(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

2.12.14كتاب او دكتاب لوست دكتاب خورول

02.12.2014 ليكونكى: عبدالجباركاكړ
                 كتاب چي په هره ژبه وي او چاته چي لوئي څښتن داوياړ وركړي وي چي په بيلو بيلو ژبو يې لوستي شي په كار دي چي ويلولي ولكه هغه په هر مضمون(TOPIC) باندي وي ځكه هر كتاب خپل ارزښت لري او دعلم خزانه يې په ورقو كښې خوندي كړي وي ځموږ دپاره خو ستركتاب قرآن شريف او حديث شريف دي خو ددي كبله چي ځموږ په مورني ژبه نه دي نو ځكه چي موږ ډېره ګټه نه شو ځيني ترلاسه كولي خو بيرته هم دتفير په زور تر ډېره موږ دقرآن شريف څخه ګټه ترلاسه كوي شو خو قرآن شريف دومره ژور(DEEP) علم دي چي ياخوي خپله مورني ژبه عربي نه وي يا يې عربي داسي زده كړي وي او دومره علم او زده كړي په كښې كړي وي نو هغه نيك بخشان په رښتيا هم ګټه ځيني اختي شي قرآن دعلم يو لوئي سمندر دي چي څومره چي لوست په كښې كيږي او څومره څوك ځان په پوه كوي هم دومر يو لوستونكي دعلم په دهغه سمندر كښې غوټي وهي خو بيا هم وپائي ته ځان څوك نه شي رسوي خو څوك چي په بشپړه دقرآن په علم ځان وسپولوي او په هر څه ځان پوه كړي نو هغه ته بيادانړۍ او داكائنات ورڅرګند شې ځكه چي دلوئي څښتن دپيژندګلوي يې په برخه شي او بيا هر څه هيڅ ورته ښكاره كيږي خو
    خوشحال بابا وايي:
چي غوټي پسي وهي په لاس به درشې.
                            چاويل چي په درباب كښې ګوهرنه شته
نولنډوټكو موږ دا ويلي شو چي قرآن شريف دټولوزده كړو او علومو سرچينه ده خو شرط يې دادې چي موږ په قرآن ښه پوه يو داځموږ دمسلمانانو عقيده او ايمان دي او دارښتيا هم دي خو دبده مرغه ددي دونې لوئي سمندردلرلو سره سره موږ په تنده كښې ژوند كوو او نن و داځائي ته رارسيدلي يو چي پخپله مسلمانان يو بل په ډله ايزه سره وژنو او داهم واوي چي داخو دقرآن او حديث په رڼا كښې كوو نو ددي څخه داڅرګنديږي چي موږ دقرآن په علم او زده كړو نه يو پوه ولي چي قرآن مجيدخو يو قرآن دي نو داتوپير او داختلافات او وژني بياڅه مانالري خو هغه وخت به مسلمانان خپل سرونه په لاس كښې ايږدي چي ددهغه لوئي قرآن توري والو ځي او سپني ورقي پاته شي لكه چي ځموږ ايمان دي.
                    لوئي څښتن بشر په ټولو كائناتو كښې تر هر چالوړ او پوه او پوه وګرځاوي ځكه يې خپل مرستيال يا نائب وګرځاوي او هر څه يې ورته په ګوته كړل دي نائب هم دخپله عقل دماغ او پوهي څخه كار واخستي او نن دعلم او زده كړو اوج ته ورسيدي او دعلم بيلي بيلي څانګي يې راوستلي او په نړۍ يې وپيژندلي او نن هم مخ په وړاندي روان دي آن دا چي نن مريغ زهره ته لا جوړه وي سپوږمي باندي دمخه خپله پښه ايښې وه خو ددي دڅنګه وبشر او وګړو ته دخپلو زده كړو او علم او زور ډيري آسانتياوي ور په برخه كړي چي دلته شمېرل څه آسانه كار نه دي دهغه دسائنس او ټيكنالوجي دا دومره پرمختياپه يوه پيړي ياتر دي هم په لږ وخت كښې انسان ترلاسه كړي ده كه ديوې يوې نيمي پيړي مړي راژوندي شي او دنړۍ ودي اوسني جل بل ته وګوري نوداګمان به وشي چي داخو هغه څه نه دي چي ده دتلو دمخه په دي مځكه ليدلي وو خو نن سائنس او ټيكنالوجي دومره مخ په وړاندي روانه ده چي هر ورځ نوي نوي آسانتياوي دبشر په برخه كيږي چي ددي دمخه دچا په خيال او سوچ كښې هم نه وو خو داهر څه دعلم او زده كړو په زور او دسړيو په ولوله او جذبه ترسره كيږي.
