(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.12.14ملی هویت د ملت جوړونې بنسټ جوړوي

25.12.2014لیک: داکتر عبدالحی نیازي

افغانستان د ټولو میشتو اقوامو او ولسونو ګډ کور دی. که څه هم ملی هویت د ملت جوړونې بنسټ جوړوي خو د ملت جوړونې لپاره په هیواد کې د سیاسی واکمنۍ د ټینګښت تر څنګ ، ټولنیز عدالت، ولسواکې، سیاسی، اقتصادی او ټولنیز ودې او ملی ګټو ته ژمني سیاسي او مدني ټولنې جوړیدل رغنده ونډه لري . د ملی هویت په روڼا کي په هېواد کې د ولس ګډ سوله ایز سیاسی ژوند د ملت جوړونې د پاره لاره پرانیزي او ملت د هیواد د خپلواکۍ ، ملی یوالې او د اقتصادی پرمختک مضمن وي. په نړۍ کي داسې هېواد نشته چې اتباع یی د ملی هویت خاوند نه وي او بیله ملی هویته ملت نه جوړیږي او بیله ملته د هېواد پايښت تلپاتی کیدای نشي.

په یوه هیواد کې د سیاسی خپلواکۍ تر څنګ ملی هویت د هیواد د اتباعو ستر ملی سیاسی ارزښت ګڼل کیږي چې د هیواد د اتباعو د ګډ ملی سیاسی ژوند بنسټ جوړوي او ملی هویت د هیواد تابعیت ستره نښه بلل کیږی. دا چې په یوه هېواد کې د ملی هویت نوم څنګه جوړيږي او له کومې لورې څخه سرچینه اخلی په هر هېواد کي سره بيله تاریخچه لري. په یوه هېواد کې د ملی هویت سر چینه اخستنه کوم ځانګړی قانون نه لري په ځينو هېوادونو کې ملی هویت د یو لوی قوم له نامه څخه سرچینه اخلي لکه روس روسیه او یا د یوې لویي سیمې د نامه څخه سرچینه اخلي لکه هند- هندی چې د هیواد د نوم (هند) څخه سرچینه اخلی چې تاریخی ، کلتوری ، سیاسی او ټولنیز اړخونه لري.

د سیاسی اړخ له پلوه National Identity” “ملی هویت یا نشنل آیدنتتی یا د ملی پیژندګلوۍ ستره سیاسي نښه ګڼل کیږي . ملی هویت د یو هېواد د یوه تبعه سیاسی رسمی تعلقیت یا اړیکې د دولت state او ملت یا nation نېشن سره ښیی او د هیواد سره د تابعیت یا citizenship status څرنګوالې تثبیتوي. په نړیواله کچه د هېواد د یوه تلپاتې اوسیدونکې هویت یواځې د ملی هویت پربنسټ جوت او تثبیتیږي خو په ملی کچه د ملی هویت پیژندپاڼه د یو فرد ، دولت او د ملت ترمنځ سیاسی حقوقی اړیکو بنسټ جوړوي. په ځينو هېوادونو کې کله چې یوه ماشوم په هغه هېواد کې زیږي د هغه هېواد د تابعیت او ملی هویت د لرلو حق ورکول کيږي بې له دې چې د هغه د پلار ملی هویت ته وکتل شي او یا ځيني کسان د یو بل هېواد د ملی هویت د لرلو حق هغه وخت ترلاسه کوي چې د هغه سیاسی پناه د محکمې له لارې ومنل شي.

قومی او سیمه ایز هویتونه د هېواد د ملی جوړښت ، ملی موزائیک او د ټولنيزجوړښت د ښکلا ستره برخه او د هېواد د ولسي جوړښت بنسټ جوړوي. قومی او سیمه ایزو هویتونو ته سیاسی بڼه ورکول د ملی هویت، ملت جوړونې او ملی یوالې په وړاندې ستر خنډ او ځنډ ګنل کیږي. قومی او سیمه ایز هویتونه د یوه فیودالې او شاته پاتې ټولني ستره سیاسی برخه جوړوي او یواځې په یوه فیودالې ټولنه کې سیاسی او ټولنیر اړتیا ورته لیدل کیږي خو کله چې ټولنه د ودې او مدنیت پر لور خوځیږي د فیودالې ټولنې بنسټونه ماتیږي او په همغه پرتله قومی او سیمه ایز هویتونه هم خپل سیاسی ارزښت بایلي. د ملی هویت د ټینګښت د ملت جوړونې د پاره لار پرانیزي.

