(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

5.12.14له بهرنه ناد پوهانو د راتک اړتیا ده

لیک: سیدخلیل الله هاشمیان

05.12.2014: ښاغلی مطمئن  صاحب ته وړاندیز  

ستاسی مقاله مو ولوستله او د ناپوهانو له جملی څخه  خپل عرض حال وړاندی کوم . اول داچی په اروپا، امریکا، کانادا کی الحمدلله ډیر افغان پوهان شتون لری او دوی غواړی چی وطن ته بیرته راشی،  خو د دوی یواځینی پیشنهاد چی حکومت  د « دوه تابعیتی» په موضوع باندی تجدید نظر وکړی او تسهیلات رامینځ ته شی، د کرزی حکومت و نه منو – ما په دغه موضوع باندی د مهاجر افغانانو په نمایندګی دری واره  کرزی ته، ولسی جرګې او سترې محکمې ته عرایض وړاندی ګړی دی. تاسو ته معلومه ده چی افغان مهاجرین  په بهرنیو هیوادونو کی ځینی اجتماعی مکلفیتونه لری: د دوی اولادونه په ښوونځیو یا په پوهنتونو کی سبق وایی،  د فامیل مالی مکلفیت دوی نه پریږدی چی د ډیری مودی لپاره وطن ته ستانه شی .خو د کرزی حکومت دوی ته هیڅ ډول تسهیلات ور نکړل.

اوس زه خپله کیسه درته وایم : ما د کرزی په دوره کی دری واره عرایض واستول چی زه حاضر یم چی د کابل پوهنتون د پخوانی استاد په صفت کابل ته راشم او یواځی پخپل تخصصی ساحه کی  بی له امتیازه په افغانی تنخواه په پوهنتون کی تدریس وکړم – زما یوه عریضه ښاغلی زیارمل ته استول شوی وه چی دی پخوا د ادبیاتو په پوهنځی کی محصل وو او ماته یی «استاد» وایهچی د هیڅ خوانه ځواب راته ونه رسید، نو تصمیم می ونیو چی پخپل سر کابل ته لاړ شم – د ځینی دوستانوسره می په تلفون کی مشوره وکړه- دوی ماته وویل چی « سرت بوی قورمه میته،  والله که د کابل د هوایی ډګر نه ژوندی وتلی شی …» هغو دوستانو چی ماته دا مشوره راکړې وه ډیر محترم  او ملی شخصیتونه دی او اوس هم په کابل کی دی، خو دوی ته دا واقعیت څرګند وو چی زما پخوانی «افشا ګرانه» مقالې د (شورای نظاریانو) په ماغزوکی اغزی اچولی او دوی ته معلومه وه چی د شورای نظار ټوپکچیان به هرومرو ما ووژنی .

بل مشکل دافغان په وطن کی  د «حسادت»  مسئله ده. ځینی کسان  چی څوکۍ يې اشغال کړی دی،  نه غواړی چی تحصیلیافته افغانان بیرته وطن ته ستانه شی. پدی هکله زما یو پخوانی پولیندی آشنا چی نوم یی (مکاوسکی ) وو او په ملل متحد کی د (هوانوردی متخصص او ددغه شعبې ریس وو) – ده هره میاشت اته کسه افغانان پخپل کورکی میلمانه کول چی ظاهری هدف یی د (برج) لوبه وه،  خو په ضمن کی د افغانستان سیاسی او اجتماعی حالات هم راپورته کیدل – دمیاشتنی میلمنو په جمله کی زه هم شامل وممکاوسکی افغانانو او افغانستان ته ډیره مینه او پیرزوینه ښودله او دی هغه متخصص وو چی د کابل د هوایی دګر مقدماتی پلان او پروژه یی ۶۰ کاله  پخواترتیب کړی وه.

