(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزیرستان وروستی تمځای

[23.Feb.2015 - 20:22] لیک : قانونوپوه علي خان محسود

د ځوان لیکوال او جرنلسټ  ښاغلي نذیر احمد  سهار  کتاب  « وزیرستان وروستی تمځای » Waziristan The Last Stand   راورسید، چې ما ته ئې ډالۍ کړی دی.

ځوان او تکړه لیکوال ښاغلی سهارد عمر له لحاظه   ځما د ځوی او د وراره  په عمر دی، دده نه ډیره ډیره مننه ، چې په جرمني کې میشت کاکا (تره) ئې یاد کړی دی.

 «وزیرستان وروستی تمځای» ما له سرنه تر لمه (پاې) پورې په غور ولوستلو ډیر په خوندوره ، اسانه او پسته پښتو ژبه لیکلی شوی دی.

ددې کتاب  ارزښت (اهمیت) په دې کې نور هم دی، چې په مورنۍ ژبه لیکل شوی دی .  داددې ثبوت دی، چې افغان ځوان کول (نسل)  د خپلې ژبې  د بډاېنې لپاره مټي رانغښتي دي. 

  پښتو د ډیره کي (اکثریت) ولس ژبه ده او ورځ په ورځ  به د داسي  ویښو، پیاوړو بااستعداده  ځوانانو چې   تعلیم یافته او د انټرنیټي نړۍ سره بلد دی په شعوري هڅو او کوښښونو مخ په وړاندې ځي.  نن سبا ژبه تشه ژبه نه ده، بلکه  ژبه علم، سیاست، کولتور (ثقافت)، اقتصاد او واکمني ده.

 د کتاب په لیدلو او لوستلو بې کچه خوشاله شوم، چې یومسید ژڼي دومره خواري کړې ده،چې د وزیرستان تاریخ ئې د منطقې د حالاتو په رڼا کې  دفیکټس اینډ فیګورزfacts and figures )په بنسټ لیکلی دی.

ښاغلي سهار تواریخ نه بلکه  کوټلی تاریخ لیکلی دی، په تواریخ او تاریخ کې  توپیر (فرق) دادی، چې ځمونږ ډیرکی (اکثر) شوقي لیکوالان تواریخ بیانوي. تواریخ هغې ته وائې ، چې پیتاوي ته ناست وي، تاریخي او یا زړې کیسې(قیصې) کوي او دغه چرت (فکر) کې نه وي چې څه وائې  یا لیکي، کله چنګیز خان د سکندر اعظم همځولی او کله احمدشاه بابا  د چنګیز خان همځولی کړي او  کله کله حضرت علي (رض) راولي په خېبر دره کې ئې د خېبرۍ ادې سره وجنګوي، دغې ته وائې تواریخ.

   د تاریخ بنسټ په   فیکټس اینډ فیګورز باندې ولاړ وي . ځوان ژڼي (ژنړي) سهار ډیر مسلکي کار کړی دی د هرې واقعې او خبرې ثبوت   او پخه حواله ئې ورکړی ده،هر څوک دغه کتاب د تاریخ په تله تللی  شي.

دا کتاب «وزیرستان وروستی تمځای»  د لوې افغانستان د تاریخ برخه ده، پکار داده چې دښوونځي او پوهنتون  په تعلیمي نصاب کې برخه شي.

که څوک وغواړي ، چې د وزیرستان  نه ځان خبر کړي  باید دا کتاب بیابیا ولولي اوپه ځانګړي ډول د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت او د سرحداتو چارو وزارت چارواکي (مامورین) دې  لازمي (جبري) او ضروري  ولولي.

په کتاب باندې د سپوږمۍ راډیو له خواتبصره شویده. پیاوړو پوهانو او څیړونکو هریو   ښاغلي عبدلغفور لیوال ، ښاغلي زیب منتظر مسید، ښاغلي ډاکتر ځلاند  او ښاغلي همیم جلالزي په کتاب داسې خوندورې ژورې او دقیقې لیکنې او تبصرې کړیدي، چې ماته ددې   د پاسه د  لیکلو څه ځانګړی (خاص)  اړتیا(ضرورت) نه ده  پاتې، دوۍ کتاب دومره ګړنجولی او شاربلی دی، چې د کتاب ټول کو چ  ئې راایستلی دي، ځما لپاره پکې کوچ پاتې نه دی ،که څوک صرف ددوۍ تبصرې ولولي، نو د کتاب تل ته رسیدلی شي.