            خو دبده مرغه دهغه آسانتياوي او پرمختياوي كه يوه خواته دستايني وړ دي خو بلي خواته ويره هم د دوس سره ملګري ده دبده مرغه كه يوه خواته دوي دبشر دآسانتياؤ دپاره بي ساري كارونه كړي دي خو بلي خواته يې بشر په بشپړه فناكيدو تيروتني هم كوي چي هغه وسلي دي چي هم دهغه پوهانو دنورو ولسونو دوژولو دپاره جوړي كړي او زيرمه كړي دي او دنړۍ ټوله يا ډېر زياته شتمني اون پوهنه يې په دهغه ويجاړونكوو سلو باندي لګولي دي په ځائي ددي چي د بشر دنوري ودي او پرمختياپه چارو يې ګار كړي او يوه بله بدمرغي داده چي دانسانو په دي نړۍ كښې يوه لويه برخه نن هم ددهغه انساني كرامات څخه بي برخي ده چي دلوږي بي كوري بي زده كړو بي دارودرملو او بي شمېره ناخوالو كښې ژوند كوي او پخپلو كښې لاس وګريوان دي يوه خواته چي بشر دومره پرمختياكړي ده خوبلي خواته ټوله ايزه پياوړتيا يې شاء ته تللي ده په كار دا وو چي ددهغه ټوله ايزه اړخ هم دومره ومخ ته تللي وي او دبرابري او مساوات لاره يې خپله كړي وي خو ددي يو لوئي علت تمه لالچ او برلاسي ده كنې ولي به دنړۍ يو برخه دهري ښې او ښادي خاوندوي او بله لويه برخه به دبده مرغيو په حالت كښې ژوند كاوي خو دبشر جوړښت او نيچر هم داسي كيدي شي چي  په بل بشر نن چي په اسلامي نړۍ كوم ناتار جوړ دي هغه وهرچاته څرګنده ددي سره سره چي لوئي څښتن ودوي ته دعلم او زده كړي دكولو دپاره په خپل ستركتاب قرآن شريف كښې لارښودنه كړي ده او ځموږ ستر پيغمبر هم په وارو وارو د زده كړو او علم دكولو په وارو وارو وينا كړي ده خو بيرته هم موږ ودايوه ارزښت او وينا ته غوږنه دي ايښي چي دداټولو ناخوالو او ناورينوعلت هم دادي چي موږ و زده كړو او علم ته دومره ارزښت ورنه كړي لكه دنړۍ نورو ملكو او ولسونو چي د ډېرو وخته څخه وركاوي او نن هم هغه ملكونه دپرمختيااوج ته رسيدلي دي او اسلامي نړۍ چي لوئي څښتن دمځكي لاندي خزاني ورته زيرمه كړي دي دوي نه شي كولي چي دهغه څخه ګټه ترلاسه كړي هم هغه چاته دوي اړ او مجبوره دي چاچي د زده كړو او دعلم په زور دوي ځان ته اړ كړي او مجبوره كړي دي نه يواځي دهغه په علم او زده كړو پسول شوي ملكونه ددهغه زيرمولويه برخه دخپلي ټيكنالوجي په زور وړي بلكي نور داسي چلنونه كوي چي وكور به ته لږ او ځان ته لويه برخه ترلاسه كوي او ددي څخه علاوه داسي سياستونه كوي چي نور په جګړو كښې په يوه او بل نامه سره واچوي او دوي دخپلوګټو دڅارلو دپاره دخيريه غونډي ورته كښيني او دادي نن دهر څه موږ په خپلو سترګو ګورو او ددهغه ناورين سره بشپړه عقيدي په رڼا كښې ورسره مخامخ يوخپل ورور دنورو دګټو دپاره پخپله وژنو خپل ټاټولي دكلو كلو څخه ورانو دخو دلږ ګړۍ د دپاره خپل ګريوان ت سرنه ټټه وو چي داو ولي؟ ددي سره سره چي ځموږ دين او مذهب هر څه موږ ته راښوولي.
