(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شفیقې خپلواک په شعر کي...

[27.Feb.2015 - 19:40]

د شفیقې خپلواک په شعر کي، د لفظونو رواني اغېز

لیک:شریف الله دوست

لفظ په هنري ادبیاتو کي په عامه مانا درې مقامونه لري لومړی فزیکي او اناټومې ، دوهم لغوي او معنايي او دریم هم رواني او معنوي.

د لفظ په فزیکي ډول کي یوازي دې ته کتنه کیږي چي ، لفظ دکومو تورو او حرفونو څخه جوړ دی ، په لغوي لحاظ بیا دلفظ قاموسي معنا ته پام کیږي ، دریم ډول چي زموږ دلیکني سوژه جوړوي هغه په شعر کي د لفظ رواني اغېز دی ، دې برخه کي ګورو چي په شعر کي لفظونه پر مخاطبانو( لوستونکو، اورېدنکو ) څه ډول رواني اغېز پرېباسي او دلفظونو په رواني کیفیتونو سره مخاطبان څه ډول غبرګون ښيي؟

په شعر کي دالفاظو تړاو یوازي لغوي او افسانوي نه دی بلکي لفظونه په تخلیقي ادبیاتو کي درنه وظیفه په غاړه لري چي هغه د لفظونو رواني کیفیت دی ، هغه چي دعیني نښو په مټ د ذهني ، خیالي ، احساسي انځورونو دافادې مسؤلیت او رسالت په غاړه لري ، په ژبني لحاظ ور ته افهام او تفهیم وایو ،خو شاعرانه افهام او تفهیم بیا له عادي هغو سره توپیر لري ، ځکه په شاعرانه الفاظو کي هنري پسول ، ذوق ، هنري – رواني احساس له ځانه سره بې شمېره کیفیتونه لري ، هغه چي مشاهدوي او محسوسي نه دي بلکي له رواني خوښۍ سره مله او تله وي په  دې سره نو دابرخه په شعر کي حیاتي ارزښت لري.

افلاطون شل پېړۍ وړاندي دې توافق ته رسېدلی و چي : ” د شیانو او الفاظو تر منځ اړیکه طبعي او اړینه ده ، همدا دبشري همږغۍ او توفقاتو پایله ده “

شاعر هم کله چي شاعرانه الفاظ پنځوي شعور یا لاشعور کې دا هڅه کوي چي خپل درُني خیالات ، تفکرات ، او احساسات د الفاظو پر اوږو ږدي او تر موږه يې را رسوي.

که موږ لفظونه په سلِس ، روان او ساده نثرونو کي کاروو ، کېدای سي په اوډنګ او راوړنګ کي يې دومره پروا ونه ساتو او نه هم دمخاطب لپاره دومره دپام وړ وي د بېلګي په توګه که موږ په فزیک کي (برېښنايي مقناطیس) په لنډ ډول پېژنو وایو چي :” برېښنايي مقناطیس دمصنوعي مقناطیس له جملې څخه دی “

دې پېژند کي موږ په هنریت ، د الفاظو ښکلا ، شاعرانه شرنګي او رنګیني پسې نه ګرځو او وچ الفاظ يې تلقي کوو ، خو که شاعر دخپل درُني احساس د څرګندولو لپاره پر ژبه هنري لفظونه را پنځوي هغه ته مو هنري سترګي او غوِږونه څلور نیولي وي لکه زموږ توانا شاعره (شفیقه خپلواک) خور چي وايي :

د زمانې د دې ستم په تکو تورو شپو کې

اوښکې مې مړې،مړې بهېدلې زړه مې ډېر خوږېده

 (شفیقه، ۱۳۹۱،۵۴)

پوتني بیت ته که پام وکړو د بڼې له مخي يې دوهمه مسرې لویه ښکاري خو د رکنونونو او څپو  له مخي دواړي مسرۍ څلور رکني او پنځلس سېلابي دي ، موږ يې په هغه پسې  عروضي تله او ترازو نه را اخلو دلته مراد له  هنري او رواني الفاظو څخه دی،چي په ساده فزیکي نثري الفاظو يې شاعرانه لفظونه څومره دردناک ، او اغېزښندونکي دي.

