(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پراماني دورې د پوهاندکاکړکتاب ته یوه کتنه

[23.Feb.2015 - 17:53]

لیک: ډاکټر عبدالرحمن زماني

محترم پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ، دکابل پوهنتون د تاريخ پخوانې استاد او سپين ږيرې مشر ته د هغوې ځينو شاگردانو دنوميالي افغان مؤرخ  خطاب ورکړې اوځينو هم د هيواد د معاصر تاريخ د متخصص په نامه يادکړیدئ .

ما د٢٠١٢ م  کال دجنوري دمياشتې په اوه ويشتمه نيټه دکليفورنيا په شمال کې دافغاني کلتوري ټولنې په نوښت  هغې غونډې کې چې د پوهاند صاحب حسن کاکړ په وياړ جوړه شوې وه، ويلي وو چې «زمونږ په  گران هيوادافغانستان کې لکه د ارواښاد  احمد على خان کهزاد، ميرغلام محمد غبار او پوهاند عبدالحۍ حبيبى په شان ستر مؤرخين  تير شويدي . خو کاکړ صاحب  يواځينې کس دئ چې په تاريخ کې عالى علمي زده کړې لري،  او پى ايچ ډي (دکتورا) يې پکې آخيستې ده،  دوې  د تاريخ  د استادئ دنده هم پر مخ بوولې او د هغو لږو کسانو په ډله کې هم دئ چې هم يې دافغانستان د خارجه چارو د وزارت  د آرشيف او هم دافغانستان  دملى آرشيف د لټولو چانس درلودلې، د انگلستان د بريتانوي هند آرشيف خو به لا نه يادوم. او تر ټولو مهمه لا دا چې اوس خو د مستبدو او مطلق العنانه رژيمونو د تهديد او سانسور  ويره هم نشته، نو ځکه  هيله لرم چې په نژدې راتلونکې کې د دوې په قلم د افغانستان  دمعاصر تاريخ  په  ډيرو تيارو برخو رڼا واچول شي» .

«د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه» د پوهاند صاحب د هغه کتاب نوم دئ چې په ۱۶۲ مخونو کې په ۲۰۰۵ ميلادي کال کې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې په همت، او په پيښور کې د دانش  خپرندويې ټولنې د تخنيکي څانگې لخوا چاپ شويدئ .

د کتاب محترمه خپرندويه ټولنه د کتاب په پيلامې کې د يادښت په توگه د دغه کتاب د اهميت په هکله ليکلي چې «د استاد کاکړ “د پاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه” داسې يو اثر دئ چې د اماني دورې په هکله د يو شمير نويو منابعو په رڼا کې ډير نوي ټکي هم د تاريخ څيړونکو، شاگردانو او مينه والو مخې ته ږدي . دغه اثر په افغاني تاريخي څيړنو کې يوه په زړه پورې اضافه ده». 

زه پدغه لنډه ليکنه کې د محترم کاکړ صاحب د دغه کتاب  محتوی ته لنډه کتنه کوم، او ګورو چې ددوې د دغه کتاب دنوم او محتوی تر منځ څومره تفاوت موجود دئ؟  ددوې په وينا دغه نوې کتنې کې څه شئ نوي دي؟ د واقعياتو او تحريفاتو په گډولو (يوځاې کولو) سره څنگه تاريخي پيښو ته جعلی روايات جوړ يږي، او په پاې کې په تاريخ کې د درواغو د ثبتولو لپاره  په موجودو منابعو او اسنادو کې څرنگه لاسوهنه شوې ده.

