(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.12.14 پښتو

لیک: عبدالجباركاكړ

31.12.2014: پښتو څه د يوې دوي يا درې پيړي ژبه نه ده چې ورته توري او ټكي (الفباء)ورته پيدا ورته جوړ كړو بلكې پښتو تر زراو زراو كالو څخه خپل مزل وهلي دي او مخ په وړاندي ورانه ده او ځينې ناپوهان او جاصلان او دښمنان پښتو يوه نيمګړي ژبه بولي لكه د پښتنو دښمنانو چې بشپړه قام د قيس عبدالرشيد او لاره ګڼې او وائي چې هم دي د پښتنو نيكه وو دا بيله خبره ده چې پښتون ولس د تاريخ په اوږدو كښې ديرغلګرو سره په جګړه كښې پاته شوي دي او د نن ورځي پوري هم په دهغه ناورين اخته دي او ده ته وار او موقعه نه دپه لاس ورغلي چې دي خپل نيټه ليك وليكي يا و خپلې ژبي ته دومره كار وكړي لكه د نوو ژبو دپاره چې قامونه پاچاهان رڼ انده او ژبيوهان كوي او تر ټولو لويه غميزه داده چې د پښتنو په ګوتو شمير حكمرانانو د خپلې ژبي سره دهغه وخته څخه نيولي بيا تر نن پوري دومره زياتوب كړي دي چې دښمن به هم نه وي كړي خو زه بېرته هم د پښتنو هغه بې وسه كهول ته امباركي وركوم چې د هر ډول زور زياتوب سره سره دوي په وچ ډګار بيله د چاد مرستي دهغه وخته څخه بيا تراوسه د پښتو دودي دپاره خپل هر څه په قربان كړي او د سرسدكه كړي دي چې تاريخ به هر وخت په ياد ساتي او پښتو او پښتون به وياړ باندي كوي هم دهغه كهول د پښتنو سپيڅلي چوپړوهونكي دي او دوي يې غاوران دي چې پښتو يې تل د كورنيو او باندنيو دښمنانو څخه خوندي ساتلي ده وده يې وركړي ده او مخ ته وړي ده.

اوس وخت را رسيدلي دي چې پښتو ژبه د نړۍ په مخ تللو ژبو په لومړيو څوشميرو كښې ودريږي و پښتو ته په لر او بر كښې خپل ځائي او مقام وركول شې په زياته په افغانستان كښې چې دوي خپلواك دي او هر هغه څه كولي شې چې د دوي اساسي قانون اجازه وركوي د دهغه هيواد حكومت ته ولس اجازه وركړي ده او قانون او آئين اجازه وركړي ده نو كه دوي هم دا كار نه شې كولي نو د افسوس په ځائي موږ ددې ځايه څخه څه ورته كولي شو..؟ نور نه څه نه شو ويلي تر كومه چې د خيتځ او سويل خواو پښتانه دي او د توري ليكي ودي خواته پراته دي ددي سره سره چي د پښتو ژبي دودي دپاره دومره حكومتي چاري په لاس كښې نه لري خو بېرته هم هر د پښتو خوا خوږي په خپل كار كښې بوخت دي او دهڅه كوي چې د پښتو كوټه غټه كړي او په لمن كښې ډېر څه ورواچوي ددې سره سره چې دوي په ښوونځي كښې خپله مورني ژبه نه د لوستي او د خپلې ژبي سره د مينې د كبله زده كړي اوس ليك او لوست په كښې كوي او هر وخت چې په دي خاوره باندي پشتو ژبه نه د لوستي او د خپلې ژبي سره د ميني د كبله زده كړي اوس ليك او لوست په كښې كوي او هر وخت چې په دي خاوره باندي پښتو ژبه په ښوونځي كښې د لوست او ليك دپاره په ډېرو هلو ځلو د ورننوتلو هڅه كړي ده د ډېر بدغبرګون سره دهغه چا د خوا مخامخ شوي ده څوك چې د مورني ژبي په ارزښت خبر نه وي يا د خپلو بادارانو د خوښي دپاره دا ناوړه كار كوي د چاپه وينا چې پښتو لوستل پښتو ليكل يا خپرونى په كښې كول داسې دي لكه څوك چې سره سكروټه په لاس كښې واخلي دهغه غلام دهين انګريزي ژبه په ځان دومره سوره كړي ده كه وس ورسيږي دوي به مورني ژبي په بشپړه ډول د منځ څخه وباسي يا به د اردو ژبي په لمن كښې وروغورځوي.

