(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.12.14 د ملي یووالي حکومت


د« ملي یووالي حکومت » دامریکایانو دپلانونو دپلي کیدو په خاطر پر افغانانو وتپل شو

16.12.2014  لیک: پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي

امریکایان ولې دې ته اړ شول چې د ټولو نړیوالو او کورنیو څارونکو د تاييد سره سره چې دافغانستان وروستنۍ ټول ټاکنې یې دبل هر وخت نه رڼې او بې درغلیو بللې په لوې لاس دستونزو سره مخامخ کړي او دټاکنو نورمال بهیر د هیواد داساسي قانون او ټولټآکنو قانون سره په ټکر کې راولي نه یواځې امریکا ،بلکې ټول پراختیا غوښتونکي ځبرځواکونه تر هرڅه زیات خپلو او دخپلو لاسپوڅو کورنیو اجنټانو ګټو ته دافغانستان دعامو خلکو خوښه اواراده له خطرونو ډک ګڼي او پر وړاندې یې د زغم وسه نه لري څرنګه چې د جمهور رییس دپاره د ټولټاکنود دویم پړاو بهیر دعاموخلکو ، په تیره بیا په پښتون میشته سیمو کې ، د یوخوځښت بڼه غوره کړې وه ، نوځکه امریکایانو او ددوﺉ دګټو شریکوافغانانو ،عبدالله عبدالله اوپلویانویې ، دټولټاکنو دپایلو په وړاندې بغاوت وکړ ټول ملي او نړیوال نورمونه یې تر پښولاندې کړل او د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو قانون د اصولو سره سم د نوي جمهور رییس د اعلان او واک ته د رسیدو مخه یې ونیوله عبدالله اوټیم یې پوره شپږ میاشتې د امریکایانوسره په همغږۍ او ملاتړ چنې ووهلې ، لارې یې بندې کړې او د موازي حکومت د جوړیدو چې ډیرو خلکو ترې دهیواد دلاپسې تجزیې مانا ایستله ګواښونه وکړل ترڅو ځان په دولتي قدرت کې شریک کړي 
امریکایانو ته اشرف غني احمدزی دومره بې لارې او دخپلو ګټو ضد سړی نه ښکاره کیده او ورته یې دخپلو ګټوضد کس په سترګه نه کتل، ځکه چې دوﺉ فکر نه شو کولای چې له ده څخه به په پښتون میشته سیمو کې په دې کچه ملاتړ کیږي ښایي چې په عادي ډول د نورو متحدینو په مرسته قدرت ته درسیدوپه لار کې یې ورته ستونزې نه وای پیدا کړې ،ځکه چې دی به دومره قوي جمهور رییس نه وای چې دامریکایانو دخوښې پر ځای یې دخپلوخلکو په خوښه په خپلواک ډول خپل کارونه سرته رسولای خوکله چې امریکایانو له اشرف غني څخه دهغو خلکو ملاتړ ولید چې دامریکایانو په واسطه په ډیر بیرحمانه ډول ځپل شوي او ځپل کیږي ، نو ددغو خلکو په ملاتړ د اشرف غني جمهور رییس کیدل یې دخپلو اود خپلو لاسپوڅو دګټو ضدعمل وګاڼه او ترڅو یې عبدالله عبدالله ورسره په دولتې قدرت کې نه و شریک کړی مخالفت ته یې دوام ورکړ
امریکایانو غوښتل په خپل دې دریځ سره څو موخې لاس ته راوړي یوه موخه یې دافغانستان دخلکو ارادې ته په سپکه کتل او خپله اراده پرې تپل دي امریکایان په دې کار سره غواړي افغانانو ته وښایي چې هرڅه چې امریکایان وغواړي هغه به کیږي ، نه داچې دافغانستان خلک یې وغواړي امریکایان فکر کوي چې په دې کار سره به دافغانستان خلک ناهیلي او پرځان بې باوره کړي او په راتلونکې کې به دتپل شوي ناورین څخه د ژغورلو په خاطر نه راپورته کیږي خو هر څوک چې افغانانو ته په سپکه وګوري د ناهیلۍ پرځای یې دغچ اخستو اړخ قوي کیږي ، نو ځکه امریکایانو ته پکاردي چې دافغانانو ارادې ته په سپکه ونه ګوري او په دې هکله دخپلو اسلافو انګریزي او روسي استعمارچیانو له تجربو څخه ګټه واخلي 