د ملی اړخ او ملت جوړونې له پلوه په یوه پرمختللې متمدنه ټولنه کې ولس قومی او سیمه ایز هویتونه د ملی هویت سره تبادله کوي یانې چې د ټولنې افراد د خپلو قومی او سیمه ایزو هویتونو د سیاسی ازرښت څخه تیریږي چې د هېواد ملی هویت ترلاسه کړي. د هستوګنې هېواد ملی هویت ترلاسه کول یوه حقوقی ، سیاسی ، ټولنیزه ملی او نړیواله اړتیا ده ځکه چې د هېوادونو اتباع د ملی هویت پربنسټ پیژندل کېږی نه د قومی ، سیمه ایز یا مذهبی هویت پربنسټ.

د پولیتیکل ساینس په تدريسي کتاب کي هم د ملی هویت او د هغې د ریښې په اړه کوم ځانګړی تعریف نشته خو د مفهوم د اړخ له پلوه ملی هویت د هیواد تر ټولو قومی ، سیمه ایزو او مذهبی هیویتونو څخه لوړ هویت دی چې ملی هویت د هېواد بیلابیل اقوام، سیمي ، مذاهب، ادیان او ولسونه تر یو واحد پوښښ لاندې راولي. یا نی د یوه هېواد د اتباعو د سیاسی هېوادنۍ پیژندګلوې د پاره په ملی او نړیواله کچه یوه ملی سیاسی نښان ، تاپه ، مارک یا -Brand) برند (ده چې د هېواد په ټول ولس باندې لګیږي او نن په نړۍ کې داسې هېواد نشته چې اتباع یی ملی هویت ونلري او یا دوه ملی هویتونه ولري. د هېواد په کچه د ملی سیاسی پیژند ګلوې د اړخ له پلوه قومی ، سیمه ایز او مذهبی هویتونه هیڅ کله د ملی هویت سره سیاسی سیالی نشی کولای او نه د ملی هویت ځای نیولی شي ځکه چې په یوه دین ، مذهب او یا قوم پورې تړلې خلک په بیلابیلو هېواونو کې اوسیږي.

د ملی هویت سرچینه او اخستنه په ټولو هېوادونو کې یو شان نه ده ، کله چې په یوه هیواد کې سیاسی واکمني ټینګیږي د هېواد د اتباعو د ملی اونړیوالي سیاسی پيژند ګلوۍ د ملی هویت پر اساس کیږي چې په ځینو هېوادونو کې ملی هویت د جغرافیوی نامه سره او په ځینو هېوادونو کې دیو لوی قوم له نامه څخه سرچینه اخلی او یا د واکمنې کورنۍ سره اړخ لګوي لکه سعودی عرب او داسی نور.

په ټولیزه توګه ملی هویت یوه نوی سیاسی اصطلاح ده چې د تاریخ له پلوه دهغه ریښې د فرانسې لوی بورژوازي انقلاب ( 1789 ) ته رسیږی. د هېوادونو د اتباعو د ملی هویت تثبیت په عملی توګه د نولسمي پیړۍ په اروپایی هیوادونو کې د ملت جوړونې د بهير سره سم پیل شوی. د هر هېواد اوسیدونکې د تابعیت حق په سمبولیکه توګه د ملی هویت له لارې تثبیت شو او د ملی هویت پر اساس د بیلابیلو هیوادونو اتباع سره توپیر شول.