د کاکړ صاحب د کتاب نوې منبع يا سرچينه

مخکې لدې چې د پوهاند صاحب کاکړ د کتاب نورو اړخونو ته لاړ شم ، د تاريخې ليکنو د سرچينو د اهميت په نظر کې نيولو سره  به  لومړې د دوې د دغه کتاب تر ټولومهمې سرچينې باندې غږيږم . زه په پوره ډاډ سره ويلاې شم چې ډاکټر صاحب کاکړ د تاريخ ديوه استاد او مؤرخ په توگه په تاريخ ليکنه کې د اسنادو او مدارکو د سموالي او کره توب په اهميت تر بل هر چا ډير ښه پوهيږي . ماته د هغوې هغه وينا هم ډيره ښه په ياد ده چې په شمالي کليفورنيا کې د افغاني کلتوري ټولنې په يوه محفل کې يې د محترم انجينير صاحب وکيل متين او زما د«جنگ استرداد استقلال افغانستان، جبهه  فراموش شده چترال و کنر (حقايق نهفته و حرف های ناگفته  جبهه  چهارم) د کتاب د مخ کتنې په مناسبت کړې وه:)»

«تاريخ چې تر څو په ښو ثقه معلوماتو باندې بنا نه وي، هغه (کې)حقيقت ته رسيدل بيا مشکل وي . تاسې داسې وگڼئ چې يو خټگر که غواړی يو تعمير جوړ کړي، هغه اصلي مواد چې ورسره نه وي، هغه تعمير شوړيږي. په بل عبارت سره د تاريخ ليکلو لپاره لومړې شئ ضروري ثقه مواد دي، او ډاکټر صاحب ډير کوشش کړی…».

کاکړ صاحب د خپل دغه اثر د سرچينو او اسنادو په هکله د خپل کتاب په سريزه کې ليکلي چې «دپاچا امان الله د واکمنۍ په اړه په انگريزي او فارسي کې ليکنې ډيرې دي . دلته ما له هغو ليکنو نه کار اخيستی، چې د هغه وخت کسانو کښلي لکه د منشي علي احمد د پاچا امان الله لويدنه، د فيض محمد کاتب کابل تر محاصرې لاندې، دمير غلام محمد غبار افغانستان در مسير تاريخ،.. » (۲ مخ).

کاکړ صاحب د خپلې لومړنۍ سرچينې د اهميت په هکله، په خاصه توگه ديوې نادرې نسخې په اهمیت چې له لندن څخه ورته ښاغلي ډاکتر عبدالعلي ارغنداوي استولې ده، داسې ټينگار کوي چې گواکې « منشي علي احمد، د امان الله نسکوريدنه، د برتانيې د حکومت خپرونه، لندن، ۱۹۲۹، ۳ ليکونکې د غزني مومند، او د امان الله د دربار منشي او د معلوماتو خاوند و. د ده  دامان الله د دورې په فارسي کې دغه ليکنه د سکاټ په نامه يوه انگريز په انگريزي اړولې  او اوس په لندن کې په برتانوي کتابتون کې خوندي ده. په دغې ليکنې کې  د امان الله د واکمنۍ په هکله دغسي دقيق معلومات شته، چې په نورو اثرونو کې نه موندل کيږي » (۱۵۴ مخ).

په دغه کتاب کې  ددغه نوې منبع پر اهميت او داچې ليکونکې يې د امان الله خان د دربار منشي او طبعاً د اماني دورې په هکله د لومړي لاس او مهمو معلوماتو خاوند وو، څو- څو ځله اشاره او ټينگار شوې، بلکې تر شلو ځلو زيات ترې مطالب نقل شويدي .

دلته د يادونې وړ ده چې د اماني دورې د تاريخ  سره زما د بې کچې مينې او تندې له امله څو کاله مخکې زه د کاکړ صاحب سره ددغه سند په موجوديت خبر او د هغوې سره د ښو اړيکو او کتابونو او اسنادو د تبادلې د سابقې په نظر کې نيولو سره  ډاده وم، چې زما هيله به ومني او دا سند به د لوستلو لپاره راکړي . خو جناب کاکړ صاحب نه يواځې دا چې ماته ددغه سند دکاپي کولو، او یا دهغوې په موجوديت کې د لوستلو اجازه رانکړه، بلکې د حيرانتيا خبره خو لا دا وه چې ماته يې د هغه دښودلو څخه هم ډډه وکړه. زه د محترم کاکړ صاحب په دغه رويې لومړې متاثره شوم، خو بيا مې د ځان سره فکر وکړ چې خير دئ، ځينې کسان غواړي چه مهم اسناد يواځې د هغوې په انحصار کې اوسي، خو ددغه مهم اثر د پيدا کولو تلوسه مې لا نوره هم زياته شوه . په پاې کې زه بريالې شوم چې د خپلو څيړنيزو کتابونو د پاره د اسنادو د پيدا کولو په لړ کې د بريتانوي هند د ارشيف څخه د نورو اسنادو په ترڅ کې دا اثر هم لاسته راوړم، او کاکړ صاحب ته يې هم وښايم، او پر هغوې يې تصديق کړم چې «هو! دا هماغه ليکنه ده»  .