د ټولټاکنو په هکله دامریکایانو د دریځ بله موخه په افغانستان کې د یو واحد ټیم ، ګوند یا ایتلاف په واسطه د یودولت د منځته راتلو مخنیوی و که یواځې د اشرف غني ټیم د دولت واګې په لاس کې اخستې وای دا به یوموټي ځواکمن دولت وای چې امریکایان هیڅکله په افغانستان کې یو موټی ځواکمن دولت نه غواړي او دخپلو پراختیا غوښتونکو موخو په وړاندې یې خنډ ګڼي نو ځکه امریکایانو دافغانستان اساسي قانون او انتخاباتو قانون او ټولو نړیوالو نورمونو څخه په سرغړولو سره پر افغانستان باندې دامریکایانو دتیري دمتحدینوعبدالله عبدالله ټیم دخپلو مخکنیو ژمنو سره سم په ټولټاکنوکې د ګټونکي ټیم سره په قدرت کې شریک کړ په دې کار سره امریکایانو پر افغانانو باندې د امریکایي ډوله دموکراسۍ په تپلوسره داسې چلند وکړ چې په تاریخ کې ساری نه لري او دافغانستان د اساسي قانون سره بشپړ مخالفت لري د اجراییه رییس مقام چې د صدر اعظم دمقام سره یوشی ګڼل کیږي دافغانستان داساسي قانون ، چې دجمهوري نظام پکې منل شوی دی ، سره په ټکر کې داساسي قانون ضد عمل دی له دې څخه په څرګند ډول جوته شوه چې په دې تیرو دیارلسو کلونوکې دقانون ضد اعمالو او له قانون څخه د سرغړولو بنسټیز علت په افغانستان کې د امریکایانو له خوا افغانستان ته د« امریکایي دموکراسۍ » راوړل دي 
د« ملي یووالي » حکومت په جوړولو سره امریکایانو وکړای شول پر افغانستان باندې داسې امنیتي تړون وتپي چې نه یواځې عادلانه نه دی او د دواړو هیوادونو ګټې په کې د دووخپلواکو هیوادونو او برابرو پارترنرانو په څیر غبرګون نه دی موندلی ، بلکې له ورایه ترې د حاکم او محکوم بوی راځي امریکایانو دانګریزي استعمارچیانو په څیر د هر ډول فشار او ګواښ څخه کارواخیست او دخلکو له خوا ټاکل شوی ولسمشر یې دانتصاب په ډول د بایلونکي نوماند سره د دې دپاره په قدرت کې شریک کړ چې خپلې غوښتنې پرې ومني او دې ته یې اړ باسي چې د افغانانو دپاره پرې د زندۍ ، نا امنۍاو محرومیت تړون لاسلیک کړي ددې تړون پلویان به هر ډول نغارې ډنګوي ، خو د تړون منځپانګه نه یواځې افغان مظلوم ولس د امریکایي پوځیانوله خوا دوحشت او په خپلو کورونو او خپل هیواد کې د سپکاویواو ظلمونو څخه نه ژغوري ،بلکې جګړې ، فساد او نا امنۍ به دوام ومومي او زیات شي افغانستان به د رښتیانۍ خپلواکۍ ،ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیادنه خوندي توب له امله د یو خپلواک هیواد پرځای د نړۍ دهیوادونو په لیکه کې د امریکې د سپوږ مکۍ په بڼه شمیرل کیږي او تل به نورو ته اړ او له خپلو امکاناتو او شتمنیو ځنې له ګټې اخستو څخه محروم وي 

