښتنه وکړه ،  ابۍ انکار وکړو په دې اساس چې هغې ورله پناه ورکړې وه ،  سړو ابۍ ته وویل، چې هم دا سړی ستا د دوو زامنو قاتل دی ،  ولې ابۍ پښتنه وه . بیا ئې هم په کلکه وويل چې که هر څنګه وي ، ده له اوس ما پناه ورکړې ده او نه شم کولی چې له خپله لاسه ئې چا ته حواله کړم .« ۱ »

بدل د پښتنو په تاریخ او امروزه ژوند کې ډیر لوئې اهمت لري  مشهور متل دی چې « د بدل کاڼې په سمندر کې هم نه ورستیږی » بې شمیره داسې واقعات شته چې د نیکه د مرګ بدل نمسی اخستی وي .پښتانه د بدو بدل اخلي او په ننواتې مړی هم بخښي . ننواتې په اصل کې د خپل جرم یا خامۍ اعتراف کولو او د پښتونولۍ په اساس جرم بخښلو ته وائي .

دده په ټپو ، ولسی قیصو کې د میلمه پالنې او ننواتې ذکر د مخصوص عنعانوي څرنګوالي هندارې دی .

د پښتون په ټولنیز ژوند کې جرګه لوي اهمیت لري  ، جرګه د پښتنو داسې نماينده قامي غونډه وي ،چې نه ئې صدر وي او نه سکرټر ، په یو نکاتي ایجنډا راغونډیږي خو د جرګې په دوران کې نورې نکتې هم مینځ ته راتلی شي .  ــ «۲»

د جرګې فیصلې په اجتماعي  ډول قبولې کیږي ، د جرګې فیصلې قامي بڼه لري او هیڅ څوک د هغې نه د انکار جرات نه شي کولی . هغه شخړې چې نور قامونه ئې په خونړو جګړو هم نه شي حل کولی ،پښتانه ئې په جرګه کې بغیر د څه شروشدت نه فیصله کوي .

په تاریخ کې د جرګې ډیرې عظیم الشانه فیصلې موجودې دي . احمد شاه بابا ته د حکمرانۍ پټکی جرګې ورپه سر کړی ؤ او ځکه ئې ټول پښتون قام په شا ولاړ وو.

 لکه چې مې وويل د پښتنو اکثر لوي او تاریخي فیصلې د جرګې له  لارې شوي دي پښتون مذهب هم په اجتماعي ډول قبول کړی دي ، که بدهـ مذهب ئې قبول کړو نو دغه مذهب او د هغې خدمت ته دومره مخلص وو چې دغه مذهب ئې د شمالی او جنوبي هندوستان د پولې نه هغه غاړه د تبت او چین سرحدونو ته ورسولو.

 که اسلام ئې قبول کړو نو په خپله دغه من حیث القوم فیصله دومره ټینګ ودریدو چې دغه مذهب ئې د برصغیر هر ګوټ ته ورسولو.

په انډونیشيا ، ملایشيا او چین کې د اسلام موجودیت دده د مخلصانه زیار باسنې نتیجه ده . په نفرادی او اجتماعي ډول پښتون ډیر زړه ور ، فراخ دله ، روادار او د هر ډول لسانی او مذهبی تعصب نه ازاد دی، د کولتوري روادارۍ مثال ئې دا دی چې په نورو جغرافیاوي وحدتونو کې دمیشته کیدو له امله ئې خپله ژبه او کولتور هم پریښی دی .  د میا نوالی نیازیان، د قصور خانان ،د ازاد کشمیر سدوزیان او دروهیل کنډ پښتانه د مثال په توګه وړاندې کیدی شي .

پښتون یو خوش دل او خوش باش قام دی خو په عزت، نفس سر هم ورکوي خاص طور سره په کور دننه په خپل هیواد کې دده غربت دده د عزت نفس په لاره کې خنډ نه دی، که نوکري کوي نو هم په عزت ، د خپل ټاټوبي نه بهر هیڅ څوک د ځان سیال نه ګڼی .

په جنګ کې د زمري په شان زړه ور او د پولادو په شان کلک دی ، په محفل کې لکه دو رېښمنو په شان نرم او د عزت نفس په معامله کې د ګل نه نازک دی .