زه ددغه اثر په لوستلو سره د کاکړ صاحب د دغه غير عادي  چلند په راز پوه شوم، اوپوه شوم چې دا آشنا ليکنه مې څو کاله دمخه د انگلستان په آرشيف کې کتلې وه.  او دا راته ثابته شوه چې دا ليکنه نه يواځې د منشي علي احمد خان نه ده، بلکې منشی علی احمد خان هم هيڅ وخت د غازی امان الله خان منشی نه وو او د خپريدو کال يې هم د ۱۹۲۹ پر ځای ۱۹۳۰ م کال، او د خپريدو ځاې يې هم لندن نه بلکې د هندوستان ډيلې وو .

د ډاکټر کاکړ دا منبع د انگريزانو د استخباراتو يو رپوټ دئ

هو! هغه ليکنه چه کاکړ صاحب پرې د خپل کتاب تر ټو د معتبرې، نادرې او مهمې سرچينې په توگه استناد کوي، او دغازي امان الله خان د دربار د منشی (؟) د غزني د مومندو دعلي احمد خان په نوم يې يادوي،   The Fall of Amanullah يا د امان الله سقوط نوميږي ، چې د خپريدو کال يې ۱۹۳۰ م کال دئ .

دا ليکنه د افغانستان او د هغې د پولو (سرحدونو) په هکله د انگريزي استخباراتو د پټو اسنادو د دوسيو په فهرست کې چې اوس له محرميته راوتلي او يوه برخه يې د څيړونکو پر مخ پرانيستل شوي، په لاندې ډول پيژندل شويده:

د امان لله سقوط

د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړه

د باندنيو او سياسي چارو څانگه، د ۱۹۳۰ کال د مارچ مياشت

فزيکي مشخصات :  ۶۱ پاڼې او نقشه

د دوسيې نمبر L/P&S/20/B289

يادونه : پټ (محرم)

ډيلې، د هند د حکومت چاپځاې . ۱۹۳۰

دا ليکنه چې د پوهاند کاکړ او نورو لخوا په جعلي توگه د غازي امان الله خان د دربار پر جعلي منشي باندي تپل شوې، دافغانستان د خپلواکۍ د گټونکي  غازي امان الله خان پر وړاندې د انگريزي ډيرو تخريبي تبليغاتو سرچينه،  ( ۶۱) مخه لري، او دغزني او د هغې د شاوخوا سيمو يوه هغه نقشه هم پکې ځاې پر ځاې شوې چې  په بريتانوي هند کې د انگريزانو استخباراتي مامورينو جوړه کړيده.

دا ليکنه په لسو  برخو کې تنظيم شويده چې لومړۍ برخه کې يې د سر خبري، دوهمه کې دافغانستان د پرمختگ لپاره د غازي امان الله خان اصلاحاتو، دريمه برخه کې اروپا ته د غازي امان الله خان سفر او هغه پيښې چې په دغه موده کې شوي، څلورمه برخه کې د سفر نه د غازي امان الله خان راستنيدل و د لويې جرگې جوړول، پنځمه برخه کې د اغتشاشاتو عوامل، شپږمه برخه کې  د شينوارو اغتشاش، پر کابل د حبيب الله کلکاني حمله او قندهار ته  د غازي امان الله خان روانيدل، اومه برخه کې د کندهار پيښې ، اتمه برخه کې قندهار ته د عنايت الله خان رسيدل، د مقر پيښې او هرات ته د تگ تياری، نهمه برخه کې د غازي امان الله خان په چارو کې د روسيې او ايران دلچسپي، او لسمه برخه کې د غزنی پر لورې د غازي امان الله خان پرمختگ او بيا د افغانستان نه وتل راغلي دي .

