(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

3.12.14 ECO د ایکو دهمکارۍ سازمان

د ایکو دهمکارۍ سازمان یا Economic Cooperation Organization وپيژنۍ!

 03.12.2014 لیک : عبدلقدیر مفتي

ایکو یو منطقوي سازمان دی چې په ۱۹۸۵ کې دایران پاکیستان او او ترکې لخوا 
داقتصادي همکاریو،فني او فرهنګي اړیکو پر مخ بیولو لپاره جوړ شوي دی. ایکو په اصل کې د RCD نړیوال سازمان بدیل په توګه جوړ شو چې په کال ۱۹۶۴ نر تر ۱۹۷۹ پورې يې فعالیت درلود. 
په ۱۹۹۲ کې ایکو سازمان کې اوه هیوادنو عضویت واخیستو یاد هیوادنه عبارت وو له، افغانستان – آذربایجان ، قزاقستان – قرقیزستان – تاجیکستان – ترکمنستان او ازبکستان نه چې دایکو سازمان عضویت يې واخیستو ایکو سازمان د نړۍ په مختلفو هیوادنو کې زیات استقبال شو ځکه دیاد سازمان دهیوادنو دجغرافیي موقیعت د یو بل سره ډير متفاوت دی او هم ډيري ستونزې او مشکلات دیاد سازمان په مقابل کې موجودي دي چې دایکو سازمان باید ورته دحل لپاره لاره چاره پیدا کړي او ټولو هیوادنه دشته منابعو نه په منظمه توګه ګټه پورته کړي.
ایکو په لمړي سر کې ډيري بنیادي او اساسي پروژې پیل کړي چې عبارت دي له، انرژۍ، تجارت، راکړه ورکړو ( صادرات او وردات ) کرنه ، او دمخدره توکو کنترول دایکو سازمان دکارنو څه شمیرل کیږي چې کار ېې پکې پیل کړو یاد سازمان یو عمومي مشر ۳ معاونین ۶ مدیران ۳ مشاوره او نور کاري پرسونل لري ترڅو دیا سازمان اداري او مدیریتي چارې په مخ بوځي. او دټولو کارکونکو شمیر تر ۵۰ کسانو رسیږي یاد سازمان د مدیریت چارې دغړو هیوادنو دغړو لخوا ترسره کیږي.
دایکو سازمان فعالیتونه. دایکو سازمان ټول فعالیتونه د ایکو سازمان دمشر معاوینینو لخوا طرحه او ترسره کیږي او ټول فعالتونه د ټولو غړو هیوادنو په مفاد باندي ترسره کیږي ترڅو د یاد سازمان غړي هیوادنه په مساویانه توګه د ګټو نه برخمن شي او عبارت دي له،

• تجارت او پانګوانه 
• راکړه ورکړو (صادرات او واردات ) مخابرات 
• انرژي ، معادن او چاپریال ساتنه
• کرنه ، صنعت او توریزم
• بشری قوه & دوامداره پرمختګ
• پروژې & ابادي او اقتصادي پرمختګ 
• نړیوالې اړیکي

دایکو دسازمان اهداف په مشخصه توګه په لاندي ډول دي

اهداف : 
• د غړو هیوادنو اقتصادي پرمختګ ته دوامداره پاملرنه
• د تجارت راکړي ورکړي په مقابل کې شته موانع له مینځه وړل 
• دایکو دسازمان دغړو هیوادنو نقش په نړیوال تجارت کې لوړول یو بل سره دتجارتي اړیکو پراخه کول او په منطقه کې یو اقتصادي ثبات ته ذمینه برابرول
• د راکړي ورکړي ( صادراتو او وارداتو ) ته زمینه برابرول بنسټونه رغول دغړو هیوادنو دیو بل سره اړیکه جوړل ترڅو نورې نړۍ سره په اسانه توګه اړیکه او رابطه رامنیځ ته شي.
• د اقتصادي ازادي او خصوصي سازۍ یا خصوصي سکټور رشد ته زمینه برابرول 
• دایکو د منطقي دطبعي موادو او سرچینو ساتنه او منظمه ګټه پورته کول
• دایکو سازمان دغړو هیوادنو دکرنې د پوټنشینل نه منظمه ګټه پورته کول 
• د منطقي دمرستو دجلب لپاره په مخدره مواد کښت او قاچاق کنټرول او د چاپریال ساتنې لپاره منظم پروګرامونه طرحه کول او تطبیق کول او دغړو هیوادنو ترمینځ تاريخي او کتلوري اړیکي پراخه کول او ساتل 
• دغړو هیوادنو ترمنیځ دهمکارۍ او لپاره او په منطقه او نړیوالو اړیکو کې مثبت رول لوبول د ایکو سازمان دغړو هیوادنو داهداف څخه شمیرل کیږي. 

ومن الله توفیق

 عبدلقدیر مفتي

- بېرته شاته