دا خو یو ضمنی بحث ؤ اصل موضوع ته راځو د سويت یونین د منتشر کیدونه پس په وسطي ایشياء کې یو ځل بیا لرغونی جغرافیائي وحدتونه د ازادو ریاستونو په شکل کې راڅرګند شول کمیونسټ تسلط په هر اړخ دا کوشش کړی ؤ، چې قامي حدبندۍ او قامي تسلسل له مینځه یوسی، په دی لړ کې ئې يو منظم کوشش کړی ؤ چې ددوۍ ژبه او نومونه خپلې لهجې ته راواړوي . ولی او یا کاله پس دا خبره ثابته شوه چې حقائق او فطری تقاضی که په بل شکل کې وي او که د قامونو د وجود په شکل کې وي ختمیدلی نه شي . نن ټوله دونیا او خاص کر پاکستان د وسطي ایشياء ددې ملکونو سره تجارتی تعلقات مستحکم کول غواړي او د وچې هغه تجارتي لار چې د پیرنګي د راتلو نه وړاندې د برصغیر او وسطي ایشياء په مینځ کې قایمه وه او کومه چې د پښتنو د خاورې نه تیریږی یو ځل بیا پرانستل غواړي، لیکن دا لار تر هغې نه شي پرانستی کیدی تر څو چې امن نه وي او امن تر هغې ممکن نه دی تر څو چې د پښتون قامي وحدت نه وي حاصل شوي . چې یو وجود په مینځ نیم پروت وي نو د هغې وينه بندیدل ممکن نه وي .

نن دونیا ډیره مختصر شوې ده ، د مواصلاتو او نشریاتو جدیدو الاتو د ځمکې تناوو نه راغونډ کړیدي  دا دور د لویو اتحادونو دور دی . یورپ  ازاد او خپلواکه داسې ملکونه لري  چې د ترقۍ ټول مدارج ئې وهلی او د خلاد تسخیر کوششونه کوي ، په یو اتحاد کې د راتلو کوټلي تدبیرونه کوي، ځکه چې هغوۍ د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره نوره ترقی او خوشحالی غواړي .

که د بر صغیر او وسطي ایشياء ملکونه هم ځان د ترقی یافته ملکونو په صف کې ودرول  غواړي او خپلو راتلونکو نسلونو لپاره خوشحالی او ابادی غواړي نو په پراخه سینه به لوئې اتحادونه مینځ ته راوړي او زما په خیال دغه لوئې اتحادونه هم د پښتون د قامي وحدت نه بغیر نه شي حاصلیدلی .

د افسوس مقام دی چې په ځای ددې چې د پاکستان د جوړیدو نه پس د پښتون قامي وحدت په لور چټک ګامونه اخستی شوي وي . بالعکس د انګریز د لاس راښکلې کرښه د دوو اسلامی ملکونو تر مینځه سرحد وګرځولی شو .

پاکستان یو تحریک ؤ، چې بنیاد ئې دا ؤ چې مسلمان یو قام دی او غیر مسلم بل قام دی ، په دی تحریک کې دا هیچیرې نه دی ويلی شوي چې د فلانی حده پورې مسلمان یو قام دی ، د پاکستان بانی قائداعظم په دې حقله په ۱۹ فروری کال ۱۹۴۸ ع د اسټریلیا ولس ته په خپل یو نشری تقریر کې او په ۱۷ اپریل ۱۹۴۸ ع کې په ګورنمنټ هاوس پیښور کې یوې قبائلی جرګې ته دا خبره واضحه ټکو کې وکړه چې:   

 WE MUSLIMS BELIEVE IN INE

 GOD, ONE BOOK THE HOLY QURAN – AND ONE PROPHET. SO WE MUST STAND UNITED AS ONE NATION, YOU KNOW THE OLD SAYING THAT IN UNITY LIES STRENTH. UNITED WE STAND, DIVIDED WE FALL. «      

مونږ مسلمانان په یو خدای ( ج) یو کتاب قران پاک او یو پیغمبر صلی الله علیه وسلم عقیده لرو، نو باید چې مونږ لکه د یو قام متحد وسیږو تاسو دا پخوانۍ وينا نه ده اوریدلې چې په اتحاد کې لوي طاقت دی که چیرې مونږ متحد یو نو ژوندی به پاتې شو او که خواره واره شونو را اوبه غورزیږو » .