د افغانستان په هکله په لندن کې د بريتانوي هند په دفتر پورې مربوط د انگريزانو په آرشيف کې د موجودو اسنادو په لړ کې پر محرمانه رپوټونو، مکتوبونو، تلگرامونو او ورځنيو استخباراتی رپوټونو سربيره چې د څيړونکو او مؤرخينو لپاره اهميت او تاريخي ارزښت لري، د لارو، پولو، اشخاصو او قامونو، او کلنيو رپوټونو په شان داسې اسناد هم شته چې د انگريزي استعمار لپاره يې سوق الجيشي ارزښت درلود.

البته د څو کلنو رپوټونو په ترڅ کې دا د آرشيف يواځينې رپوټ هم ندئ . په لاندني جدول کې داډول گڼ شمير رپونه شامل دي:

د بريتانوي هند  د انگريزي مسلمانو ايجنټانو او مأمورينو لخوا د ۱۹۰۷ او ۱۹۴۱ کلونو ترمنځ دجوړو شوو رپوټونو څو بيلگې

په کابل کې د انگريزانو د ايجنټ فقير سيد افتخارالدين لخوا د افغانستان په هکله وروستنې رپوټ  [ د هند د حکومت د باندنيو چارو دفتر]، ۱۹۰۷ تر ۱۹۱۰.

Final report on Afghanistan by Fakir Saiyid Iftikhar-ud-Din, British Agent at Kabul. [Government of India Foreign Department], 1907-1910.

په کابل کې د انگريزانو د ايجنټ ملک طالب مهدي خان لخوا د افغانستان په هکله وروستنې رپوټ  [ د هند د حکومت د باندنيو چارو دفتر]، ۱۹۱۰ تر  کلونه۱۹۱۳.

Final report on Afghanistan by Malik Talib Mehdi Khan, British Agent at Kabul, [Government of India Foreign Department], 910-1913.

د ډگرمن چارلس جوزيف ويندهم لخوا د افغانستان د چارو لنډيز  [ د هند د حکومت د باندنيو او سياسي چارو دفتر].

Précis on Afghan affairs. Lt-Col Charles Joseph Windham, Indian Army [Government of India Foreign & Political Department].

د ۱۹۱۹ کال د فبروري څخه د ۱۹۲۷ کال د سپتمبر پورې د ريچارد مکوناچی لخوا راټول شوې د افغانستان د چارو لنډيز [ د هند د حکومت د باندنيو او سياسي چارو دفتر].

A précis on Afghan affairs from February 1919 to September 1927. Compiled by Richard Roy Maconachie Foreign and Political Department, Government of India.

د هند د حکومت دپوځي قوماندانۍ لخوا د ۱۹۲۸ د جولاې د لومړۍ نيټې څخه د ۱۹۲۹ کال د جولاې تر ۳۰ مې نيټې پورې د افغانستان د پيښو لنډيز.

Summary of events in Afghanistan 1st July 1928 to 30th Jun 1929. Compiled by the General Staff.

د امان لله سقوط، د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړه، د باندنيو او سياسي چارو څانگه، د ۱۹۳۰کال د مارچ مياشت . ډيلې، د هند د حکومت چاپځاې .

The fall of Amanullah. Translated from the Persian of Shaikh Ali Mahboub by Maj Robert Noel Girling Scott Foreign & Political Department, Mar 1930. Delhi: Government of India Press, 1930.

د ۱۹۳۱ د جولاې د لومړۍ نيټې څخه د ۱۹۳۲ کال د جون تر ۳۰مې نيټې پورې د هند د حکومت دپوځي قوماندانۍ لخوا راټول شوی د افغانستان پيښو ته کتنه .

Review of events in Afghanistan 1st July 1931 to 30th June 1932. Compiled by the General Staff. Simla: Government of India Press, 1932.

