(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حج او عمره

[01.Jan.2015 - 12:41]

لیک:فضل الله رشتین. سفر نامه (۳۱ برخه )
مونږ د ذلحجې په نهمه د لمر ختلو سره سم له خپلو خیمو څخه ووتلو او مخ په عرفات روان شو ، پخوا وختونو کې به حاجی صاحبان له منی نه تر عرفات پورې په خپلو پښو تلل او یا به په موټرو کې تلل خو زیاتره حاجی صاحبان به په خپلو پښو مزل کولو ، اوس هم ډیر حاجی صاحبان په خپلو پښو دا مزل کوی ، خو اوس هلته د سعودي حکومت برقی د ریل پټلۍ جوړه کړې چې په دې ریل کې له منی څخه عرفات ته او مزدلفې ته حاجی صاحبان تللی انتقالوي ، مونږ هم د ریل تر ستیشن پورې چې زمونږ له خیمو څخه ورته لس دقیقې د پیاده مزل لار وه ، پیاده مزل وکړ ، هلته مو ډیر عصري او د نوې عصر له تقاضا سره سم دا برقي ریلونه ولیدل ، دا ریلونه په یو ساعت کې له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ کیلومتره سرعت لري . له منی نه تر مزدلفې د ریل درې ستیشنونه جوړ شوي دي ، یو ستیشن په منی کی دی ، بل په عرفات او دریم په مزدلفه کې دی . په هر سټیشن کې بریښنايی لفتونه او زینې حوړې شوې دي ، حاجی صاحبان له دې لفټونو او زینو څخه په ښکته کیدو او پورته کیدو کې استفاده کوي ، په هر بریښنايي لفټ کې ۵۰ کسان ځایږي ، مونږ ریل ته وختلو، ( ریل ته د ختلو نه د مخه په لار کې ځیني مسؤلین ولاړ وو او له مونږ څخه به یې غوښتل چې په خپلو لاسونو تړلي هغه زیړه پټۍ ورته ښکاره کړو چې هغو حاجیانو ته ورکړ شوې وې چې له بعثو سره راغلي وو ، مونږ هم دا زیړۍ پټۍ یا دست بندونه د أفغانستان د حج له بعثې څخه اخیستي وو ، د کوم حاجی په لاس چې به دا دست بند نه ؤ نو هغه به یې ریل ته د ختلو اجازه نه ورکوله ، دا زیړ دست بندونه ډیر ښکلي جو ړ شوي وو ، له یو ډول پلاستیک څخ جوړ شوي وو چې د اوب ضد وو ، یعنې په اوبو کې نه خرابدل ، د حج د ورځو تر پایه دا دست بندونه زمونو په لاسونو کې وو ) دا ریل ډیر ښکلی ؤ ، ایر کندیشنونه پکې لکیدلي وو ، څوګۍ یې هم ډیرې ښکلې وې ، د دې ریل اوږدوالی ۳۰۰ میتره ؤ او ډیر ې زیاتې دروازې یې درلودې ، مونږ یې په ډیر لږ وخت کې عرفات ته ورسولو ، هلته له ریل څخه ښکته شو ، بیا بریښنايي لفټونو ته وختلو او لاندې یې راوستلو، مونږ ځکه په لفټونو کې ښکته راغلو چې د ریل پټلۍ د ځمکې له سطحې څخه ډیره لوړه جوړه شوې وه ، کله چې له لفټونو څخه بهر ووتلو نو بیا په خپلو پښو روان شو ، ډیره لار ه مو په پښو ووهله ، مونږ سره نور ډیر أفغان حاجی صاحبان په لار روان وو ، په پای کې یو ځای ته ورسیدلو ، وویل شول چې د أفغانستان د بعثې حاجی صاحبان به همدلته وي ، مونږ دې ځای ته ورسیدلو ، څو لویې خیمې لکول شوې وې ، د زنانه ؤ لپاره بیلې خیمې وې او دنارینه ؤ لپاره بیلې خیمې وې ، مونږ یوې خیمې ته ننوتلو ، هلته کیناستلو ، نور حاجي صاحبان هم هلته راغلل او کیناستل ، د حج او اوقافو وزیر ښاغلی نیازی او د ددې وزارت د هیئت څو نور غړي او همدا شان یو شمیر نور مهم چارواکي حاجیان په همدې خیمه کې وو ، دا ځای د عرفات د میدان یوه برخه وه ، د عرفات میدان ډیر لوی دی ، په دې میدان کې په دې ورځ ۳ ملیونه حاجی صاحبان راټول شوی وو ، عبادتون یې کول ، ذکریې کولو ، دعا ګانېیې کولې ، د الله پاک له در بار څخه یې د خپلو ګناهونو د بخښنې لپاره معافي غوښتله . حاجی صاحبانو په عرفات کې د رسول الله ( صلی الله علیه و سلم ) له سنتونو سره سم د حج مبرور د شرف د حاصلولو لپاره دعا ګانې کولې .
مونږ د لمر تر پریوتو پورې یعنې د لمر تر غروب پورې همدلته وو ، د ماڅپښین او مازدیګر لمونځونه مو سره یوځای په قصر او جمع په یو آذان او دوو تکبیرونو سره ادا کړل . ( حنفی مذهبه وروڼه د ماسپخښین لمونځ په خپل او او د مازدیګر لمونځ په خپل وخت کوي ) مونږ هم حنفی مذهبه یو خو څرنګه چې ملا امام دواړه لموڼخونه سره یوځای و کړل نو مونږ هم دا کار وکړ، ځکه چې دا سنت موکده ګڼل کیږي ، اګر چه هلته د ځینو حاجی صاحبانو تر منځ په ډې اړه خبرې هم ښکته پورته شوې خو بیا خبره حل شوه او کوم خاص مشکل پیدا نه شو . 
