(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه خپل کور خرڅوم

[16.Jan.2015 - 18:10]

لیک: ایمل افغان

تېره ورځ راته یو ملګري دخپل یو نوماند وزیر دوست  کیسه کوله، لومړی يې راته د نوماند وزیر د زده کړو، وړتیا، وطن  پالنې  او د وطن سره د بې کچې مینې خبرې وکړې، په خبروکې يې راته وویل هغه غواړي کور خرڅ کړي، د دې خبرې په اوریدو حیران شوم، پوښتنه مې وکړه ولې کور خرڅوي؟

 ده راته وویل چې دبا ور رايې اخیستلو لپاره، دبا ور رايې اخیستلو لپاره دکورخرڅولو مې حیرانتیا لاپسې زیاته کړه، په سوچ کې شوم کله چې د کور د خرڅلا ؤ دپېسو  په بدل کې دبا ور رایه واخلي  او  وزیر شي نو ضرور به د ملي ګټو پر ځای دشخصي  زیانونو د جبران لپاره کار کوي.
د پېسو اخیستلو ، د کور خرڅولو  د ولسمشر غني دلوړې  د ورځې مراسمو ته چې په هغې کې غنې د قانون د ټېنګښت خبرې کولې ور وګرځولم، ولسمشر غني  د خپلې لوړې او وفادارۍ په جوړو شویو مراسمو کې چې سلګونه بهرنیو او  کورنیو  لوړ پوړو چارواکو پکې شتون درلود ژمنه وکړه چې دقانون د ټېنګښت لپاره به  جدي هلې ځلې کوي، د فساد د مخنیوي لپاره به مبارزه کوي، په اداري چارو او د نظامي ارګانونو په لیکو کې د ځینو لوړ پوړو  چارواکو او پارلماني غړو  د لاس وهنې څخه به مخنیوی کوي، هر مسؤل کس به ولس ته دخپلوتر سره شویو او ترسره کیدونکو  کړنو ځواب ورکوي، خو له بده بخته چې د ولس په کور(پارلمان) کې داسې غیر قانوني کړنې ترسره کیږي چې سړی ورته ګوته په غاښ پاتې شي .
ایا د ولس کور(پارلماند ولس د ښيګڼو لپاره پر ولسمشر فشار اچولو چې ژر کابېنه ور معرفي کړي او که خبره  بل څه وه؟ د خپل ملګري د خبرو راته داسې ښکاري چې  دوی پر ولسمشر فشار یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره ؤ نه ده
ولس د ښېګڼې لپاره، که په پارلمان کې د نوماند وزیر څخه د باور رايې د اخیستلو په بدل کې د پېسو غوښتنه نه وای شوې ایا ده به د خپل کور د خرڅلاؤ خبره کړې وای؟ نه هیڅکله نه .
دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکي کال کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي، دوی خپل باور د داسې کړنو په ترسره کولو سره  له لاسه ورکړی دی، په دې ډاډه دي چې د بیا ځل لپاره به دا خوش باوره ولس رایه ورنکړي، نو د همدې لپاره يې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته مخه کړې ده، که په مرکز او ولایاتوکې دغیر قانوني  کړنو ، دولتي ځمکو غصب، د نېشه يي توکو کارو بار … او نورو  ورته کړنو رېښې وپلټل شي نو دا به معلومه شي چې ترشا يي د دوی لاسونه دی
 
ولس له ولسمشر څخه د شویو ژمنو د عمل غوښتنه کوي ، د کومو ژمنو  په اساس چې ولس دخپلې رايې په زور تر ارګ ورساوه، په قضا او څارنوالۍ کې پراخ اصلاحات، په ادارو کې دشته فساد مخنیوی، دقانون ټینګښت او  امنیت چې دولسونو  لویه هیله ده باید دټولو چارو په سر کې ځای ولري او ژر تر ژره دا ولسي غوښتنه د عمل جامه خپله کړي ،ترڅو نور ددې پردې پالو  لاسونه  لنډ شي

***********************************

بلخوا د تانددخبر له مخې د ولسي جرګې ځیني غړي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دې لپاره چې کاندید وزیران د ولسي جرګې له غړیو سره معامله ونه کړي یو ځانګړی ټیم ګومارلی دی.

په تېرو وختونو کې وزیران مجبوره شوي چې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره د جرګې غړیو ته په پټه پیسې ورکړي یا امتیازونه ومني.

د ولسي جرګې یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بخدي خبري اژانس ته وویل، دا ځانګړی ټیم موظف دی چې هغه کاندید وزیران وپېژني چې له وکیلانو سره د پیسو معامله کوي.

د ده په وینا، د ځینو کاندید وزیرانو له لوري د ولسي جرګې غړیو ته د پیسو د ورکولو اوازې سبب شوي چې ولسمشر ځانګړی ټیم وګوماري او د دې ډول معاملو د مخنیوي هڅه وکړي.

ځیني کسان وايي چې د وزارتونو لپاره نومول شویو کسانو له وکیلانو سره په دې باب خبرې پیل کړي چې د اعتماد رایه ورکړي او په مقابل کې یې پیسې یا قراردادونه ترلاسه کړي.

ولسمشر غني له درې میاشتې ځنډ او انتظاره وروسته تېره اوونۍ د کابینې د غړیو نومونه اعلان او د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره یې ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ کاندید وزیران ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره لاړ شي. ویل کېږي چې راتلونکې چهارشنبه به وکیلان نومول شویو وزیرانو ته رایې ورکړي.

په همدې حال کې ولسي جرګې د ۲۵ کاندید وزیرانو له منځه د ۲۳ تنو تعلیمي اسناد ترلاسه کړي دي.

د ولسي جرګې ۴ کمیسیونونه به د هغوی تعلیمي اسناد وڅېړي.

-
بېرته شاته