 

 

 

 که چيرې دتل په شان د پوهاند کاکړ صاحب دا ادعا رښتيا وي چې په انگلستان کې يې د خپلې اوه کلنې زده کړې په موده کې د انگريزانو د آرشيف څخه گټه اخيستې او د دغو دوسيو دومره دوړې يې تنفس کړي چې سږي يې لا تر اوسه خوږيږي، نو بيا خو به ددغو آثارو په موجوديت هم خبر وي، او دا به ورته معلومه وي چې د امان الله خان د سقوط يا پريوتنې ليکنه د منشي علی احمد خان نه ده، بلکې د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ هغه ژباړه ده چې  د باندنيو او سياسي چارو د څانگې لخوا د  ۱۹۳۰ کال د مارچ په مياشت کې په ډهلې کې خپره شويده.

(د لومرۍ برخې پای)

سرچينې 

  1. دپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د وياړ غونډي راپور، لر او بر ويب پاڼهlarawbar.net/31617.html
  2. پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ، «دپاچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه».
  3. د شيخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گيرلينگ سکاټ ژباړل شوې، د انگريزانو استخباراتي رپوټ L/P&S/20/B289
  4. ډاکټر عبدالرحمن زمانی، «بازنگری دوره امانی و توطئه های انگليس»

پوهاند صاحب کاکړ شايددتاريخ ديوه استاد په توگه په تاريخي ليکنو کې د سرچينو پر اهميت تر بل هر چا  ډير ښه پوه وي.

او نه راته د تعجب وړ ده چې د کتاب له پيله لا د انگريزانو په ژويل شوو خوړو شخوند وهي او ليکي چې گواکې «دی هغه لومړی افغان واکمن دی چې د ټولنې د مدني کولو او عصري کولو لپاره يې پراخ سمونونه پلي کړل او د هغه له امله له وطن نه وشړل شو»  (۱۴ مخ).  

دلته کاکړ صاحب د خپل کتاب د لومړيو خبرو، لومړنې پاراگراف په دوه  غلطو ټکو پيل کوي : لومړې داچې د غازي امان الله خان دحکومت سقوط د اصلاحاتو (سمونونو) نتيجه وه، او دوهم دا چې گواکې ددوې په ويناهغه له وطن نه وشړل شو.

زه دلته نه غواړم پر لومړي ټکي څه وليکم، لوستونکي کولای شي د امانی دورې د اصلاحاتو او د اماني دولت د سقوط سره د هغې د تړاو په هکله د« افغان جرمن آنلاين» او «دعوت» په آرشيف کې  د اصلاحات امانی علت اغتشاش، یا قربانی اغتشاش؟ تر عنوان لاندې په پنځو برخو کې زما ليکنې ولولئ.

دکاکړ صاحب ددوهمي ادعا د ارزونې لپاره به په دوو ټکو تم شو: لومړې داچې د غازي امان الله خان د قواوو انډول او د جگړې ايد سموالي صهت يا پاره به

داچې ولې غازي امان الله خان هيواد پريښود، بايد وويل شي چې غازي امان الله خان په قندهار کې د مؤقت حکومت تر جوړيدو وروسته د قندهار او گرشک او فراه د مرستيالو راغوښتل شوو قواوو څخه يو اته زره (۸۰۰۰) کسيز لښکر جوړ کړې وو 