           رښتيا خبره داده چي موږ دعلم اوږده كړو څخه ډېر ليري ساتل شوي يو كتاب لوستلو دوداو رواج په موږ كښې نه شته دبده مرغه ځموږ ديني علماؤ نه دين قرآن او حديث په بشپړه په مسلمانانو كښې وخوراوي نه يې مسلمان وعصري زده كړو ته پريښودي او ډېرو نيم ملايانو داويناوي وكړي چي وخت او دعصر زده كړي كول كفردي كه موږ دخپل قرآن په ښه ډول لوستي او ښه شته موكړي وي نن په دعقيدي او سائنس ترمنځ يو ډول توپيرنه وي ځكه قرآن بشپړه علم دي خوكه څوك يې په ژوره ډول شته وكړي خوهم دهغه زياتره علماؤ داخبره كوي چي كوم نامسلمانو ولسونو چي دومره هراړخيزه پرمختيا كړي ده دوي داهر څه دقرآن ترلاسه كړي ده خو پخپله چي قرآن ځموږ ستر كتاب دي نو بياپه دا اسلامي نړۍ څه شوي دي چي دوي ړانده شوي او ګټه نه شي ځيني ترلاسه كولي...؟
                 نن چي كوم ولسونه ترناورين او تربدبختيو لاندي هغه دورايه څرګنددي چي لويه بيلګه يې افغانستان دي چي نه يواځي دپرمختياڅخه بي برخي دي بلكي دوراني په لور دتيروڅلويښت كلو څخه روان دي او ځكه چي دوي د زده كړو او دعلم څخه دبيلو بيلو لورو څخه وروسته پاته كړل شوي وو په دوي كښې دكتاب لوست يو ناولده خبره ښكاره كيده په دهغه ملك كښې دښوونځيو تړل يا اور ورته وركول ترلاسه روان دي كتابونه چي په افغانستان كښې څومره په بيلو بيلو نامه باندي وسوځل شول هغه هم په نړۍ كښې ساري لري څوك چي وخپل ټاټولي او خپلو خلګو او خپلووياړونه ته بلدشي نو داهر څه خود نه پوهي دنالوستي د ورځي څخه كيږي؟ څومره وراني وشو او څوني لاسونه و دهغه هيواد ته وروعتريدل ددي علت څه دي؟ كنې تر افغانستان هم په نړۍ كښې وړوكي وړكي هيوادونه شته خو هغه او هر وګړي هم ددي لاري دښه او بدلوتوپيركوي .دقرآن مجيدويناده خدالعفوه والرلعرف اعرض عن الجاهلين عفه غواړه دښه كارو لارښودنه كوه او دجاهلد نومخ اړ وه.
                رښتيا خبره داده چي غير مسلمان دلوئي څښتن وخدانيت منلي دي بلكي ازمويني او تجربي يې كړي دي خو دوي نه يواځي اسلام ته غاړه نه ايږ دي بلكي داسلام په وراني پسي دي خو د دوي كمال دا دي چي دپوهني او علم ته زور وركړي دي او ددي لاري هراړ خيزه كارونه اوګټي ترسره كوي نو ددي دپاره موږ ته هم اړينه ده چي ديني زده كړو دڅنګه عصري علم ته زياته پاملرنه وكړو زده كړي او علم لومړي په قرآن شريف كښې دي كه هغه په ژوره غورولوستل شي غور باندي وشي او ددي وروسته ونورو هر ډول كتابونه ولولو او مخ ځيني ونه ګرځوو او ددي دوولارو خپل ملت واوج ورسوو دوي ولي برلاسي دي ځكه چي دزده كرو او علم و دهغه ځائي ته رسولي دي كنې ځموږ ددوي په منځ كښې څه توپيردي  بلكي موږ ډېر ښه يو چي په دين او داسلام يوچي ځموږ عقيده ده.
.................................................................

- بېرته شاته