د عرفات په ورځ د ظهر او عصر حمع او قصر په یو آذان او دوو اقامتونو سره مؤکد سنت ګڼل کیږي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی او هیڅ مسلمان ته نه ښايي چې د سنت خلاف کوم عمل وکړي . رسول کریم ( ص) فرمایلي دی چې : ((خذوا عني مناسككم)) 
خيني حاجی صاحبان چې زیاتره یې ځوانان وو ، د لمونځ د ادا کولو لپاره مسجد نمرې ته لاړی ، خو کله چې بیرته راغلل نو ویې ویل چې د حاجیانو ډیره ګڼه ګوڼه وه ، او مونږ له جومات څخه ډیر لرې له نورو حاجی صاحبانو سره لمونځ وکړ ، مونږ دومره لرې وو چې د سپیکرونو له لارې هم د ملا امام د خطبې غږ مو اوریدلای نه شو . ډیره سخته ګرمي وه . ځانونه مو د سور لمر لاندې وسزویدل. د عرفات په هره برخه کې چې حاجی پاتې شي او قیام وکړي ، ذکر او عبادت وکړي نو هغه سم ګڼل کیږي ، څه مشکل نه لري خو عرفات ته نږدې یو ځای دی چې وادی عرفه ( بطن عرفه ) نومیږي ، حاجی باید چې په دې ځای کې پاتې نه شي ، ځکه چې دا وادي د عرفات به ساحه کې نه راځي .  
له عرفات څخه د مذدلفې په لور روانیدل : 
کله چې لمر ډوب او ماښام شو نو حاجی صاحبان له عرفات څخه د مزدلفې په لور په روانیدو شول ، سادات صاحب راته وویل چې دا ښځینه به د أفغانستان د حج د بعٍثې په سرویس کې کینوو چې مزدلفې ته لاړ ې شي او مونږ نارینه به له نورو حاجی صاحبانو سره په ریل کې مزدلفې ته لاړ شو او هلته به بیا سره یو ځای شو ، ګرچه دا خبره زما به زړه نه وه ، خو بیا هم دا خبره ومنل شوه ، زما میرمن ، د سادات صاحب مور بی بی او د هغه میرمن ، همداشان د ویاړ صاحب مور او د نظامی صاحب مور او ملالۍ شینوارې په سرویس کې کیناستې ، سرویس مخ په مزذلفې او مونږ په خبلو پښو د ریل د ستیشن په لور روان شو ، کله چې هلته ورسیدلو نو ریل ته وختلو، ریل په ډیره تیزې روان او په لږ وخت کې د مزدلفې د ریل ستیشن ته ورسید ، هلته له ریل څخه ښکته شو او بیا په پښو روان شو ، ښه ډیره لار مو ووهله ، د حاجی صاحبانو ډیره ګڼه ګوڼه وه ، ډیر عالم همداسې په خپلو پښو روان ؤ ، یو ځای ته ورسیدلو چې دوه لارې وې ، یوه لار ښي لاس ته تللې وه او بله مخامخ ، ځیني حاجیان ښي لاس ته ورګرځیدل او خیني نور مخامخ روان وو ، زه ، سادات صاحب ، ویاړ او محمد اسحق سره روان وو ، زمونږ ملګري هر یو عبدالله هاشم ، نور الحق عطایی او همایون له مونږ څخه لادر که شوي وو ، هغوي ډیر مخکې تللي وو ، د موبایل په ذریعه مو ورسره تماسونه ونیول ، څرنګه چې ټول نا بلد وو نو یو بل ته د ادرس ورکول هم څه ګټه نه کوله ، خو سره له دې بیا هم د موبایل په برکت مو دا درې کسان پیدا کړل . دا درې کسان په یوځای کې ولاړ وو ، بیا مونږ ته د ا اندیښنه پیدا شوه چې زنانه به چیرته وي؟ هغوي څنګه پیدا کړو؟ بیا هم د موبایل څخه په استفاده د سادات صاحب له ملالۍ شینوارې سره تماس ټینګ شو ، هغې وویل چې له نورو زنانه ؤ سره په فلاني ځای کې ده ، مونږ چې هر څومره کوشش وکړ چې د هغه ځای په پته پوه شو خو څه فایده یې ونه کړه ، مونږ هم چې ډیر ستړي وو او نور د پیاده تک نفس او توان نه ؤ ، هلته مو د آسمان لاندې په لوی میدان کې خپل پلاستکي توشکونه واچول او کیناستلو ، دا وخت د شپې یولس بجې وې ، د خوراک لپاره راسره څه نه وو ، لږې اوبه وې هغه به موڅښلې ، ګرمي هم ډیره وه ، د ماښآم او ما څښټن لمونځونه مو په یو آذان او دوو تکبیرونو ادا کړل ، حضرت محمد (ص) هم د ماښام او ماسختن لمونځونه په یو آذان او دوو اقامتونو ادا کړ. دې ځای ته د حاجیانو راتک روان وو ، حاجی صاحبان به ډلې ډلې راتلل او هلته به کیناستل ، تپه تیاره وه ، زه ودریدلم نو کورم چې ټول میدان له خلکو ډک ؤ ، زه لاړم چې تشناب پیدا کړم او اودس وکړم ، له ماسره محمد اسحق هم روان شو ، د دې ځای نه تر تشنابونو ټول میدان ډک ؤ ، ښځې نارینه ټول ستړي ستومانه