پر منشی علی احمد خان ورتپل شوې د انگريزانو درپوټ ليکونکې شيخ محبوب علی دئ انگریزي مأمورین په افغانستان کې په خپل سفارت او قونسلگریو کې د نورو دندو په څنگ کې د استخباراتيمالوماتود راټولولو په پراخه عملیاتو هم بوخت وو. په اماني دورې کې په کابل کې د انگریزانو سفیر، فرانسیس همفریز Sir Francis) (Humphrys، د امانی رژیم پر وړاندې د انگریزي دسیسو او توطئو په جوړولوکې خورا ستره برخه درلوده. همفریز تر هغه دمخه د۱٩۰٤ او ۱٩۱٧ کلونو په ترڅ کې د شمال لویدیځ د سرحدي صوبې )ایالت( په بیلا بیلو څوکیو کار کړې او په ۱٩۱٨ کال کې یې د یو څه وخت دپاره په هندوستان کې د بریتانوي نوې جوړې شوې هوایې قواو کې هم خدمت کړې ؤ. هغه بیا وروسته د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ او د بریتانوي هند د باندنیو چارو د وزارت د مرستیال دندې پر مخ بیولي اود افغانستان چارو او افغانانو خصوصیاتو سره ښه آشنا ؤ. همفریز د افغانستان د خپلواکۍ او د ۱٩۲۱ کال د نومبر د ۲۲ مې نیټې د معاهدې نه وروسته په کابل کې د انگریزانو دلومړني سفیرپه توگه و ټاکل شواو د ۱٩۲۲ کال د جنوري د ۲٧ مې نیټې څخه وروسته د غازي امان الله خان د حکومت تر پاې اود انگریزي دسیسو تر بریالیتوبه هلته ؤ. دهمفریز میرمن هم په شمال لویدیځ سرحدي ایالت کې د انگریزانو د لومړني او مشهور عمومي کمیشنر »هیرالد دین« لور وه. سفیر همفریز، د ختیځو چارو د سکرتر شیخ محبوب على اوپه کابل کې د انگلستان د سفارت یو شمیر نورو غړو سره شیخ محبوب على د سفیر همفریز تر ټولو زیات فعاله هندوستانې مأمور ؤ، چې د همفریز په شان یې د بریتانوي هند په سیاسي چارو کې زیاته تجربه درلوده، او په کابل کې یې د انگلستان په سفارت کې د ختیځو چارو دسکرتر او مستشار په نامه هره میاشت د استخباراتي فعالیتونو دپاره شپږ زره )۶۰۰۰( هندي روپۍ مصرفولي چې دا هغه وخت ډیرې زیاتې پیسې وی . )۱( د استاد فضل غنى مجددى په وینا حضرت صاحب محمد صادق مجددى لیکلي دي چې په کابل کې د انگلستان د سفارت د شرقي چارو سکرتر د حبیب الله خان ]کلکانى[ سره هم اړیکي درلودلی ، او د ۱٩۲٨ کال د دسمبر په میاشت کې یې د انگلستان د سفارت په روغتون کې د هغه د ټپونو عالج کړې ؤ. )۲( د ختیځو چارو سکرتر شیخ محبوب على وروسته د پولیټیکل ایجنټ په توگه د آزادو قبایلو په منځ کې )هغه ته انگریزانو د خان بهادرۍ لقب ورکړ اوه وروسته یې نه بیا ږیره درلوده او نه یې لونگۍ په سر کوله( په جلال آباد او کندهار کې د انگریزانو کونسلګریو هم د شیخ محبوب على د لاس لاندې د انگریزانو د دسیسو په پلي کولو کې کار کولو، چې په دوې کې د شینوارو د اغتشاش په دوران کې د جلا آباد کونسل جهانگیر خان ډیر مهم او حساسه رول درلود. لکه چې د انگلستان د آرشیف د اسنادو څخه څرگندیږي، د »امان الله د سقوط« په نامه رپوټ، چې د پوهاند صاحب کاکړ د کتاب یواځینې نوې او بیا تر ټولو مهم مأخذ دئ، د شيخ محبوب على لیکنه ده، او دغه لیکنه په غلطه توگه په منشي علي احمد خان ورتپل شوې ده . اوس چې مو د انگریزانو د استخباراتو د رپوټ اصييلي لیکونکې، شیخ محبوب علی خان، وپیژندو، راشئ ،چې ووینو دا منشي علي احمد خان چې کاکړ صاحب یې د غازي امان الله خان د دربار منشي بولي څو ؤ، او تر کومه حده یې مالومات سييم او د ډاډ وړ کیدای شي . 