قومی هویت د فیودالي ټولنې یوه ستر نښه ګڼل کیږې چې سیمه ایز سیاسی او کلتوری ارزښت لري او په یوه فیودالی ټولنه کې لوي قوم د سیاسی واکمنۍ بنسټ ایږدي خو کله چې ټولنه وده کوي او د ټولنې د ولسونو تر منځ د سیاسی واکمنۍ ترسیورې سیاسی جغرافیا ځانګړې کیږي او هېواد ځني جوړيږي. په هیواد کې قومی او سیمه ایز هویتونه ، دودونه او کلتورونه د ملی کلتور د غنا او لرغونتوب بنسټ جوړوي.

خبره دلته ده چې نن یو شمیر نا پوه او یا پوه مغرضو کړیو عمدآ غواړي چې ملی هویت په قومی اوسیمه ایز هویتونو باندې مات کړي ځکه چې د ملی هویت د کلمې سره مینه نه لري او دا ډول ډلې د افغانستان ولس ملی یوالې ته سیاسی تاوان رسوي. د ملی هویت دښمنان د دې د پاره چې د افغان کلمه د افغانستان د ولس په تذکرو کې درج نشی د دین(اسلام) د کلمې څخه هم تیر دي او وایی چې په تذکرو کې نوم ، د پلار نوم او د نیکه نوم کفایت کوي. د افغان- افغانستان د کلمو د د ښمنانو ستراتیژیکه موخه دا ده که یوځل د افغان د ملی هویت نوم ورک کړو بیا د افغانستان نوم ورکول آسان دی. د افغانستان د نوم او د افغان د ملی هویت دښمنان همدا او د آریانا ، ارین او خراسان په کلماتو باندې سیاسی زور اچولې دی چې د غو کلماتو ته ملی سیاسي بڼه ورکړي تر څو چې د افغان – افغانستان نومونه پکه کړي.

په یوه فیودالی هیواد کي قومی هویتونه ډیر جوت وي او سیمه ایز، سیاسی او کلتوری ارزښت لري ځکه چې په یوه فیودالی هیواد کې د ملت جوړونې بهیر د سیاسی اړخ له پلوه لا نه وي بشپړ شوی نو ځکه قومی هویتونه د ملی هویت په پرتله رنګینه ښکاری خو کله چې د ملت جوړونې بهیر چټکتیا ومومی قومی هویتونه خپل سیاسی ارزښت او رنګ بایلې او د ملی هویت سیاسی او ټولنیز ارزښت په ملی او نړیواله کچه پورته کیږي.

د افغانستان پخوانۍ تذکزې د قومی هویتونو پر اساس ویشل کیدې خو نن د ملت جوړونې بهیر پیل شوی دی او اړینه ده چې د قومی او سیمه ایز هویتونو سیاسی ارزښت کمرنګه شی تر څو چې د ملی هویت بنسټ غښتلې شي. د افغانستان نوم او افغان د ملی هویت کلمې په ټولیزه توګه د افغانستان د دولت د افغانی ماهیت بنسټ جوړوي ،همدارنګه چې د اسلام سپیڅلی دین د افغان ملت د دینې هویت بنسټ جوړوي ، نو په دې توګه افغایت او اسلامیت د افغانستان د ولس دوه تل پاتې ارزښتونه ګڼل کیږي.

