(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.11.14علامه عبدالشکور رشاد

ليکډاكټر طارق رشاد

15.11.2014: اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د ١٩٢١ م كال د نومبر پر ١٤ ( د ١٣٠٠ ل كال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواكۍ دوه كاله تېر سوي وه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوې مخوري او درنې كورنۍ كې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې .

دې كورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيكه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ور( غور)نيكه يې  محمد جان خان ، تر نيكه يې نېك محمد خان او سرنيكه يې لكي صاحب خان چي ديو لك سكو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنكي ستر احمدشاه بابا ( ١٧٤٧ – ١٧٧٣ م ) د وخت له مشهورو خلكو څخه و.

دا كورنۍ پخوا دپاچا جوړونكو ( King Makers ) كورنيو څخه بلل كېده ، لكه  نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالك ) او ګل محمد خان بابړ چي د ( امين الملك ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې كورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي له خپل پلار تيمور شاه وروسته  پر تخت كښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه كړ ، خسر يې هم و .

روزنه او پالنه

په لومړي ګام کې د استاد رشاد په روزنه او پالنه كي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لكه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مركه كي وايې : “زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى يم، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ١٣ كلنۍ كي زما له سره ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه كړاي ، تقريبا ً ٦٩ ( اوس ٧٣ ) كاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده كړې او عربي  ( د ديني زده کړو) كتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره ويلي دي، پاړسي كتابونه مي لكه ګلستان ،بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره  لوستي ، البته  نور استادان مي هم درلودل، خو لومړى استاد مي پلار و .” او همدارنګه د افغانستان په نوم كوم اخبار چي په لاهور كي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول كېدى او هغه يې مطالعه كاوه .

دندې او کارونه

خو د خپلي ځيركتيا له امله ډېر ژر په ١٩٣٣ م كال كې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ١٩٣٤ م كال يې پر ديارلس كلنۍ د ښوونكي په توګه رسمي ماموريت پيل كړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په كوچني ښوونكي ډېر شهرت پيداكړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه . په ١٩٤٦ م كال دكندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ١٩٤٧ م كال دكندهار د ښاروال مرستيال سو او له ١٩٤٧ م كال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده كړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام وركړ ، چي د “لودي پښتانه” كتاب ، چي ٤٢٠ مخونه لري او “سوري پښتانه” چي ٤٠٠ مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليكدود هم  زده كړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وكوتي .

په ١٩٥٧ م كال دپښتو ټولني د مسلكي غړي او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلكي مرستيال وټاكل سو، سره له دې چي د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ١٩٦١ م كال د پخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم كاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د كابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه كي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ١٩٧٤ م كال كي تر لاسه كړه، څو د١٩٧٨ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيكيد كابل پوهنتون، د علومو د اكاډمۍ، علمي ټولنو او كړيو سره وساتلې.

ادبي ژوند

استاد رشاد لومړى شعر په ١٩٣٤ م كال پر ديارلس كلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ١٩٣٨ م او لومړى څېړنيزه ليكنه په ١٩٤١ م كال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) كي خپاره سوي دي . دده په وينا له ٢٦ كلنۍ څخه د ويښو زلميانو د نهضت غړى و .

د جهاد پر مهال په كابل كي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد كي خطر ورته پېښ نه كړي، د كلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، كراچي او نورو ځايونو كي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليك ډول به پكي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په كابل كي هم خپرېدل او له ١٩٩٢ م كال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واك د ساتلو او يا تر لاسه كولو جګړه پيل او ايتنيكي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليكني له هيواد څخه دباندي خپرې كړي او د طالبانو په وخت كي په يوه غونډه كي چي د ١٩٧٩ م كال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفكرانو او دموكراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: ” زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان كي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموكراسۍ ږغ پورته كړ .”