بایدوویل شي چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله خو لادټولټاکنو دپاره دکمپاین په وخت کې دیوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې وه چې له امریکایانو سره به دافغانانو دملي ګټوپه نظر کې نیولو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي خو داسې یې نه و ویلي چې په پټو سترګو او دخلکو دغوښتنو سره په مخالفت کې حتی دوﺉ دمشورتي لویې جرګې له خوا وړاندیزونه هم په نظر کې ونه نیول او واک ته د رسیدو په دویمه ورځ یې د امریکایانو دغوښتنې سره سم په بیړه او پټو سترګودغه امنیتي تړون چې متن یې امریکایانو جوړ کړی ولاسلیک کړ .خلک وایي چې عبدالله عبدالله خو لاپر افغانستان باندې د امریکایانو له یرغل څخه مخکې د ډالرو په مقابل کې دامریکایانو په چوپړکې ولاړ و ، خو اشرف غني احمدزي خو د افغانانو له حقوقو څخه د دفاع او سوکالۍ او دهیواد د پرمختګ او ترقۍ په لار کې د خپل استعداد او لیاقت څخه دګټې اخستو خبرې کولې ایا ده ته په پټو سترګو ، په بیړه بې دخلکو دخوښې او غوښتنو په نظرکې نیولو سره د امنیتي تړون لاسلیک کیدل دخپلو ژمنو پوره کول دي او که په خپلو ژمنو په پښو ختل ؟ اشرف غني ددغه تړون له لاسلیک څخه وروسته دا هم وویل چې هر وخت چې وغواړي د تړون په کومه برخه کې تغیر راشي او یا له منځه ولاړه شي دا کیدای شي او هیڅ ډول ستونزه نه لري ،خودا دخلکو دغولولو دپاره هسې خبرې دي که امریکایانو په تړون کې تغیر راوړو ته غاړه ایښودله نو بیایې ولې دمشورتي لویې جرګې سپارښتنې په تړون کې په نظرکې ونه نیولې او د« ملي یووالي دحکومت په مشرانو یې په دومره بیړه لاسلیک کړ اشرف غني باید پوه شي چې د ملي ګټو سره سم د هرکار سرته رسول دافغانستان دخلکو دملاتړ څخه پرته ناشونی دی او ده دخلکو دخوښې او مشورې څخه پرته په بیړه او پټو سترګو ددغه تړون په لاسلیک کولو سره دخلکود ملاتړ لاسته راوړل ستونزمن کار ګرځولی دی .ځکه چې دغه امنیتي تړون د ډیروخلکوپه اند د هیواد د ګټو سره هیڅ تړاو نه لري افغانان په دې محتوی د تړون په لاسلیک کولو سره بې له دوام داره جګړو ،فقر ، بې وزلۍ ،محرومیت او د بهرنیو هیوادونو د تیریو ، لاسوهنو او توطیوله دوام څخه بل هیڅ شی لاسته نه راوړی نو ځکه د افغانانو دمطلق اکثریت په نظر د دغسې تړون لاسلیک کول د اشرف غني احمدزي ډیره ستره اشتباه ده او دا د افغانستان دخلکو د ایل کیدو په لار کې د امریکایانو یوه بله پلان شوې توطیه ګڼي چې له تیري څخه وروسته یې د«ملي یووالي » حکومت په مرسته سرته ورسوله د امنیتي تړون لاسلیک بې دخلکو د غمیزې له اوږدیدوڅخه افغانانو ته بل څه نه شي ورکولای، چې څرګند مثال یې په دې وروستیو وختونو کې دامریکایي ځواکونو له خوا په خوست ، ننګرهار ، پروان اونورو ولایتونو کې د بې ګناه ملکي خلکومحاصره کول او له هوا څخه پرې بمونه ورول دي چې دښځو او ماشومانو په ګډون پکې یو زیات شمیر بې ګناه افغانان تردې دمه په شهادت ورسیدل او ټپیان شول په وروستیو وختونوکې د جګړو او ځان مرګې بریدونو سختوالی او زیاتوالی د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو سره نیغ په نیغه اړیکي لري امنیتي تړون په لاسلیک کیدوسره په ټول هیواد کې نا امنۍ ، جنایتونه او د بهرنیو هیوادونو ، په تیره بیاد پاکستان لاسوهنې او تیري اود ډیورنډ دمنحوسې کرښې دواړو خواوو ته پښتون ځپنه لاپسې زیات او سخت شول 