که چیرې په یوه هیواد کې قومی او قبیلوی جوړښتونه ، سیمه ییز او قبیلوی کلتور پخپل قوت پاتې شي یانې هیواد د اقوامو ټولنه یا قومی ټولنه وي د دې مانا دا ده چې په هیواد کې ملت په عملی توګه نه دی جوړ شوی او هیواد د خپلي تاریخی ودې او تکامل له پلوه په فیودالی مرحله کې دی او د ملت جوړونې بهیر په ټپه ولاړ دی یا د ځنډ سره مخامخ شوی دی نو هلته ملی هویت عملی بڼه نه لري او ټولنه د هر ډول قومی او سیمه ايزي شخړي او تاوتریخوالې سره مخامخ کیدای شي او ملی ، سیاسی ، اقتصادی ګټې او ملی کلتور په سیمه ایز او قومی ګټو سره ویشل کیږي. په سیاسی توګه پر قومی هویتونو ټینګار کول د ملت جوړونې بهیر نور هم له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د افغان کلمه د افغانستان د اتباعو د پاره نه یواځې لرغونې تاریخي کلتوری ارزښت لري بلکې د معاصر هیوادونو د جوړیدو وروسته د افغانستان د قومونو او ولسونو د يوازيني ملی هویت په توګه د تاریخ په پاڼوکي درج شوی دی. په متمدنو هیوادونو کې کله چې یو فرد د تابعیت د حقوقو څخه برخمن کیږي د ملی هویت د لرلو څخه هم برخمن کیږي. له بده مرغه د کورنیو جګړو په درشل کې دیو شمیر بهرنی پلوو او مغرضو کړیو په ذهنیتونو کې د ملی هویت بحران پیداشو خو دغو کړیو د ملی هویت بحران هیڅ کله ملی بڼه غوره نکړ او د افغانستان په اساسي قانون کي د تیر په څیر افغان د افغانستان د اتباعود یواځنۍ ملی هویت په توګه درج شو. دغو ځانګړو کړیو چې په افغانی سیاسی ادبیاتو کې د ستمیانو په نامه پیژندل شوي دي تل هڅه کوي چې د افغان کلمه و ننګوي او ملی هویت په قومی هویتونو باندې مات کړي یا د افغان کلمه د آریایی ، خراساني یا افغانستانی لغاتوسره معادل کړي. د سیاسی اړخ له پلوه قومی هویت بایلل د ملی هویت د ترلاسه کول په مانا دی خو د ټولنیز اړخ له پلوه قومی جوړښتونه د افغانستان د جوړښت ملی موزائیک جوړوي.

د ثور د کرغیړني کودتا څخه وروسته د افغان دولت ولسي ملي ماهیت (افغانیت او اسلامیت) په بېسارې توګه ځکه کمزورې شو. هغوی د افغان دولت د افغانی ماهیت په ملی، سیاسی او کلتوری ارزښت باندې یا پوه نه ول او یا به د خپلي ایدیالوژي تر اغیزې لاندې په ستراتیژیکه توګه دوی د افغان دولت د افغانی ماهیت د بې بنسټه کولو د پاره میدان ته ودانګل. نن خبره تر دې ځایه پورې ورسیده چې ځينې ډلې په افغانستان کې اوسیږي خو خپل ملی هویت نه مني او ځان افغان نه بولي ځکه پوهیږي په قانون کې داسې ماده نشته چې د افغان- افغانستان د کلمو تخریب کونکې سزا وینې.

د افغان دولت افغانی ماهیت ( افغانیت او اسلامیت) نور بنسټیز اړخونه هم لري چې په هغه کې د افغانستان نوم ، افغان ملی هویت ، ملی ترمنالوژي او د افغانستان خپلواکي شاملیږي چې سیاسی ، تاریخی او کلتوری ریښې لري.

په هېواد جوړونه کې د روښانې غورځنګ اغیره: که چېرې د افغان ولس د سیاسی ارزښتونو د لرغونتوب ریښې او تاریخي اړخ ته یی وګورو لیدل کیږي چې د افغانستان په معاصر تاریخ په افغانی خاوره کې سراج الدين بايزيد اورمړ- پیر روښان د لومړی ځل د پاره د خپلواکۍ غورځنګ ، هېواد جوړونې او دولت جوړونې بنسټ کېښود چې د هغه کړنې د یوې ولسی سیاسی غورځنګ د پیل پیلامه ګڼل کیږي. نو له دې کبله د روښانیانو غورځنګ د معاصر افغانستان د سیاسی تاریخي غورځنګونو په تاریخ کې د افغانانو د سیاسی خپلواک ژوند د ارزښت بنسټ ایښودونکې او د افغاني دولت د جوړونې هیله د روښانیانو د غورځنګ څخه پیلیږي چې دهندوستان مغلو د امپراطوری په وړاندې د افغانانو د خپلواکې بیرغ اوچت کړ چې وروسته د روښانې غورځنګ روڼا دهندوستان مغلو د امپراطوری په وړاندې یوسفزیو قوم سیاسی بغاوت، د نوميالي اتل دريا خان اپريدي او نومیالی اتل ایمل خان مومند او خوشحال خان خټک د روښانی غورځنګ څخه سخت اغیز مند شوې ول.

