(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.12.14 افغانستان په لندن کې

15.12.2014 لیک: نورالبشر نوید

کوچنی افغانستان نن د لوی نړۍ عنوان دى. د علامه اقبال دا دعوه اوس بيخي ښکاره ده چې دا سیمه قراره کراره نه وي، ټوله دنيا به په لړزان وي.

وخت، حالاتو واقعياتو څرګنده کړه چې د نړيوال امن سره د افغانستان امن تړلى دى. څوک چې خپل لاس او لستوڼى، لمن او ګرېوان، سر او ټول وجود ساتل غواړي، افغانستان به له نظره نه غورځوي.

دا ځان له خبره ده چې لوى قوتونه چې نن هم مالي مرستې ورکوي، يا څه تړونونه لاسليک کوي، او يا د بین المللي ضرورتونو او ارزښتونو له مخې څه وايي نو ځان ته غټ ګوري او افغانستان ته کچ ګوري، خو دا حقيقت له نظره نشي غورځولی چې دا د اور د بارودو ډکه ډډه ځمکه به پاکوي. دا د افغانستان خپل اورونه، بارود او جنګونه نه دي. دا د سور او سپين د تېرو دورونو خپل جنګونه او زورونه دي چې نور نور د جنګ بچي یې راوړي دي.

دغه ټول حالات واقعيات چې نور و نه سپړو نو بيا هم هر چا ته مالومه ده چې دا جنګ زموږ خپل جنګ نه و او نه دى. موږ د پردو جنګونو تنخا اخیستونکي عسکر ګڼل کېږو او يا د قوت څخه د وفادارۍ په نامه د خپلې خاورې او ناموس خاینان بلل کېږو خو اوس د افغانستان په هنداره کې هر افغانستان خپل شکل یوازې افغان ليدل غواړى بس!

دا تمهيد د تېر زمان او اوسني مهال هنداره ده. په دغه هنداره کې چې موږ د څلورم دسمبر دوه زره څوارلسم د روان کال د لندن کنفرانس ته فکر وکړو نو ډېرې خبرې د نوي را روان کال دوه زره پنځلسم لپاره ښه شګون او ځينې خوشبينۍ را پیدا کوي چې د نوي افغان حکومت ملا ته تکيه ورکولې شي.

خو پوښتنې را پیدا کېږي چې افغانستان به خپلې داخلي ستونزې کابو کړای شي؟ د کابينې په جوړولو او توانونو به بريالي شي؟

د ټولټاکنو نه وروسته په ډېرو خوارو زارو او د امن په نامه خوندي لاره ورکولو په لړ کې چې کومې هلې ځلې وشوې او د افغانستان يو جمهوري شکل صورت جوړ شو، دا به د دسیسو او يو بل د راښکلو ښکار خو نشي؟

دا هغه پوښتنې دي چې په يو نازک وخت د لندن کنفرانس څخه نورې زياتې حساسې شوې دي.

په دغه کنفرانس کې چې د بریتانیې، افغانستان او پاکستان چارواکو او مشرانو کومې خبرې وکړې او د افغانستان ولسمشر لاسونو له یې چې کوم د مينې زورونه ورکړل، په مخونو چې د دغه داخلي کیفیت کوم اثرات را څرګند شول، بايد چې دا هر څه په عمل کې را څرګند شي.

دا ځکه چې په عمومي ډول د ورکشاپونو، سيمینارونو، کنفرانسونو او لويو جرګو پرېکړې په تصويرونو کې نقش پاتې شي خو په ځمکني حقایقو کې نه ښکاري!

د افغانستان د کشالې او د اوږدې مودې جنګونو ځان سره د هر دور داسې لاس ليکونه، تصويرونه او د ولسونو د تودو چکچکو ډېرې ډېرې خاطرې محفوظې کړې دي، خو عمل پرې نه دی شوی.

