(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.11.14 ستا په نوم

29.11.2014 لیک لایق زاده لایق

سيوري سيوري

زما لېونۍ :

خدائے خبر چې زما نه ستا هاغه ساده ساده خبرې ستا هغه لېونۍ لېونۍ خنداګانې ولې نۀ هيريږي ـ  تۀ خبر ئې چې دا ځل زۀ يورپ Europ) ) ته هم لاړم ـ هاغه يورپ چې ما ئې کله نامه اخستې وه نو تا په ما پورې په بق بق خندلي وو ـ ما هغه خندا خپل تعبير ته اورسوله ـ تا ته ياد دي چې کله به ما د غټ چنار د لاندې په ځمکه کرښې راښکلې او تا ته به مې وئيل چې زۀ به په دې لارو ځم نو تا به زر زر دغه کرښې ورانې کړې ـ زۀ پوهيدم چې تا زما جدائي نشوه برداشت کولے ـ خو زما په فطرت کښې ناقلاري وه ـ ما به هر ځل دا خبره کوله او تا به هر ځل ما ته بد بد کتل ـ ستا په هاغه کتو کښې څومره رازونه پټ وو ـ د ماشوموالي دغه ټپه ټپه وختونه څومره زر تېر شو ـ نۀ پرې تۀ پوهه شوې او نۀ زۀ ـ  زما زړۀ نۀ غوښتل چې زۀ دې ستا نه لرې لاړ شم ـ ياد دې شي چې مونږ دواړو په کورونو کښې چنار بابا له د تلو بهانې جوړولې ـ ستا مور په تا پوهيده خو د همزولو سره به ئې پرېښودې ـ هغه د اختر مېله څومره د خوند وه چې مونږ ورکښې يو بل ته په سترګو کښې ډېرې خبرې کړې وې ـ تا لکه زما په خوله څۀ وئيل غوښتل خو د تهمت او رسوايۍ نه يريدې ـ ځکه چې پښتانۀ روايات ژوندي وو ـ حيا ژوندۍ وه ـ تا چې کله بيا زما د کلي نه د تلو خبره واؤريده نو پوره لس ورځې تبې نيولې وې ـ

ستا دي چې بيا زۀ د خپلې مور سره ستاسو کره ستا پوښتنې له درغلے ووم ـ زما په ليدو تا غټې غټې سترګې غړولې وې خو غږ دې نۀ شو کولے ـ زما مور ستا د ناروغتيا تپوسونه کول او ما سر ښکته کړے وو ـ ځان راته مجرم مجرم ښکاريدو ـ ځکه چې بله ورځ ما کلے پريخودو ـ خو لېونۍ ـ ـ ـ دغه سفر زما د مستقبل د ټاکنې سفر وو ـ زۀ د زده کړې لپاره روان ووم ـ

چې کله زۀ د کراچۍ لپاره ګاډي ته ختم نو خپل کلي ته مې په آخري نظر کتلي وو ـ ما ته ورکښې هر چرته تۀ ښکاريدې ـ تا به په دغه ورځ څومره ژړلي وي تا به څومره زما نامه اخستې وي ـ خو ـ ـ ـ لېونۍ ـ ـ ـ  تۀ هم لکه زما مجبوره وې ـ زۀ کراچۍ ته لاړم ـ هلته مې ډېر څۀ اوليدل ـ ما له خلکو مينې راکړې ـ د يونيورسټۍ په دې ماحول کښې راته په هر نظر کښې تۀ ښکاره شوې ـ خلکو زۀ خپل کړم خو ما ته هيره نۀ کړې ـ

زۀ به چې کله خفه شوم نو د شپې به مې ستا تصوير را واخستو ډېر به مې ورته اوژړل ـ تا به هم زما د تصوير سره ښۀ ډېرې خبرې کړې وي ـ خوتصويرونه تصويرونه وي هغه خبرې کله کوي ـ دوه کاله پس چې زۀ کلي ته راغلم نو تۀ څومره خوشحاله وې ـ هر چا ته به دې وئيل چې ٫٫ هغه راغلے دے ،، ـ ـ ـ  تا نه دا هير وو چې په پښتنه معاشره کښې داسې په ښکاره اقرار کول جرم وو ، بغاوت وو خو تۀ د رواجونو د زولنو نه بې پروا وې ـ