 تخلیقي ادبیاتو کي رواني اغېزو ته پېړۍ مخکي هم پام سوی و هغه وخت چي لا ادبیات او ارواپوهنه د فلسفې په غېږ کي وه ۱۷ پېړۍ وړاندي بیکن ، کلپر ، دکارت او ګالیله علم او فلسفه نه وه سره بیل کړي شاعرانه الفاظ د عقل او زړه زېږنده بلل سوي دي ، چینایي کنفسیوس (۵۵۱ ق.م) کي ویلي وه چي :” که تاسو دخپل عقل او فکر له مخي کړنې وکړئ دلمر په څېر به وځلېږی  “

یو شاعر هم هغه وخت په یوه ټولنه کي ځلیږي چي په شعر کي له ژور عقلي فکر او دقت څخه کار واخلي  ، که څه هم دارسطو په ګډون مختفلو پوهانو او فیلسوفانو (زړه) دانساني بدن ترټولو مهم غړی وباله ، تردې چي دحسونو ، ذهانت او ژوند مرکز يې وباله ، خو اخوان الصفاء د دې نظریي برعکس تخلیق کي دماغزو پر ارزښت ټینګار وکړ ، هغوی ادراک ، هیجانونه او دتصوراتو په څېر اروايي کړني له انساني مغز سره تړلي وبلل ، چي په شاعرانه لفظ کي هم دهمدې برخي اړتیا او وړتیا ته پام وسي. دا خپله دادب له تیورۍ سره چي د ادب فلسفه يې هم بولي تړلی پیوند لري هغه چي استاد الفت هم وايي : دانسان په بدن کي دوه شیان ډیر معزز دي چي یو يې زړه او بل دماغ دی ، له دماغ څخه علم او فلسفه پیدا سوه او له زړه نه شعر او ادب را وټوکېده” ، زیمقراطیس بیا بیله ځنډه وايي چي : زړه دعقل مرکز دی.

دا سمه ده چي شعر کي دزړه او عاطفه مرکزي رول لري ، خو دپروسس او فلټر مرکز يې مغز دی . په دې مفهوم چي په جنون اخته کس کله هم شعر نه سي جوړولای ځکه مغز يې مختل وي که څه هم لوی عاطفي زړه به ولري ، شفیقې جاني هم په شعر کي دعقل خبره را خیستې ده ، دعقل لارښوونو ته يې غوږ نیولی په څنګ کي يې دزړه غوښتونو ته هم شا نه ده اړولې .

که خپلي خبري ته راوګرځو، په هنري لیکنه ځانګړې توګه شعر کي باید له لفظونه کارولو سره په پام اوګام مخته ولاړ سو ځکه شعر یو تخیلي او تمثیلي ژانر دی نو شعر ته هلته دښه ستاینوم ورکولای سو چي په هغه کي د شعریت خاصي رويې شتون ولري ، دلته له دې خبري څخه مطلب دا نه دی چي لفظونه په عروضي ، صرفي او نحوي لحاظ یا هم لغوي ډول څومره پر ځای کارول سوي دي ، که په شعر کي مبتدا او خبر مخ او شاته کړو په شعري سرغړونکو کي نه شمېرل کیږو یا هم په لغوي لحاظ  مستعار کلمات کار کړو د ښوونځۍ پر ځای مکتب ، د یون پر ځای سفر د میني پر ځای محبت راوړو هم مو مخاطب په دې نه کږي ، شعر موږ دمخاطبانو لپاره لیکو نو تر ډېره په شعر کي د لفظونو هنري او رواني صنایعو ته خیال کیږي ، تر څو پر لوستونکو او اورېدونکو داسي اغېز وکړي چي دهر لفظ په لوستلو او اورېدلو يې وجود تکان وخوري ، دا د شعر هغه حالت دی چي موږ دشعر واقعي تعریف ته نږدې کوي دې برخه کي الفت صاحب هم ادب داسي راته تعریف کړې چي ” ادب دښو الفاظو په وسیله دخپلو احساساتو او اداکاتو ، دزړه خبرو ښکاره کول او داورېدونکو په ذهن کي يې کښېنول دي.”