ویده وو ، تا به ویل چې یو محشر دی ، ټول د ځمکې د پاسه داسې پراته وو چې تا به ویل خدای مکړه دا ټول مړي دي ، کله چې تشنابونو ته نږدې شوم نو زمونږ یو ملګری همایون مخې ته راغې ، ویل یې چې په تشنابونو کې ډیر بیراو بار دی او اوبه هم نشته ، نو ما ورته وویل چې دا به څنګه شي ، زه خو ډیر په تنګ یم ، باید تشناب ته لاړ شم ، دلته داسې ځای هم نشته چې .......... په داسې حال کې چې ډیر په عذاب وم خو بیا هم بیرته هغه ځای ته راغلم په کوم ځای کې چې مونږ پراته وو ، بیا هلته راته ویاړصاحب وویل چې هغه بل طرف ته هم یو څو تشنابونه شته ، هلته لاړ شيء ، زه بیا هلته لاړم، د ې ځای ته په خپلو پښو د لسو دقیقو لاروه ، هلته چې ورسیدلم نو هلته هم بیر او بار ؤ خو زه مجبور وم چې هلته انتظار وباسم او تشناب ته ننوځم ، په هر حال شل دقیقې مې انتظار وویست په پای کې راته نو بت ور سید تشناب ته ننوتلم ، هلته مې اودس وکړ او بیا بیرته راغلم ، نفل لمونځ مې وکړ بیا مې ذکر او عبادت ته ادامه ورکړه بیا له ملګرو سره کیناستلم چې د فجر د لمانځه وخت راشي . دلته مې ملګرو ته وویل چې دا د سعودی حکومت له دې دومره امکاناتو سره له دې دومره دولت د لرلو با وجو ولې دلته د حاجي صاحبانو لپاره په کافي اندازه تشنابونه نه جوړوي ، دا دومره مخلوق چې په دې میدان کې پراته دی او تعدا یې زرګونو حاجیانو ته رسیږي ، دوي به چیرته او څنګه اودس کوي ، تشې او ډکې .................:: به چیرته او څنګه کوي ، دوی خو ټول تشنابونو ته ضرورت لري ، دوي خو ټول باید اودسونه تازه کړي . دا خو آسان کار دی چې د سعودي حکومت دلته په هر ځای کې تشنابونه جوړ کړي ، د اوداسه لپاره د اوبو ټنګرونه ودروي ، مونږ هلته د څښلو اوبه هم پیدا نه کړې ،له مونږ سره د څښلو اوبه ختمې شوې وې ، یو دوه بوتله د جوس بوتلونه وو هغه هم ډیر ګرم شوي وو ، نور څه نه وو، طبیعت مې ډیر خراب ؤ ، نور ملګري هم فکر مند وو خو سره له دې مو بیا هم د الله پاک شکر په ځای کولو. 
په مزدلفه کې مو ټوله شپه مو په ذکر تیره کړه ، په مزدلفه کې شپه تیرول او ذکر کول او دعا کول ډیر ضروري دي ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مزذلفې ته د رسیدلو سره سم فرمایلي وو : ( ما دلته قیام وکړ او د مزدلفې ټول میدان د قیام او پاتې کیولو ځای دی ) . 
کوم حاجی چې په مزدلفه کې قیام ونه کړي ، په هغه باندې دم ګرځي ، د ځینو علماؤ په نزد کوم حاجي چې په مزدلفه کې قیام ونه کړي نو حج یې نه کیږي . همدا سبب دی چې ټول حاجیان شپه په مزذلفه کې تیروي. په مزدلفه کې مو ډیرې دعا ګانې وکړي ، په مزدلفه کې دعا ګانې د الله پاک په دربار کې قبلیږي ، په مزدلفه کې د شپې له قیام سره زړونو ته خوشحالي حاصلیږي ، مونږ هم چې هر څومره دعا ګانې کولې هغومره مو د شپې په تیاره کې زړونه روښانه کیدل ، او د را حت ا حساس به مو کولو . 
مونږ په مزدلفه کې واړه واړه کاڼي راټول کړل ، په پلاستیکي کڅوړو کې مو واچول او له ځان سره مو واخیستل ، مونږ بیا د لمر له ختلو نه د مخه د جمره عقبه ( لوی شیطان ) د ویشتلو لپاره د منی په لور د تلبیې په ویلو روان شو. مونږ د ریل ستیشن ته لاړو او هلته په ریل کې سپاره شو ، محترم سادات صاحب له محترمې ملالۍ شینوارې سره د موبایل په ذریعه په تماس کې ؤ ، او هغې ته به یې ویل چې په کوم ځای کې به ټول سره یو ځای کیږو ، ملالۍ شیینوارې له دې حج نه د مخه ۶ نور حجونه کړي وو او ښه بلده وه ، زما میرمن ، د سادات صاحب مور بی بی او د هغه میرمن همداشان د ویاړ صاحب مور او د نظامی صاحب مور ، دوي ټول له ملالۍ شینواري سره وې ، زما میرمن په عربی ژبه پوهیدله ، نو زما زړه ډاډه ؤ چې دوي به مونږ او مونږ به هغوي پیدا کړو او په یو ځای او یوه نقطه کې سره یو ځای شو او د حج مناسکو ته به په ډاډه زړه ادامه ورکوو . 