ځوان سهار پوهـ   ژڼي دی، انرژي لري، زمونږ ترې دغه توقع او هیله ده چې دی نورمسلکي او تاریخي کتابونونه ولیکي ، چې پښتوغني  او  د نړۍ د نور ژبو سیاله  شي،دغه راز  دده په شان نورو ځوانانو ته دخپلي ژبي او ملت د چوپړ (خدمت) کولو جذبه  غواړم.

زه خپلې لنډې خبرې د فلسفي شاعر او لیکوال غني خان په لاندې شعر راغونډوم

زور هسې پېغور شي، چې همت ورسره مل نه شي

ورک هغه مشال شه، چې تیاره شي او دی بل نه شي

په درناوي

  ایډوکیټ علي خان محسود

ووپرتال  ـ جرمني     د۲۰۱۵ کال د فرورۍ ۷ نېټه

 

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وزیرستان وروستی تمځای  دوزیرستان مظلوم، خو په دین او خپلواکۍ مین ولس ته ډالۍ شوی او د سپوږمۍ رادیو له خوا په ۳۰۰ مخونو کې ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.

د کتاب ځني سرلیکونه:

 یاغي طبعیت

 تاریخي مزل

 د مشرۍاو مبارزو محور

«امارت»او «مَلَکِي»

 طالبان اوپښتون نشنلیزم

داستخباراتي جګړې منځی

انګلیسي مرمۍاو روپۍ

 «سنډیمن»او «د روپۍسیاست»

 دسیاسي قبلې بدلون

 د تخت ګټنې جګړې

د «خولې»او«وسلې»ستراتیژي

 باچاخان او ایپي فقیر

 ډیورنډ د غومبسو په ځاله کې

 د افغانستان ښی مټ غوڅېږي

 د مقاومت وروستی تمځای

 د امارت را ستنېدل

سخت دریځي اوطالبان

 تحمیلي ځنګلي ژوند او روزي په ټوپک کې

د کتاب لیکوال  ښاغلي نذیر احمد  سهار د سریزې په یوه برخه کې لیکلي:

"وزیرستان، د تاریخ تکرار پښتانه قبایل د خپلې سیاسي او ستراتیژیکې جغرافیا له امله په ټول تاریخ کې د هندپر لور د لښکر کشیو قربانيان پاتې شوي دي. له تېرو څوپیړیو را هیسې دلته ډیری جګړې ( په هنداومرکزي اسیاکې) د انرژۍ او سرچینو پر وېش دي او دا جګړې اوس هم روانې دي. برېټانیا دغه سیمې د افغانستان او هندپرلور د روسیې، جرمني او ایټالیا د پرمختګ د مخنیوي په موخه کارولې، روسیې مرکزي اسیا ته پرې د برېټانیا د نفوذ د ډب کولو او د هند پر لور د پرمختګ په برخه کې کار اخست، پاکستان او امریکا د شوروي اتحاد پر وړاندې د ډال په توګه وکارولې او امریکا ترې اوس په ټوله سیمه، په ځانګړې توګه د روسیې، چین او ایران د نفوذ د مخنیوي او د منځنۍ اسیا پر لور د ټوپ اچونې د تختې په توګه کار اخلي.