د ١٩٧٨ م كال تر پيښي را وروسته بيا تر ١٩٩٢ م كال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د ” ملحد شاهۍ” په نوم ليكلې او د ١٩٩٢ م كال څخه بيا تر ١٩٩٦ م كال پوري يوه شعري ټولګه د”تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ” په نوم ليكلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د ” طالب شاهۍ” په نوم يوه شعري ټولګه ليكلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواكۍ او بلواكۍ پر ضد شعرونه او ليكني كړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواكو سره په مخالفت (اپوزيشن) كي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واكمنان منلي او نه يې پردۍ واكمنۍ ، د ډيموكراټ او متعادل سياست خوښوونكى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال كي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو كي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت كاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امكان يې هم تر لاسه كړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاكستان ، يمن امريكا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وكړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه كړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .

ارواښاد استاد به تل دا ويل چي ” هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، كه مرم هم به دلته يم او كه ژوندى يم هم به دلته يم .” ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له تركي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده كولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كي هم ښه عروضي شاعري كوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره كي تېر كړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليكلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې كړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ كړي دي . ددوى (٤٩) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذكر كيږي :

چاپي اثار

 ملحد شاهي يا كمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ١٩٧٨ م كال د كودتا څخه تر ١٩٩٢ م كال پوري د وخت د حكومت د كړنو غندنه پكي سوې ده.

تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ١٩٩٢م كال څخه تر ١٩٩٦ م كال پوري د هغه وخت د حالاتو ذكر پكي سوى دى.

طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حكومت وروسته چاپ سوې ده.

لودي پښتانه په ٤٢٠ مخونو كي، د ١٩٥٨ م كال چاپ .

ډهلي د پښتنو په وخت كي، سريزه، د ١٩٦٠ م كال چاپ .

د ليو تولستوى درې نكلونه، (پښتو ژباړه) د ١٩٦١ م كال چاپ .

د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د ١٩٦١ م كال چاپ .

د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د ١٩٦١ م كال چاپ .

د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ١٩٧٤ م كال چاپ .

د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ١٢٢ مخونوكي، د ١٩٧٤ م كال چاپ .

د خيرالبيان په سريزه كي درې مقالې، د ١٩٧٤ م كال چاپ .

د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ١٩٧٤ م كال چاپ .

د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ١٩٧٤ م كال چاپ .

پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه كي پښتو كلمې، د ١٩٧٥ م كال چاپ .

ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ١٠٤ مخونو كي ، د ١٩٧٥ م كال چاپ .

تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ١٩٧٥ م كال چاپ .

د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ١٩٧٧ م كال چاپ .

د ګلشن روه سريزه په ١٩٢ مخونو كي، د ١٩٧٧ م كال چاپ .

د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ١٩٧٧ م كال چاپ .

د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ١٩٧٨ م كال چاپ .

بديع درسي كتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ١٩٨٠ م كال چاپ .

د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .

د پښتو تجويدونو تاريخچه په ٧٤ مخونو كي، د ١٩٨٠ م كال چاپ .

د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ١٩٨٠ م كال چاپ .

دڅمكنو ميا عمر، د ١٩٨١ م كال چاپ .

د حاجي جمعه باركزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ١٩٨٢ م كال چاپ .

پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ١٩٨٢ م كال چاپ .

د پټي خزانې فرهنګ، د ١٩٨٣ م كال چاپ .

در بارۀ ظفرنامۀ اكبري و ناظم آن، د ١٩٨٦ م كال چاپ .

د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ١٩٨٨ م كال چاپ .

لس مقالې، د ١٩٨٨ م كال چاپ .

سوبهاش چندرابوس، د ١٩٨٩ م كال چاپ .

د زړه ويني (شعري ټولګه)، د ١٩٩١ م كال چاپ .

د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ١٩٩٤ م كال چاپ .

لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د ١٩٩٥ م كال چاپ .

كوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ٢٠٠٠ م كال چاپ .

د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ٢٠٠١ م كال چاپ .

خښمېدلې امريكا (شعري ټولګه)، د ٢٠٠٢ م كال چاپ .

د واده كلى كربلا سو (شعري ټولګه) ، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .

د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د ٢٠٠٣ م كال چاپ .

د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مركو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .

تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .

بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ٢٠٠٤ م كال چاپ .

لوى احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اكاډيمۍ له خوا)، د ١٩٩١ م كال چاپ .

روڼې اوښكي (شعري ټولګه) په ١٢٠ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .

د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ٤٦ مخونو كي، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .

د بېنوا ياد، په ٤٥ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .

ادبي نثرونه، په ٦١ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .

د كارنامو مېرمني، په ٦٨ مخونو كي ، د ٢٠٠٥ م كال چاپ .

نصاب الصبيان، سريزه، ١٩٨٢ م كال چاپ .

فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، ١٩٨٠ م كال چاپ .

د پښتو – جاپاني قاموس په باب .

د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.

د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .

د پټي خزانې عروضي اړخ .

د تاريخ سياح مسيحي كتنه او نظر .

د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .

پښتانه شعراء (دريم ټوك) د ٢٧ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .

د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .

ناچاپ اثار

ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر كي (٣٨٣) تنه شاعران راغلي دي ، ٨٥٠ مخونه لري .

. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه كي ، په دغه اثر كي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري كړې ده ، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ٧٠ مخونه لري .

. غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه كورنۍ، ١٩٠ مخونه لري.

. آيا؟ په دغه اثر كي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ كي د پاملرني وړ دي ، ٥٠٠ مخونه لري .

. د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ٦٧٠ مخونه لري .

. مستشرقين، په دغه اثر كي (٢٠٠) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني كړي ، معرفي سوي دي ، ٥٤٠ مخونه لري .

. امين الملك ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه كورنۍ چي د استاد له نيكونو څخه دى ، ٢٤٠ مخونه لري .

. ملي قهرمان غازي محمداكبرخان ، ٢٣٠ مخونه لري .

. سوري پښتانه، ٤٠٠ مخونه لري .

. د كندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ٤٠٠ مخونه لري .

. حضرت ابوبكر صديق، ٢٣٠ مخونه لري .

. په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا كي پښتو كلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب كي شامل اثر) ٣٨٠ مخونه لري .

. د كندهار زيارتونه، ٧٠٠ مخونه لري .

. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٢٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٦٣٠) مخونه، دريم ټوك (١٢٥٠) مخونه، څلورم ټوك (٦٠٠) مخونه، پنځم ټوك (٦٥٠) مخونه او شپږم ټوك (١٢٠) مخونه لري .

. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوكه دى، لومړى ټوك (١٠٠٠) مخونه، دوهم ټوك (٧٦٠) مخونه او دريم ټوك (٥٨٠) مخونه لري .

. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، لومړى ټوك (٨٠٠) مخونه او دوهم ټوك (٣٦٠) مخونه لري .

. د كندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوكه دى ، په لومړي ټوك كي مخكي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (٩٧٠) مخونه لري او په دوهم ټوك كي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (١٠٤٠) مخونه لري.

. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (٥٠٠)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوك (٤٢٠) مخونه لري چي په دې برخه كي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذكر راغلى دى .

. پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٥٠) مخونه ، دوهم ټوك (٢٠٠) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .

. د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو كي مشهوري دي ، ٢٠٠ مخونه لري .

. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان كي د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (٢٧٠) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (٩٠) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (١٨٥) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (٣٢٠) مخونه او پنځم ټوك (١٢٠) مخونه لري .

. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او تركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .

. ٢٠٠٠دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (٣٦٥) مخونه ، دوهم ټوك (٤٥٠) مخونه، دريم ټوك (٤٢٠) مخونه او څلورم ټوك (٤٢٥) مخونه لري.

. د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (٤٠٠) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (٢٦٠) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (٢٨٠) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (٤٨٠) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (٥٢٠) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (٣٢٠) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (٣٦٠) مخونه لري .

. د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوك، (٤٠٠) مخونه لري .

. د ګلشن روه لغتنامه ، (٨٠٠) مخونه لري .

. نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .

. د فرهنګونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنګونه چي په ختيځ كي ليكل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :. بديع، (٧٥٠) مخونه لري .

پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

تركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

 

. بيان، (٥٠٠) مخونه لري .

. قافيه، (٦٥٠) مخونه لري .

. عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (١١٣٠) مخونه، دوهم ټوك (٣٦٨) مخونه ، دريم ټوك (٤٤٠) مخونه او څلورم ټوك (۹٥) مخونه لري.