زه ، او سادات صاحب او ویاړ صاحب او محمد اسحق ، نورالحق عطایی ، عبدالله هاشم سره یو ځای روان وو ، په ریل کې سپاره شو بیا په منی کې ښکته شو ، له هغه ځایه په خپلو پښو روان شو ،او د د جمره العقبه الکبری ( لوی شیطان ) په لور په ډیره شوق روان شو، هلته چې نږدې شو نو یو لوی پل مو سترګو ته شو ، دې پل څلور پوړونه درلودل . ( دا پل پ مکه کې د منی په منطقه کې جوړ شوی دی ، حاجی صاحبان له دې پل څخه د شیطانانو د ویشتلو لپاره استفاده کوي ، د پل ۹۵۰ متره اوږد او ۸۰ دمتره سور او څلور پوړونه لري) مونږ په د دې پل په لاندني پوړ ته لاړو چې لوی شیطان په کاڼو وولو . د هر ګاني په ګزارولو به مو لاس او چت کړ او د الله اکبر په ویلو به به شیطان ویشتلو . په اوو (۷) کاڼو مو لوی شیطان ویشتلو . ( په دې ورځ چې د ذلحجې لسمه او د لوی اختر لومړۍ ورځ ده یواځې لوی شیطان ویشتل کیږي . 
مونږ چې لوی شیطان په کاڼو وویشتلو نو بهر راووتلو ، لاړو چې ویښتان وخریو او یا یې کم کړو ، په دې وخت کې حاجی صاحبې ملالۍ شینوارې له حاجی صاحب سادات سره په موبایل اړیکه ټینګه شوه او ورته یې وویل چې او د زه د حاجی رشتین صاحب میرمن او د ویاړ صاحب له مور سره یو ځای یم ، او ستا مور او ستا میرمن او د نظامی صاحب مور مو ورک کړي دي او اوس یې نه شو پیدا کولی ، دا خبر چې مونږ ته ورسیدلو نو ډیر وارخطا شو ، مونږ ویل چې او س به څه کوو او دا خلک به په دې لوی وطن کې او په دې سخت بیرو بار کې څنګه پیدا کوو ؟ په هر حال مخکې له دې چې مونږ ته دا خبر راورسیږي ، مونږ هلته د یو رستورانت مخې ته ودریدلو چې یوه یوه پیاله چای وڅښو ، مونږ چې چای وڅښله نو کله چې د ملالۍ تلفون راغی نو بیا زه او حاجی صاحب سادات ، حاجی ویاړ ستانکزی او محمد اسحق روان شو چې زنانه پیدا کړو ، زمونږ نور درې ملګري هر یو نور الحق عطايی ، عبدالله هاشم او همایون حرم شریف ته د طواف لپاره لاړل ، هغوی وویل چې غواړي طواف وکړي ، هغوي د حرم شریف په لور روان شول او مونږ د زنانه ؤ د پیدا کولو په لټه کې شو ، کله یو خوا و کله بل خو سرګردانه وو ، د عرفات په لور روان شو ، پیاده لار مو ووهله ، لار راته معلومه نه وه ، یو ځای ته ورسیدلو نو پوښتنه مو وکړه ، یو پولیس وویل چې بیرته لاړ شيء ، په فلاني لار لاړ شيء ، هیڅ چا سمه لار راته نه ښودله ، یو بل ځای ته ورسیدلو هلته بریښنایی زینې وې او دا زینې پاس ختلې وې نو مونږ له یو پولیس نه پوښتنه وکړه چې عرفات ته د بیرته تک لار راته وښايي ، هغه پولیس وویل چې بیرته لاړ شيء ، یو کیلو متره لاړ شيء او هلته پوښتنه وکړئ ، هلته چې لاړ و نو مونږ ته وویل شو چې دلته په دې زینو وخیژئ ، او بیا پاس هلته په ریل کې وخیژئ او عرفات ته لاړ شيء ، دا زینې بریښنايي زینې نه وې دا عادي زینې وې ، مونږ ورو ورو ختلو په دې کې زه ډیر ستړی شوم ، ډیرې زیاتې زینې وې ، او ډیرې سختې زینې وې ، ګرمي هم ډیره وه ، د اوبو بوتل به مو خولې ته نیولی ؤ ، هره لحظه د اوبو څښلو ته ضرورت پیدا کیده ، سادات صاحب ، ویاړ صاحب او محمد اسحق حاجی صاحبانو راته وویل چې ته همدلته پاتې شه او مونږ به په زنانه ؤ پسې لاړ شو ، ما ورته وویل چې سمه د ه ، خو ماسره موبایل نشته ، ما له محمد اسحق حاجی څخه د هغه موبایل واخیست ، زه هلته کیناستم او دوي لاړل . یو ساعت پس راته سادات صاحب تلفون وکړ او راته یې وویل چې له ملالۍ حاجی صاحبې سره تماس ونیسم ، ما له هغې سره تماس ونیولو ، نو هغې راته وویل چې زه او ما سره دوه نورې دوه زنانه په لار روان یو او د شیطانانو په لور ورو ورو مخکې ځو ، نو ما ورته وویل چې دلته خو د پل د پاسه څو پوړونو دي ، تاسو په کوم پوړ روان یاست ، موبایلونو به کله کار کولو او کله به بند شو ، زه او ملالۍ به سره له بل سره په خبره سم نه پوهیدو نو ځکه سؤ تفاهم به پیدا کیدلو ، ما ورته وویل چې