لندن کنفرانس کې د بریتانیې د لومړي وزیر ډېوېد کيمرون وینا او په دغه ترڅ کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شريف د خبرو نه که عمل جوړ شو نو افغانستان به د امن کور شي.

دا خبره دې ټوله نړۍ ومني، دا حقيقت دې د پاکستان چارواکي او ورسره د ټولو استخباراتي شبکو مشران او ادارې تسليم کړي، که پاکستان وغواړي نو افغانستان به کرار شي. دلیل یې ګاونډګيري ده، وجه یې زړې ستونزې دي.

غلط فهمو دواړه ملکونه د يو بل پر ښه نيت هم شکمن کړي دي. د افغانستان ولسمشر د پاکستان سفر، او بيا د لندن کنفرانس پورې تګ، يو ځای ناسته، دا احساس پیدا کوي لکه دا لنډۍ:

راځه چې دواړه سره کښينو زما ستا څوک دي چې به موږ پخلا کوينه

دا لنډۍ د افغانستان په هغه دورونو کې هم خپل معنوي ارزښت لره په کومو دورونو کې چې خپله افغانان له يو بله مرور وو او نورو خلکو به د خپلو ګټو لپاره په خپلو کې داسې جنګول لکه مړزان چې په نهره خېټه څنګه جنګ کوي.

وږي قومونه د مړزانو په څېر په وږي خېټه جنګ کوي او د جنګي مړزانو ساتندويه په ډکه ګېډه بریت تاووي. اوس باید افغانستان د مړزانو د جنګ میدان نشي.

د بریتانیې حکومت چې له افغانستان سره د سیاسي او ټولنیزو ادارو د جوړښت او اصلاحاتو لپاره کوم پلان لري، بايد دغه پلان، دغه مرستې د دې لپاره نه وي چې دا د بریتانیې يا د نورو د اۤقا د ممنون جوړېدو سره مربوط وي، ځکه چې غريبو، اغېزمن شویو او ځپلو شویو ملکونو سره لوى طاقتونه د خپلو لويو لوبو لپاره د ټولنیزې ودې او د نورو ادارو د پیاوړتیا لپاره مرستې کوي.

په دغه حواله د بریتانیې کنفرانس کې د ايټمي طاقت دعوه کوونکي پاکستان او د جنګونو ترهګرۍ ځپلي افغانستان مُدعا او تمنا بيخي يو شان ښکارېده، ځکه چې د پاکستان لومړي وزیر نوازشريف هم له بریتانیې د امداد غرض لري، او د ترهګرۍ په خبره کې ځان د افغانستان پشان متاثره ګڼي. په داسې ملاقاتونو، مذاکرو او سيمینارونو کې پاکستان او افغانستان بيخي يو شان خبره لري او يو رنګ پيشنهاد وړاندې کوي.

موږ امن غواړو! امن زموږ ضرورت دى! موږ ترهګرۍ ځپلي يُو!

خو پوښتنه را پیدا کېږي چې ترهګر چا را پیدا کړل؟ چا و روزل؟ چا را وپارل؟ چا خرڅ کړل؟ دا بازار به تر څو ګرم وي؟

د پوښتنې ځواب ډېر پخوا د افغانستان له خوا څرګند شوى و چې څوک چا له بارود لېږي هغوى د ګلونو ګلدستې نه ورکوي.

لندن خو ډېر لرې دى، دا خبرې په دې سیمه کې حل کېدى شي خو د يو بل زړونو ذهنونو ته کوزيدل غواړي. بيا به نه څوک پاکستان ته وايي او نه به افغانستان ته ويلى شي چې ستا ځمکه به زما د جنګ میدان وي او ته به زما د جنګ عسکر یې!!

بيا به په لندن، امريکا او نورو پورې ملکونو کې پاکستان او افغانستان د پردو جنګونو نمایش په خپلو څېرو نه کوي، د شربت ګُلې او ملالې  تصويرونه به بيا بل شان وي!!

- بېرته شاته