(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.12.14زموږ هم خدای ج شته

25.12.2014  لیک: بصيرالحق عادل
کله چې ټولې هېلې تر خاورو لاندې شي، کله چې څوک يو چاته تمه لري او تمه يې پرې شي، کله چې څوک د خپلې ستونزې د حل لپاره يو څوک وټاکي او خپل اميدونه ورته وغوړوي او بېرته پرې خزان راشي، کله چې د چا ارمانونه د سيند له ياغي څپو سره لاهو شي، نو بيا په اسويلو اسويلو خپل زړه ته په دې قناعت ورکړي چې: ((زموږ هم خدای ج شته.))
په افغانستان کې روان حالاتو موږ دې ته مجبوره کړو چې له ډېرو چغو او فريادونو وروسته خپلې هېلې په خپلو لاسونو دفن کړو او په هيبتناکه چغه ووايو چې: ((زموږ هم خدای شته.))
سږ کال د افغانانو او پښتنو لپاره تر ټولو بدبخته کال و، ځکه چې ټاکنې ترسره شوې، سږ کال تر ټولو غميز و، ځکه چې د پکتيکا د فوټپال په ميدان کې شوي بريد په ثانيو کې د لسګونه ځوانانو ميندې او پلرونه د خپلو تنکيو بچو د مرګ له تريخ خبر سره مخ کړل، سږ کال د افغان وجود بل غړي پښتونخوا د خپلو نا سپړلو غټيو په پرې کېدو سره اوښکې توی کړې، سږ کال د کنړ له غرونو د بارودو تور لوګي پورته شول او سږ کال. . .
سږ کال په دې د افغانانو لپاره ښه کال نه و چې د ټاکنو له خبرونو، راپورونو، ليکنو، تبصرو، فيچرونو هر افغان، لوستی او نالوستی، ښځه او نر، ځوان او پېغله، لوی او ماشوم، روغ او لېونی دومره ستړي شول چې د هر چا زړه غوښتل په داسې ځای کې ژوند غوره کړي چې نه خبر واوري او نه د ټاکنو په اړه څوک خبرې وکړي.
له روانو ټاکنو مخکې د هر افغان په زړه کې زړې او ورستې هېلې تازه شوې، د هر چا د هېلو او ارمانونو په موسم د نوي پسرلي زيري وشول، د نوي ولسمشر په راتللو هر چا ځان ولسمشر باله او هر چاته د خپلو خوبونو تعبيرونه رښتيني ښکاره شول.
خو،،،
داسې ونه وشول، کاشکې يوازې مو بېرته تېرې هېلې له ځان سره سنبال کړي وای،
کاشکې مو يوازې خپلو زړونو ته په دې قناعت ورکړی وای چې تېر خوبونه مو درواغ دي خو نوي خوبونه به مو رښتيني وي،
کاشکې مو. . .
هر څه چپه شول د استاد الفت بيت مې مخته مخته کيږي:
 
 
تعبير يې کړی ما په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکل مې خوب کې د جانان ليدلی دی
خدايه!!!
موږ خو ظالمان هم نه يو پر موږ ولې چپه شوه، موږ به خپلې هېلې بېرته په قبرونو کې دفن کړو، خو زما پتکيکا کې دفوټبال ميدان په مړستون ولې بدليږي؟
زما پېښور کې ناسپړلې غوټۍ ولې پرې کيږي؟
او زما د کنړ بچيان ولې د بارودو په لوګيو کې خپل ورک باباجان لټوي؟
ددغه ټولو بدبختيو پړه په چا واچوو؟
پر ځان يې واچوو چې رايه مو کارولې ده، که هغه څوک ملامت دي چې په ارګ کې يې زموږ په رايه جګړه ده!؟
خدايه، موږ به خپلو ټولو ارمانونو او هېلو باندې خروار خاورې واړوو، موږ به نور د خپلو خوبونه تعبيرونه نه وباسو، خو له نورو طوفانونو مو وژغوره.
خدايه!
ته خو مو هر وخت چغې او فريادونه اورې، خو موږ به هغه چاته چې زموږ په وينو تر ارګه ورسېدل او د ارګ د بندو دېوالونو په منځ کې يې په واک جګړه ده، موږ به هغه چاته چې، د دوی د برياليتوب لپاره مو خپلې د شهادت ګوتې پرې کړې د زړه له درده همدا چغه وکړو چې:

- بېرته شاته