دا د « ملي یووالي » دحکومت لومړی « ابتکار » وچې داسې تړون یې لاسلیک کړ خدای ج پوهیږي چې امریکایان نور څه پلانونه لري چې د « ملي یووالي » حکومت د ولسمشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله په واسطه یې سرته ورسوي د« ملي یووالي » حکومت ، چې د جمهور رییس د پاره د ټولټاکنو او په تیره بیا، دخلکو د ارادې او رایو په مسخره کولو سره دامریکایانو له خوا جوړ شو،موخه یې یواځې او یواځې زموږ په هیواد او سیمه کې دامریکایي ځبر ځواک دستراتیژیکو ګټو د لاسته راوړو دپاره د دوﺉ د پلانونوپلي کول دي .د«ملي یووالي » حکومت په جوړیدو سره لکه دامنیتي تړون په څیر به پلانونه دامریکې پلي کیږي ، ګټې به یې امریکایانو او د دوﺉ یارانو ته رسیږي او قربانۍ او ستونزې به افغان ولس ګالي ، ځکه چې دملي یووالي حکومت به خلکوته دخدمت پرځای په خپل منځ کې د امتیازونو او پوستونو پر سر چنې وهيپه دې کې شک نه شته که چیرته د « ملي یووالي » په نوم حکومت منځته نه وای راغلی غني به امنیتي تړون تر لاسلیک کیدوڅخه مخکې لږ تر لږه دخپلو پلویانو او دهغو خلکو استازو سره چې دی یې د ولسمشر په څیر غوره کړی و مشوره کړې وای خو کله چې د انتخاب پرځای ،بې له دې چې اعلان کړي چې څومره رایې یې وړي دي ، دجمهور رییس په توګه انتصاب کیږي ، نو بیا به مشوره له هغه چاسره کوي چې دی یې دولسمشر په نوم انتصاب کړی دی 
ځینې کسان ، په تیره بیا ، د اشرف غني پلویان او دامریکایي دموکراسۍ پتنګان به وایې چې بله لار نه وه ځکه چې د هیواد سوله او ثبات له بهر او دننه دواړو څخه تر ګواښ لاندې اوجګړې روانې دي او وسله وال پوځ یې په موجوده وسلو مخه نه شي نیولی اقتصادي وضع دومره خرابه ده چې ان د وسله والو ځواکونو او دولتي ملکي مامورینو معاشونه هم نه شته او داسې نور . . . . نو ځکه مجبور شولو چې دامریکې سره داسې یو امنیتي تړون لاسلیک کړو چې یواځې د امریکې په ګټه وي او موږ ته د تړون له کبله نه ، بلکې د خیرات ورکولو د ژمنو له مخې په کچکول کې څه راو اچوي غوره به داوی چې دا ټول واقعیتونه د تړون له لاسلیک کیدو څخه مخکې دافغان ولس سره شریک شوي وای خو اوس چې د امریکایانو سره نوموړی امنیتي تړون د « ولسي جرګې » او « مشرانو جرګې » له خوا هم په پټو سترګو تایید او دجمهور رییس له خوا هم لاسلیک شو، نو هغه څه چې دوﺉ یې نغارې ډنګولې چې د امنیتي تړون لاسلیک کیدو سره یې لاس ته راوړي او که یې رانه وړل ، نو باید د امریکې او ناټو سره د دې تړونونو په دوام چې د افغانستان دخلکو امنیت ، اقتصاد او عادي نورمال ژوندیې لاپسې د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دی له سره کتنه وشي 