تاسو په کوم پوړ کې یاست ، هغې وویل چې دوهم منزل ، زه د دوهم منزل په لار ولاړ وم او سترګې مې لارې ته نیولې وې چې دوی ووینم ، ما ډیر انتظار وکړ خو د دوی درک ونه لکیدلو ، له محترمې ملالۍ سره د تلفون تماسونه جاري وو خو له بده مرغه یو بل مو تر ډیره پیدا نه کړل ، زه هم پریشان ، هغه هم پریشانه ، سادات صاحب او نوردوه ورسره کسان پریشان ، زانه هم پریشانې او ستړې ، ډیر سخت مشکل کې وو ، بیا په پای کې ملالۍ تلفون وکړ چې مونږ خو شیطانان وویشتل او اوس هلته په دوهم پوړ کې ولاړ یو ، زه هم په منډه منډه ورغلم او ځان مې ورته ورسولو ، بیا له دې ځای نه لاندې لاړو ، هلته مو د سادات صاحب دوی انتظار کولو ، یو ساعت نور تیر شو ، مونږ هلته به سره ګرمۍ کېدریدلو ، خو د سادات حاجی درک نه ؤ ، محترمې ملالۍ به له سادات حاجی سره په موبایل خبرې کولې ، د ډیر انتظار نه پس د سادات صاحب درک معلوم شو ، هغوي راورسیدل ، مونږ سره یو ځای شو ، بیا له دې ځای نه روان شو چې ځانونه استو ګنځي ته ورسوو ، په داسې حال کې چې زما میرمن په ګرځنده ګرسۍ ناسته وه ، او د سادات صاحب مور بی بی هم په خپله ګرځنده څوګۍ ناسته وه ،د استوګنځي به لور مو حرکت وکړ . دا وخت د غرمې نه پس درې نیمې بجې وې ، ګرمي ډیره زیاته وه ، داسې ګرمي چې خوله یې لکوله ، د ګرمۍ زور او زمونږ مقاومت سره په جنګ وو ، ګرمۍ چې به هر څومره حملې کولې مونږ به یې په مقابل کې له مقاومت څخه کار اخیستلو ، پرته له مقاومت څخه بله لار او چاره هم نه وه ، هلته په لار کې مو د جوس یو دکان ولید ، ویاړ صاحب هلته لاړ چې مونږ ته تازه جوس راوړي ، مونږ د دکان تر څنګ ودریدلو ، د سیوری ځای هم ډیر لږ ؤ ، له لمر څخه د ځان ساتلو لپاره هم د پښو په اندازه مناسب ځای نه پیدا کیدلو، ویاړ صاحب په غټو کاغذي ګیلاسونو کې د مالټې تازه او یخ جوس راوړل ، له دې جوس څخه چې مې یو کوټ وکړ نو زړه ښه سم یخ شو ، بیا مو حرکت وکړ ، دا یخ او تازه جوس لکه پطرول زما د زړه ماشین په حرکت راوست او دومره قوت یې راته راکړ چې استوګنځي ته پرې ورسیږم . مونږ د نیم ساعت پیاده مزل نه خپل استوګنځي ته په محبس الجن کې وریرسیدلو . 
کله چې استوګنځي ته ورسیدلو نو د مازدیګر درنیمې بجې وې ، مونږ د شیطانانو د ویشتلو نه پس تر دری نیمو بجو سرونه نه وو خریلي ، ځکه چې مونږ اوه ساعته د زنانه ؤ د پیدا کولو لپاره سرګردانه او لالهانده وو . مونږ له دې نه مخکې چې عرفات ته لاړ شو نو د ذلحجې د اتمې ورځې په سهار مو یو هیواد وال ته چې په مکه معظمه کې استوګنه لري او محترم حاجی خلیفه مونږ ته معرفی کړی ؤ ، د قربانۍ په اړه خبره کړې وه او هغه ته مو پیسې ورکړې وې چې پسونه واخلي او هغه حلال کړي ، مونږ د رمی نه پس یعنې د لوی شیطان له ویشتلو نه پس ، نوموړي هیوادوال ته تلفون وکړ او ورته مې وویل چې: زمونږ له خوا د قربانۍ پسونه حلال کړي خو د زنانه ؤ لپاره دې نه کوي ځکه چې زنانه لا درکه شوې دي او رمی یې نه ده کړې ، کله چې هغوي لوی شیطان په ګاڼو وولي ، یعنې رمی وکړي بیابه د هغوي په نوم اخیستل شوی پسونه حلال کړي . ما په استوګنځي کې د خپلې میرمن ویښتان د یوې ګوتې د پیړوالي په اندازه په قیچي پرې کړل ، بیا هغې د نورو زنانه ؤ ويښان قیچي کړل . څرنګه چې مو نږ ډیر سخت ستړي وو نو لږ ه دمه وکړه ، چای مای مو وڅښله ، کله چې ماښآم شو نو حرم شریف ته لاړو چې طواف افاضه سرته ورسوو. 
د افاضې طواف ( طواف الافاضه) چې دې طواف ته د زیارت طواف ( طواف الزیاره ) هم وایي ؛ د حج دوهم مهم رکن ګڼل کیږي ، او د دې طواف نه بغیر حج نه کیږي ،الله پاک د الحج په سوره کې فرمايي : 
ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ( 29 ) 
نو بیا ، باید چې خپلې الودګیانې ( مردارۍ ) لرې کړي ؛ او په خپلو نذرونو وفا وکړي؛ او د ګرامی ( ګران ) کور کعبې څخه طواف وکړي. 