. معاني، (٦٥٠) مخونه لري .

. نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو كي، (٥٠٠) مخونه لري .

. مكتبي قاموس، په دغه اثر كي د ښوونځيو د كتابونو(٦٠٠٠) لغاتونه تشريح سوي دي .

. په ګلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ٢٤٠ مخونه لري .

. لاله، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .

. چاپ سوي څلوېښت حديثه .

. د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .

. نيم ديد، (شعري ټولګه) .

. د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (٦٢) مخونه، دوهمه ټولګه (٥٠) مخونه، دريمه ټولګه (١٢٦) مخونه، څلورمه ټولګه (٦٢) مخونه او پنځمه ټولګه (١٨٠) مخونه لري .

. شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (١٠٥) مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .

. شهيد سردار محمدداود، ١٨٠ مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .

. امان الله شاه غازي .

. (١٠٠) زاړه لغاتونه .

. د سنسكريت ژبي ګرامر، (٧٤٠) مخونه لري .

. د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٣٠) مخونه او دوهم ټوك (١٦٥) مخونه لري .

. د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٦٠) مخونه او دوهم ټوك (١٧٠) مخونه لري .

. په پښتو كي مناظرې، (٧٥) مخونه لري.

. الفنامې، (٨٥) مخونه لري.

. د پښتو نظم عروضي سيستم، (٤٥٠) مخونه لري .

. په پښتو كي د نظم ډولونه، (٢٩٠) مخونه لري .

. سبك پېژندنه، (٢٠٠) مخونه لري .

. د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .

. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي كتابونو كي .

. پښتو نكلونه او پښتو كيسې .

. ځيني ادبي خبري، (٢٠٠) مخونه لري .

. د جاپان سفرنامه (يون ليك)، (٩٠) مخونه لري .

. د امريكا سفرنامه (يون ليك)، (١٠٠) مخونه لري .

. د يمن سفرنامه (يون ليك)، (١٣٥) مخونه لري .

. بړيڅي پښتانه، (١٢٠) مخونه لري .

. غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر) .

. برمكيان، (٢٢) مخونه لري (نيمګړى اثر) .

. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (٥٠) مخونه لري .

. د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (١٢٠) مخونه لري .

. پښتانه شعراء په عربي ژبه كي، (نيمګړى اثر) .

. د پښتو كتابو كاتبان، (١٢٠) مخونه لري .

. تعليقات ، (٦٠) مخونه لري .

. سرياني قصيده، (٤٠) مخونه لري .

. د خوشال خان ياد، (١٠٠) مخونه لري .

. عربي ګرامر، (١٢٠) مخونه لري .

. شيخ قاسم سليماني، (١٢٠) مخونه لري .

. د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليكنه .

. دخوستي، تڼي، ګوربزي لهجو ځيني كلمات .

. رقوم نويسي .

. پنځه كتابونه د مختلفو ياداښتونو، (٦٠٠) مخونه لري .

. د محاربۀ كابل په اړه نيمګړي تعليقات .

. پردي دودونه، (٢٠) د مخونه لري .

. د فوايد دعوا لغتونه، (١٥٠) مخونه لري .

. وحدة الوجود، (٤٠) مخونه لري .

كه ددوى ٨٠ ناچاپ اثار د ټوكونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (١١٦) ټوكه ناچاپ اثار د كتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي ، په ټوليز ډول د استاد (٥٩) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (٨٠) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .

 د پوهانو له اندونو

اكاډيميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه كي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليكوال ارواښاد كانديد اكاډيميسن سر محقق محمد صديق روهي د استاد په اړه ليكي:

“پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه كي د تبحر درلودلو له امله د روښانفكرانو له خوا د”فاضل استاد” لقب ګټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونكى په حيرت كي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت كي د پښتو او پاړسي ادب د كلاسيكو متونو د مشكلاتو د حل كولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل كيږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له كبله، بلكي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفكره قشر په منځ كي خاص محبوبيت ګټلى دى”.

محمد صديق روهي

 هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ١٣٨٢ ل كال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار كي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ كي د (علامه) بېسارى دروند لقب وركړه سو.