زما ستړي مشي له تۀ هم د خپلې مور سره راغلې وې ځکه چې زمونږ محلت يو وو ـ زمونږ د مينې رشتې هم زړې وې ـ په دغه ورځ ستا په مخ راغلي رنګونه دومره ژور وو ـ چې زما نظرونه ورکښې ورکيدل ـ ستا د پېغلتوب قيصه وختونو اوريده ـ او زما په مجبورو څوک هم نۀ پوهيدل ـ

زۀ يو ځل بيامسافر شوم ـ ـ ـ  بې کوره شوم ـ د خپل هېواد د ټولو ښارونو نه پس زۀ عرب اماراتو ، قطر ، انډونيشيا ، بنکاک ، سنګاپور او خدائے خبر چې چرته چرته لاړم ـ زما نه سېلانے جوړ شو ـ ـ ـ  لکه چې د کلي د لوئے چنار د لاندې په ماشوم والي کښې زما راښکلې کرښې خپلو تعبيرونو ته رسيدې ـ

لېونۍ ـ ـ ـ  تاته ياد شي چې زۀ مدينې منورې او مکې مکرمې ته  لاړم نو، تۀ څومره خوشحاله وې ـ ځکه چې ستا په ما دا باور وو چې زما هر سوال به ستا په نوم وي ـ زۀ به ستا په مخ خندا غواړم ـ ستا په لېوني زړۀ کښې راغلې دا ټولې خبرې رښتيا وې ځکه چې تۀ زما په زړۀ پوهيدلې ، ما به چې په حرم شريف کښې خپله عاجزي ژړله نو ستا تصوير به مې مخې مخې ته کېدو ـ ما ستا لپاره څومره دعاګانې اوکړې ـ لېونۍ تۀ د هغې سوچ هم نۀ شې کولے ـ ځکه چې ـ ـ  ماته ستا خوشحالي ګرانه وه ـ

لېونۍ ـ ـ  تاته ياد دي چې ما ته د يورپ نه بيا بيا بلنې راغلې زۀ به تلم خو ـ ـ ـ  پته نه لګي چې ستا مينه به مې خپو ته څنګه زولنې شوه او بيا چې ماته دا ځل د یورپ بلنه راغله نو ورکښې د مينې سره د وينې تقدس هم شامل وو ـ مينه زورَوره وه او وينه ناقراره ـ

زۀ د یورپ     په رنګونو کښې ورک ورک اوګرزيدم خو په هر قدم راسره ستا سيورے ملګرے وو ـ زۀ يو ښائست هم متاثره نۀ کړم ځکه چې زما په سترګو ستا د ښائست پردې خورې وې ـ ما د ژوند په ټولو هنګامو کښې هر خوا تۀ اوليدې ـ دا په دې چې ستا ارمان زورور دے ستا مينه ليونۍ ده ـ

زۀ چې يوازې کښېنم نو په ذهن کښې مې هاغه کږې وږې کرښې چورلکونه خوري ـ کومې به چې ما د چنار د لاندې جوړولې او تا به ورانولې ـ تۀ به هم کله کله دغه سوچونه کوې ـ د وخت د رفتار احساس به درته کيږي خو زما دا کلک باور دے زما دا پوخ يقين دے چې لکه څنګه زما په زړۀ او ذهن کښې د بل چا عکس نۀ جوړيږي ـ داسې به زۀ هم ستا په خيالونو کښې مُسکے مُسکے کيږم ـ د همېشه لپاره ـ ځکه زمونږ مينه سپيځلې ده زمونږ جذبې مقدسې دي ـ

دا چې مونږه د يو بل نه په هېڅ حال صبريدے نۀ شو
ښۀ پوهيږم ښۀ پوهيږې څۀ خبره خامخا ده

                                                                              ستا لېونی  

                                                                              ستا لايق

                                                                      دلیکلو نېټه:      ٢٥ نومبر ٢٠١٢ء 

 

- بېرته شاته