3. د غزنی د مومندو ميرزا على احمد خان نه خو د دربار منشی ؤ او نه هم د دقيقومالوماتوخاوند د بریتانوي هند د آرشیف د اسنادو د »څو څو دئ؟« یا ?Who is who د دوسیې په اساس میرزا على احمد خان د فقیر احمد خان ځوې د غزني اوسیدونکې د اماني دولت په لومړیو وختو کې د گمر د څانگې یو قراردادي ؤ، وروسته یې د غزني د حاکم د شخصي منشي په توگه دنده سر ته رسوله، او تر هغې وروسته بریالې شو چې په وار سره د جلال اباد، مزار او کندهار نائب الحکومه سره د نهو کلونو دپاره د منشي وظیفه سر ته ورسوي. میرزا على احمد خان په اماني دورې کې کله چې غازی امان الله خان د کندهار د چارو څخه کتنه وکړه، د اعلیحضرت لخوا تقدیر او د ستور نښان تر لاسه کړ او وروسته د کندهار د سرحداتو مامور وټاکل شو. میرزا على احمد خان یواځې په هغه موده کې چې دسقوي اغتشاش په نامه مشهوره شوې، هغه وخت چې غازى امان الله خان کندهار ته لاړاو هلته د شورا د منشی په توگه وټاکل شو او دافغانستان څخه د غازي امان الله خانتر وتلو پورې ، یواځې د څو محدودو میاشتو دپاره، دا وظیفه سرته رسوله . د پیښې جریان داسې ؤ چې غازى امان الله خاند خپل لږ شمیر وزیرانو او مشاورینو سره د ۱۳۰٧ کال د جدي د میاشتې په ۲۴مه نیټه )د ۱٩۲٩ کال د جنوري په ۱۴ مه ( کندهار ته لاړ او د خپل ورور سردار عنایت الله خان د سرنوشت تر معلومیدو پورې یې پرته لدې چې د خلکو سره تماس ونیسي، انتظار وویست . کندهار ته د عنایت الله خان په رسیدو سره دواړه ورونه د کندهار د ارگ په برنډه کې د کندهار او شاوخوا سیمو خلکو سره وکتل. غازي امان الله خان د وروستنیو پیښو د شرحې په ترڅ کې د کورنیو او باندنیو دښمنانو لخوا دهغه د اصالحاتو نا سم تعبیر، او د کورنۍ جگړې او بې گناهو خلکو د مرگ ژوبلې د مخنیوي په هیله د قدرت څخه د گوښه کیدو او عنایت الله خان ته د چارو د سپارلو په هکله وینا وکړه، او حاضرینو ته یې وا ورکړ تر څو د جهل او وحشت سره د مبارزې او نظم او امنیت د اعادې دپار د هغه او هغه د ورور تر منځه یو تن انتخاب کړي . دخلکو لیوالتیا بیا هم خپله امان الله خان ته وه، او سره لدې چې د هغه څخه یې یو څه شکایتونه او گیلې درلودې، بیا یې د هغه د واکمنۍ هرکلې وکړ، او هغه ته یې دخپل ملاتړ اطمینان ورکړ .)۳( د هغې په سبا، پاچا په سلامخانه کې یو مجلس جوړ او خپله نوې کابینه وټاکله چې په هغې کې عبدالعزیز خان ته د حربیې د وزارت مسئولیت او غلام صدیق خان څرخی ته دباندنیو چارو د وزارت مسئولیت ورکړل شو. میرزا محمد عمر خان هم د حضور دمنشى او میرزا على احمدخان مهمند دشورا د منشى په توگه وټاکل شول . د کورنیو چارو وزیر عبدالاحد خان، مأمورینو او خلکو ته د امان الله خاند بیا پاچاکیدو او سردار عنایت الله خان د استعفا خبر ورکړ. د دولتې ادارو نوي تشکیلات جوړ او د هغو د بودجې په تصویب کولو سره د حکومت څرخونو بیا حرکت او فعالیت پیل کړ . د باندنیو چارو وزیر، غلام صدیق خان څرخى، هم د تلگراف په ذریعه د افغاني سفارتونو له لارې دنیا ته د غازي امان الله خان د بیا پاچا کیدو خبر ورکړ.)