طواف الافاضه یا طواف الزیاره د لوی شیطان د ویشتلو نه پس کیږي ، مونږ حرم شریف ته راغلو ، لومړی مو د حاجی سادات د مور بی بی او زما د میرمن بی بی حاجی لپاره دوه ګرځنده څوګۍ په ګرایه ونیولې ، هغوی دواړه په څوګو کیناستلې ، په داسې حال کې چې دیوې ګرځنده ګرسۍ ګرایه په رسمي ډول ۲۰۰ سعودي ریاله ټاکل شوې وه ، خو هلته یې له مونږ څخه د هر ې څوګۍ لپاره ۸۰۰ سعودي ریاله غوښتل ، مونږ مجبور وو چې دا کار وکړو او پیسې ورکړو ، ځکه چې بله چاره نه وه ، له یوې خوا د حاجی صاحبانو ډیر تعداد او په حرم شریف کې د ۳ ملیونه حاجیانو ګڼه کوڼه ، نو بله لار نه وه ، دواړه حاجی صاحبانې په ګرسو کې کیناستې او روانې شوې ، سادات صاحب ، ویاړ صاحب ، اسحاق جان ، همداشان ملالۍ صاحبه ، د سادات صاحب میرمن ، د ویاړ صاحب او نظامی صاحب میندې او زه سره یو ځای روان شو چې طواف وکړو ، د ننه حرم شریف ته چې ننوتلو نو ډیره عالم ؤ ،ما ویل چې : دا د خدای پاک کور څومره برکتي دي ، تاسو فکر وکړۍ چې په دې کورکې په یوه ورځ کې درې ملیونه حاجیان د افاضې طواف کوي او ټولو حاجیانو ته دا کور هیڅکله تنګي نه کوي ، درې ملیونه خلک که د کوم هیواد په پایتخت کې ژوند کوي نو خلک وايي چې اوو په دې پایتخت کې ډیر خلک دي او دا پایتخت د دومره خلکو لپاره تنګ دی ، خو دا د خدای پاک کمال دی او دا یوه الهي معجزه ده چې دا دومره خلق د خدای په کور کعبه شریفه کې په یو وخت طواف کوي او سعی کوي . 
په هر حال مونږ طواف وکړ ، د ابراهیم علیه سلام د مقام تر شاه مو دوه رکعته لمونځ هم وکړ ، د زمزم اوبه مو وڅښلې ، بیا لاړو او د صفا او مروې تر منځ مو سعی وکړه ، بیا بهر ووتلو ، سادات صاحب او ویا ړ صاحب راسره وو ، محمد اسحق هم راسره ؤ ، نور ملګري مو نه وو ، هغوی د سهار له خوا طواف کړی ؤ ، مونږ له حرم نه بهر ولاړ وو چې زما میرمن تلفون وکړ او راته یې وویل چې دننه راشئ چې مشکل پیدا شوی دی ، ما ورته وویل چې په حرم کې کوم ځای ته درشو ، هغې راته وویل چې دا ځای باب عبدالعزیز ته نږدې او په دوهم پوړ کې دی ، زه او سادات صاحب سره له محمد اسحق او ویاړ صاحب هلته لاړ و او هغه مو پیدا کړه ، زما له میرمن سره په خوا کې د سادات صاحب مور هم ناسته وه ، ما له خپلې میرمن څخه پوښټنه وکړه چې څه وشو ؟ دا ولې ؟ هغې وویل : هغه چا چې د سادات صاحب ګرځنده څوګۍ ګرځوله ، له هغه سړی سره د حرم شریف مربوطه ګرځنده څوګۍ نه وه او له هغه سره هغه څوګۍ وه چې د حرم خاصه نشاني او مهر ورباندې نه ؤ لکیدلی ، دلته د حرم شریف یو مسؤل هغه سړی ودرولو او هغه څوګۍ یې ورځنې واخیسته ، او د سادات صاحب مور یې په بله څوګۍ کینوله ، ما ورته وویل چې څنګه چل دی ، طواف مو وکړ ، نور هر څه سم دي ؟ هغې وویل چې هو ! طواف مو کړی دی ، سعی هم شوې ده ، نور نو څه نشته ، په هر صورت دواړه هم زما میرمن او هم د سادات صاحب مور ډیر په عذاب شوې وې ، او تکلیفونه یې لیدلې وو ، مونږ بیا له حرم شریف څخه ووتلو او بهر هلته پر ځمکه کیناستلو چې لږه دمه وکړو ، محمد اسحق حاجی لاړو او د شودو چای یې راوړه ، ویاړ حاجی لاړو او د خوړلو لپاره یې یو څه له رستورانت څخه راوړل ، هلته مو سره ډوډۍ وخوړه ، چای مو وڅښله او بیا مو د منی په لور د تللو لپاره چمتو والی ونیو . ( نور بیا ) یادونه : ( دا ټول هر څه په تفصیل ځکه لیکم چې حج آسان نه دی بلکې ډیر سخت کار دی ، خو خدای پاک سړي ته توان او طاقت ورکوي  ) 
څرنګه چې ډیر ناوخته ؤ ، شپه تیره وه ، نو مونږ هلته منی ته د تللو پرځای دا غوره وګڼله چې خپل استوګنځي ته لاړ شو ، ځکه چې له مونږ سره زما میرمن او د سادات حاجی صاحب مور بی بی بیاده تک نه شو کولې او په ګرځنده څوګیو کې مشکله وه چې منی ته لاړ شو ، له بلې خوا منی ته د تللو لپاره مونږ ترانسپورټي وسیلې ته ضرورت درلود چې دا وسیله په اختیار کې نه وه ، مونږ دوه ټکسی موټرې په کرایه ونیولې او په محبس الجن کې خپل استوګنځي ته لاړو ، د سهار په دونیمو بجو هلته ورسیدلو ، سادات صاحب د خپل عادت له مخې وویل چې چای مای به څښو . ما ورته وویل