د ارواښاد الفت په تعریف کي هم دشعر په تولید کي د زړه او مغز مشترکه ونډه ښودل کیږي او د دې لپاره بیا له هر څه وړاندي دښو الفاظو یادونه کوي ، عواطف او احساسات په تحرک راولي ، که نه په شعر کي ګونګ ، ، پېچلي،مغلق او نا اشنا الفاظ دسړي زړه خوري ، هغه دی چي په یو ځل لوستلو هم نه ارزي.

یو نوښتګر شعر پر دې پېژنو چي په هغه کي نوې موضوع ، نوي رنګین شرنګېدلي او نڅېدلي لفظونه انتخاب سوي وي ، په دوهم قدم کي همدا د شاعرانه لفظونه هنري اوډنه او کارونه موزوني او موضوعي تناسب ساتي ، شعر کي جالبوالی او خوږوالی رامنځته کیږي نو شاعرانه لفظونه چي موږ کله په شعر کي راوړو مخاطب دهغه لغوي ، فزیکي اومعنايي لحاظ څه اغېز نه کوي بلکي دلفظونو رواني کیفیت پرانسان تاثیر پرېباسي او دا ډول اغېز بیا په خپل وار مختلف وي ، دبېلګي په توګه په شعر کي د عربي ژبي دظلم او ظالم لفظونو ته که بل پښتو همانیز انډول ولټوو دومره رواني اغېز به ونه لري.

  لکه :

ظالم سلطانه دزړه تخت دي یووړ

زما په کوګل کي کنډوالې پاته دي

(شفیقه،۱۳۹۱،۱۰)

یا هم دزغم تر لفظ دصبر رواني اغېز پر لوستونکي زیات پرېوزي ، ځکه یاد لفظ که مستعار هم دی ، خو دا چي زموږ په دیني او مذهبي مقدساتو کي ژوري ریښې لري او عقیدوي بلدتیا ورسره لرو ، ځکه نو پر موږ ژور اغېز پرېباسي ، همداسي د قتل لفظ تر وژل هغه په رواني لحاظ ډېر ستوخ او اغېزناک دی دا چې د وژل او زغم  لفظونه په ټولنه کي څومره عامیږي او په روان کي خپل ځای پیدا کوي.

صبر زړګیه یار به بیرته راشي

شمعه کي اوس هم لا لمبې پاته دي

همداسي تر خپلواکۍ د آزادۍ ، تر هیواد د وطن ،  تر کډوال دمهاجر ، تر ناهیلي دنا امید ، تر یون دسفر ترنړۍ د دنیا رواني عاطفي او احساسي کیفیت او اغېز زیات دی ، دلته دپښتو ژبي پر کره توب اونا کره توب قضاوت نه کوو بلکي دا د لفظونو حقیت دی چي تر دوهم هغه يې پخوا دخلکو په زړونو او مغزونو کي ځای نیولی دی.

موږ وینو چي زموږ شاعره هم تر نړۍ د دنیا له لفظ څخه اغېزمنه ده او په خپل شعر کي يې همدې لفظ ته لومړیتوب ورکړی دی ، کېدای سي علت يې دا وي چي په ذهني لحاظ به يې دنیا تر نړۍ په ذهن کي لویه مصوره سوې وي.