د قايد اعظم ددې وينا نه پس د ډیورنډ کرښه حدبندی نه شي جوړیدی ځکه چې لر او بر دواړه غاړو ته نه يواځې دا چې مسلمانان پراته دی بلکې د یو نیکه اولاد ، د یو کولتور او یوې ژبې خاوندان دي . ددې نظرئې سره سم پکار نه، بلکې لازمه وه چې د پاکستان حکمرانانو د افغانستان سره د څه قسم اتحاد او یو کیدو جدوجهد جاري ساتلی وي،  که د افغانستان حکمرانانو اعتراض کولی نو بیله خبره وه خو عجیبه دا ده چې د پاکستان حکمرانانو د ډیورنډ کرښه د افغانستان سره سرحدو ګرځوو دلیل ئې دا ؤ چې د پیرنګي نه ورته په میراث کې پاتې شوې ده . دلته د علامه اقبال وينا ستاسو په وړاندې ایښودل ضروری ګڼم چې وائی :

اسیا یــــــک پـــــیـــکــــر آب وګـــــــــل اســــــــت

مـــلــــت افــــــغـــــــان دران پـــیـــکــــر دل اســـت

ازفــــــــــســـاد و فـــــــــــــــــســــــــــاد د اســـــــــیـــا

در کـــــــــــــــشـــاد و کـــــــــشـــــــــاد اســـــــــــــیــــا

 علامه اقبال وائې چې د ایشيا مثال د یو وجود دی، چې افغان ملت ورکې د زړه حیثیت لري  .که زړه روغ وي نو ټول وجود ( اسیا ) به خوشحاله وي او که زړه رنځور وي نو ټول بدن « اسیا» به بې ارامه وي .

که پښتانه ددې جوګه نه وو او اوس هم نه وي چې خپل قامي وحدت تر لاسه کړی نو د علامه اقبال د مفکورې تر مخه به پاکستانی حکمرانانو دا لازمه وه او اوس هم ده چې د پښتون قام د ملي وحدت لپاره هلې ځلې وکړی ، ځکه چې د پښتنو په انتشار کې د ټولې اسیا تاوان دی او ددوۍ په ابادۍ او صحت کې د ټولې ایشيا خوشحالې ده .

زه دا منم چې د افغانستان نماينده په ملل متحد کې د پاکستان د ګډون مخالفت کړی ؤ او د یو ګاونډی ملک په حیث ئې ددې هیواد خیر مقدم نه وکړی خو د یو شخصي نظام په خوا کې د یو جمهوری نظام قايمیدل به هغوي د ځان لپاره ارو مرو خطر ګڼلو، ددې د پاسه باید چې د پاکستان واکدارانو هغه بنیادی مفکوره په نظر کې ساتلی وي کومه چې علامه اقبال پسش کړې وه .

د سکندر مرزا په وخت کې چې کله اسلم خټک په افغانستان کې سفیر ؤ د پاکستان او افغانستان کنفډریشن منصوبه تقریبآ اختتام ته رسیدلې وه .

په دغه لړ کې سکندر مرزا د ملک د سربراه په حیث کابل ته تلی ؤ ددوه ورځو په دوره ؤ ولس ورځې ئې تیرې کړې ، دغلته د کنفیډریشن د نوم او نظام ټول مراحل سرته رسیدلي وو،ولې دایوب  خان په وخت کې دغه منصوبه شاته وغورزولی شوه او د دواړو ملکونو تر مینځه بیا تلخي پیدا شوه ،ځکه چې دواړه طرفه ته واکدارانو کې نه دااهلیت ؤ او نه جرائت، چې د انګریز دتقسیم نه ئې ګام اړولی وي .

د شوروي اتحاد د منتشر کیدو نه پس چې کله دوه پریزې نظام ختم او یو پریزې نظام مینځ ته راغی او امریکا د سپر پاور نه سپریم پاور شوه نو د « نیوورلډ ارډر » په نوم یو نوي تصور وړاندې کړی شو ، د شلمې صدۍ تر اخره پورې انسان دومره ترقي کړې ده چې په خپل کره ارض کې ئې د کلونو فاصلې منټونو ته راوستې دي. سپوږمۍ ته رسیدلي او نورو سیاروته د رسیدو کوششونه کوي . خو ددې هر څه باوجود انسان د ذهنی سکون او قلبی اطمینان نه ورځ په ورځ محرومیږی ، وجه ئې دا ده چې د استحصال عمل زیاتیږي او نه يواځې دا چې د فرد استحصال کیږي، دوړو ، کمزورو ، او بې وسه قامونو اقتصادي ، کولتوري او سیاسي استحصال هم دوام لري  .