چې اوس خو ډیر ناوخته دې ، بهتره ده چې ویده شو ، خو هغه اسرار کولو او ویل یې چې حاجی صاحب چای به څښو ، بیا مې د هغه خبره ومنله او چای مو نوش جان کړه ، له چای سره یې چاکلیټونه هم را پیدا کړل ، سادات حاجی ، ویاړ حاجی ، اسحق حاجی او نورو ملګرو سره خوندور مجلس او خبرو یو ساعت دوام وکړ ، بیا مو سرونه په پالښتونو کیښودل او سترګې مو پټې کړې ، سهار وختی د فجر د لمونځ لپاره پاڅیدم ، اودس مې وکړ او د حرم شریف په لور د روانیدلو په حال کې وم ، چې حاجي صاحبه ملالۍ هم حرم شریف ته د تللو آمادګي نیولې وه ، مونږ حرم شریف ته لاړو ، هلته مو د فجر لمونځ ادا کړ، د لمانځه نه پس بیرته په محبس الجن کې خپل استوګنځي ته راغلو ، استوګنځي ته نږدې یو عربی رستورانت ؤ ، هلته مو د سبا ناری لپاره ساندویچونه ، او نور شیان واخیستل او هغه مو له ځان سره استوکنځی ته ورسول ، کله چې خپلې خونې ته ننوتلم نو سادات صاحب لا ویده ؤ ، محمد اسحق هم په خوب کې ډوب ؤ ، ما هغوی را پاڅول ، هغوي وویل چې مونږ خو د فجر لمونځ دلته وکړ او بیا ویده شو ، ما ورته وویل چې بس اوس پاڅیږئ چې سبا ناری کړو . نور ملګري هم کیناستل ، سبا ناری مو وکړ ، ډیر ساعت سره ناست وو ، ویاړ حاجی هم راغی ، لږه شیبه تیره نه وه چې د لیر صاحب ( د باندنیو چارو د وزارت نماینده ) هم راورسید ، د دوی له راتک سره بانډار نور هم ګرم شو ، د حج په مسایلو مو خبرې کولې ، بیامو د شیطانانو د ویشتلو لپاره د تللو چمتو والی ونیو ، د ظهر لمونځونه مو ادا کړل بیا نو مخ په منی روان شو ، مونږ له استوګنځي څخه تر منی پورې په خپلو پښو لاړو ، محمد اسحق حاجی ، عبدالله هاشم حاجی او همایون حاجی به په وار سره د بی بی جاجیانو ګرځنده ګرسۍ ګرځولې ، همداشان ویاړ صاحب او سادات حاجی به هم د مور بی بی ګرځنده ګرسۍ ګرځوله ، د دوی دا خدمت د قدر وړ دی ، او په یقین سره به الله پاک ورته ډیر اجر ورکړي . مونږ د شیطانانو د ویشتلو ( جمرات ) ته ورسیدلو ، درې واړه شیطانان مو په ګاڼو وویشتل ، لومړی شیطان مو په ۷ ګاڼو وویشت ، بیا مو منځنی شیطان په ۷ ګاڼو وویشت ، بیا مو مخ قبلې ته ونیو او د حج د قبلید و لپاره مو دعا ګانې وکړې او توبې مو وویستلې ، بیا مور دریم شیطان په ۷ ګاڼو وویشت ، د دریم شیطان د ویشتو نه پس هلته ونه دریدلو او ژر ترینه تیر شو . د شیطانانو د ویشتلو نه پس د منی په لور روان شو ، چې شپه هلته تیره کړو ، مونږ ته لار معلومه نه وه ، هلته به مو چې له خلکو نه پوښتنې کولې نو هیڅ چا به سمه لار نه راښودله ، یو چا به ویل چې په دې لار لاړ شيء او چا به ویل په دې بله لار لاړ شيء ، ما د یو پولیس څخه پوښتنه وکړه ، هغه وویل چې داسې مخامخ لاړ شيء او هلته بیا پوښتنه وکړئ ، مونږ هم روان شو ، پیاده مزل ؤ ، ستړي هم وو ، خو بله چاره نه وه ، مجبور وو چې مزل وکړو او په منی کې خپلې خیمې ته ځانونه ورسوو ، یو ځای ته ورسیدلو ، نو پوښتنه مو وکړه چې لار پیدا کړو ، هلته یو پولیس وویل چې په دې زینو وخیژئ ، هلته چې پاس لاړئ نو هلته به په ریل کې کینئ او تاسې به منی ته ورسوي ، په دې زینو ختل کوم آسان کار نه ؤ ، له مونږ سره دوه بی بی حاجیانې پیاده تک نه شو کولې ، مونږ خو په دې زینو ختلی شو ، خو دې بی بی حاجیانو ته مشکله وه ، په هر حال دا زینې چې شمیر یې سل هاؤ پتو ته رسیدلو ، مو نږ په دمه دمه او په په ډیر مشکل سره په دې زینو وختلو ، د ستړیا او ستومانۍ له لاسه مو سترګي تیاره تیاره کیدې ، هره شیبه به مو د یخو اوبو بوتل په سر اړولو ، کله چې پاس وختلو نو له هغه ځای نه د ریل تر ستیشن پورې هم کافي ډیره پیاده لاروه ، مونږ چې لږ مخکې لاړو نو هلته مو ولیدل چې ډیر شمیر حاجی صاحبان له لفتونو څخه بهر راووځي او هلته بریښنايي زینې هم شته ، مونږ وویل چې مونږ څومره تیروتلو ، هیڅ پوه نه شو ، مونږ ته خلکو سمه رهنمايي ونه کړه ، دا دی مونږ له دومره سخت مشکل سره مخامخ شو ، بیا مو په خبلو کې سره وویل چې ځه خدای دې مونږ ته لا زیات صبر او توان راکړي چې له دې نه د لازیات مشکل او کړاو زغم وکړای شو.