مکاوسکی یو «خوش طبع» او ټوقی سړی وو او مونږ ته يې د افغانانو د قیامت کیسه په انګلیسی ژبه داسی کوله : « د قیامت ورځ ده  او لوی خښتن الله تعالی (ج) د عدالت په مقام ناست دی،  د هریو مملکت د وګړو حالات که په جنت کی دی یا په دوزخ کی دی،  لوی څښتن ته وړاندی کیږی. خو د افغانانو او افغانستان په هکله هیڅ مالومات رانغلل . نو لوی خښتن  څو ملایکوته امر وفرمایه چی تاسولاړ شی وګوری چی افغانان چیرته دی اوپه څه بوخت دی ملایکې لاړې او ويی لیده چی مثلا فرانسویانود دوزخ په یوې څنډې کې مستی او نڅاوی کولی ، او په ګډده سره يې خپله ملی ترانه  ویله – بیا دوی امریکایان د دوزخ په بله څنډه کی ولیدل چی په ګډه سره  د اور سره نڅا کوی، سندری اوترانی وايي او سرې اوبه يې څښلی  – بیا همداشان  يې انګلیسان ولیدل،  بیا یهودیان او بیا يې هندوان ولیدل،  خو په دوزخ کی افغانانو شتون نه درلود . ملایکې بیرته راغلی او لوی څښتن ته يې عرض وکړ چی په دوزخ کی د دنیا ګردو انسانانو شتون درلود، مګرافغانان  پکښی شامل نه وو  –  لوی څښتن  ملایکو ته امروفرمایه چی تاسو بیرته لاړ شی او د دوزخ شا و خوا وپلټی  او دخپلو مشاهداتو نتیجه ماته وړاندی کړی –  ملایکو د دوزخ شاوخوا وپلټله – په یوه ځای کی دوی څو څاګانی ولیدلې چی د اور لمبی  او لوګی ترې ختلو – ملایکې څاګانوته نژدی ورغلی خو غیر له  لوګی او د اور د لمبیو څخه چی د څاګانونه راوتلی ، نور څه  ونه لیدل – دوی غوښتل چی بیرته لوی ځښتن ته لاړ شی، خو ددوی مشر وویل چی که دا ځل تش لاس  لاړ شو، لوی خښتن به په قهر شي، بهتره به دا وي چی څو ساعته نور هم دلته ود ریږو چی  د دی څاګانونه پوره مالومات لاس ته راشی – ملایکې هلته کښیناستې او پس له څو ساعته يې ولیدل چه یو انسان په ډیره خرابه حالت چی ځان او ویښتان یی  سوځیدلی وو د یوه څا نه راووت او یو کوتک یی په لاس کی  وو چی د همدی سوټی په واسطه توانیدلی ووچی خپل ځان د څا نه وباسی. دغه سړی اول خپل ځان په خاورو کی ورغړاوو  اوپس له دی چی یو څه قوت ورسره پیدا شوه نو بیرته  د څا په خوله کی کښیناست – خو پدی وخت یو بل انسان د خپل سوتی سره دڅا غاړی ته ورسیده ا و غوښتل يې چی ووځی – اما هغه بل انسان چی پخوا د څا نه وتلی وو خپل سوټی سره د ده په مغزه داسی وارونه وکړل چی هغه سړی بیرته په څا کی ډوپ شو –  ملایکو ولیدل چی دغه عملیات لس واره  تکرا ر( یعنی د طلوع په ژبه «بیاځلی») شول، خو داسړی دومره ستړې ستومانه شوی وو چی هغه وخت چی یوولسم انسان د څا نه  راووت  نو دی وتوانید چی هغه پخوانی انسان د ده د سوټی سره بیرته هغه څاته وغورځوی او پخیله یی د لسو نوروانسانانو راغورځول  تعقیب کړ، خو دریم انسان هم لس کسه نور بیرته په څا کی واچول چی پخپله یی د څلورم انسان له خوا نابود شو ـ څلورمِ، پنځم، شپږم ، اوم ، اتم او شلم نورانسان هماغسی عملیات تعقیب کړل او پخپله د خپل سوټی سره د څا په خوله کښیناستل تر څو نور هغه کسان چی د څا نه وتل ،  بیرته څا ته وغورځوی ـ ملایک حیران پاته شول ا و تصمیم يې ونیو چی خپل مشاهدات لوی څښتن ته ورسوی – لوی څښتن (ج) چی د ملایکو راپور واوریده، نو ویې فرمایل چی « ماته مالومه وه چی دوی افغانان دی، خو ما غوښتل چی ملایک هم د دوی ځای او مصروفیت ووینی… »

مکاوسکی ویل چی افغانان ډیر ښه خلک دی،  خو دوی یو د بل په مقابل کی « حسادت» لری ، اودا مشکل  خدای تعالی ته هم مالوم دئ – نو تاسو افغانان خپل لوی ځښتن ته دعا او تقاضا وکړی چی دغه د «حسادت» ستونزی له مینځه لری کړی،  هغه وخت به افغانان او افغانستان یو لوی قدرت  شی .

