(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ښاغلي ګل جان صادق سره مركه

((زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځكه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره كېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په بركت يم)) ګل جان صادق ۳۸ كاله وړاندې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د موى مبارك په كلي كې د محمد اسلم په كور كې چې هغه هم يوتكړه هنرمند و دې نړې ته سترګې وغړولې، لومړنۍ زده كړې يې په تجربوي ښو ونځي كې تر سره كړي او په ۱۳۶۳ لمريزكال له ننګرهار لېسې فارغ شوى دى. له لېسې تر فراغت وروسته د عسكرۍ د مكلفيت دورې ته سوق شو چې د عسكرۍ پر مهال څوځل د مجاهدينو په لاس اسير شوى هم دى، تر عسكرۍ وروسته له خپلې كورنۍ سره پېښور ته كډه شو. په پېښور كې د اسلاميه كالج په پښتو څانګه كې شامل شو، دوه كاله يې دا څانګه تعقيب كړه خو د ناسازو شرايطو له امله ترې پوهنځې نيمګړى پاتې شو، خو هنريې پرېنښود او تر دې دمه يې ورسره ملګرتيا پاللې ده، موږ له ده سره د ده د هنري ژوند په اړه مركه كړې هيله ده چې خوښه يې كړئ.
څرك : كه دا را ته ووايست چې كله مو هنر ته مخه كړه او لومړۍ سندره مو كومه يوه وه؟ ګل جان صادق: ما خو د مكتب له وخته له موسيقۍ سره مينه درلوده او هغه مهال به مې له ځان سره بې سازه سندرې زمزمه كولې او كله ناكله به مې په ښوونځي كې ترانې هم ويلې خو د لومړي ځل لپاره مې چې كله له ساز سره سندرې وويلې، ۱۳۶۰ كال و او سندره وه: روح مې له تنه په رفتن دى ولې نه راځې.... څرك: ستاسو په اصطلاح لومړۍ ګوړه ( شكره) مو په دې اړه كوم استاذ ته وركړې؟ ګل جان صادق: زما لومړى استاذ خو زما پلار دى خو، په موسيقۍ كې پلار ته شكره نه وركول كېږي نوبيا مې شاه ولي استاذ ته چې د پښتو تكړه سندر غاړى دى هغه وركړه او هغه زما لومړۍ استاذ دى. څرك : پر استاذ شاه ولي سر بېره مو له نورو هنرمندانو هم په دې اړه زده كړې كړي؟ صادق: ولې نه، له استاذ شاولي نه پرته مې له لاى خان چې د هندي هنر يو تكړه استاذ دى او خان محمد چې د پنجاب دى هم هنري زده كړه كړې ده، دغه راز په ۱۳۵۹- كې مې دلته په جلال اباد كې يو كورس چې د ځوانانو د شهرك په نامه و او د هندي استاذانو لخوا پكې تدريس كېده يو څه موده زده كړه كړې ده. څرك : كه دا راته ووايست چې تر دې دمه مو څومره كېسټې كړي؟ صادق: ما زياتره وخت ميداني سندرې ويلي او د هغو شمېر راته نه دى معلوم خو د كمپنۍ مې پنځه كيسټې كړي . څرك: تاسو څه واياست، د كمپنۍ كېسټې مو ډېرې كمې نه دي؟ صادق: ولې نه، ډېرې كمې دي خو دا په ما پورې اړه لري كه زه وغواړم ډېرې كېسټې كولى شم خو زه خپله نه غواړم چې د كمپنۍ د كسټو شمېر مې زيات وي او په منځ كې يې څه نه وي. په ميداني سندرو كې كه يو سندرغاړى غلط هم شي پسې نه ګرځي خو د كمپنۍ كسټ بيا داسې نه وي، ډېر كار غواړي. زه خپله كله چې د كمپنۍ كېسټ كوم په اونۍ اونۍ پرې كار كوم، لومړى شعر انتخابوم دهغې لپاره طرز جوړوم او ... دا هرڅه اسانه نه دي نو په دې خاطر زما د كمپنۍ والا كېسټې كمې دي. څرك: د شعر په اړه كه درنه وپوښتم د چا شعرونه مو خوښېږي او وايې يې؟ صادق: څه ووايم، زما د ټولو شاعرانو شعرونه خوښېږي، هر يو ځان ته خوند او رنګ لري خو په اوسنيو شاعرانو كې په تېره په ننګرهار كې مې د زړه سواند صيب شعرونه خوښېږي. څرك : كه دا راته ووايې چې پخپلو سندرو كې دې كومه سندره خوښه ده او اورې يې؟ ګل جان صادق: زما خو خپلې ټولې سندرې خوښېږي ، خو چې ډېره مې خوښېږي هغه د بدمرغه فلم داسندره ده چې دا زما خپل كمپوز دى ( څانګه لاړه، څانګه لاړه) څرك: ګل جان استاذ! تاخو له ډېرې مودې راهيسې دې هنر ته مخه كړې ډېرې سړې او تودې به دې ليدلي وي كه د خپل هنري ژوند يوه خاطره دې راته ووايې؟ صادق: خاطرې خو ډېرې دي، ښې هم او بدې هم. خو زه به يوه بده خاطره درته ووايم: يوه شپه موږ په عربانو كې پروګرام درلود، د پروګرام په جريان كې يو تن چغه كړه چې قوماندان د امنيې راغى، دې سره ټول خلك وتښتېدل، وروسته خبر شو چې هغه سړي له ټوكو دا غږ كړى و. خو، البته هغه وخت همدومره ستونزې او ډار و. څرك: كله له هنري ژوند نه دې را ووځو او اصلي ژوند ته دې راشو، واده مو كړى او كه نه؟ صادق: بلې واده مې كړې، شپږ اولادونه مې دي چې دوه هلكان او څلور انجونې. څرك: له يو شمېر هنر مندانو نه كه وپوښتې چې ايا غواړې او لادونه دې دې مسلك يا هنر ته مخه كړي يا ستا لاره تعقيب كړي. هغوى د نه ځواب وركوي، تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟ صادق: زما اولادونه خو اوس واړه دي او تعليم كوي، كله چې غټ شول او تعليم يې پوره كړ بيا د دوى خوښه ده چې بل مسلك انتخابوي او كه هنر. او پاتې شوه د نورو هنرمندانو، هغوى شايد له دې هنر څخه ښه خاطره ونه لري چې نه غواړي خپل اولاد پرېږدي چې دې هنر ته مخه كړي. څرك : تاسو د ښې خاطرې خبره وكړه، تاسو څنګه ښه خاطره لرئ او ايا له خپل هنر څخه راضي ياست كه نه؟ صادق: بلې زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځكه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره كېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په بركت يم څرك: په پاى كې كه څه ويل غواړې. صادق: له خپلو خلكو او ولس نه مې دا تقاضا ده چې دوى بايد د هنر او هنرمند قدر وكړي او دوى ته په بده سترګه ونه ګوري او بله دا چې يو شمېر ورونه غلط، غلط فرمايشونه وركوي له دې څخه دې ډډه وكړي او له هنر مندانو نه هم هيله لرم چې د شعر په انتخاب كې ښه دقت وكړي هغه شعر ووايي چې د ولس او هېواد په ګټه وي او په خلكو ښه تاثير وكړي، نه بد. سمسور - بېرته شاته