مړينه

دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ١٣٨٣ ل كال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (١١مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كي د ماپښين پر دوولس نيمو (١٢:٣٠) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

انالله و انا اليه راجعون

علامه رشاد دتاريخ ليکني په ډګر کي

ليکوال  : پوهنوال رسول باوري

تر دې مهاله زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت ليکني او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده . يو شمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډګرونو کي يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه مورخ په توګه را يادوم اوور سره يوځای هغو ځانګړنو ته د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي .

د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې څرګندوني لپاره تر ټولو لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال او يا مورخ د ذهنيت او ليد لوري پيژندل او پوهيدل دي ، چي نوموړۍ مورخ کومو اندونو او ځانګړو افکارو ته ژمن او يا لږ تر لږه له هغو څخه اغيزمن شوۍ دۍ . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي اثر په سريزه کي ليکي : (( په نړۍ کي له لرغونو زمانو دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او ګرويږنه او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده ))

دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف ابن خلدون نظريه ده . نوموړي په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ داستاد په توګه دنده تر سره کول . د ابن خلدون څخه په لسګونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال شهرت ګټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي اندونه خپاره شويدي . د ابن خلدون نظرياتو نه يوازي د اسلامي نړۍ دمورخينوپر افکارو اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ، چي يوشمير يې متاثره کړي او يو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين لپاره د منځپانګي تر بريده ورڅخه ګټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي د بيلګي په توګه نامتو ټولنپوه اګست کنت او په ځانګړي ډول د شلمي پيړۍ انګليسي نامتو مورخ او فيلسوف ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف )) په نوم زيات شهرت وګاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږي . علامه رشاد هم د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني هغه متود يې کارولۍ چي ريښې او جرړي يې د ابن خلدون په نظريو کي له ورايه څرګندي دي .

ډيرو شننوکو د علامه رشاد په اړه دا خبره منلې چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل څوچي د هغې په اړه به يې باور او ډاډ نه وای حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد د نورو ټولنيزو علومو تر څنګ په تاريخي څيړنو کي هم په پوره وړتيا څرګنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په تړاو را پاته دي ،چي د بيلګي په توګه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام ، د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد د نورو تاريخي کتابونو څخه د لودي پښتانه په نوم تاريخي اثر چي د ٤٢٥ پاڼو په لرلو پههند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي د يوې بيلګي په توګه د نورو تاريخي مقالو څخه په لس مقالې نومي کتاب کي د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ )) د بحث لپاره ټاکلي دي .

په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ ګرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو او لاسوندونو څخه ګټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ ګرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت لپاره د لودي پښتانه ، تاريخي اثر د متن هره پاڼه لوستونکي ته د ډاډ څرګند لاس وند دۍ . د بيلګي په توګه  : په ٧٩ نه اويا يمه پاڼه کي چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذونو او لاسوندونو ياودنه کوي ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان ؛ شوکت افغان د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي ، چي د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره تر ټولو ډاډمن اخځونه دي ، او دا ميتود د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .

د برلاسو تاريخي څيړونکو يوه ځانګړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توګه د هغو اثارو څخه زياته ګټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري ( جوزجاني ) اوداسي په لسګونو ، نور يادولای شو .

په تاريخي څيړنو کي يوه بله ستره ځانګړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ١٤٩ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جګړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جګړه کي ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه ١٤٩ لودي پښتانه )

اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلګي په توګه : د کرلاڼي د نوم څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توګه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي طبعاتي تيروتنو ته يې هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې نومي اثر په ٣٦ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ١١٤ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليګړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . ( پاڼه ٣٦ لس مقالې )

د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرګند نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توګه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرګندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توګه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای پيژندل شوني کړيدي . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله څرګندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلګي په توګه په ١٠٩ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ، په ٩٣٢ هجري کال چي کله بابر مغل د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ١٦٦ مخ کي ليکل شويدي چي د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . ( ١٠٩ پاڼه ، لودي پښتانه ) .