۴( وروسته له هغې چه غازی امان الله خان له کندهار او افغانستان څخه ووت، میرزا علی احمد خان هم د خپلې کورنۍ سره کوټې ته لاړ. هغه په ۱٩۳۰ کال کې بیرته کابل ته راستون شو او تر ۱٩۳٥ کاله پورې په غزني کې بیکاره اوسیدو، د ۱٩۳٧-۱٩۳٦ کلونو تر منځ یې په غزني کې د عسکري قواوو د آذوقې قرارداد درلود. د ۱٩۳٨ کال د سپتمبر په میاشت کې د دولت د مخالفو سلیمانخیلو سره د ملگرتوب په شک تر څارنې لاندې ؤ، او په پاې کې په ۱٩۳٩ کال کې د کار موندلو دپاره کابل ته لاړ او د یوه مخور په سپارښتنه د فوائد عامې په څانگه کې مقرر شو. څرنگه چې میرزا علی احمد خان یواځې د یوې لنډې مودې دپاره مخکې لدې چې غازي امان الله خان هیواد پریږدي، په نوو تشکیلاتو کې د شورا د منشي په توگه وټاکل شو، نو جناب پوهاند صاحب کاکړ دا دعوه نشي کولې چې هغه به د امانی دورې په هکله د کره او زیاتومالوماتوخاوند وي. یواځې امکان لري چې شیخ محبوب علی خان د خپل رپوټ په یوه برخه کې، هغه هم د ۱٩۲٩ کال په لومړیو میاشتو کې د کندهار، غزنی او مقر په پیښو کې د میرزا على احمد خان دمالوماتوڅخه چې شخصا هلته حاضر ؤ، استفاده کړي وي. نو د پورتنیومالوماتوپه رڼا کې د ډاکټر صاحب کاکړ د کتاب د تر ټولو نوي او معتبر مأخذ په هکله دې نتیجې ته رسیدلې شو چې د هغوې د ادعا په خالف : • لومړې، دا لیکنه د منشي علي احمد خان نه ده . • دوهم، میرزا علی احمد خان نه خو د غازي امان الله خان د دربار منشی ؤ، او نه یې هم د خپل موقف په اساس کره او دقیق مالومات درلودلې شو . • دریم، د کاکړ صاحب د ادعا په خلاف دا مالومات یواځې په هغه کتاب پورې منحصره ندي. • څلورم، دا کتاب په حقیقت کې د انگریزانو د استخباراتو یوه لیکنه ده او د بریتانوي هند په دفتر پورې اړه لري . • پنځم، د هغه اصلی لیکونکې شیخ محبوب علی خان، په کابل کې د انگریزانو په سفارت کې د ختیځو چارو سکرتر دئ . څرنگه چې په دتاریخ لیکنې په اساساتو کې د معتبره او لومړي لاس اسنادو څخه کار اخیستل مهم دي، نو آیا کولې شو چې د امانی دورې په هکله د پوهاند صاحب کاکړ کتاب د اعتبار وړ وگڼو؟ آیا پر داسې لیکنو او اسنادو ولاړ د»پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه« کتاب په رښتیا هم د تاریخ څیړونکو، شاگردانو او مینه والو ته په افغاني تاریخي څیړنو کې یوه په زړه پورې اضافه گڼلې شو؟ )د دوهمې برخې پای( مأخذ 1. دانگریزي استخباراتو محرمانه اسناد، د بریتانوي هندآرشیف، ۲۱۲ ایف شمیر دوسیه، ۱٩۳۰ کال . 2.مجددى، فضل غنى )۳۰۰ ،)۱٩٩٧ و ۳۰۱ مخونه . 3. رشتیا، سید قاسم )۳٨ ،)۱۳٧٨ مخ ۴/ د شیخ علي محبوب د فارسي څخه د تورن رابرت نوئل گیرلینگ سکاټ ژباړل شوې، د انگریزانو استخباراتي L/P&S/20/B289 رپوټ -
بېرته شاته