مونږ د ریل ستیشن ته ورسیدلو ، هلته مو لږه شیبه انتظار وکړ ، په دې کې برقی ریل په ډیره تیزۍ راورسید ، او ودرید ، مونږ ریل ته وختلو ، خو مونږ ته دا معلومه نه وه چې په کوم ستیشن کې به ښکته کیږو ، حاجی صاحب سادات له دلیر صاحب سره د موبایل په ذریعه تماس ونیو لو ، هغه ورته رهنمایی وکړه چې چیرته او په کوم ستشن کې ښکته شو . ریل په یو ستیشن کې ودرید خو مونږ دلته ښکته نه شو ، ریل بیا حرکت وکړ او ځان یې بل ستیشن ته ورسولو مونږ په دې ستیشن کې ښکته شو ، او بیا په منی کې د خیمو په لور روان شو ، مونږ چې لږ مزل وکړ نو پوه شو چې دا ځای هغه ځای نه دی چې زمونږ خیمه پکې ده ، مونږ ته معلومات وشو چې مونږ له ریل څخه په هغه ستشن کې ښکته شوي نه یو کوم چې زمونږ خیمې ته نږدې ؤ . بلکې له هغه ستیشن نه تیر شوي او په بل ستشن کې ښتکه شوي یو ، په هر حال د څلورو ساعتونو له پیاده مزل څخه مو خپله خیمه پیدا کړه ، ډیر ستړي شو ، د ستومانۍ له لاسه او د ستړیا له لاسه نور په ځان کې شیمه نه وه پاتې شوې خو سره له دې بیا هم الله پاک مونږ ته توان راکولو او مونږ یې نه نا امیده کولو ، کله چې خیمې ته ورسیدلو نو د شپې نهه بجې وې ، په خپلو کې مو خپل ځایونه ونیول ، هلته کیناستلو ، چای مو وڅښله ، یو څه میوه ( مالټې - مڼۍ ) مو هم وخوړه ، بیا لاړو اودسونه مو تازه کړل ، د ماسختن لمونځ مو په جماعت سره ادا کړ ، بیا یو څه شیبه مو ذکر وکړ ، د قراڼ پاک قرائت مو وکړ ، دعا ګانې مو وکړې او بیا ویده شو ، د سهار په درې بجو پاڅیدو ، اودسونه مو وکړل بیا مو په ذکر او دعا پیل وکړ ، د فجر د لمونځ آذان وشو ، لمونځ مو ادا کړ . بیا مو بیرته د شیطانانو د ویشتلو لپاره د تک چمتو والی ونیو ، دا نو د اختر دریمه ورځ وه ، مونږ له خیمې څخه ووتلو او د د ریل د ستیشن په لور روان شو ، دا ځل مو تصمیم ونیولو او ټولو ملګرو سره مو سلا مشوره وکړه چې یو ځای به سره روانیږو او یو ځای به سره د شیطانانو د ویشتلو لپاره خوا په خوا سره ځو ، مونږ همداسې وکړل ، کله چې د ریل ستیشن ته ورسیدلو نو د ډیر لږ انتظار نه پس ریل په ډیر هیبت سره راورسید ، مونږ ریل ته وختلو ، ریل روان شو او په ډیره تیزۍ یې ځان د جمرات ستیشن ته ورسولو ، مونږ له ریل نه ښکته شو ، دا ځل د برقي زینو له لارې لاندې ښکته شو او په ډیر تلوار سره د شیطانانو د ویشتلو لپاره روان شو ، حاجی همایون عفوریان د بی بی حاجی ګرځند هګرسۍ ګرځوله ،او جاجی صاحب عطایی او سادات حاجی په وار سره د سادات حاجی د مور بی بی ګرسۍ ګرځوله ، اسحق حاجی هم ډیره مرسته کوله ، کله چې لومړي شیطان ته ورسیدلو نو هغه مو په ۷ ګاڼو ویشت او زړونه مو د شیطان به ویشتلو یخ کړ ل، بیا مو مخونه د کعبې شریفې به لور کړ ل او دعا ګانې مو وکړې ، بیا لاړو او دوهم شیطان مو په ۷ ګاڼو وویشت ، ورپسې مو بیا دعا وکړه ، او په اخر کې مو دریم لعنتي شیطان په ۷ ګاڼو وویشت او له هغه ځایه ووتلو ، د شیطانانو ویشتلو کار په کامیابۍ سره سرته ورسید ،او بیا دخپل استوګنځي په لور روان شو . ( په بله برخه کې به د د شیطانانو دویشتلو په فلسفه رڼا واچول شي ) نور بیا 

 

-
بېرته شاته