اوس د محترم مطمئن صاحب به اجازه د محترم  «غیرمهاجرپوهانو» سره د وطنی مسایلو په هکله «درد دل» کوم چی تاسو ولی د خپلې ملی ژبی په هکله بیغرضه، بی تفاوته او «بمه چی» او «تماشاچی» غوندی  په «غوندی خیر» ناست یاست !؟ دری او پښتو دواړه د لوی انا«اوستا» نه زیږیدلی او په یوه محیط کی يې په ګډه ژوند کړیدی – مرحوم ګل پاچا الفت چی په پوهنتون کی  د پښتو او دری  په آخرنی سالانه  امتحاناتوکی ګډون کوله ،  یوه ورځ وویل چی «مونږ پښتانه یو څو ټکی سواد چی مو زده کړی  د دری ژبی د خیرات نه مدیون یو…»- خو اوس وطنی پوهان هره ورځ  وینی چی (طلوع) د ایران د فارسی ژبی د قیادت او پراختیا  قدرتمن مرکز ګرځیدلی او هدف یی دا دئ چی د افغانستان سوچه دری ژبه په ایرانی کلماتو او اصطلاحاتو ککړه کړی – وطنی پوهان صاحبان پوهیږی چی په افغانستان کی یو مستقل وزارت د (زراعت) په نامه او بل مستقل وزارت د (سرحداتو) په نامه شتون لری،  خو (طلوع) هره ورځ (کشاورزی) او (مرز، مرزی) وایی – ددغو وزارتونو سرټیټه وزیران نه غواړي چی یو وار هم د اعتراض په ډول میډیا ته یو مکتوب ولیږی،  ځکه چی د دوی  یو بل ملګری په فرهنګ وزارت کی د ایران یو لوی او مقتدر مستخدم ناست دئ.

اوس به راشو د پښتو په هکله : وطنی محترم پوهان صاحبان هره ورځ وینی چی په طلوع کی (تکرار = بیاځلیشویده،  هلیکوپتر ته     (چورلکی) وایی (داچی مونږ د هلیکوپترپه ویلو د جهان  سره مخابره کولای شو، خو د (چورلکی) په ویلو ددی نعمت نه محروم کیږو)- او له دوو هفتو راپدیخوا د طلوع یوه بله اختراع مینځ ته راغلی ده چی د پښتو ویاند «شننی»( تحلیل ها) وایی – نو زه هم د کونړ د یو بښتون په صفت ځانته حق ورکوم چی د پښتو قاموس ته نوی اختراعات وړاندی کم : «چننی» (تحقیق) – «کننی» (تدقیق) – «لننی» (مطالعات) ! هیله ده چی دا اختراعات هم په نظر کی ونیول شی.

محترم مطمئن صاحب ! زما یو پوه دوست، محترم دوست محمدخان، چی په دری، پښتو، او عربی ژبو کی مسلط دی او په بدخشان کی فرهنګی ماموریت لری ، په افغان –جرمن آنلاین ویبپانه کی ماته یو پیغام لیږلی چی تلخیص یی تاسوته وړاندی کوم :