سره ددې چې امریکایانو د « ملي یووالي حکومت » په جوړیدو سره په یو حکومت کې دوه حکومتونه ځای پرځای کړل او خلک دواړه مشران دحکومتي چارو په سرته رسولو کې یوشان شریک اودټولو ناخوالو مسؤل ګڼي ،خو څرنګه چې ډاکتر اشرف غني احمدزی د جمهور رییس او عبدالله عبدالله د اجرایوي رییس په توګه اعلان شوي دي ،نو دهرې ناخوالې او ستونزې مسؤلیت هم اشرف غني ته ډیر راجع کیږي او عبدالله عبدالله به یواځې پر اشرف غني دفشار د الې په توګه وي نوځکه اشرف غني که د افغانستان دخلکو له ملي ګټو څخه دفاع او ساتنه ونه کړي او دخپل شخصي قدرت د ساتلود پاره دافغانستان دخلکوپرضدپر توطیو سترګې پټې کړي او یا دافغانانو دملي ګټو پر ضد دپردیو په چوپړ کې ودریږي ، وه دې ډار شي چې دافغانستان خلک یې پرضد ؤنه دریږي او دخپل مشر پر ځای د پردیوپه چوپړ کې د دښمن په سترګه ورته وه نه ګوري خلکو چې د یو خوځښت په څیر د ټولټاکنو په دویم پړاو کې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړې د دې د پاره وې چې اشرف غني به د افغانستان خلک له اوسني ناورین څخه، چې د پردیو او د هغو د ګوډاګیانو د توطیو له کبله ورسره مخامخ دي ، وژغوري نوځکه اشرف غني که دخلکو له غوښتنو سره سم چلند ونه کړي او یا د افغانستان دخلکو دغوښتنو او ملي ګټو پرضد ، لکه دامریکایانو سره د« ملي یووالي » دحکومت د جوړیدو او ورسره سم د امنیتي تړون دلاسلیک په څیر په نورو توطیو کې ښکیل شي ، نو نه یوازې هیڅ رښتینی افغان به ترې ملاتړ ونه کړي ، بلکې د یو لاسپوڅي ولسمشر په څیر به یې پرضد مبارزه خپله ملي او اسلامي دنده وګڼي او دخلکو له خوابه د شاه شجاعګانو سره په یوه تله کې وه تلل شي 

خلک دا ویره لري چې ځینو امریکایانوخو لاپخوا د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف پر افغانانو باندې په ۱۸۹۳کال کې دانګریزي استعمارچیانو په واسطه د « ډیورنډ » توره تپل شوې استعماري کرښه دافغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوال برید په توګه په بشپړه بې حیایي اعلانوي او دخپلو لاسپوڅو پنجابي استعمارچیانو دګټو دپاره دواحد افغان ملت ویشلو ته دوام ورکوي په عبدالله عبدالله هم د پښتون دښمنه متعصبو سکتارستانو ، ایرانپرستانو او دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي د دښمنانو نفوذ او اغیزکمزوری نه ګڼي پنجابیانو هم د« ملي یووالي »حکومت په واسطه د ډیورنډ د استعماري تورې کرښې د ستونزې داواري په هکله پروپیګنډې زیاتې کړې دي،نو ځکه ډارشته، داسې نه چې امریکایان بله توطیه وکړي او د « ملي یووالي » پرحکومت ،چې اشرف غني یې مشردی ، د «ډیورنډ » د کرغیړنې کرښې توطیه دافغانستان دخلکو د غوښتنو سره په بشپړ ضدیت کې وغزوي د افغانانو ویره پر«ملي یووالي حکومت » باندې ، دامریکایانو د ډیر نفوذ او دننه په حکومت کې د استعمار په واسطه د ویشل شوي افغانستان دبیرته یووالي سره د ځینو پردیپالو حساسیت او ضدیت ، چې د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی د ټول پښتون قوم یووالی او دخپلو سکتاریستي او قومي ګټو ضدعمل ګڼي ، څخه سرچینه اخلي .