د دې دنیا له ډېرو ښکلو څخه

د زړه ګټل خو څه اسانه نه دی

یا هم :

زه او ستوري سره ویښ یو

ټوله شپه تر روڼ سحره

پورتنیو شاعرانه لفظونو کي ( له ستورو سره ټوله شپه ويښ پاته کېدل) د روان له مخي پر مین او عاشق یو ډول تصویري او تعبیري اغېزه کوي ، همداسي د وطن په لاره کي دسرتیري لپاره بل ډول ، پر بستر دناروغ لپاره بیا بیخي رنځوونکی رواني کیف پرېباسي ، لکه مخکي چي ورته نغوته  وسوه په تخلیقي ادب کي تر ډیره دې ته نه کتل کیږي چي یاد لفظونه د خپل ژبي دي ، مفغن دي ، مرکب دي او که مستعار بلکي دې ته توجه زیاته وي چي په تخلیقي او استیتیکي(ښکلایز) جوړښت کي يې څومره مهارت او هنریت په نظر کي نیول سوی دی او پر مخاطب يې اغېز څومره دی ، بېلګه :

ستونی دي وچ شو سلګۍ غلي نشوې

ادکي موري ستا ژړا ته، ګوته په خوله پاته یم

که پورتنۍ ټول پنځه بیتي غزل شعر عروضي اډانې ته واچو پر اوږده ردیف ټاکلو بدرنګي سکته ګي چي د شعر ملا يې ماته کړې ، د بحرونو او څپو  بدرنګي چي شپږ څپې يې لاندي مسره له لوړي هغې زیاته ده سترګي نه پټیږي ، کېدای سي د عروضو استاد ورته پر دې زیاتي نمري ور نه کړي.

خو د رواني کیفیت له مخي د (سلګۍ ، وچ ستوني ، ژړا) لفظونه د مخاطب په زړه خوله لګوي بدن يې رېږدوي ځکه دې ډول شاعرانه الفاظو کي خیالي ، عاطفي ، ذهني احساسي اغېز غلبلې وهي.

لکه مخکې چي مو وویل که چیري پورتنی شعر فنوني ، عروضي (وزنپوهني) قالب ته ور واچوو پر څپو ، رکنونو او بحرونو يې وویشو زموږ د شاعرې زړه به له شعر جوړولو تور کړي ، نو په ډاګه وایو دیوه شعر ارزښت او درنښت باید یوازي له کلاسیک فنوني او عروضي اړخه و نه څېړل سي ، بلکي د (ادبي ارواپوهنې) ، رواني فیلالوژۍ په اډانه کي هم وکتل سي ترڅو په شعر کي دالفاظو رواني فنولوژي او مورفولوژي يې هم څرګند سي.

بل داچي موږ لا دپښتو فنوني او عروضي شعر پېژندني لپاره یوه کامل علمي چوکاټ نه لرو ، نن سبا چي موږ کوم پښتو شعرونه تلو او وزن يې ګورو په شرقي کاڼو يې وزن کوو ، حقیقت دا چي اصلاً شرقي او عربي وزنونه کي زموږ شعرونه په تول ځکه پوره نه راځي چي هغه د پښتو لپاره نه دي جوړ سوي ، له آره پر پښتو شعر د پلي کېدو وړ نه دي شرقي شعر پېژندونکو په وچ زور د شعر هډوکي مات کړي او شرقي قالب کي يې ځای کړي دي ، که څه هم پوهاند زیار په دې برخه کي ( پښتو شعر څنګه جوړیږي؟) یو پنډ کتاب کښلی ، هغه کي هم دومره افراط سوی دی چي خپل مورنی پښتو شعر له سړي ګمراه کوي.

پر پښتو دیواني شعرونو لا نیمه پېړۍ وړاندي استاد بینوا (ادبي فنون) لیکلی ، په تعقیب يې علامه رشاد بابا ، استاد رفیق ، استاد همکار او نور کار کړی دی ، خو دپښتو ولسي شعر لپاره لا هم د شعرجوړوني علمي معیار نه دی رامنځته سوی.