که ټوله دونیا په یو تړون کې راشي او نظام ئې دا وي چې د استحصال مخه نه شي نیولی نو امن به غايب او مایوسي اوبې اطمیناني به خوریږی . استحصالي قوتونه به په دې هم ځان نه پوهوي چې استحصالي عمل نه یواځې د کمزوري سکون تباه کوي او په مصیبت کې ئې اچوي ، بلکې د جابر ژوند هم د ذهنی پریشانۍ او قلبي بې اطمینانۍ سره مخامخ کوي . که صرف دومره فکر وکړی شي ،چې زمونږ دونیا اوس ډیره مختصر شوې ده چې د ګوټ ګوټ حال د هر چا په وړاندې دی نو پکار او لازمه ده چې ورسره یوعالمي تړون مینځ ته راشي او دا هر څه په پراخه سینه ومنلی شي ، چې په دی دونیا کې وړو قامونو ته هم د اوسیدو داسې حق شته لکه څنګه چې طاقتورو قامونو ته شته او دا چې دوړو قامونو د کولتور ، ژبې دودې یو پرامن او خوشحاله دونیا ته نن دومره ضرورت دی څومره چې غاوره قامونو ته دی ، کمزورو قامونو ته هم په خپل مذهب او دستور باندې د عمل کولو داسې ازادي پکار ده، لکه چې نورو قامونو ته ده ، که داسې اوشي نو دا دونیا به د امن غیږه شي .

دا هر څه، څه نوې خبره نه ده . دا او ددې نه زیات دا قوام متحده په منشور کې لیکلی شويدي او ټولو قامونو په رسمی طور منلي دي . خو مسئله په رسمي د ستخطونو نه حل شوې ده او نه حل کیدی شي . د مسئلې حل په پراخه سینه انسانان یو برابر تسلیمول دی . که داسې اوشې نو بیا به واړه قامونه بې وسه او بې توقیره نه وي پراته او کوم قامونه چې استحصالي قوتونو د خپلو مفاداتو د خاطره تقسیم کړي دي  ، د هغوي د یو کولو لپاره به هم دغه لوي قوتونه لارې پرانیزی .

نن هم د دونیا په مخ ډیر قامونه تقسیم پراته دي او د پیړیو راسې هغوي د خپل قامي وحدت لپاره هلې ځلې کوي ، چې د دونیا په قامونو کې سر لوړی شي ،خو لا تر اوسه دغه واړه قامونه د وخت په شکنجو کې ښکیل پراته دي،  په دوۍ کې پښتون قام هم دی چې درې د بر سل کاله وړاندې د یو غاصب د لاسه تقسیم شوي دی  او لا تر ننه تقسیم پروت دی.

 د پاکستان د جوړیدو پنځوس کاله وشو او دادرې ټوټې پښتانه ( سرحد ، قبائل او بلوچستان ) هم په دی ملک کې دي ، خاوره ئې د پاکستان حصه ده ولې درې واړه ټوټې بې نومه دی « صوبه سرحد » د یو نوابادیانی مملکت شمال مغربي سرحد ؤ .

دغه مملکت په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ ع باندې د پاکستان د جوړیدو سره سم ختم شو او د پښتنو خاوره په ځائې ددې چې په داسې نوم یاده شي چې د اوسیدونکو پته ترې ولګی  لاهغسې په شمالی مغربي سرحدی صوبه یادیږی ، اخر د چا شمال مغربي سرحد ؟ د فکر وړ خبره ده . بل قبائيل دی نور   ورسره بل لفظ نشته چې کوم قبائیل دی چۍ شناخت ئې وشي .

قبائل په نورو هیوادونو کې هم شته، ولې هغوي هلته خپل نوم لري  . خپله پیژندګلو لري  ولې دلته د قبائیلو نه خپل نوم شته او نه پيژندګلو.