سره د دې چې هیڅ ولسمشر ، حکومت او یا پارلمان دا صلاحیت نه لري چې د افغانستان د خلکو د سترو ملي ګټو په وړاندې دغه ډول ملي ضد کړنې ترسره کړي ، له اموڅخه تر اباسینه پورې د افغانستان د ټولو خلکو دښمني په غاړه واخلي او د واحد افغانستان د بیرته یووالي په وړاندې د ډیورنډ د استعماري کرښې شتون ته، چې کورونه ،کلي ،ټبرونه اویوقوم یې ویشلی دی سر وخوځوي او یا بې تفاوته پاتې شي خوکیدای شي چې د استعماري ځواکونو تر اغیز لاندې حکومتونه د بهرنیو هیوادونو دملاتړ د لاسته راوړو د پاره دخپلوخلکو پرغوښتنو او ګټو سترګې پټې کړي او دخپلو شخصي ګټو په خاطرد افغانانو پرملي ګټو او ملي نوامیسو معامله وکړي چې په دې سره به دهیواد ملي وطنپال ځواکونه اوخلک د ننګوونو سره مخامخ کړي او د خپلوملي نوامیسو څخه د دفاع په خاطر سراسري ملي پاڅون ته وهڅوي 

که جمهور رییس غواړي چې په رښتیا سره په افغانستان کې یو ځواکمن مرکزي دولت جوړ کړي چې له هر ډول فساد نه پاک وي ، دپردیو دتیریو ،لاسوهنو او توطیو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي ،نو باید داسې سیاست او چلند خپل کړي چې له اموڅخه تر اباسینه پورې ټول افغانان ،دی د خپل سراومال او ملي نوامیسو څخه ددفاع په لار کې ډاډمن مدافع وګڼي او دخپل مشر په توګه پرې باور وکړي ددې دپاره چې له امو څخه تر اباسینه پورې د افغان واحدملت د باور او ملاتړ وړ وګرځي ، جمهور رییس ته پکار ده چې د امریکایانو او پنجابیانو له خوا د تر وریزم سره د مبارزې تر پلمې لاندې د ډیورنډ دواړو خواوو افغانانو د ځپلو پرضد کلک دریځ ونیسي او سمدستي د هوایي او ځمکنیو جګړه ایزو او چاڼیزو عملیاتو ،چې هره ورځ پکې په لسګونو بیګناه ښځې ،ماشومان او ملکي خلک د« مشکوکو وسله والو » په نومونو وژل کیږي ،د ودرولو غوښتنه وکړي اوجګړو ته د دوام ورکولو پر ځای د مخالفینو سره د سولې خبرې پیل شي 

تروریزم ،په ټوله نړۍ کې د جګړو ضد سازمانونو او شخصیتونو په نظر، د استعماري سیاستونو او چلندونو زیږنده ده په تیره بیا تروریزم سره مبارزه دامریکې د پراختیا غوښتونکي استعماري سیاست چې غواړي پر نړۍ باندې د یوې امپراتورۍ په څیر حکومت وکړي ، وسیله او پلمه ګرځیدلې ده هرچیرته چې دتروریزم پر ضد د جګړې په پلمه امریکایي پوځیانو شتون موندلی دی ، ورسره سم د جګړو اور بل شوی او پکې د دغوسیمو بیګناه خلک سوځیدلي او د ډول ډول ستونز و ، کړاوونو او بدمرغیو سره مخامخ شوي دي دامریکایي پوځونو دشتون په صورت کې په افغانستان کې سوله او ثبات منځته نه شي راتلای ، جګړې به نه یواځې دوام ولري ، بلکې زیاتې به شي له امریکې سره دامنیتي تړون په لاسلیک کیدو او د« ملي یووالي حکومت » په منځته راتلو سره په افغانستان کې نه یواځې د جګړې په ډګر کې