لكه وړاندي چې وويل شول اوس وخت را رسيدلي دي چې هر څوك و خپل كار ته وږه وركړي يو شاعر يو ليكوال دي تر خپله وسه پوري هڅه وكړي چې كوم ليك دود د پښتودپاره ټاكل شوي دي او په باړه ګل كښې چې ژبپوهانو په ګډه كومي پريكړي كړي دي په هغه دي عمل وكړي تر هغه وخته چې بيا د پښتو د ژبپوهانو غونډه كيږي او هغه څوك چي څه وړانديځونه لري هم هڅه د ژبپوهانو سره وچيړي دانه چي د هر يوه زړه وغواړي چې زه دا وايم بايد ځما خبره ومنل شې كنې دابه وكړم او هغه به وكړم داسې خو به بيا بله ورځ هر يوراولاړيږي هغه به جائيزه او ناجائيزه وړانديځ كوي په كاردي چې دهغه نازكه دنده پښويه (ګرائمر)كاروژبپوهانو ته وسپارل شې بله ورځ به بل څوك چي هميش يې د پښتو او پښتون مخ نوي كړي دي هغه به بيځايه نيوكه راپورته كړي نو ځكه يوواربيا داخبره غبرګول غواړم چې بايد د ژبي پښويه ياګرائمر و ژبپوهانو ته وسپارل شې ځكه چې د پښتو پرمختيا د پښتون پرمختيا ده.

دشلمي پيړي په ورسيتو لسيځو كښې پښتو د يوه ډېر لوئي ناورين سره مخامخ وه او دهغه روانه وه چې په بشپړه ټاټوبى باندي د پښتو په ځائي اردو يا عربي ژبه وتپل شې (په پښتونخوا)كښې اوس هم دا هڅي رواني دي ځكه په ښوونځميو كښې و پښتو ته موقعه نه وركول كيږي چې د لوست او ليك ژبه وګرځول شې په هغه وخت كښې داهڅي مخآمخ رواني وي چې د پښتو ځانګړي پيژندنه (ځ. څ. ږ . ڼ.ښ) د منځ څخه واستل شې نو به پښتو په بله ژبه اړول آسانه شې آن دا چې په خپرونو كښې دهغه ځموږ ځانګړي ټكي نه ګاريدل ما په وارو وارو د خبره كړي ده او زه چې په وارو وارو ليكم ماته بې خونده ښكاره كيږي زه او ارواښاد عزيزالله خان (عزيزماما) هم هغه چاته ورغلو او دي سړي ته مي وويل چې ته ولي دا د پښتو ځانګړي ټكي يا نوري نه ګاروي ددې څخه ته خبر يې چې څه به كيږي...؟ موږ غواړو چې ددي كار څخه لاس واخلي بيا يوه بل تش په نامه پښتون راته وويل كه تاسي (زه) د پښتو د دهغه ځانګړو ټكو په ځائي د اردو ټكي ګار كړم نو به پښتو ليك دود او لوست ډېر آسانه شې ما په ځواب كښې ورته وويل چې دا څه خبره كوي. لنډه دا چې په وارو وارو داسې هڅي شوي دي اوس هم رواني دي خو بيرته هم وياړ ځموږ دهغه چا په برخه دي چې دوي هر وخت بيداره او د پښتو دودي هڅي كوي ددې سره سره چې د هر اړخيزه خواريو او مشكلاتو سره هر وخت مخامخ وي رښتيا خبره داده چې پښو په ياګرائمر يوه ستونځه ده خو د پښتو ژبپوهانو لګيادي چې دوي ددې هواري راوباسي په دي اړه په وارو وارو غونډي شوي دي په باړه ګلي كښې چې كومي پريكړي شوي وي دهغه ډيري ګټي ترلاسه شوي دي خو كه په هغه بشپړه عمل وشې او تر هغه وخته دوام وركول شې چې د ژبپوهانو بله غونډه د ټولو په ګډون كيږي په پښتو ليك دودكښې هغه څوك د ستونځو سره مخامخ كيږي.