د پښتون قام یو حصه په بلوچستان کې ده چې د صوبې تشکیل ئې په کال ۱۹۷۰ ع کې شوي دی . ظاهره ده چې په بلوچستان کې به بلوچې اوسی ، لکه څنګه چې بنجاب کې پنجابی اوپه سندهـ کې سندهی اوسی ، کله چې د بلوچستان پښتون  دلته  راشي نو ددې ځای پښتانه ورته « بلوچی پښتون » وائي دغه کلمه په هغه دومره بده او تر خه لګي لکه چې څوک ورته بربنډ کنځل وکړي . په دې معامله کې ددې خاورې پښتون ورور ئې هم ګرم نه دی د هغه په ذهن کې دا وي چې په بلوچستان کې بلوچی اوسیږی نو که پښتون دی خو بلوچي پښتون به وي .

که دادرېواړه حصې چې د یو بل سره تړلې پرتې دې ، یو کولتور، یوه ژبه او نژادی اړيکې لري  یو ځای کړی شي او ورله خپل نوم ورکړی شي نو دا خاوره به اباده شي او چې دا خاوره اباده شي نو د پاکستان یوه حصه به اباده شي . ما وړاندې هم ذکر کړی دی او اوس یو ځل بیا په تکرار او تاکید سره ددې خبرې اعاده کوم چې تر څو پورې پښتون خپل قامي وحدت نه وي حاصل کړی تر هغې د پښتون قام مشکلات او محرومۍ نه شي ختمیدی او د یو قام د غړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی .

که په پښتون کې لا دا سیاسي شعور او احساس دې حد ته نه وي رسیدلی چې خپل قامي وحدت تر لاسه کړی نو د دونیا هغه قامونه چې ځان ته مهذب وائي خصوصی توګه هغه قامونه چې تقسیم درد ورته مالوم دی ،په دوۍ ټولو دا لازمه ده چې د پښتون قام د وحدت په احیاء کې ددوۍ سره لاس وکړی په دې غرض چې د بر صغیر نه تر وسطي ایشياء پورې په دې ټوله سیمه کې د امن دور راشي، دښیرازۍ دور راشي او تجارت وده ومومي .

زما یقین دی چې که داسې وشې او د قامونو په لوي وحدت کې د پیېلی کیدو لار خلاصه شي نو په ټوله سیمه کې به امن او خوشحالي مینځ ته راشي .

فطری وحدتونه چې په هر ځای کې تقسیم شويدی ،نو تاریخ د خپل جبر د لارې د وحدت منزلونه ټاکلی دی ،  د یويشتمې صدۍ اغاز بایدچې دا فرق راولی چې د پښتنو د وحدت مسئله د جبر په ځای د امن ، برداشت ، افهام وتفهیم په قامي روادارۍ او زغم تر سره شې نو په دونیا او خصوصآ دې سیمه کې به د امن او خوشحالۍ یو نوي دور پیل شي .

زه د رب ذوالجلال بې حد شکر ګذار یم چې ما د یو پښتون په حیث زپلی پښتون ( افغان ) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندې کړو . او پوره باورلرم چې ددې منتشر قام هر غړی چې هر ځای وي په هر حال کې وي او د هرې پیشې مالک وي به خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار د خپل قام د وحدت اوتشخص د حصول طرف ته راوګرځوي او ددونیا ټولو مهدبو قامونو اوانسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چې د افغان ( پښتون ) قام سره خپله فعاله سیاسي او اخلاقی مرسته مل کړي ، چې په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړی او خپل قامي وحدت تر لاسه کړې .

 پـــــــــــای

( حواله پښتانه شعراء لومړۍ حصه ) ۱ : فرید خان د شيرشاه سوری اصلی نوم

۲ : شاه اشرف نامتو پښتون حکمران د بابا هوتک لمسی چې د افغانستان سره ئې د ایران او اصفهان ځنې علاقې په خپل حکومت کې شاملې کړې وې

ــ « ۱» غوړه مرغۍ یا غوړه مرغه

ــ « ۲»  پشتون کون ؟ صفحه ۱۴۱ ( پریشان خټګ ) ۲ ، MANNERSANDCUSTOMSOF THE AFGHANS BY PROF . DR MOHDALI

-
بېرته شاته