(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

واشنگټن، ماسکو، ډیلي، بيجينگ او ...

[29.Jan.2015 - 19:42]

واشنگټن، ماسکو، ډیلي، بيجينگ او اسلام اباد د ترورۍ بچي دي؟

لیک:� رحمان بونیری�

هو--- که یو خوا زه داسې څه قوي خبره نه شم کولې چې د امریکې صدر براک اوبامه دهند سفر په وخت وزيراعظم نريندرا مودي له دکلکې غاړې ورکولو کې اسلام اباد بیخي د پامه غورزولې ؤ- نو بلې خوا ته زه دا هم په پوخ یقين سره نه وائمه - چې پاکستان لپاره د سوړ جنگ د زمانې رقيب ماسکو به اوس د اسلام اباد غیږه توده کړي او د واشنگټن کمې به پوره کړي- خو دا ټولې کرښې چې را یو ځائ کړم نو د سفارت په کینوس ترې یو داسې تصوير ساز شي چې اسلام اباد د خپلو با ندينو تگ لارو په جال کې ښکیل کیدلو پلو ته کوږ شوې ښکاري.

خو دوه خبرې داسې دي چې روس به پکې پاکستان له جوخته غاړه ورکړي- اول داچې د روس د غرب او په خاصه توگه د امریکې سره زوړ رقابت دی نو که روس په بُغضِ معاویه کې ځي نوامکان خو یې شته خو دا خبره به هم نه هیروو چې د هیوادونو اړيکې نه خو په جذباتو او نه په خواهشاتو جوړیږي- دا په سفارتي لارو ، قامي گټو او په ضرورتونو باندې اډاڼه وي. دوئمه وجه دا کیدې شي چې هند خپلې ټولې پوځي او غیر پوځي سوداگانی د روس د منډهو نه د امریکې منډهو ته واړوي � هسې د دې امکان هم شته دی � ځکه چې د امریکې د سيليکون ویلي نه تر د واشنگټن د ماڼو پورې د هند تکړه باهنره، باسواده خلق موجود دی- او خپله د هند بازار دومره لویې دی چې د امریکې ملټي نیشنل کمپنۍ ورته خپل مالونه وړل غواړي � نو روس خو به هم چرته خپلې پوځي سوداگانې خو وړي کنه؟ او په جنوبي ایشیا کې د وسلې په غټو گاهکونو کې پاکستان د هند سره یو ځا یې ولاړ دی-

اوس ددې تعلقاتو یو بل تاريخي پس منظر دی � په 1971م کې چې پاکستان دوه کړې کیدلو او بنگله دیش ترې ځانله اذادي گټله نو روس ښه په ډاگه د هند سره او امريکه د پاکستان سره ولاړه وه- وس که په دغه تاريخي منظر کې د افغانستان په نقشه هم نظر وزغلوو نو هلته د سوویت یونین په وجود په نه رغیدونکې ناسور جوړیدلو کې د پاکستان ډیر لوې لاس ؤ خو روس ته پته وه چې دا کار پاکستان د امریکې په مرسته کوو- دا وخت امریکا په افغانستان کې موجود ده. او که روس غواړي چې د پاکستان په ملګرتیا ورته څه زیان واړوي نو امکان ېی موجود دی.

څو میاشتې وړاندی په واشنګټن کې ما د پاکستان د پخواني سفیر پروفېسر حسین حقاني سره د خبرو په وخت د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو د ځان پوهولو هسه کوله. ښاغلي حقاني په ډاګه وېل د دي دواړو تعلقات کله هم د خلوص او مېنې تعلقات نه دي پاتې شوي.

