(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.11.14 د ملي یوالي حکومت،هیلې اوننګونې

لیکوال : انجینیر اجمل شمس ( د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر) – ګلف نیوز / ژباړه : سیف الرحمن لودین

25.11.2014: د ټاکنو په سر راپورته شوې لانجې د څو مياشتو دوام څخه وروسته پای ته ورسېدې او تقريبا  دوو  مياشتو راپه ديخوا په افغانستان کې د ملي يوالي حکومت په واک کې  دی . تر دې دمه د ولسمشر داکتر اشرف غنی  د حکومتولۍ طرز ، د فساد په وړاندې مبارزې او د بنسټونو جوړولو  په اړه  د هغه عملی  ګامونو نه يواځی د ولس غوڅ مثبت غبرګون تر لاسه کړی بلکي د ولس ذهنونو او زړونو ته  يی هم لاره پيداکړې  . د داسی ګامونو  په  پورته کولو سره ډاکټر اشرف غنی د هغه ژمنو پوره کولو په لور لومړي ګامونه  پورته کړي  چی د ټاکنو دکمپاين پر محال یې ولس سره کړې وې . دا هغه څه دي چې د ده د بريا  د ټينګښت لپاره  اړين بلل کیدای شي . خو د ټولو هیلو په خوا کې د افغانستان سياسی واقعیتونو او شرایطو ته په کتو سره هغه سختې ننګوني چې د ډاکټر اشرف غنی په وړاندی موجودې  دي له پامه نه شو غورزولی .

دټاکنو په سر راپورته شوی پيچلې لانجه  بلاخره د امريکې  او ملګروملتونو په فعال منځګړتوب پای ته ورسیده . خو په دې اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي ونډه هم کم ارزښته نشو گڼلي . ښاغلی حامد کرزی د ډاکتر  اشرف غنی او عبدالله عبدالله  ترمنځ د روغې وسيله شواو دواړه ئې په یو د اسی سياسي چوکاټ سره پخلا کړل چې دواړو سيالانو ته به ملي والي حکومت په اډانې کې ځای ورکوي . په یو قانونمندې  او فعالې ډيموکراسۍ کې هر ډول ټاکنې بايد څرګند ګټونکی  او بايلونکی ولري . خو په  افغاني سیاست کې ددې بريا تعبير دا نه وو چې ګټونکی دې هرڅه تر لاسه کړي . د ټاکنو خپلواک کميسون وروسته ومنله چې چې ډاکټر اشرف غنی د ټاکنو قاطع ګټونکی  وو، خو ډاکټر اشرف غني بايد د دوو لارو په منځ کې يوه غوره کړې وای يا به ئې احتمالي بحران ته غاړه ايښودله  او يابه ئې د خپل سيال عبدالله عبدالله سره د ګډ حکومت خبر منله  .

 نوی حکومت، چې په سر کې ئې ډاکتر اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجرائيوي رئيس په توګه  دي، د بدلون او اصلاحاتو يوه لویه  آجنډا تر لاس لاندې نيولې . که څه هم د داسې اجنډا پلي کول ډیر ګران بریښي خو که چیرې قوي سیاسي اراده وجود ولري نو هر څه ممکن دي ځکه افغانان تر هر وخت زیات همدا اوس یو اساسي بدلون ته چمتو دي .

ولسمشر اشرف غني د خپلې دندې د لوړي پورته کولو سمدستي ورورسته د يو فرمان له لیارې ټول موجوده وزيران د نوو وزيرانو تر ګمارلوپوری سرپرستان وټاګل . ډاکتر اشرف غنی او عبدالله عبدالله په وړاندی تر ټولو ستره ستونزه  د نوي کابينې جوړول دي چې ویل کیږي  دواړه خواوې پکې په  مساوي  ډول  برخه لري . د سياسیونو او تکنوکراتانو تر  منځ توازن  راوستل د نوي حکومت پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده . په دواړو خواو کې په سياسی لحاظ قوي او مطرح څیرې لیدل کیږي چې د ټاکنو په کمپاين کې یې فعاله ونډه درلوده . سوال دلته دی چې هغه چا چې په کمپاینونو کې یې ونډه درلوده خو د استعداد او ظرفیت خاوندان ندي نو د هغوی سرنوشت به څه وي؟ بل طرف ته  حکومت د چارو د چلولو لپاره يو ښه کاری ټيم ته اړتيا لري . باید هیر نکړو چې ډاکتر اشرف غني او عبدالله  عبدالله به په اخر کې  افغان ولس ته ځواب ورکوونکي وي نه هغه اشخاصو  ته کومو چې د دوی د ټاکنو کمپاين کی فعاله ونډه درلوده. دا پیغام باید ډیر څرګند اوسي .

د ډاکتر اشرف غنی او عبدالله عبدالله پر وړاندی تر ټولو ستر او مشکل کار  په هيواد کې سوله او آرامی راوستل دي . ډاکتر اشرف غني د پياوړی منطقوی اقتصاد او د ګاونډيو هيوادونو په بشپړه همکارۍ په افغانستان کې صلحه او آرامی راوستل غواړي . هغه غواړي  چې د ګاونډيو او نورو هیوادونو سره د افغانستان اړيکو ته نوی او واضح تعریف ورکړي . او د هیواد دننه د پرمخ تللي  اقتصاد او فساد ته د پای ټکي د ايښودو په اړه کټلي ګامونه اوچت کړي . د دې هر څه لپاره هغه يو پياوړي او تکړه  کاري ټيم ته اړتیا لري چې د ډاکټر عبدالله عبدالله بشپړې همکارۍ   او نقش نه پرته ناشونې ده .  

په اخر کې باید ووایو چې نوي حکومت  ته  د افغان دولت او افغان ملت د رغولو يو طلایی چانس په لاس ورغلی . 

- بېرته شاته