 پر کتاب د افغانستان د سمیه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر څېړندوی عبدالغفور لېوال لیکنه کړې ده او د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکي: "دا کتاب په تېره بیا هغه مهال خپل نومهالی ارزښت لاپسې ډیروي، چې د وزیرستان نننۍ پېښې هم په کې څېړل شوې دي، د دې پېښو تاریخي ریښې هم ښوول شوې دي او لوستونکي ته دا هم ښيي، چې اوس مهالې بدمرغۍ ټولې پر دغې ښکلې سیمې او د هغوی پرښکلیو خلکو ور تپل شوې دي، بلکې د دې جنتي ځمکې بې وزله اوسیدونکي د نړیوالو سیاست لوبو لومړني قربانیان دي. زه باور لرم، چې که څوک و غواړي د وزیرستان د ژغورلو هڅه پیل کړي، چې نور نو دغه ښکلې سیمه د بنسټ پالنې، وروسته ساتنې، بېوزلۍ، نالوستۍاو د نورو د ګټو لپاره له تر پښو لاندې کېدلو نه خلاصه شي، دسهار صاحب کتاب به یې د لارې مشالوي. " کتاب د وزیرستان په اړه لیکل شوی دی او د وزیرستان یوه لیکوال، زیب منتظر مسید هم خپل نظر پرې لیکلی دی دی. نوموړي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي: "په وروستۍ لسیزه کې، چې وزیرستان د نړیوالو پیښو په بهیرکې د نړۍ د پام او توجه مرکز ګرځیدلی دی، داسې یوه کتاب ته ډیره اړتیا وه اوزه باورلرم، چې په خپریدوسره به یې د ټولو لپاره د مالوماتو یوه غوره سرچینه و ګرځي او د دې سیمې د وضعیت د څرنګوالي په اړه به د کره او بشپړو مالوماتو د نشتون تشه ډکه شي." پښتانه ځوان لیکوالان تاریخ ته پام نه کوي؛ بلکې یا یې بهرني کتابو را ژباړلي دي او یا یې هم د شعر او شاعرۍ برخې ته ډېر پام کړی دی، خو نذیر احمد سهار یو ځوان لیکوالی دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په خپله یوه تاریخي څېړنه کړې او د داسې خلکو او ځای په اړه یې کتاب لیکلی دی، چې تر اوسه یې په اړه هېچا هم په دغه کچه پراخ معلومات نه وو وړاندې کړي. د کابل پوهنتون استاد ډاکټر ځلاند د (وزیرستان: ورستی مورچل) د پښتو تاریخ په برخه کې یو ارزښتناک اثر ګڼي او د کتاپ په اړه په خپله لیکنه کې لیکي: "دغه کتاب یې د پښتون تاریخ لیکنې په برخه کې یوه ستره زیاتونه ګڼم؛ داسې کتاب، چې د وزیرستان له پټو او ښکاره پېښو په علمي او تحقیقي بڼه پر ده پورته کوي. په دې کار به زموږد معاصر سیاسي تاریخ یوه لویه تشه راډکه شي. سهارد دې موضوع په اړه تر ټولو ښه او ریالیستیک لیکوال ځکه دی، چې هغه د دې سیمې اوسیدونکی پاتې شوی، پخپله هم په قوم مسید دی او د عمر نیمه برخه یې په وزیرستان کې تېره کړې ده، دغه راز ښاغلي همیم جلالزي سپارښتنه کړې ده چې د وزیرستان پیژندنې دا لړۍ د یو بل کتاب په بڼه و غځوي.

د ښاغلي سهار نور اثار

ټلویزیوني خبریالي ( د ټلویزیوني ژورنالیزم لارښود)

 انلاین خبریالي ( د انلاین خبریالۍ لارې چارې او له انټرنیټ سره بلدتیا)

 د رپوټ لیکنې ارونه ( په راډیو، ټلویزیون، انلاین او چاپي خپرونو کې د رپوټ لیکنې لارې چارې)

خبر څنګه ولیکو؟ (د خبرلیکنې تګلارې، سبکونه او اړوند مسایل)

 مرکه څنګه وکړو؟ (د مرکې کولو لارې چارې، ډولونه او اړوند مسایل)

 نوې خبریالي (د نوې خبریالۍ ارونه او معیارونه- ژباړه)

 سخت او نرم خبر ( د سخت او نرم خبر اصطلاحاتو تعریف، بېلګې او توضیحات، ژباړه)

رسنیزه څیړنه (پر رسنیو، مخاطبانو او رسنیزو مسایلو د څیړنې لارښود کتاب دی، چې د اوسمهالې رسنیزې څیړنې تګلارې پکې روښانه شوې دي، ژباړه) څنګه ښه اعلان تولید کړو؟ (مارکیټنګ په عمل کې- تر چاپ لاندې ژباړه ده، چې د اعلان او بازار پر مسایلو راڅرخي)

د چینې تر غاړې راشه (شعري ټولګه)

 د لونګو ځونډی (شعري ټولګه)

هغه لیونۍ ده (د لنډو کیسو او طنزونو لومړنۍ تجربې)

 د مساپرو دې خدای مل شي (د شاعرانو پيژندګلوي)

نازنین (د لیسې په دوران کې ژباړل شوی ناول)

 شیطان په لمر پریوتو کې (ژباړل شوی ناول)

 د سرو زرو صندوق ( په څلورو ټوکونو کې عامه معلومات)

 

 

-
بېرته شاته