" پاکستان د1947م نه د امريکې د مرستو طلبگاره پاتې شوې دی . د پاکستان خپل توان کم و پاکستان د هند مقابله کول غوښتل او د هغې دپاره ويړيا بې روپو وسله پکاروه . ځکه پاکستان لومړې وئيل چې د روس خلاف به د امريکې ملگرتيا کوي . بيا د افغانستان په جگړه کې به د امريکې مرسته کوي. په څه نه څه وجه پاکستان د امريکې نه مرستې اخيستې ، خو د پاکستان اولس ته کله هم دا نه وه معلومه چې د امريکې سره پاکستان خپل تعلقات ولې غزوي ، او پاکستان په دې بدل کې څه اخلي . اود قسته د پاکستان د اولس د امريکې په ضد غصه په ځائې وساتل شوه . او د دغې خبرې په ترڅ کې د نوؤ گټو ترلاسه کولو هڅې روانې وې .دويمه خبره دا ده چې د امريکې غلط فهمي دا وه چې که چرې مونږ پاکستان ته امداد ورکوؤ ، نو پاکستان به د هند ، کشمير او په ورستيو کې د ترهگرۍ او د خپل ايټمې پروگرام په حقله خپلې تگ لارې بدلې کړي

د امریکا وتلې ورځپاڼه واشنګټن پوست په خپل یو رپورټ کې واېي د امریکا د هند سره نورو رانزدی کیدونکو اړیکو پاکستان په نړۍ کې د نوو ملګرو لټون ته راپارولې دې. رپورټ زیاتوي پاکستان ته د روس په شکل کې یو داسې ملګری مېلاویدې شي چې په جنوبي ایشیا کې د یو نوي تارېخي ایتلاف او باب جوړولې شي.

خو تپوس دا دی چې دغه نوی باب د چېن د خوښې نه بغیر ممکن دی؟ دا یو داسې تپوس دی چې د ځواب لټول ېي ضروري دي. کله چې اوباما په ډېلي کې ؤ نود پاکستان د طاقتوره پوځ سالار جنرال راحېل شریف بېجنګ ته تللی ؤ. د بېجنګ او اسلام آباد اړیکې د دواړه ملکونو مشران بې مېثاله او تارېخي ګڼي. خوکاروباري چېن د پاکستان پوځي او تجارتي ملګرې هم دې. دواړه ملکونه په شریکه جنګي جهازونه. جې اېف تهنډر سېرېز جوړوي او د چېن لوې کمپنو سره نه یواځې د پاکستان لویو سړکونو ټېکې دي ولې مرکزي ایشیاېي اروپاېي ملکونو لپاره ارزان او نزدی بندر ګوادر ټېکه هم ورسره ده. په داسې حال کې د روس لپاره د پاکستان په پوځي بازار کې پوځي مالونه خرڅول به بېجنګ ته منظور وي؟ او هسې هم روس جنوبي ایشیا ته په حُبِ علي کې نه دی روان.

لنډه خبره دا، چې که روس د پاکستان سره تعلقات د امریکا د خرابولو لپاره سموي او که د هند د بازارونو نه د پاتې شوو هېلي کاپټرو او مېزاېلو خرڅولو لپاره خو استعماليږي به پاکستان. هسې خو روس د امریکې متبادل نه دی خو د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل مستقل غړی ضرور دی - ولې اوس د واشنگټن د ډيلي پلو ته اوږه کږولو سره د هندوستان لپاره هم د مستقل غړیتوب امکان پیدا شوې دی. هسې پاکستان خو واېی چې په سلامتي کونسل کې به د هند د مستقل غړیتوب مخالفت کوي خو که چری هند غړی جوړ شو نو بیا پاکستان د خپلې خارجه تګلارې په درشل داسې ښکېل ولاړ ښکاري چې یواځېني ملګري به ېي د مکې او مدېنې وارثان د سعودي عربستان پاچاهان وي.

او پاتې شوه د امریکا خبره نو قوي خبره ده چې په هند کې به ېي پوځي مالونه هم خرڅېږي او د ملټي نېشنل کمپنو د الېکټرانکس قېمتي د گټې د بازار نه علاوه به ېی د ډول سنګار بازار ته هم غټ مالونه روان وي. او کېدې شي هند ورسره اټله او صفا یارانه هم اوپالي. پاتې خبره د کابل ده نو کابل د لویو سوداګرو د مفاداتو د استعمال نه د وتلو توان لا نه لري او دغه یو تریخ حقېقت دی. �رحمان بونیری� - ډیوه راډیو

-
بېرته شاته