د ا لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توګه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس درلود او د تاريخ د يوه عالم په څيريې هغه تاريخي پيښي ، تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي د هيواد د تاريخ لپاره يې پيژندګلوي اړينه وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل لپاره يې پوهيدل اړين دي . دپام وړيادونه:

په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد (( لودي پښتانه . پښتو ټولنه . ١٣٣٦ . )) او (( لس مقالې . دولتي مطبعه . ١٣٦٧ )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم ګټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :

باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني . د مقالو ټولګه . سلام ټولنه . ٢٠٠٢ .

ساپی ، ضمير . تاريخ چيست ؟ . پوهنتون کابل . ١٣٥٤ .

شفا ، شجاع الدين . مايه ، بعد از هزار و چهارصد سال . نشرات زردشتيان . ٢٠٠٤ .

فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون . دانشګاه تهران . ١٣٧٧

مير حسين شاه . تاريخ نويسي در شرق . پوهنتون کابل . پروګرام ماستري تاريخ . ١٣٦٧ .

د علامه ټولنيزژوند

محب الله ترابي

علامه بابا د ځاني کرکټر له مخېډېر مؤدب، دروند، عزتمند، باوقاره او د ستر همت څښتن و، په ورين تندي او عاجزي سره به يې خبرې کولې او د نورو خبرو ته به يې په پام سره غوږ نيوه؛ کله چې به په خبرو کې له مقابلې خوا څخه اشتباه کېده؛ نو خامخا به يې ورته ښووله؛ بلکې د يوه، دوو تاريخي مثالونو په ويلو سره به يې هغه پوهاوه چې هغه اشتباه سمه کړي.

علامه بابا هيڅکله چاته د شتمنۍ او لوړ دولتي مقام له مخې درنښت نه درلود، بلکې هغه ته يې د هغه د پوهې له مخې پام اړاوه، په هغه ليکنه کې چې کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني په ښکلا مجله پرلپسې۱۴مه ګڼه، ۱۲م مخ کې د علامه بابا په اړه کښلې، ليکلي: «… زما څو ځله فکر سوی دی چې کله به په ځينو پوهنيزو څېړنغونډو کې کوم لوړپوړی چارواکی راتلی، نو برخوال به يې د درنښت لپاره درېدل؛ خو استاد به هيڅکله له ځايه نه ښورېده او دغه نوي راغلي چارواکي به د ده درناوی کاوه، هغه عادت نه درلود چې د زورورو پر وړاندې خپله هسکه غاړه ټيټه کړي، ځکه چې هغه د عزتمند نفس، ملي غرور او لوړې پوهېڅښتن و.

همدارنګه زياتوي چې: ((د ډاکټر نجيب الله دولت په ۱۳۶۵ کال وغوښته چېځينې فرهنګي څېرې د هغوی د مانيزو ارزښتونو د پنځولو له امله چې د ستاينې وړ وو، د دولت له خوا د لوړو علمي رتبو په ورکړه ونازول سي، خو استاد علامه رشاد دا ډول لقب و نه مانه او نه يې خپل آثار ورته کانديد کړل، آن د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته يې خپل عکس هم ورنکړ، دا له دې امله چې د هېواد فرهنګيانو ته د دا ډول علمي القابو په ورکړه کې علمي معيارونه په پام کې نه نيول کېدل او هغه څوک چې به يې وړ نه و هم يې تر لاسه کول. خو په اخير کې د اکاډمۍ چارواکو د هغه د استخدام له قرارداد ليک څخه عکس وشکاوه او د ده د اکاډمېسنۍ له لقب سره يې خپور کړ.

علامه بابا طامع او مداح نه و چې د مادياتو د خاوندانو يا په بله وينا د زر او زور د څښتنانو سترګې ورته را اوښتي وای. هغه يو ريښتينی انسان، د سپېڅلي وجدان خاوند و او له نورو څخه يې هم همدا غوښتل، د علم په ورکړه کې لکه حاتم طايي داسې و، د ادب او فرهنګ د مينانو په منځ کې بله ډېوه او د افغاني ولس شمله وه.