دچاڼیزو عملیاتو ترپلمې لاندې دافغانانو مرګ ژوبله زیاته شویده ، بلکې پروپیګنډو هم تر پخوا زیات دسولې پر ځای د دښمنۍ لار خپله کړیده ،چې دنوي دولت له دې ژمنې سره چې په افغانستان کې به دمخالفینو سره سوله ایز جوړ جاړی منځته راوړي ، ضدیت لري د دې دپاره چې دمخالفینو سره سولې کولو ته لار اواره شي ،نه یواځې دکورنیو او ملاتړ کوونکو بهرنیوپوځي ځواکونو پوځي عملیات باید ودرول شي بلکې د پروپیګنډو شکل باید د مخالفت د زیاتیدو پر ځای پر پخلا کیدو ټینګار وي 

افغانان تروریستان نه وو او نه دي تروریزم پرې له بهر څخه د امریکایې ،انګریزي ،پنجابي ،روسي ، ایراني او نورو استخباراتي شبکو له خوا تپل شوی دی دتروریزم پرضد تر پلمې لاندې په افغانستان کې د جګړو دوام او دبیګناه خلکو وژل جنګي جنایت دی چې بایدمخه یې ونیول شي د اشرف غني احمدزي په مشرۍ افغان دولت باید دجګړو د دوام پرځای د ټولو وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې پیل کړي دمخالفینو شرطونه په ځیر سره وڅیړل شي او که شرطونه یې دخلکو دغوښتنو او ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره سمون ولري باید ؤمنل شي همدارنګه تر څو د انګریزي استعمارچیانو او د دوﺉ د جوټه خورو پنجابیانو په وجود کې د افغان واحد ملت د ویشلو توطیه شنډه نه شي او د ډیورنډ دکرغیړنې کرښې په واسطه زموږ ویشل شوی ستر هیواد بیرته یو نه شي ، په افغانستان او سیمه کې سوله او ثبات منځته نه شي راتلای دا واقعیت باید د« ملي یووالي حکومت » ؤمني او خپلو دوستانو ، په تیره بیا امریکایانو ته یې هم ووایي چې که په رښتیا په افغانستان کې دسولې دټینګیدو پلویان وي او د افغانانو سره دوستي غواړي ،نو باید دویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي سره نه یواځې مخالفت ونه کړي ، بلکې ملاتړاو ننګه یې وکړي په دې دریځ سره کیدای شي چې دافغانانو رښتیاني دوستان او دښمنان یوبل نه بیل او وپیژندل شي خو افغانان باید پوه وي ، چې دوﺉ ته سترې توطیې یواځې د سترو کارنامو په ترسره کیدلودافغان سترملت په مټ سره شنډیدای شي د ډیورنډ دکرښې په واسطه دافغانستان ویشل او بیا دې ویشلو ته تر اوسه پورې د پاکستان په وجود کې دوام ورکول د افغانانو په وړاندې د ټولو یرغلګرو ا ستعماري ،په تیره بیا د برطانیې ، روسیې ، امریکې او د نورو استعماري ځواکونو او د دوﺉ د لاسپوڅي پاکستان ستره توطیه ده ،چې باید د کرښې داوړو خواوو افغانانو په ازادي بښونکي پاڅون سره شنډه شي باور دی چې د نړۍ ټول ازادي خوښوونکي ولسونه به د افغانانو له دی ازادي بښونکي پاڅون څخه ملاتړ وکړي .

ومن الله التوفیق 
پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي 
د لیکلو نېټه:  ۲۰۱۴ کال د ډ سمبر۱۴

- بېرته شاته