په سول د خونې خان خانان شو اور پورې په خونه د اېمل خان شو

په واروار پورې په درست افغان شو که ونه مړ ، دايم نارې وهم

پیر روښان او د وزیرستان ولس چې په هند کې د غلجی او لودی افغانان د سیاسی واک او برم څخه سخت اغیزمن ول، دافغان خاوره په تاریخ کې پیر روښان او د هغه یاران لومړنې افغان مبارزې ډلې ګنل کیږي چې د خپلواکې بیرغ يې پورته کړی دی.

ظهير الدين محمد بابر د پانى پت په ميدان کې د لوديانو لښکر ته ماته ورکړه په هندوستان کې د مغولى دولت بنسټ يې کيښود. بابر پر سلطان ابراهيم لودى بريالى شو او د مغولى حکومت بنسټ يې په ډهلى کې کيښود . بايزيد روښان د خپلواک افغان دولت د جوړیدو دپاره د مغلو د واکمني پر ضد په جګړه لاس پورې کړاو تر ١٥٨٥ م کال پورى د مغلو د یرغلګروپر وړاندې په پښتونخوا کې و جنگيد.

پیرروښان د افغاني خاورې د خپلواکې او د خپلواک افغان دولت د جوړولو د پاره دهند د یرغل ګر مغلی دولت په وړاندې خپلې وسلوالې سیاسی ، ملی او مذهبی مبازره د وزیرستان له ولایت څخه پیلوي او په هغه لاره کې د خپل ژوند تر وروستي سلګی پورې جنګیږي او د لویو سیاسی غورځنګونو بنسټ ایږدي. د روښانی غورځنګ سیاسی هیلې په افغاني سیمو کې تر یو سلو شپیته کاله پورې وغځېدې ، د دریا خان ، ایمل خان ، خوشحال خان خټک او د میرویس خان هوتک خپلواکی غوښتونکې سیاسی غورځنګونه د روښانی غورځنګ څخه سخت اغیزمن ول تر څو چې احمدشاه بابا د روښاني غورځنګ سیاسی هیلې په بشپړه توګه د عمل په ډګر پلې کړې او په افغانی خاوره کې د خپلواک لوی افغانستان بنسټ یی کېښود روح یی ښاد وي. نن د افغانستان نوم او د افغان ملی هویت کلمه هم د همدغه ځایه څخه سیاسی سرچینه اخلي.

خوشحال خان خټک ، ایمل خان مومند او دریا خان اپريدی ، میرویس نیکه او احمد شاه بابا د روښانی خپلواکی غوښتنونکې غورځنګ په روڼا (خپلواکی ،افغانیت او اسلامیت) کې د خپلواک افغان دولت د جوړیدو د پاره ملاوتړل او په پای کې لوی احمدشاه بابا د افغان خپلواک دولت او د لوی افغانستان بڼست کیښود. د احمد شاهی دولت دوه ستر میراثونه یانی پر افغانی خاوره هېواد جوړونه د هېواد نوم (افغانستان) او د هېواد د وګړي ملی هویت ( افغان) دي چې د افغان دولت د ماهیت ملی بڼست جوړوي. رحمان بابا وایی :

