(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور:د کپتان هرکلی، په ګلونو که په.؟

[17.Jan.2015 - 17:14]

لیک: بختور شاه

د پاکستان تحريک انصاف پارټۍ مشر اود کرکټ پخواني لوبغاړي په پېښور کې د ماشومانو د قتل عام ورسته په لومړي ځل سره د خپلې ناوې رېحام خان د هغه سکول دوره اوکړه ، په دې دوره کې د نوموړي سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پروېز خټک او د پارټۍ يو شمېر وزيران او ممبران هم شامل وو.‌

عمران خان چې د هرقسمه پروټوکول او شاهي رواياتو سخت مخالف دی، د يوې زړې رکشې نه د آرمي پلک سکول د دروازې مخې ته، سره د خپلې ناوې راکوز شو ، او ورپسې دپارټۍ نور وزېران او ممبران په نورو رکشو کې ور ورسېدل. د سکول مخې ته د وژل شوؤ ماشومانو مور پلار او خپلو خپلوانو او د مدني ټولنې ګڼ شمېر خلکو په خان صېب او دهغه په ناوې رېحام خان ګلونه اوشېندل، او د هغوي تود هرکلې يي اوکړو. او د ګونواز ګو په نعرو يي د کپتان زړه یخ کړو.

عمران خان چې د سکول په دېوالونو د پښتنو بچو د وينو دارې اوليدې نو ډېر جذباتي شو، او د مخ قوتي يي د اوښکو نه ډک شو، نوموړي په سپين ټشو پېپر پوزه پاکه کړه، او په وزيراعلا پروېز خټک يي غږ اوکړو، سټېج چرته دې؟ نوموړي ورته ډېر په معذرت د سکول د لېبارټرۍ لوي مېز کېښود او هغه ورټوپ کړو او ولاړو خلکو ته يي تقرير شرو کړو.

٫٫ نوجوانو،‌ زه نن ډېر خوشحاله يم،‌چې تاسو د تبديلۍ د پاره څومره لويه قرباني ورکړه، بدلون هم په هغه ورځ راغلو، ستاسو د وينو په ورکولو زه د کنټېنر نه آزاد شوم، او د وړو پوځه مې جوړه شوه، ګنې نن به ستاسو بابي رېحام خان ستاسو مخکې نه وې ولاړه، او زه به هم هغه شان په کنټېنر کې پروت وې، او نواز شريف هم هغه ظالم دی چې په ما يي هډو ځان نه پويه وو.

ځوانانو تر ټولو لوي بدلون د نظريي بدلون دې او هغه تاسوزما په عمل کې اولېدو، مخکې به مونږه هره ورځ په ډرون ټکونه کول، ولي اوس مونږه دغه خبرې شاته غورځولي دي او د وزيراعظمۍ په ترلاسه کولو کې مو پوره زور لګولی دی. او دا ځکه چې کله مونږه په پښتونخوا کې حکومت ترلاسه کړې د هغې ورځې نه پس يوه ډرون حمله نه ده شوې، او نه به بيا څوک دا جرات اوکړي. ‌

بل ښکاره بدلون هم درته ياد کړم، ځوانانو چې کله زمونږه په پښتونخوا کې حکومت نه وو تاسو ته به ياد وي مونږه د وزيرستان په لور يو زورور لانګ مارچ راروان کړی وو خو اوس چې زمونږه حکومت راغې نو اوس مونږه وزيرستان ته د تلو خبره نه کو، وجه؟؟ ها ها ها، ساده ګانو اوس خو د وزېستان ټول خلک د بنو، ډي اېي خان او پېښور په کډ والو کېمپکې پراته دي، نو زمونږه وزيرستان ته د تلو څه ضرورت دی ؟
بل بدلون چې د ټول ملک د پاره تر ټولو مهم بدلون دې هغه دې د امنييت په اړه راغلې بدلون، تاسو ته به ياد وي چې د لته به زمونږه دحکومت نه وړاندې هره ورځ بمي چاودنې کېدې، په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات جاري وو،ولې اوس زمونږه د طالبانو سره د کاميابو مذاکراتو وروسته څومره امن راغلی دی. نن نه بمي چاودنې کېږي او نه پوځي آپرېشن کېدې شي. ما خو به هسې چغې نه وهلې چې امن په جنګ نه راځې، او خبرې اترې د ټولو لانجو آخری حل دی.

نوموړي د وژل شو ماشومانو خپلوانو له ډاډ ورکړو چې ډېر زر به دغه خود کش حمله کونکي ګرفتار کړي چا چې په ارمي پلک سکول کې دننه ځانونه الوزولي وو او په دې لړ کې ورله خپلو ملګرو مشوره ور کړي که بيا چرې څوک د خودکش حملې په نيت راغلو او چاودنه يي اوکړه نو په والله که ژوندې رانه لاړشي٬٬

د کپتان صېب ملګرو د هغه په هوښيارۍ د لاسونو په ټپاري داد ورکړو. نوموړي په آخر کې اوييل زه خو د ماشومانو په چهلم يا څلوېښتۍ راتلم خو په رېحام خان بي بي ډېره تادي وه چې ما پېښور ته بوزه، خوخېر تا سو زړه ښکته پورته نه کړۍ ، ددي ماشومانو په لومړي کال به ضرور بيا راځم.

کپتان يوواري بيا خپله زړه دعوه تازه کړه او وه ېي ويل، په آرمي پلک سکول حمله طالبانو نه ده کړي بلکه په دې حمله کې بېروني لاسونه دي. خو هسي يي خلک په طالبانو ور اړوي. هغه خپل منطق په دغه دليلواضحه کړو، ګورۍ که ملا فضل الله د دې حملې ذمه واري اخلي نو هغه خو اوس طالب نه دی.هغه خو پوخ ملادې،‌خو مېډيا دومره پوهه نه لري چې په ملا او طالب کې تمېیز اوکړي.

نوموړي يو وارې بيا د وژل شو ماشومانو شکريه ادا کړه او اويي وييل څنګه چې يي پښتونخواکي امن او خوشحالي راوسته هم دغه شان به په خپل نوي پاکستان کې هم کوي او چې خپل هني مون پوره کړي نو بيا به په يوه نوې دهرنا کي په کنټېنر ورننوځيخو داځل به په کنټېنر کې يوازې نه وي! او تر هغې به نه راوځې چې يا مړ نه وي او يا د نوي پاکستان وزيراعظم نه وي جوړ شوې.

او داسې د پېښورپه زړه ژوبل خلکو د خپلې صوبې واکدار، کپتان او د هغه ناوې د ګونواز ګو په نعروکې په چړچکو کې رخصت کړل.

( که د چا احساسات پې ژوبل شوي وي نو بښنه تری غواړم- بختور شاه)

-
بېرته شاته