(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.11.214 حکم خان کاکا، جرنیل صیب وایی صبربه کۍ

لیک: رحمان بونیری

20.11.2014: پاکستاني ځواکونو  په شمالي وزيرستان او خېبر اېجنسۍ  کې د خپل کورني دښمن د غیر قانونه لښکرو د تاراج کولو لپاره مورچې وهلي دي- جگړه روانه ده – په میلینو بې گناه پښتنانه د خپلو کورونو نا په کډه شوي. په خیمو، د کرائی په کورونو، او د خپلوانوکره ېې کډې اچولي دي - د غه پښتانه په وطن دننه د مسافرۍ  د سخت ژوند د لاسه کور و کر او په بد حال دي- د پښتنو سپین گيرو دا وخت لویه ستونزه داده چې یخ جمي کې به د خپلو تور سرو او اومه خله بچوړو سره څه کوي- او زړونه یی ځکه هم ډوبیږي چې د ستنیدو نېټه یی لا نه ده معلومه – په اندېښنو کې د راگیرو پښتنو دغه تپوس مو تیره اوونۍ  دواشنگټن په سفر د پاکستان دپوځ د یو اعلا پوځي چا رواکي نه وکړو--  هغه څه نیټه خو را نه کړه خو ځواب  یی دا ؤ چې تادي نه ده پکار- کار به پوره سر ته رسول پکار وي -

په ظاهره د پاکستان د پوځ تر ټولو لویه جگړه د کشمير ده- د یو میلین پوځ ساتلو جواز هم کشمير او بهرنې دښمن دی- خو کشميریان که د پلې اخوا ته دي او که دې دیخوا ته دي نو دواړو خواؤته په خپلو کورنو کې د تود انغري په غاړه ناست دي- دا منظر چې پښتانه په پام کې نيسي او بیا په کور دننه د دښمن په ضد په شک کې ډوبې جگړې ته گوري- او په لکونو بې کوره شوي خلق ډوډۍ ته په کتار کې ولاړ ويني نو دا تپوس اکثره کوي چې دا پاکستان خو د انصاف نه بې خبره د تضاد نه ډک وطن دی.  

د پوځ د ابلاغي څانگې مشر او ویاند میجر جنرل عاصم باجوه د ډيوه سره د مرکې په وخت وئیل چې د عملیا تو شورو کولو نه وړاندې پوځ په څلورو ټکو ولاړه تگلاره جوړه کړې وه- لومړۍ دا چې د تر هگرو نه سيمه صفا کړي- دوئمه دا چې د سيمی واک واخلي، درئمه دا چې سيمه بیا ودانه کړي او څلورمه او اخري دا چې سیمه بیرته خلقو ته وسپاري-  د جرنیل صیب دريزدا ؤ چې د شمالي وزیرستان زیاتره سيمه د تر هگرو نه اخستل شوې اوپوځ د خپلی سټراټيجۍ د څلورو توکو په دوئم پړاؤ کې دی- خو خیبر کې خبره لا په لومړي پړاؤ کې ده- د جرنیل صیب سره د مرکې لومړې درته کومه خواول د حکم خان کاکا قيصه ليکمه-

  حکم خان کاکا  د اپریدو دعملدين خیلو دی- او دا وخت د خیبر ون په وجه په پیښور کې کډوال دی- خو چې ډیرې بدې ورځې په سر واخستو نو د پېښور پریس کلب ته یی خپل فریاد یوړلؤ- د ډيوه ریډیو په پیښور کې ملگري حميدالله راته په ټليفون وییل چې د سور سپين، د نگ لوړ، لونگۍ په سر حکم خان کاکا په ستر گو کې ورته صرف یو تپوس ښکاریدو "دا عملیات به کله ختمیږي- او دويي به کله ستنېږي؟"

خان کاکا په کلب کې خبریالانو ته وییل چې " په زرهاؤکورنۍ د خپلو کورونو نا راپره کړې شوي دي. څوک په سړکونو او څوک په هديرو کې پراته دي او چاته چې چرته د سر سیورې په لاس ورغلې نو لس کډې پکې یو ځایی راټولې شوي دي او په ولاړه اوسي" د حکم خان کاکا مرکې ته چې ما په غور غوږ ونيؤ نو نه یواځې دا چې مرۍ یی ټقيدله ولې په لهجه کې یی یوه ویره او اندیښنه هم معلومیدله- خان کا کا وایی چې "دومره پريشاني خو ما په سرو کافرو کې هم نه ده لیدلې لکه مونږ سره چې روانه ده"- 

  خان کاکا وایی چې ډک کورونه ترې پاتې شوي او وس یی یخني په سر ولاړه ده – نه ورسره کټ شته او نه پوزې-  خان کاکا د حکومت نه سخت گيله مند دی - وایی ډک کورونه ترې پاتې شوي- وایی په خپله خوښه نه دي راغلي د حکومت لپاره یی قر باني ورکړي-  تیرو، ورځو کې پښتون سیاسي مشر او بشري حقونو مبارز افراسیاب خټک دلته په واشنگټن کې په یو محفل کې ویئل که دومره خلق په پنجاب کې کډوال شوې وی نو د هغې سيمې ،میډیا، مشرانو او خلقو به دنیا په بله اړولې وی-

د خیبر نه زیاتره د ملک دين خیل، سپاه، قمبرخیل، شلوبر قمبر خیل او اکاخیلو اولس کډوال شوی-  چې د کورنو( فیمیلیز) شمیره یی 75 زره ده، او د اېف، ډي، ایم، ای د شمیرو په حساب ټول خلق یی څلور لکه پينځه اویا زره دي -  ما چې د حکم خان کا کا مرکه واوریدله نو فون ته مې لاس کړو او د کډوالو لپاره دبیړنۍ مرستو سرکاري ادارې مشر حسيب خان ته می ټليفون وکړو - حسیب خان وایی د خیبر د کډوالو گیله بی ځایه نه ده – وایی اسلام اباد ته یی خط لیکلي چې دویی ته هم لکه د شمالي وزيرستان د کډوالو په رنگه وسائل ورکړي- دا وخت د شمالي وزیرستان د کډوالو شمیره 78 زره کورنۍ ده- چې دټولو خلقو شمیره یی پينځه لکه شپږ څلویښت زره  جوړیږي- د پوځ جرنیل  صیب دا هم راته وئیل چې د کډوالو د ستونزو نه ښه خبر دی او پوځ بې غوره نه دی-

جرنیل صیب وایی چې دا وخت د بیا ودانۍ لپاره د سياسي حکومت په مرسته مالي پنگو ټولولو هسې شورو شوي دي- ددی مطلب دادی چې د ړنگو شوو ودانو، سکولونو، هسپتالونو، پلونو، سړکونو باندې کار شورو کیدلو کې به لا وخت لگي- حکم خان کاکا دې خفه کیږي نه خو د جرنیل صیب د خبرو مطلب دا ؤ چې د کډوالو د ستنیدو خبره لا ډیره لرې ښکاري ، البته دا خبره به پوځ ته گرانه،  نه وي که په یخه سله کې سپين روبو، زنانوؤ او ماشومانو ته د یخ نه د بچ کیدلو څه مناسبه بندوبست وکړي –

نو اوس د جرنیل صیب په فارمولا که حکم خان کاکا مني او که نا خو دغه انتظار خو ورته پروت دی چې  اول به  سيمه د تر هگرو نه اخستل کیږي ،بیا به ساتل کیږي، بیا به ودانیږي او په څلورم او اخري پړاؤ کې به بیا کډی باریږي-

- بېرته شاته