څوك چې په شوو پريكړو باندي عمل نه كوي داسې هم د نړۍ په هره مخ په وړاندو ژبو كښې پښو په ګرائمر كښې ستونځي رامخ ته كيږي او په ليك دود كښې هم مشكل لري پخپله دهغه انګريزي ژبه چې ډېر خلګه وياړ باندي كوي ددې په ليك دود كښې پيچومي نه شته او په بيلو بيلو سيمو كښې په بېل بېل ډول نه ليكل كيږي او په زياته بيا د چاچي مورني ژبه انګريزي نه وي خو دهغه ژبه خاوندان ليري ددوي و دهغه ناخوالو ته څوك ګوته پورته كوي خواري او مشكل خو د پښتو سره دي چې په حكومت كښې هم تر ښكيلاك لاندي ده او چيري چې حكومت سرپرستي نه كوي الته هم تر ښكيلاك لاندي ده.

پښتو ژبه د نورو ډېرو ناخوالو سره مخامخ ده كله موږ ددې ناخوالو د منځ څخه د وړلو هڅي كړي دي لومړي دا چې بايد هر پښتون كوچني ته په ښوونځي كښې په پښتو ژبه زده كړي وشې هر ماشوم د خپل تاريخ او جغرافيه سره پيژندګلوي ولري پښتو د دفتر ژبه وګرځول شې او دومره حق چې بشري حق دي هغه وركول شې څوك چې د زړه په وينو يو كتاب يوه مجله يا ورځپاڼه چاپ كوي دهغه سره دي دومره مالي مرته په حكومتي كچه كيږي چې يو ليكوال او مدير نور كتابونه چاپ كړي مجلي او ورځپاڼي راوباسي هغه ته نوره وده وركړي دا نه چې دا هر څه څوك چاپ كوي او بيا پخپله يې په خلګو د خيرات په ډول ويشي ځموږ په ولس كښې دومره سوچ نه شته چې د هر كار په روپو كيږي بايد چې يو څوروپي په وركړم دا ځكه چې حكومتونه ځموږ و ژبه ته ارزښت نه وركوي چې په كومو ملكو كښې چارواكي و خپلې ژبي ته ارزښت وركوي او سرپرستي يې كوي هغعه ژبي وده او پرمختيا كښې واوج ته رسيدلي دي پښتو يا نوري ژبي به څه وده وكړي چې نه يواځي مرسته نه ورسره كيږي بلكې په داسرسر هم ټكول كيږي او د ګډوډي هڅي كيږي د وياړ وړدي ځموږ هغه ليكوال شاعران رڼ انده او زبپوهان چې په وچ ډګار يې خپل هر څه د پښتو دودي دپاره قربان كړي دي او نن يې پښتو په نړۍ والو پيژندلى ده خو حكومتونه ددې وياړ څخه بې برخي بلكي ددې ټولو ناخوالو مسئول دي..؟