که د اغلي شفیقې خور د شعر هنري او رواني لفظونو ته ځیر سو ، شعر کي يې د ژوند هر اړخ ته کتنه کړی په ځانګړې توګه دښځینه ژوند تقدس او عاجزۍ ته يې حدالوس پام کړی دی، دښځینه شعور د لوړواي لپاره يې په شعر کي د بشري ادب اوچتي بېلګي شتون لري ، د خپل شعر په وسله او وسیله يې د ښځو لپاره دانصاف حقوقو کرږي وهلي ، هڅه يې کړې چي په افغاني ټولنه کي دښځي د حیثیت بایللی وزن له سره پوره او اعاده کړي.

پر دې سترګي نه پټیږي چي ، په افغاني ټولنه کي دښځو دحقونو ټولنیز محافظ شتون نه لري ، غفلت او بې اعتنايي مو دښځي په وړاندي په افراط او تفریط کي قرار لري ، ښځه خپل هنري او ادبي عقاید په ټولنه کي ښکاره نه سي څرګندولای ، ځکه نو ښځینه مو په ټولنه کي دمنفي غبرګون له ویري رواني ډاډ نلري ، ټولنیزه روحیه يې قتل سوې ، د نجات نارې وهي:

لکه چي مالګي دوړوې د پرهرونو منځ کې

ژوندون مي داسي تېرومه دوختونو منځ کې

(۱۳۹۱،۲۷)

یا :

دغه حالت نور بدلول غواړي

نجونې ښونځیو پوري تلل غواړي

(۱۳۹۱،۳۶)

یا :

راځه چي ووایو ټپه پېغله یم

وخته حالات دي بدلوه پېغله یم

زما دژوند اختیار دبل په لاس کي

زه کلیواله پښتنه پېغله یم

(۱۳۹۱،۴۳)

د شفیقې شاعرانه لفظونه شاهدي ورکوي چي افغاني ټولنه کي دښځې اختیار دبل په لاس کي دی ، درواجونو قرباني ده ، دغه حالات دښځي پر پرهرونو مالګي دوړول دي ، خو ښځه بیاهم بوخته ده له حالاتو سره مبارزه کوي ، بدلون لپاره هره ورځ قرباني ورکوي.

په دې اعتراف کوو چي زموږ ځیني ګمراه او ناوړه دودونو ښځه له خپلو انساني او اسلامي حقونو بېبرخي کړې ده ، له ژونده يې منزوي کړې او په سرو اوښکو يې کښېنولې ده:

درته کومه درڼو اوښکو دغمیو کیسې

زما په لاسونو کي خو وینې دبنګړیو کیسې

پښتنو پیغلو خو ټول عمر په خزان کي تېر کړ

خپلواکي مه کوه دژوند دپسرلیو کیسې

یا هم :

لکه زېړ لمر چي دسپوږمۍ په مخ کي خال کیږدي

داسي انځور به و زما خو له نتکۍ ووتم

لار دسکروټو شوه منزل داسمانونو سرکي

په ماشومتوب کي چي له کوره دمورکۍ ووتم

په پورتني مسرۍ کي شاعرانه لفظونه ساینسي سوي دي، ساینس وايي سپوږمۍ له لمر څخه رڼا اخلي  دلته هم ، پرې دنتکي په وتلو ترنځه راخپوره سوې ده.

همداډول په ټولنه دښځینه معصوم او ماشوم ژوند هله په سکروټو مخ سي چي دمور له کوره په ماشومتوب کي واده سي.

 په ورستي کي ویلای سو چي د (شفیقې خپلواک خور) په شعر کي اوچت ، نوښتګر شاعرانه لفظونو يې شعر ته لوړ مقام بخښلی ، د پیغام له مخي يې هم د ټولنیزو عیبونو په قاموس کي له الف نه تر یا پوري نږدې دښځینه ژوند ټولو ناخوالو ته انتقادي پیغام ورکول سوی دی.

زه يې په خپل وار پیاوړي شاعرانه خلاقیت او ښکلي لفظونه په لوړو ادبي ټکو ستایم او دپښتو ادب په دې اغزنه لاره ورته د سختي مبارزې توان او حوصله غواړم .

De Shafiqi Khpalwak pa Sheer ki de Lafzoono Rawani Aghiz

-
بېرته شاته