«…امادرین چهل سال اخیر متاسفانه کلمات مشترک عربی در زبان پشتو بیشتر تغییر یافته است … در عربی ستیزی فارس ها شکی نیست ، از زمانیکه سعد بن ابورقاص فارس را در زمان حضرت عمر (رض) فتح کرد، دشمنی با زبان عربی و حضرت عمر شروع شد. اما درافغانستان عزیز ماهم ، این امر عربی ستیزی  محسوس است… به همان اندازه که تلویزیونها ایرانی زده شده اند، کسانیکه در بخش پشتوی خبرها کارمیکنند، کوشش میکنند برای هرکلمه بجرم اینکه عربی است، آنرابه پشتو ترجمه کنند- بطورمثال به پشتو (هدف) را (موخه) – (فکر) را (اند) – (روشنفکر) را (روڼ اند) – ( وزارت فواید عامه ) را ( د ټولګټو وزارت) و وزارتهای (خارجه) و (داخله) را (بهرنیو) و (کورنیو) وزارت ترجمه کرده اند … این کلمات (وزارت، ،فواید، عامه، خارجه، داخله) عربی اند و اکثر پشتونها همین کلمات عربی را استعمال میکنند- خواهش من از استاد بزرګوار هاشمیان اینست که به ادیبان ونویسندګان  زبان پشتو نصیحت پدرانه کند، برای اینکه کتابهای زبان پشتو درکوه های پامیر و غورات و دره های سمنګان خوانده شده بتواند، به همان زبانی بنویسند که قیام الدین خادم، علامه جبیبی، ګل پاچا الفت، عبدالروف بینوا، محمدګل مومند،  رشتین و سعید افغانی مینوشت، زیراآنچه جدیدآ به پشتونوشته میشود برای اکثر پشتونها هم قابل استفاده نیست،  یعنی باصطلاح «مخابره بصورت کامل صورت نمیګیرد» . آیا بمنظور تعقیب از شیوه عربی ستیزی ، این ممکن است که «مثلت مساوی الاضلاع، زاویه مفرجه و حاده، رباعی،  غزل ،  قصیده و دیګر کلمات عربی را به دری یا پشتو ترجمه کرد ؟؟؟»

 متاسفانه په افغانستان کی یومقتدرعلمی (بیطرفه او غیرسیاسی) مرکز شتون نلری چی د دغسی بدعتونو مخنیوی وکړی – د یوې نوی کلمه د اختراع لپاره باید د دغه کلمې مفیدیت او مقبولیت په نظر کی ونیول شی، او د ژبپوهنی له لحاظه دنوی کلمې ریښه وپلټل شی – خوشی چټی اختراعات لکه  (شننی، چننی، کننی،  لننی) نقصان رسوی- د عربی کلماتو شتون په دری او پښتو کی یو ډیرلوی غنیمت دی چی په ۱۴۰۰ کلونو کی يې د (مقبولیت، اصالت ، تابعیت) مراحل  تکمیل کړی او زمونږ د ملی ژبی مخابراتی بنسټ خورا ټینګ کړیدی او زمونږ ملی ژبوته يې غنا او ثروت راوړی دی ، نو ولی دا غنا او ثروت  د ناسیونالیستی تمایلاتو نه قربانی کړو ؟

د « نو آوری» (ابداعات) په ارتباط کښی باید تربیتی اړخ،  خصوصا په یو کثیرالسانی ټولنه لکه افغانستان کې چی دلته اوس شپږ ژوندۍ ژبی( پښتو، دری، ازبکی، ترکمنی، نورستانی ، پشه ای) لرو، پهّ نظر کی ونیول شی. ما څو واره لیکلی او دا به تکراراحسن وی چی ووایم چی د پښتو نوآوری د عربی کلماتو لکه (معنی) او ( یعنی) په عوض چی (مانا) او (یانی) لیکل کیږی ، له تربیتی لحاظه نا صواب بلکه مضر دی. داځکه چی په دری ادبیاتو کښی (مانا ،مانی) د یو باستانی  معروف افغان نقاش نوم دی چی په کتابونوکی درج شویدی او د رابعه بلخی په اشعارو کی هم راغلی دی – او (یانی) په دری ژبه کی (علامت نفی) ده – نو د معانی په لحاظ دری ژبی شاګردان او کم سوادانوته د مخابری په ارتباط سو  تفاهم راوړی- او دمفیدیت په لحاظ هم د سوال وړ ده ، بلکی مضریت يې ښکاره دئ چی (معنی،  یعنی) املایی ارزښت خرابوی .

محترم مطمئن صاحب ! بښته غواړم چی خبره اوږده شوه، خو ستاسی سره مرکه خوند راکوی . په درناوی – سیدخلیل الله هاشمیان « ګویا بسوال تو جواب است دل ما »  (بیدل) ۳۰ نوامبر ۲۰۱۴

- بېرته شاته