تر كومه چې په ليك كښې ستونځي دي ددې هوارول د ژبپوهانو دنده ده بايد چې كار واهل كار ته وسپارونه دا چې په يواځي سر په نيوكو خپل وخت تېر كړو ځما د ورځپاڼي ځلاند سپاړس كاله كيږي زه هر ورځ په پښتو ژبه ډېر ليك كوم او دا مي باور دي چې چا به په لاس دومره ليك نه وي كړي ستونځي او ناخوالي هم ډيري رامخ ته كيږي خو زه نه دا چا څخه ددې په بدل كښې څه غواړم نه په چا باندي څه آسانه كوم دا زما د پښتو په ما باندي دا حق دي كله هم ما داهڅه نه دكړي چې زه د خپلې خواڅخه په ليك دود كښې بدلون راولم بلكې د خپله وسه داهڅه كوم چې د باړه ګلي د پريكړو په رڼا كښې ليك وكړم دا ځكه چې زه ژبپوه نه يم نه ما په ښوونځي كښې خپله مورني ژبه پښتو لوستلي ده دا كار د ژبيوهانو ده هر چا دا كار نه دي تر كومه چې د پښتو دي ګانو خبره ده دا رښتيا خبره ده چې موږ تېروتني په كښې كوو خو دا ځموږ پړه بايد چې ونه ګڼله شې بلكې هغه زورځواكي چې ځموږ قام يې ددې بشري غوښتني څخه بې برخي كړي كه ځموږ ولس او مشرانو په رښتيا هم ددې د مخ نوي هڅي په بشپړه ډول ونه كړي نو به موږ د خپل هر څه څخه بيګانه شو چې اوس هم بيګانه شوي يا په دهغه لور روان يو.

تر كومه پوري چې د بلوچستان د ايالتي حكومت پريكړه ده چې كوچنيانو ته به لومړي زده كړي په مورني ژبه وركول كيږي په رښتيا هم به دهغه كوچنيان زده كونكي دي ګانو څڅه د ناخوالو سره مخامخ كيږي په هغه صورت كښې چې دوي اردو ژبه هم په لومړيو ټولګيو سره لولى دا ځكه چې يو خوا د كوچنيانو دپاره دا ډېر ستونځمن عمل دي چې د لومړي ورځي څخه ودوي ته دوي ژبي (پښتو. اردو) زده كړي پېل شې خوكه كوچنيانو ته يواځي خپله مورني ژبه ور زده كيږي نو به د ناخوالو سره ډېر لږ مخامخ كيږي دا چې يواځي د پښتو په لوست به دوي دوه زړه (CONFUSE) كيږي دا د منلو وړنه ده ولي چې انګريزي ژبه چې د كوچنيانو مورني ژبه نه ده او بل دي چې ډېره بې ډوله ژبه ده لكه په (C#) چې دوي چ جوړوي او داسې نور ډېر د ستونځو څخه ډك توره دوي زده كوي شې نو به مورني ژبه ولي نه زده كوي..؟ خواړه ددې سره لري چې دوي ته څنګه كتاب او څنګه استاد او ژب پوه چې كتاب ورته ليكي هغه يې په برخه كيږي د حبيب الله رفيع د لومړي زده كړي قائده چې دوي د كډوالو كوچنيانو دپاره په پيښور كښې جوړه كړي وه او داسې نوري د پښتو قاعدي او ليك دودكړنلاري شته خو كه ښه استاد ور باندي واوړي نو چې افغان كډوال كوچني په بدو حالاتو كښې خپله ژبه پښتو زده كوي شې نو ځموږ د ځائي ماشومان ولي موږ دومره بې ودي او ناپوه وګڼو خو خبره داده چې موږ د مورنيو ژبو دودي او ماشومانو ته په لوست وركولو كښې څومره سوچه او رښتني يو او هغه څوك چې مورني ژبي يې بې ارزښته غورځولي وي هغه ودي عمل ته څومره سوچه او رښتني دي او ځموږ هغه كهول چې د مورنيو ژبو دپاره يې دهغه وخته هلې ځلې كولي هغه څنګه كردار تر سره كوي..؟ وخت به دا پريكړه كوي..؟

- بېرته شاته