چې کشور د افغانانو معطر شي – هر مصره د شعر مې زلفې د خوبان شي

بیا خوشحال بابا وایی

د افغان په ننګ می وتړله توره - ننګیالی د زمانی خوشحال خټک یم

خبره دا نده چې د افغانانو نژادی ریښې تثبیت کړو، دا ډیر تاریخي او جینیتیکی څیړنې ته اړ تیا لري ځکه چې آرین او آرینزم د اروپا څخه پورته شوي دي او د هتلر د نازي ګوند د اتینک آیدیالوژي په توګه د جرمن ملت د نژادی لوړتیا غوښتنې دپاره کارول شوی دی. بلکې خبره دا چې یو شمیر ستمی ډلې غواړی افغاني ملی هویت وننګوی او د افغان او افغانستان د کلمې د تضعیفولو د پاره د آریا نا ، آریایی او آرین لغات په سیاسی توګه کاروي تر څو چې افغان کلمې کمزوري او بې بڼسته کړي.دا د افغان ضد ډلې غواړی د آریانا او آریایی کلمې تر هغو پورې وغځوي چې ټول افغان ولس او په ځانګړې توګه پښتانه په دې قانع کړي چې د افغان ترکلمې تیر شي او آریانا او آریایی د خپل هویت په توګه ومني.

نن د افغان دولت په افغانی ماهیت کې نه یواځې اسلامیت ، خپلواکې ، افغانیت ، او ولسواکې شاملیږي بلکه ټولې ملی ترمینالوژي ( هغه پښتو بنسټه کلمات ملی) شاملیږي چې په اساسي قانون کې ورته اشاره شوې خو ملی مصطلحاتو باید د يوې دولتی رسالې خوا دیوې ټولګي په توګه نه دي جوت شوي چې نن سخت اړتیا ورته لیدل کیږي خو افغان دولت دومره ويلې چې ملی ترمنالوژی یا ملی مصطلحات د افغان دولت هستي ده.

له بده مرغه په نوي چاپیدونکې پیژندپاڼه یا تذکره کې ملی هویت ( افغان) ندې ذکر شوی. اړینه ده چې د افغانستان د ټولو اتباعو د افغان کلمه د ملی هویت په توګه درج شي ځکه چې ملی هویت د ملت جوړونې بنسټ جوړوي. له بل پلوه د ملی هویت د سیاسی ارزښت د ترلاسه کولو د پاره د افغانستان هره تبعه باید د خپل قومی هویت تر سیاسی ارزښت تیر شي چې ملی هویت خپل کړي یانې چې ملی هویت د سیاسی اړخ له پلوه نباید په قومی هویتونو باندې مات شي.

له هغه ځایه نن افغانان د سیمې په هېوادونو کې بیله باسپورته په پراخه تګ راتګ کوي اړینه ده چې په افغانی تذکره کې د هره تبعه د پیژندپاڼي تر شا په انګریزی ژبه نشنل آیدنتتی افغان ولیکل شي. (National Identity-Afghan)

د انتروپولوژی او سوسیالوژی د علم له مخې قوم ، قبیله ، اتنیک ګروپ او اتنیسیتی یوه بشری طبعی ټولنیز جوړښت دی چې ګډ جنیتیک یا بیولوژیک ریښې او کلتور لري خو ملتونه جوړیږی او د ملت جوړونې په وړاندې قومی، نژادی ، مذهبی او کلتوری توپیرونه خنډ ګرځیدلی نشي په دې شراط چې ولس په یو هیواد کې تر یو واحد سیاسی واکمنۍ او قانون لاندې ژوند وکړي.

قوم او قبیله چې د فیودالې ټولنې یوه ټولنیز جوړښت دی خو تل پاتې نه دی او هرڅومره چې ټولنه د بورژوازي اړیکو پر لور وده وکړي او ښاری کلتور منځ ته راشي قومی جوړښتونه خپله سیاسی اهمیت بایلي او د ملت جوړونې په پروسه کې مدغم کیږی او ملی هویت د قومی هویت ځای نیسی. کله چې ملت جوړ شي قومی هویت یواځې د هیواد د ټولنیز جوړښت او د ملی موزائیک څرنګوالې څرګندوی او ملی کلتور د قدامت او غنا ریښې او بڼست جوړوی د بلې خوا خدای (ج) بنې آدم د اقوامو او قبایلو په ډول خلق کړي دي چې یو د بل سره ښه تعارف او پیژنګلوی پیداکړي چې دهغه عالی مرحله په هیواونو کې ملتونه دی چې د نړۍ په کچه ملتونه په هیوادونو کې د ملی هویت پر اساس سره معرفت او پیژنګلوي پیداکوی.

- بېرته شاته