لکه څنګه چې يادونه وسوه، علامه بابا يو دروند، نرم خوی، د نيکو اخلاقو او لوړې طبعېڅښتن و. د نفس پاکي او سترتوب يې درلود، د بېدل او سنايي غوندې و، سر يې د چا په درشل نه مښه او نه ښکته کاوه، په دې اړه خپله فرمايي:

سر مو کوز مه کړېټيټو اسرو ته

دا لوی پېـغور دی پـت او پــښتو ته

دې بــنده ګــۍ ته تندی پرې مه ږده

چې تــمه، ډار يې بيايي ســــجدو ته

همدارنګه تل د حق او ريښتيا د لارې ملګری و، په خپل ولس او خپله خاوره کې يې په مينه او درنښت ژوند وکړ او هيڅ چېرې ترې پردېس نه سو، چې دا هم د خپلې خاورې او هېواد سره د ده د مينېڅرګندويي کوي. د خاينو سره يې روغه نه وه او د هيواد د پوهانو او د هغه چا چې د خپلې خاورې سره يې مينه درلوده کلک ملاتړی و. ارواښاد علامه بابا سرمايه نه لرله، خو د ده سرمايه يوازې د ده قلم، مشواڼۍ او کتاب وه.

علامه بابا يوازې د پښتنو نه و، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم کتابونه کښلې او خپله يېځان په قوم او قبيلې پورې نه منحصر کاوه، بلکې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله.

ارواښاد علامه بابا ته د خدای (جلا جلا له) ورکړي استعداد او پوهې په برکت د علامه، اکاډمېسن او پوهاند د لوړو القابو تر څنګ د علم او ادب په اسمان کې د شپږم ځلانده ستوري په نامه وپېژندل سو.

علامه بابا تل د خپل ولس په درد دردمند کېده او په خوشحالۍ يې خوشحالېده او د خپل وطن او ولس پرمختګ او پښتو او پښتنواله پالل يې تر ټولو ستر ارمان و. د دې خبرې د اثبات لپاره چې علامه بابا سره د خپل ولس غم و او د هر وګړي په درد درمند کېده، غواړم د ګل حبيب «وفادار» د ښکلا مجلې په پرلپسې۱۴مه ګڼه کې د «علامه د يو ګاونډي درې خاطرې» تر سرليک لاندې ليکنه کښلې، زه يې دويمه خاطره د پورتنۍ خبرې د اثبات لپاره دلته کټ مټ راوړم:((يوه ورځ مې وليدی چې استاد زموږ له کوڅېڅخه درې کوڅې پورته ولاړ دی، زه ورغلم او ورته مې وويل: السلام عليکم! تر روغبړ وروسته يې وويل:څه کوې؟ ما ورته وويل: چې زه ستا په خاطر راغلم چې ته دلته څه کوې، ده راته وويل: دغه دوا مې يو چاته ته واخيسته، نه پوهېږم چې کور يې چېرې دی.

ما ورته وويل: استاده! نو څنګه کېدای سي چې دوا دي ورته راوړه او کور دې نه دی ليدلی؟ استاد راته وويل: ته داسې وکړه، هغه کور پيدا کړه او دا دوا ور ورسوه، خو زما نوم مه وراخله.

 ما دوا واخيستل، د نسخې پر نامه مې د کوڅې له ماشومانو پوښتنه وکړه، هغو هم کور راوښود او دروازه مې وروټکول، يو سپين ږيری سړی راووت، ما دوا ورته ونيول او ورته ومې ويل، چې: ناروغ ستاسو د کور دی؟ ده راته وويل: هو زما يتيم لمسی ناروغ دی، خو دغه دوا چا درکړه؟ ما ورته وويل : چاچې دا دوا راکړه نو دا خبره يې را باندې پخه کړه چې د هغه نوم به نه در يادوم. د سپين ږيري سترګې له اوښکو ډکې سوې او راته يې وويل: ما د دې نسخې پيسې نه درلودې، نو هغه مې په درملتون کې پرېښوده، خو دا چې چا واخيسته او اوس دوا چا راوړه، خدای (جل جلا له) پوهېږي، خدای(جل جلا له) دي خير ورکړي.

- بېرته شاته